- مطابق
تاسو ټولو ګرانو وروڼو ته، په هر ځای کې چې یئ، د «له حدیث سره همهاله» خپرونې نوي پړاو ته ښه راغلاست وایو او خپلې خبرې په دې مبارکې ډالۍ (السلام علیکم ورحمة الله وبركاته) پیلوو.
د ابن حجر عسقلاني رحمه الله په اثر «فتح الباري شرح صحیح البخاري» کې، په لږ تصرف سره د «حوض» په باب او د الله تعالی د دغه فرمان: ﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ﴾ (ژباړه: بېشکه موږ تا ته کوثر درکړی دی) تر بحث لاندې داسې راغلي دي:
عمرو بن علي له محمد بن جعفر څخه او هغه د شعبه بري په روایت له مغیره څخه نقل کړی چې له ابووائل څخه یې اورېدلي او هغه له عبدالله رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«أَنَا فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ، وَلَيُرْفَعَنَّ مَعِي رِجَالٌ مِنْكُمْ ثُمَّ لَيُخْتَلَجُنَّ دُونِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أَصْحَابِي، فَيُقَالُ: إِنَّكَ لَا تَدْرِي مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ.»
ژباړه: زه به تر تاسو وړاندې حوض ته ورسېږم. وروسته به ستاسو له منځه یو شمېر کسان زما لوري ته راوستل شي، خو بیا به له ما څخه لېرې کړل شي. نو زه به ووایم: اې ربه! دا زما اصحاب دي! خو په ځواب کې به وویل شي: ته نه پوهېږې چې له تا وروسته دغو کسانو څه نوي کارونه (بدعتونه) رامنځته کړل.
عزتمنو وروڼو! د «أَنَا فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ» (زه به تر تاسو وړاندې حوض ته ورسېږم) اصطلاح مفهوم دا دی چې «فَرَط» (د فاء او را په فتحه) هغه چا ته ویل کېږي چې د نورو تر رسېدو مخکې اوبو ته ورسېږي، ترڅو حوضونه، سطلونه او د اوبو راایستلو وسایل د هغوی لپاره چمتو کړي. په عربي ژبه کې ویل کېږي: «فَرَطْتُ الْقَوْمَ»؛ یعنی (د قوم تر رسېدو وړاندې د اوبو ځای ته ورسېدم، ترڅو د هغوی اړتیاوې او وسایل ورته چمتو کړم). همدا راز، د «يَخْتَلِجُونَ» کلمه د (کاږلو، جذبول او لېرې وړلو) په مانا ده.
اې مسلمانانو! څومره به دا سخته او وېرهوونکې شېبه وي؛ هغه مهال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به پر حوض ولاړ وي او یوه ډله خلکو ته به په خپلو مبارکو لاسونو اوبه ورکوي، په داسې حال کې چې فرښتې به بله ډله هغه ته له نږدې کېدو څخه لېرې کوي. په رښتیا سره، کوم عوامل دي چې ځینې کسان حوض ته رسوي او ځینې نور ترې محروموي؟
حوض ته د لار موندلو له مهمو اسبابو څخه نه یوازې د حاکمانو د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې صبر کول دي، بلکې د هغوی د لېرې کولو او د هغه ناوړه حالت د بدلولو لپاره هڅې دي چې د دغو حکامو د کړنو له امله په منکراتو ککړ شوی دی.
لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا موضوع په بل ځای کې انصارو ته په خطاب کې داسې بیان کړې ده:
«فَإِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ بَعْدِي أَثَرَةً، فَاصْبِرُوا حَتَّى تَلْقَوْنِي عَلَى الْحَوْضِ.»
ژباړه: تاسو به له ما وروسته له ځانغوښتنې، تبعیض او پر تاسو د نورو له غوره ګڼلو سره مخ شئ؛ نو صبر وکړئ، ترڅو له ما سره د حوض پر غاړه ووینئ.
په دې ځای کې له صبر څخه موخه د شته واقعیت منل یا پرې رضا کېدل نه دي؛ بلکې موخه د هغو خنډونو، ځورونو او وژنو پر وړاندې له زغم څخه کار اخیستل دي، چې یو مسلمان د دغه ناوړه حالت د بدلولو او اصلاح لپاره له هغه سره مخ کېږي. نو موږ ته څومره غټه نېکمرغي ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تر موږ وړاندې پر حوض ولاړ وي او مبارک دي وي هغو کسانو ته چې هڅې کوي او زغم کوي، ترڅو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حوض پر غاړه وویني.
په مقابل کې، د حاکمانو د ظلم پر وړاندې زغم نه کول، له هغوی سره ملګرتیا، د هغوی حاکمیت منل او د بدلون لپاره یې هڅه نه کول، حوض ته د ننوتلو له محرومیت څخه شمېرل کېږي. په دې توګه، هر مسلمان کولی شي چې حوض ته د لار موندلو او یا له هغه څخه د محرومېدو ترمنځ لاره پخپله غوره کړي.
اې ربه! د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په ژر تاسیس سره پر موږ خپل کرم ډېر کړه؛ هغه خلافت چې د مسلمانانو تفرقه په یووالي بدله کړي او هغه بلاوې او مصیبتونه چې پکې راګیر دي، ترې لېرې کړي. اې ربه! دا خاوره د اسلام د حاکمیت په رڼا روښانه کړه.! امین، امین.
ګرانو او عزتمنو وروڼو! تر بلې لیدنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثونو له ډلې تر بل حدیث پورې، تاسو ټول الله سبحانه وتعالی ته سپارم.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره چمتو شوی
لیکوال: ابو مریم
ژباړه: بهیر «ویاړ»




