پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان پوځ باید د اسلام او مسلمانانو ملاتړی وي
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان پوځ باید د اسلام او مسلمانانو ملاتړی وي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ټینګار کړی چې راتلونکې میاشت به دنده پرېږدي او په دې سره هغه شکونه لېرې شول چې ګواکي نوموړی به د درېیم ځل لپاره هم د لوی درستیز په توګه پاتې شي. ده همدانګه وویل، چې د پاکستان وسله وال پوځ به له سیاست څخه لېرې پاتې شي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې له جنرال باجوه څخه په نقل ویلي، چې نوموړي په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په یوه مېلمستیا کې ټینګار کړی چې د پاکستان وسله وال پوځ له سیاست څخه لېرې شوی او غواړي چې په دغه حالت کې پاتې شي. هغه یو ځل بیا تکرار کړه؛ د خپلې دندې (لوی درستیز) پرېښودو ته ژمن دی، په داسې حال کې چې د هغه د دندې د دویمې دورې دری کاله تېر شوي دي او نوموړی وایي، هغه څه به ترسره کړي، چې وړاندې یې ژمنه کړې وه. جنرال باجوه د امریکا د دفاع له وزیر «لویډ اسټین» سره په پنټاګون کې وکتل او دواړو لورو پر سیمه‌ییز او امنیتي وضعیت او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې او باجوه د امریکایي مسوولینو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر پر دې باور دی، چې د پاکستان پوځ چې د استعمارګرانو له بنده‌ګۍ څخه په ژغورلو کې اغېزناک دی، د جنرال باجوه تر تګ وروسته به له لویو ستونزو سره مخ شي. په پاکستان کې د قدرت خاوندانو ته لازمه ده، چې د پوځ لپاره داسې نوی مشر وټاکي چې د پاکستان او مسلمانانو ګټې خوندي کړي، د هغوی خدمت وکړي او پرې نه ږدي چې د جنرال باجوه غوندې بل داسې پوځي مشر قدرت ته ورسېږي، چې په سیمه کې د امریکا د ګټو ساتونکی وي. دغه دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې، چې د مسلمانانو د پوځ لوی درستیز باید د اسلام پر اساس د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره د نصرت زمینه برابره کړي او پر هغه واجب ده، ترڅو داسې حزب ته نصرت ورکړي چې په بشپړه توګه د اسلام د پلي کېدو امکانات لري. دا هغه وجیبه ده چې الله سبحانه وتعالی د پاکستان د پوځ پر اوږو اېښې ده، ترڅو د بشر په لاس د جوړ شوي ډیموکراتیک کفري حکومت ټغر ورټول کړي. په دې اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی چې د کونسلګریو او سفارت‌خونو په نامه د محاربو کفارو د جاسوسۍ مرکزونه باید وتړل شي او په همدې ترتیب یې بنسټونه له منځه یووړل شي. قدرت باید صادقې او په هر څه پوهې رهبرۍ ته تسلیم شي، ترڅو پوځونه له اډو څخه راوباسي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې جهاد ته روان کړي.

په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د اشغال شوي کشمیر ازادول او پر مسلمانانو د هندو دولت د ظلم پای ته رسېدل د پاکستان د نظامي رهبرۍ دنده ده. نو د پاکستان وسله وال پوځ د اسلامي امت ویاړ دی او له دغو پوځونو څخه تمه کېږي چې دوی باید د هند د فتحې او له یهودانو څخه د مسجد الاقصی د ازادولو مجاهدین وي. د پاکستان پوځ باید د اسلام او مسلمانانو ساتونکی شي! اسلامي امت له هغوی څخه همدا غوښتنه او تمه لري.

د یادې اعلامیې په پای کې د پاکستان وسله وال پوځ ته داسې خطاب شوی: «په دنیا او آخرت کې د بریا لپاره بیړه وکړئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد، د مسجد الاقصی د ازادولو او د یهودي رژیم د له منځه وړلو لپاره حرکت وکړئ! راشئ چې په ګډه سره د خلافت دولت د بیا تاسیس او د اسلامي شریعت د هر اړخیز او بیړني تطبیق لپاره هڅه وکړو!

سرچينه: الرايه جريده ۴۱۳ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onسه شنبه, 08 نومبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې