پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تنفیذ وزیران
بسم الله الرحمن الرحيم
د تنفیذ وزیران

(ژباړه)

امام ترمذي پخپل سنن کې داسې روایت کړی دی:

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا لَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ فَجِبْرِيلُ وَمِيكَائِيلُ وَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ".

ژباړه: هر نبي به دوه وزیران په آسمان او دوه وزیران په ځمکه کې لرل، پر همدې اساس په آسمان کې جبریل او میکائیل زما دوه وزیران دي او په ځمکه کې بیا ابوبکر او عمر زما وزیران دي.

په «تحفة الاحوذي» کې په دې اړه راغلي دي:

دا خبره: «مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا وَلَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ» وزیر، همکار (بار وړونکی) دی، په دې دلیل چې هغه وزِر یا بار له خپل امیر څخه اخلي. معنی یې دا ده چې کله به پیغمبر صلی الله علیه وسلم کوم کار پیل کاوه، نو له خپلو دوو وزیرانو سره به یې مشوره کوله. لکه څنګه چې یو حاکم له ستونزې سره مخ شي، نو له خپلو وزیرانو سره مشوره کوي. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي(29) هَارُونَ أَخِي(30) اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي) [طه: 29-31]

ژباړه:  له کورنۍ څخه مې ورور هارون زما مرستیال کړه او د هغه په مرسته زما مټ پیاوړی کړه.‏

په النهایه کتاب کې بیان شوي، چې وزیر له هغه کس څخه عبارت دی چې له امیر سره مرسته کوي او د هغه ځینې درانه کارونه مخته وړي او یا هغه څوک دی چې امیر د هغه رایې او تدبیر ته ارزښت ورکوي، نو وزیر د امیر له مرستيال څخه عبارت دی.

د وزیر کلمه په لغت کې د همکار او مرستیال په معنی ده او قرآن کریم هم د وزیر کلمه په همدې لغوي معنی راوړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: (وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي) دلته وزیر د همکار او مرستیال په معنی راغلی دی.

په دغه حدیث کې دا کلمه پخپله لغوي معنا یعنې همکار یا مرستیال او همدارنګه په مطلق ډول راغلې ده، چې په ټولو چارو کې هر ډول مرسته او همکاري پکې شاملېږي، لکه د خلافت په مسوولیت او نورو چارو کې له خلیفه سره مرسته کول. حزب التحریر له دغه حدیث څخه لاندې احکام اخیستي دي:

۱ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره مرستیالان وټاکي، ترڅو د خلافت د کارونو او دندو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

۲ـ د مرستیالانو د شمېر جواز؛ یعنې خلیفه کولی شي، چې له خپلې اړتیا سره سم یو یا څو مرستیالان وټاکي.

۳ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره د حکم په برخه کې او د حکم له برخې پرته مرستیالان وګوماري. په آسمان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وزيران حکومتي مرستیالان نه وو، نو دا څرګندوي چې خلیفه کولی شي چې د ځان لپاره په غیرحکمي چارو کې هم مرستیالان وټاکي، ځکه دا په خلافت دولت کې د درېيم جهاز د مشروعیت ښکارندویي کوي، چې هغه د تنفیذ مرسیالان (د تنفیذ وزیران) دي:

1-    د تنفیذ مرستیال هغه وزیر دی چې خلیفه یې د تنفیذ، تعقیب او اجرا په برخه کې د خپل مرستیال په توګه ټاکي او د خلیفه اړیکه له رعیت، دولتي برخو او پردیو خلکو سره ټینګوي او د دوی تر منځ د یو پل مثال لري. یعنې د خلیفه اوامر تر نورو خلکو رسوي او د نورو خلکو غوښتنې تر خلیفه پورې رسوي، ځکه نوموړی د چارو په ترسره کولو کې مُعین دی، خو سرپرست او مسوول نه دی؛ پر همدې اساس کار یې اداري دی، نه د حکم اړوند. د هغې برخې اداره کول یې مسوولیت دی چې خلیفه یې د داخلي او بهرنیو اړخونو لپاره مطرح کوي او د هغه څه مطرح کول یې مسوولیت دی چې د همدغو چارواکو لخوا ورسپارل کېږي. په حقیقت کې هغه د خلیفه او نورو تر منځ د اړیکو د پل حیثیت لري؛ یعنې د خلیفه اوامر تر نورو خلکو رسوي او د نورو خلکو غوښتنې تر خلیفه پورې رسوي.

2-     نوم اېښودنه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاوو په وخت کې د تنفیذ مرستیال ته کاتب ویل کېده، وروسته د رسالو او مکاتباتو د دیوان څښتن بلل کېده، چې له هغه وروسته یې د انشاء کاتب او یا د انشاء د دیوان څښتن نوم پرې کېښود او بیا د فقهاوو تر منځ د تنفیذ وزیر وبلل شو.

3-    د تنفیذ مرستیال ته د خلیفه اړتیا:

خلیفه هغه حاکم دی چې د امت د چارو حکم، تنفیذ او رعایت ته رسیده‌ګي کوي او دغو ټولو چارو ته رسېده‌ګي بیا اداري کارونو ته اړتیا لري او دې اړتیا ته په پام سره د خلیفه تر څنګ باید د چارو د اداره کولو لپاره یوه ځانګړې برخه وي، چې هغې ته د خلافت د مسوولیتونو د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده. له همدې امله د تنفیذ لپاره د مرستیال پر ټاکلو پرېکړه شوې، چې خلیفه یې پخپله ټاکي، ترڅو یوازې اداري کارونو ته رسیده‌ګي وکړي، نه د حکم اړوند کارونو ته. پر همدې اساس هغه د حکم اړوند هېڅ کار د ترسره کولو حق نه لري، نه والي او نه کوم کارکوونکی ګوماري او نه هم د خلکو چارو ته رسده‌ګي کوي، بلکې کار یې یوازې اداري دی او یوازې هغه حکم او اداري امرونه عملي کوي، چې د خلیفه او یا د تفویض د مرستیالانو لخوا صادرېږي. په همدې دلیل هغه ته د تنفیذ مرستیال وایي او فقهاوو هغه د تنفیذ وزیر یاد کړی دی.

4-    د تنفیذ د مرستیال کاري ځانګړنې:

أ‌-        له خلیفه سره مستقیمه اړیکه لري، لکه د تفویض مرستیال.

ب‌-   د خلیفه پر محرمو مسایلو خبر وي او کار یې په هغه پورې تړلی وي.

ت‌-   دا چې هغه له خلیفه سره تګ راتګ لري او د شپې او ورځې لخوا هر وخت ورسره لیدلی شي، له همدې امله دا مسوولیت د ښځې لپاره مناسب نه دی، نو ځکه د تنفیذ مرستیال باید نر وي. همدارنګه روا نه ده چې د تنفیذ مرستیال دې کافر وي، بلکې باید مسلمان وي، ځکه هغه د خلیفه د رازونو محرم دی. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ) [آل عمران،118]

ترجمه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! خپل رازونه مو له خپلو خلکو پرته نورو کسانو ته مه وایئ، هغوی تاسو ته د شر او فساد رسولو په برخه کې هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. هغوی ستاسو د رنځ او کړاو هیله (په خپل زړه کې) لري او ستاسو په اړه دښمني یې له خولې څخه معلومېږي او هغه څه چې په زړه کې یې لري، تر دې هم لوی دي. موږ هغه نښې (چې تاسو خپل دوستان له دښمنانو څخه پرې بېل کړئ) تاسو ته بیان کړې دي، که چېرې تاسو عقل او پوهه ولرئ.

5-      د تنفیذ مرستیالان له یوه کس څخه زیات هم روا دي. یعنې د اړتیا او هغه کار له مخې، چې د خلیفه او نورو خلکو تر منځ پکې د اړیکې د پل حیثیت لري.

6-      هغه چارې چې د تنفیذ مرستیال پکې د خلیفه او نورو خلکو تر منځ د پل حیثیت لري، څلور موضوعات دي:

أ‌-      نړیوالې اړیکې: توپیر نه کوي چې خلیفه یې په مستقیم ډول پر غاړه اخلي او که د هغو لپاره بهرنۍ اداره ګوماري.

ب‌-  پوځ یا لښکر.

ت‌-  له پوځ پرته نورې دولتي برخې.  

ث‌-  له رعیت سره اړیکې.

دا د تنفیذ مرستیال او د هغه کاري واقعیت و؛ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته د خلافت دولت ژر را په برخه کړي، ترڅو دغه اساسي برخه له نورو دولتي مواردو سره یو ځای په څنګ کې ووینو او خپلې سترګې پرې خوږې کړو او زړونه مو په دې سبب پرې ډاډه کړو، چې د خپل رب فرض مو پر ځای کړی او د هغه شریعت مو حاکم کړی دی. آمین

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې