شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه سودان: د ۱۴۴۷هـ.ق کال د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت فعالیتونه

د حزب التحریر ولایه سودان ځوانانو د ۱۴۴۷هـ.ق کال د کوچني اختر د مبارکۍ لپاره د خرطوم په منځ کې د حزب دفتر ته راټول شول، د کوچني اختر په درېیمه ورځ، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ له ۲۱مې، شنبې ورځې سره برابره ده. د حزب ځوانان له خرطوم، ام درمان، جبل اولیاء، الکلاکله، ختیځ نیل او نورو سیمو څخه راغلي وو. دوی یو بل ته د اختر مبارکي ویله او له څو کلونو جګړې وروسته د یو بل په لیدو خوښ وو.

په دې ستره غونډه کې د حزب التحریر د سودان ولایت رسمي ویاند، استاد ابراهیم عثمان (ابو خلیل) وینا وکړه. هغه خپله وینا د دعوت د حاملینو د وژل شوو کسانو لپاره په دعا پیل کړه، بیا یې د حزب التحریر امیر، عالم جلیل عطاء بن خلیل ابو الرشتة، د نړۍ د حزب ځوانانو، ګډونوالو او ټولو مسلمانانو ته د دې نېکمرغه اختر مبارکي وړاندې کړه.

وروسته یې د دارفور د بېلولو لپاره د امریکا د جرمي پلان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا پلان په سودان کې د لیبیا د سناریو په څېر بڼه غوره کړې ده، چې دوه حکومتونه پکې موجود دي، او ټینګار یې وکړ چې دا پلان باید شنډ شي.

همدارنګه ویاند د نړۍ په اوسنیو بدلونونو، د امریکا او د یهودو د دولت پر ځواک، او د غزې او ایران پر وړاندې جګړو کې د هغوی د ځواک په حقیقت خبرې وکړې. هغه وویل چې دا لوی ځواک ونه توانېد چې په غزه کې د مسلمانانو یوه کوچنۍ ډله ماته کړي، پرته له دې چې د اسلامي خاورو د واکمنانو خیانت ورسره مل نه وای، او همدا حالت د ایران په روانه جګړه کې هم لیدل کېږي.

ابو خلیل څرګنده کړه چې دا ټول د امت لپاره زېری دی، چې امریکا د کاغذي پړانګ څخه هم کمزورې ده او دا چې امت د اسلام پر بنسټ یووالي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت  اقامې ته لېواله شوی دی. د ویاند د وینا پر مهال د ځوانانو تکبیرونه او د خلافت د بیا راستنېدو غږونه پورته کېدل.

له بلې خوا، ځینو ځوانانو هم لنډې ویناوې وکړې، چې له لارې یې د حزب التحریر امیر عطاء بن خلیل ابو الرشتة او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دعوت حاملینو ته د اختر مبارکي وړاندې کړه.

همدارنګه، د کوچني اختر په مناسبت، د حزب التحریر ځوانانو په پورټسودان ښار کې هم په همدې ورځ، د اختر په درېیمه ورځ، د العظمة په سیمه کې د حزب په دفتر کې یو بل ته مبارکي ورکړه.

په دې غونډه کې استاد عادل ابراهیم، د حزب غړي، ګډونوالو ته وینا وکړه، د دعوت حاملینو ته یې مبارکي ورکړه، او د بشریت د اسلام احکامو ته د اړتیا په اړه یې خبرې وکړې، او ځوانان یې وهڅول چې د دعوت په زده کړه، حمل او خپرولو کې خپله هڅه زیاته کړي.

وروسته استاد داود عبدالله، د حزب غړي، خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې څنګه کافر استعمارګر د مسلمانانو په خاورو کې د ژوند پر ټولو برخو واکمن دی، او د دغو وړو حاکمیتونو په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کنټرول لري، چې دا ټول زموږ له ژوند څخه د اسلام د احکامو د نشتوالي او د مسلمانانو د واکمنانو د تسلیمېدو پایله ده.

ځوانانو هم ښه مداخلې وکړې، او دا ورځ د هغو ویناوو څخه ډکه وه چې د داسې ځوانانو احساسات یې څرګندول چې د دې امت غم پر اوږو لري.

په  ولایه سوډان کې د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی

۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال ۳مه

۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۱مه

 

د استاد ابراهیم عثمان (ابو خلیل) وینا

د حزب‌التحریر ولایه سوډان رسمي ویاند

د ۱۴۴۷هـ.ق کال کوچنی اختر

خرطوم، د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال ۳مه

 

 

 

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه سوډان لاندې وېب‌پاڼې وګورئ:

و حزب‌التحریر ولایه سوډان رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه سوډان فېسبوک پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه سوډان یوټیوب چینل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې