پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسجدالاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجدالاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی!؟

(پینځمه برخه)

(ژباړه)

په تېره برخه کې مو په عام ډول د اسلامي امت او په ځانګړي ډول د مسجدالاقصی مبارکې خاورې، قدس او شاوخوا سیمو پر وړاندې یې د صلیبي جګړو په اړه بحث وکړ، په دې برخه کې د دې لړۍ پر پنځمه زاويه بحث کوو:

د خلافت تر سقوط وروسته د برېتانیا د حاکمیت پر مهال د اسلامي امت پر وړاندې د غرب او صهیونېزم جګړې پای ته ونه رسېدې، بلکې له صلیبي جګړو وورسته هم په عام ډول د اسلامي امت او په ځانګړي ډول د مسجدالاقصی او قدس پر وړاندې جګړو دوام وکړ. سره له دې چې صهیونیستانو د صلاح الدین ایوبي له وفات وروسته لاسته راوړنې درلودې، خو د هغوی په مختلفو هېوادونو کې د اختلافاتو له امله له سختې ماتې سره مخ شول. په دې جګړو کې د دښمن د ماتې لامل د مسملمانانو ځواکمنتیا او د خلافت شتون و؛ هغه دولت چې تل یې د دې ډول دسيسو او جګړو پر وړاندې مبارزه کوله او پرلپسې یې شنډولې، په ځانګړي ډول د شاهي دولتونو په دور کې.

له عثماني خلافت وروسته د قدس، بیت المقدس او شاوخوا سیمو پر وړاندې کفري دسيسې، په حقيقت کې د خلافت په وروستیو کې پیل شوې وې، خو لکه مخکې مو چې وویل دغه جګړې له سختې ماتې سره مخ شوې! دا جګړې د خلافت د له منځه وړلو لپاره د غرب او نړۍ د مسیحیانو د پلانونو او طرحو ښکاره دلیل و، چې له دې لارې یې غوښتل د بیت المقدس پر وړاندې خپل پلانونه عملي او د نړۍ صهیونیستانو ته خدمت وکړي. صلیبیان په اوومه صلیبي جګړه کې د مصر پر کنانه د برید په فکر کې شول، تر څو له هغې لارې بیت المقدس او د قدس ښار ته لار پیداکړي. دا د فرانسې د پاچاه او د دې برید د قومندان نهم لویس نقشه وه. ځکه مصر د تاریخ په اوږدو کې د قدس مبارکې خاورې لپاره د فولادي سپر حیثیت درلود، خو دغه جګړه له سختې ماتې سره مخ شوه، ډېری سرتیري او قومندانان یې ووژل شول او د فرانسې پاچاه نهم لویس هم اسیر شو.  

دا هغه څه وو چې د عثماني خلافت په دوران کې د پرلپسې هڅو له لارې د قدس د یهودي کولو او قدس ښار د نیولو لپاره تر سره شول، خو سلطان عبدالحمید ثاني یې پر وړاندې ودرېد او د هغوی پلانونه یې شنډ کړل، په خپلو وروستیو هڅو کې یې کله چې د صهیونیستانو مشر د یوه پلاوي په وسیله سلطان عبدالحمید ثاني ته وړاندیز وکړ، چې عثماني دولت ته د پور ورکولو په بدل کې صهیونیستانو ته په فلسطین کې د اوسېدو ځای ورکړي، نو نوموړي داسې ځواب ورکړ: «ښاغلی هرتزل! ته نصیحت وکړئ چې زموږ پر لوري بل يو ګام هم پورته نه کړي. زه د دې ځمکې یوه لوېشت هم نه شم پلورلی، دا خاوره زما شخصي ملکيت نه دی، بلکې دا د ټولو مسلمانانو خاوره ده. زموږ خلکو دا خاوره د خپلو وینو په قیمت ګټلې، دا خاوره که له موږ څخه اخیستل کېږي، لومړی به زموږ په وینو لړل کېږي. یهودیان دې خپلې په میلیونونو پیسې ټولې کړي، کله چې د خلافت دولت له منځه ولاړ، بیا هغوی کولی شي له پیسو پرته یې تر لاسه کړي، خو ترڅو چې زه ژوندی يم، نو له خلافت څخه د فلسطین د بېلولو پر ځای د خپل بدن ټوټه کېدل غوره بولم، تر څو چې ژوندی يم هېڅکله به داسې ونه شي، زه به هېڅکله اجازه ورنه کړم چې پر روغ بدن جراحي عمليات ترسره شي.» 

صهیونیستان په دغه وخت کې په جدي ډول د خلافت د له منځه وړلو په فکر کې شول، تر څو خپلې موخې عملي کړای شي، چې یوه موخه یې د قدس او د قدس شاوخوا سیمو یهودي کول او پر مسجد الاقصی کنټرول ترلاسه کول و. موږ دلته د خلافت د له منځه تګ پر څرنګوالي او د عثماني خلافت په سقوط کې د غرب او د هغوی د هم‌تړونه مسلمانانو له لوري پر شوو کارونو تفصيلي بحث نه کوو، ځکه هغه بېل بحث ته اړتیا لري. خو دا وایو چې خلافت له منځه ولاړ، صلیبیان خپلو هغو موخو او غوښتنو ته ورسېدل چې د سایکس ـ پیکو په هوکړه او بالفور(۱۹۱۶-۱۹۱۷) په بیانیه کې راغلي وو. 

خلافت وپاشل شو او په ۱۹۲۴م کال کې بشپړ سقوط شو. مسلمانان او خاورې یې وپاشل شوې، فلسطین مستعمره شو او د خلافت تر پرځېدو څو کاله مخکې د برېتانيا تر قيموميت لاندې و! هغه وخت چې په ۱۹۱۴م کې برېتانيا په رسمي ډول پر مصر کنټرول تر لاسه کړ. بيا برېتانيوي پوځ د اډمونډ هنري ال نبي تر قوماندې لاندې له مصر څخه د قدس پر لور حرکت وکړ، چې په پایله کې عثماني پوځ د برېتانيوي پوځ پر وړاندې له مصر څخه د دفاع پر مهال په دوو پرلپسې بریدونو او له المان سره د تړون له امله ماتې وخوړه. برېتانيا قدس وروسته له هغه اشغال کړ چې عثمانیانو له ۴۰۰ کاله حاکمیت (۱۵۱۷-۱۹۱۷) وروسته د تسلیمۍ اعلان وکړ. د برېتانيوي پوځ قوماندان اډمونډ هنري ال نبي د قدس له اشغال وروسته د ښار په منځ کې ودرېد او خپله مشهوره خبره یې وکړه؛ هغه خبره چې په قدس کې د صهیونیستي غرب غوښتنې او په اسلامي خاورو کې د هغوی د جګړو حقیقت په ډاګه کوي. نوموړي وویل: «صلیبي جګړې اوس پای ته ورسېدې.» دا خبرې یې فرانسوي قوماندان «غورو» ته ډېرې ورته وې، کله چې هغه په ۱۹۲۰م کې دمشق ته داخل شو، د ستر رهبر سلطان صلاح الدین ایوبي مقبرې ته ودرېد او د تمسخر په انداز یې وویل: «د صلیبي کینې او دښمنۍ له امله ویده شه، اې صلاح الدینه موږ بيا دلته یو!» نوموړي د ایوبي قبر په لغته وواهه او دا په دې مانا وه چې صلیبي جګړې يې بیا پیل کړي او وروسته له هغه چې په منځنيو پیړیو کې يې ماتې خوړلې وه، اوس بیا بریالي شول.

کله چې انګلیس فلسطین اشغال کړ، له ځنډ پرته یې د جوړې شوې طرحې پر پلي کولو کار پیل کړ او اروپایي مسیحي هېوادونو د بالفور (۱۹۱۷) په بیانیه کې برېتانیا ملګري ملتونه را وبلل او لاندې پایلې تر لاسه شوې:

  1. د انګلیس تر قيموميت لاندې د فلسطین راوستل؛ دا یوه غربي دسيسه وه چې مسیحي هېوادونو د قدس د یهودي کولو لپاره جوړه کړې وه. لکه څرنګه چې فلسطین په ۱۹۲۰م کې د انګلیس تر قيموميت لاندې راغی او په ۱۹۲۲م کې ملګرو ملتونو په رسمیت وپېژانده، چې دا د بالفور بیانیې د بشپړولو برخه وه. په دې بیانیه کې غرب پرېکړه وکړه چې يهود فلسطین ته کډه کېدو ته وهڅوي، دا پرېکړه د قدس د یهودي کولو لپاره وه، چې یو ملي هېواد رامنځته کړي، لکه اوس يې چې وينو.
  2. برېتانيا له صهیونیستي سازمانونو سره په فلسطین کې د ځمکو اخیستلو په برخه کې همکاري او اسانچاري پیل کړه، تر څو صهیونیستي سازمانونه په اسانۍ سره خپلو ګټو ته ورسېږي او په ورته وخت کې یې فلسطین ته له اروپايي او اسلامي خاورو د یهودو د کډوالۍ بهير پیل کړ. دغه بهير همداسې دوام وکړ، چې بالاخره په ۱۹۴۸م کې یهودي رژیم تاسیس شو. همدارنګه برېتانيا له صهیونیستي سازمانونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړ، تر څو هغوی د فلسطین پر پراخه ځمکه ولکه وکړي، د یهودو ګټې خوندي او هلته مېشت شي. لکه څرنګه یې چې وسله والې یهودي ډلې جوړې کړې او په ورته وخت کې یې د اصلي فلسطینیانو د وسله وال کېدو مخه ونیوله. د (الهاجانات، شتیرن، واتسل، ارغون، البالماخ او داسې نورو) صهینونیستي ډلو او سازمانونو فعالیت کاوه، خلک یې وژل او په تدریجي ډول یې خلک له خپلو سیمو او خاور څخه ایستل. دا حالت تر ۱۹۴۸م کال او تر پنځوسمې لسیزې پورې دوام وکړ. یعنې د بالفور بیانیې د پرېکړې پر اساس د یهودو د دولت د تاسیس تر اعلان پورې.
  3. د برېتانيا د واکمنۍ پر مهال او تر هغه وروسته یهودانو ډېرې وحشیانه کړنې ترسره کړې، لکه په لومړیو صلیبي جګړو کې یې چې د فلسطین پر وړاندې ترسره کړې وې. هغه مهال یې د فلسطین ډېری خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل او په مقابل کې یې له نورو هېوادونو څخه د یهودو راتګ ته لار هواره کړه. همدارنګه په ښارونو او کلیو کې یې د فلسطینیانو پر وړاندې وحشیانه کړنې ترسره کړې؛ ویې وژل، بندي یې کړل او په ډېرو ځایونو کې یې ټول‌وژنه وکړه، هغه کورونه یې ویجاړ کړل چې فلسطینیان یې ترې ایستلي وو او د هغوی ځمکې یې لاندې کړې. یهودو د فلسطین له ډېرو مسجدونو د څارويو او خنزيرانو غوجلې جوړې کړې او ځينې یې پر ګودامونو، موزیمونو، رسټورانټونو او د شپنيو کلبونو بدل کړل.

لیکوال: استاد حمد طیب

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې