شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلیفه د ټاکلو لپاره عملي کړنلارې
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلیفه د ټاکلو لپاره عملي کړنلارې

(ژباړه)

بخاري په خپل صحیح کې روایت کړی دی:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَاتَ وَأَبُو بَكْرٍ بِالسُّنْحِ، قَالَ إِسْمَاعِيلُ: يَعْنِي بِالْعَالِيَةِ، فَقَامَ عُمَرُ يَقُولُ: وَاللَّهِ مَا مَاتَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ وَقَالَ عُمَرُ: وَاللَّهِ مَا كَانَ يَقَعُ فِي نَفْسِي إِلَّا ذَاكَ وَلَيَبْعَثَنَّهُ اللَّهُ فَلَيَقْطَعَنَّ أَيْدِيَ رِجَالٍ وَأَرْجُلَهُمْ، فَجَاءَ أَبُو بَكْرٍ فَكَشَفَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَبَّلَهُ قَالَ: بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي طِبْتَ حَيًّا وَمَيِّتًا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا يُذِيقُكَ اللَّهُ الْمَوْتَتَيْنِ أَبَدًا، ثُمَّ خَرَجَ فَقَالَ: أَيُّهَا الْحَالِفُ عَلَى رِسْلِكَ فَلَمَّا تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ جَلَسَ عُمَرُ فَحَمِدَ اللَّهَ أَبُو بَكْرٍ وَأَثْنَى عَلَيْهِ وَقَالَ أَلَا مَنْ كَانَ يَعْبُدُ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ مُحَمَّدًا قَدْ مَاتَ وَمَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ وَقَالَ: {إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ}، وَقَالَ: {وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ} قَالَ: فَنَشَجَ النَّاسُ يَبْكُونَ قَالَ: وَاجْتَمَعَتْ الْأَنْصَارُ إِلَى سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ فِي سَقِيفَةِ بَنِي سَاعِدَةَ فَقَالُوا مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ فَذَهَبَ إِلَيْهِمْ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ فَذَهَبَ عُمَرُ يَتَكَلَّمُ فَأَسْكَتَهُ أَبُو بَكْرٍ وَكَانَ عُمَرُ يَقُولُ وَاللَّهِ مَا أَرَدْتُ بِذَلِكَ إِلَّا أَنِّي قَدْ هَيَّأْتُ كَلَامًا قَدْ أَعْجَبَنِي خَشِيتُ أَنْ لَا يَبْلُغَهُ أَبُو بَكْرٍ ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ فَتَكَلَّمَ أَبْلَغَ النَّاسِ فَقَالَ فِي كَلَامِهِ: نَحْنُ الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ، فَقَالَ حُبَابُ بْنُ الْمُنْذِرِ: لَا وَاللَّهِ لَا نَفْعَلُ مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: لَا وَلَكِنَّا الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ هُمْ أَوْسَطُ الْعَرَبِ دَارًا وَأَعْرَبُهُمْ أَحْسَابًا فَبَايِعُوا عُمَرَ أَوْ أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الْجَرَّاحِ، فَقَالَ عُمَرُ: بَلْ نُبَايِعُكَ أَنْتَ فَأَنْتَ سَيِّدُنَا وَخَيْرُنَا وَأَحَبُّنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَخَذَ عُمَرُ بِيَدِهِ فَبَايَعَهُ وَبَايَعَهُ النَّاسُ، فَقَالَ قَائِلٌ: قَتَلْتُمْ سَعْدَ بْنَ عُبَادَةَ، فَقَالَ عُمَرُ: قَتَلَهُ اللَّهُ

ژباړه: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عایشې رضی الله عنها څخه روايت دی، چې ويې وویل: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، ابوبکر په سنح کې و، د حدیث راوي اسماعیل وایي يعنې لوړه سيمه کې و. عمر رضي الله عنه پر لوړ ځای ودرېد او ویې ویل: په الله سبحانه وتعالی قسم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی. عایشه رضی الله عنها وایي: عمر وویل: په الله قسم زما زړه یې نه مني، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې وفات شوی وي، الله سبحانه وتعالی به هغه (له بې‌هوښۍ څخه) بېرته را پاڅوي او د هغو کسانو لاسونه او پښې به پرې کړي (چې د هغه د وفات خبره کوي). ابوبکر راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخ څخه یې (څادر) پورته کړ او پر تندي یې ښکل کړ او ویې ویل: زما مور او پلار دې له تا قربان شي، د ژوند او مرګ دواړو پرمهال پاک او سپېڅلی یې. زما دې قسم پر هغه ذات وي، چې زما روح یې په لاس کې دی، الله تعالی هېڅکله دوه ځله تا نه وفات کوي. ابوبکر راووت او دا خبره یې وکړه: اې قسم کوونکیه (یعنې دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی) ارام شه او بېړه مه کوه. کله چې ابوبکر دا خبره وکړه، عمر رضی الله عنه کېناست. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی حمد او ستاینه پیل کړه او ویې ویل: پام مو وي، چا چې د محمد عبادت کاوه، هغه وفات شوی او چا چې د الله سبحانه وتعالی عبادت کاوه، هغه سبحانه وتعالی ژوندی دی او هېڅکله نه وفات کېږي. همدارنګه دا ایت یې تلاوت کړ: «ژباړه: بېشکه ته به هم مړ شې او دوی به هم مړه شي» (الزمر: ۳۰) له دې وروسته یې دا ایت تلاوت کړ: «ژباړه: محمد یوازې یو پیغمبر دی، چې له هغه مخکې نور پیغمبران هم تېر شوي دي. که هغه مړ شي یا ووژل شي، ایا تاسو به له خپلې عقیدې څخه ګرځئ؟ هر څوک چې له خپلې عقیدې څخه وګرځي، الله سبحانه وتعالی ته زیان نشي اړولی او الله سبحانه وتعالی به ډېر ژر شکر ایستونکو بنده‌ګانو ته بدله ورکړي.» (آل عمران: ۱۴۴) راوي وايي: په داسې حال کې چې خلکو په لوړ اواز ژړل، انصار په سقیفه بني ساعده کې (د خلافت په تړاو) پر سعد بن عباده راټول شوي وو او ویل یې: یو امیر دې له موږ (انصارو) څخه او یو امیر دې له تاسو (مهاجرینو) څخه وي، ابوبکر، عمر بن خطاب او ابوعبیدة بن جراح ورغلل. عمر غوښتل چې له هغوی سره خبرې وکړې، مګر ابوبکر ورته وویل چې څه به نه وایې، عمر رضي الله عنه ويل: ما کوم بل څه ويل نه غوښتل، يوازې له ځان سره مې ځينې خبرې برابرې کړې وي، وېرېدم چې ابو بکر به يې په ښه شکل او پوره بلاغت سره ونه وايي، خو کله چې ابو بکر رضي الله عنه خبرې وکړې، نو هغه تر تر هر چا ښې او بليغې خبرې وکړې. ابوبکر وویل، امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، نو حباب ابن المنذر وويل: نه پر الله سوګند داسې نه کوو، يو امير به له تاسو وي او يو به له موږ وي، ابو بکر رضي الله عنه وويل: امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، ځکه هغوی (قریش) په عربو کې هم د (قبیلې) له مخې او هم د خپلوۍ (له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوۍ او په اسلام کې د مخینې) له مخې وړ دي، نو له عمر او یا ابو عبیده بن جراح سره بیعت وکړئ. عمر وویل، نه له تا سره بیعت کوو، ته زموږ سردار او تر ټولو غوره شخص یې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نږدې دوست ته یې. له همدې امله عمر د ابوبکر لاس ونیو او له هغه سره یې بیعت وکړ، خلکو هم بیعت ورسره وکړ، یو چا وویل سعد بن عباده مو وواژه (د هغه حيثيت مو تر پښو لاندې کړ او څنډې ته مو کړ)عمر رضي الله عنه وويل: الله دې هغه ووژني.

له ابن حجر عسقلاني څخه په فتح الباري کتاب کې په ځانګړې توګه د عایشې رضی الله عنها د حدیث په تړاو چې د وفات او د سقیفې د کیسې په اړه دی، را نقل شوي دي: هغه څه چې د وفات اړوند دي، پخپل ځای کې به د غزاوو د بحث په وروستیو کې راشي، مګر د سقیفې موضوع چې له ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره د خلافت لپاره بیعت دی، هغه مصنف د ابن عباس له لارې له عمر څخه د حدودو په برخه کې راوړې ده او یوه برخه یې د احکامو په برخه کې د انس له لارې له عمر څخه یادونه شوې ده او تر ټولو بشپړ روایت یې د ابن عباس دی.  

په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره د خلافت لپاره بیعت وشو او کله چې په سقیفه کې د دې غونډې پر مهال له ابوبکر سره بیعت وشو، نو اصحاب په دې اړه چوپ پاتې شول او د هغوی تایید دا بیانوي، چې نوماندان د اهل الحل والعقد لخوا چې د انعقاد شرطونه یې پوره کړي وي، وړاندې کېږي. وروسته پر دې بحث کېږي چې کوم یو نوماند غوره دی او بیا له هغه سره د مسلمانانو د چارو د ولایت له مخې بیعت کېږي؛ په دې توګه دا سلسله په حقیقت کې هغه شرعي کړنلاره ده چې د هغې په واسطه د مسلمانانو خلیفه ټاکل کېږي. که چېرې څوک د نورو راشده خلفاوو د ټاکلو څرنګوالی تعقیب کړي، نو همدا د ابوبکر د ټاکلو حالت په بېلابېلو اسالیبو موندلی شي. همدارنګه کله چې له عمر رضی الله عنه سره بیعت وشو؛ ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر خپل وفات وړاندې د نورو اصحابو په غوښتنه عمر د مسلمانانو خلیفه ټاکلی و، مسلمانان د ابوبکر له وفات وروسته پر هغه راټول شول او بیعت یې ورسره وکړ. عمر رضی الله عنه له خپل وفات وړاندې یو کس نه، بلکې شپږ تنه اصحاب د دغه منصب لپاره غوره کړل، ترڅو مسلمانان د هغه له وفات وروسته له دغو شپږو کسانو څخه یو غوره کړي او بیعت ورسره وکړي. وروسته هغو شپږو کسانو د دې چارې په اړه مشوره وکړه او په دوی کې د نوماند د ټاکلو مسوولیت عبدالرحمن بن عوف ته وسپارل شو، ترڅو دوی خلکو ته ور وپېژني چې د خلافت لپاره بیعت ورسره وکړي. عبدالرحمن بن عوف ته له هغه وروسته دا مسوولیت وسپارل شو، چې ځان یې له دغې سیالۍ څخه وایست، نوموړي په ښه ډول دغه کار ترسره کړ او شپه او ورځ یې د دغو پنځو تنو کاندیدانو تر منځ هڅه کوله، چې په دوی کې به د نورو له ګوښه کېدو وروسته کوم یو خلکو ته ور پېژني. وروسته نوموړي ته دا ښکاره شوه، چې یوازې د عثمان او علي تر منځ محدوده سیالي پاتې ده، نو خلکو ته ورغی چې مشوره ورسره وکړي، چې له دغو دوو کسانو څخه کوم یو غوره کوي. له همدې امله یې د مهاجرو او انصارو له ښځو او نرانو څخه پوښتنه وکړه، وروسته یې خلک جومات ته راټول کړل او بیعت یې علي ته وړاندې کړ، خو هغه پخپله خوښه قبول نه کړ، وروسته یې عثمان ته وړاندې کړ او له هغه سره یې بیعت وکړ. له دې وروسته نورو مسلمانانو په جومات کې له هغه سره بیعت وکړ او په دې توګه د خلافت چارې هغه ته وسپارل شوې. مګر له علي رضی الله عنه سره بیعت په مدینه او کوفه کې د عثمان رضی الله عنه له وفات وروسته د جمهورو علماوو په واسطه ترسره شو.

دا کړنلارې د اسلوبونو په بدلون سره صحابه‌وو رضی الله عنهم تایید کړې، اجماع یې پرې کړې او له هغو څخه یې په اسلامي دولت کې د خلیفه د ټاکلو څرنګوالی اخیستی دی؛ یعنې هغه خلافت دولت چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به ډېر ژر یو ځل بیا راشي. د هغو کړنلارو له ارزولو وروسته متوجه کېږو، چې په ټولو حالاتو کې:

1-      نوماند کسان د خلکو لپاره اعلانېږي.

2-      دوی ټول به د انعقاد شرطونه لري.

3-      وروسته د اهل الحل و العقد نظر له هغو مسلمانانو څخه اخیستل کېږي، چې د امت استازي وي او په هغه وخت کې دا کسان صحابه وو.

4-      هر هغه څوک چې د امت د استازو (اهل الحل و العقد) له لوري او یا په دوی کې د اکثریت کسانو لخوا وټاکل شي، نو له هغه سره د انعقاد بیعت کېږي او په دې توګه خلیفه ګڼل کېږي او اطاعت یې واجب دی.

5-       وروسته خلک ورسره د اطاعت بیعت کوي.

د عمر رضی الله عنه لخوا د شپږو اصحابو ټاکلو او له عثمان سره بیعت ته په اشارې کولی شو، چې ووایو:

1-      لنډمهاله امیر هم شته دی، یعنې ترڅو چې نوی خلیفه ټاکل کېږي، د چارو مسوولیت دی پر غاړه اخلي.

2-       د نوماندانو د شمېر لوړه کچه به یوازې شپږ کسان وي.

د مسلمانانو لپاره د خلیفه د ټاکلو په برخه کې دا هغه کړنلارې دي، چې د راشده خلفاوو د ټاکلو پرمهال له اصحابو څخه راپاتې دي. مسلمانان به د الله تعالی په مرسته ډېر ژر د اصحابو او راشده خلفاوو دا غوره حالت یو ځل بیا راوګرځوي او د دوی په څېر به موږ هم په ایماني فضا کې ژوند وکړو. وروسته به خلافت دولت بېرته را ژوندی کړو او داسې خلیفه به وټاکو چې د اسلام له پولو څخه ساتنه وکړي او په کور دننه او بهر کې به د امت مصلحتونه خوندي کړي.

اللهم آمین

ژباړن: صهیب منصور

Last modified onیکشنبه, 28 می 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې