- مطابق
حزب التحریرـ ولایه سوډان د ۲۰۲۶م کال، د جون په میاشت کې خپل عامه فعالیتونه ګړندي کړل او پر امت یې غږ وکړ چې د نبوت پر منهج د اسلام د سترې شبکې، یعنې د راشده خلافت د تاسیس لپاره له دغه حزب سره یوځای کار وکړي. په ولایه سوډان کې د حزب تر ټولو مهم فعالیتونه په لاندې ډول وو:
۱. د سوډان په سیاست کې د سېکولرېزم ريښې او د له منځه وړلو لارې چارې یې
د "چټلې جګړې" له امله له څه باندې دری کلن ځنډ وروسته، په ولایه سوډان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د ۲۰۲۶م کال، د جون په ۶مه د پلازمینې خرطوم په زړه کې په خپل دفتر کې لومړۍ سیاسي غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د "امت د مسایلو غونډه" د میاشتنۍ ناستې په اډانه کې جوړه شوې وه، چې پکې ګڼ شمېر ژورنالیستانو، سیاستوالو او د عامه چارو مینه والو ګډون کړی و. په دغه ناسته کې د سوډان په سیاست کې د سېکولرېزم پر ريښو او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وشوې.
ډاکټر احمد عبدالقادر په دې غونډه کې وینا وکړه او په سوډان کې یې د سېکولرېزم ريښې وڅېړلې؛ هغه څرګنده کړه چې دغه لړۍ د بریتانوي ښکېلاکګرو له لوري راوړل شوې او تر ننه پورې د واکمن نظام په توګه پاتې شوې ده. په سیاسي او ان پوځي کړیو کې د سېکولرېزم په اړه د اوسنیو تودو بحثونو په تړاو هغه وویل، چې د دغو هڅو موخه د سېکولرېزم قانوني کول او د حکومتولۍ او سیاست په برخه کې د اسلام او د هغه د احکامو په اړه د هر ډول خبرو اترو څنډې ته کول دي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل چې سېکولرېزم د کفر یو نظام دی، چې پلي کول او د هغه لپاره تبلیغ کول دواړه حرام دي.
ورپسې د حزب التحریرـ ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمېټې غړي، استاد عبدالله حسین د سېکولرېزم د له منځه وړلو لپاره د شریعت پر بنسټ حللارې وړاندې کړې. د ګډونوالو غبرګون خورا ښه و او یو شمېر حاضرینو په خپلو نظرونو سره د خلافت د تاسیس لپاره پر کار کولو ټینګار وکړ.
۲. د سوډاني ښارونو په ساتنه کې د دولت پاتې راتلل
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۴مه، د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند د البیض ښار په نښه کولو او د درنو ډرون بریدونو په غبرګون کې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه؛ هغه بریدونه چې دولت یې د دفاع په برخه کې غفلت کړی او رسنیو د کورډوفان له خلکو غوښتي چې له خپلو ځانونو ساتنه وکړي. ویاند روښانه کړه چې د امنیت ساتل او د یو عزتمن ژوند برابرول هغه مسوولیتونه دي، چې اسلام پر دولت فرض کړي دي؛ دولت د خلکو چارې اداره کوي او امنیت د یو احسان په توګه نه، بلکې د یو شرعي مکلفیت په توګه تامینوي. هغه زیاته کړه، هغه ځواک چې د دغه مکلفیت د ترسره کولو مخه نیسي، هماغه ځواک دی چې دغه شومه او بې ګټې جګړه رهبري کوي، ترڅو دارفور له سوډان څخه جلا کړي؛ یعنې امریکا، چې غواړي د خلکو په ستړي کولو سره دغه هېواد ووېشي.
۳. د سوډاني پونډ پرله پسې لوېدل د حکومتي اقداماتو ناکامي تاییدوي
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ځايي اسعارو د چټک ارزښت له لاسه ورکولو په ترڅ کې، د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند یوه اعلامیه خپره کړه او د دغه ناورین رامنځته کوونکي کمښت لاملونه یې په ګوته کړل، چې یو یې له امریکایي ډالر سره د ځايي اسعارو تړل دي. هغه څرګنده کړه چې د خلافت دولت به خپل اسعار د ډالر پر ځای پر سرو زرو (طلا) تکیه کوي، چې په دې توګه به اسعارو ته یو حقیقي ارزښت ورکړل شي او له ټولې نړۍ سره به د صادراتو او وارداتو سوداګري اسانه کړي. هغه زیاته کړه چې د سرو زرو عواید، چې عامه ملکیت دی، د اوبو او برېښنا خدماتو، زیربناوو او نورو اړتیاوو لپاره وکارول شي. موږ په حزب التحریرـ ولایه سوډان ټینګار کوو چې سوډان د سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او خلک یې باید وږي پاتې نه شي؛ خو دغه هېواد داسې یو نظام ته اړتیا لري چې دغه سرچینې د دښمن، چارواکو او د هغوی د شاوخوا خلکو پر ځای، د هېواد د ولس په ګټه مدیریت کړي. دغه ډول نظام یوازې په اسلام کې شته، چې هغه د نبوت پر منهج تاسیس شوی راشده خلافت دی.
۴. د اقتصادي ناورين د هواري لپاره یوه اساسي حللاره
په ولایه سوډان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر په اداري مرکز، پورټ سوډان په خپل دفتر کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په سوډان کې د دغه حزب د رسمي ویاند، استاد ابراهیم عثمان (ابو خلیل) کوربه توب وکړ. دغه کنفرانس چې د "د اقتصادي ناورین د هواري لپاره یوه بنسټیزه حللاره" تر عنوان لاندې جوړ شوی و، په سوډان کې یې د اقتصادي ستونزو اصلي لاملونه روښانه کړل. په دغو لاملونو کې دا حقیقت شامل دی، چې د سوډان اقتصادي نظام د پانګوالۍ (کپیټلېزم) پر بنسټ ولاړ دی، هغه نظام چې د خلکو هوساینې ته لومړیتوب نه ورکوي او په تر ټولو ناوړه بڼه پلي کېږي، په داسې حال کې چې استعماري قدرتونه د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک له لارې پر اقتصادي تګلارو کنټرول لري. بل عامل د ځايي اسعارو ازاد پرېښودل دي، چې له امله یې د هغو ارزښت بیخي کښته او صفر ته نږدې شوی دی. هغه وویل چې دغه ټول عوامل په ګډه د دې لامل کېږي چې هېواد د کافر او استعمارګر غرب د اجنډاوو د خدمت لپاره ټوټې ټوټې شي.
نوموړي وروسته څرګنده کړه چې په سوډان او ټوله نړۍ کې د اقتصادي ناورین اساسي حللاره د اسلام په احکامو کې ده، چې د خلافت دولت لخوا پلي کېږي او د خلکو لپاره یو عزتمن ژوند تضمینوي. نوموړي د امت له مخلصو غړو سره یوځای د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا احیا کولو لپاره د جدي هڅو غوښتنه وکړه.
۵. د پورټ سوډان په ډګر کې سیاسي ویناګانې
حزب التحریرـ ولایه سوډان دا یو معمول ګرځولی دی، چې هره دوشنبه په اداري مرکز، پورټ سوډان کې اونیزه سیاسي وینا وکړي. په دغه میاشت کې شوې ویناګانې پر لاندې موضوعاتو متمرکزې وې:
الف. د سوډان د وېشلو لپاره د قومي او قبایلي احساساتو کارول
عادل ابراهیم پر دې موضوع خبرې وکړې او د قومي تعصب او پر قبیلې باندې د ویاړ کولو حرمت یې په ګوته کړ. هغه څرګنده کړه چې د اسلام له لوري رامنځته شوې اړیکه د اسلامي ورورولۍ اړیکه ده، چې بېلابېلې قبیلې سره متحدې کوي او هغوی یو د بل وروڼه ګرځوي. هغه روښانه کړه چې په اسلام کې د قبیلو شتون د نسبونو د ساتلو، د خپلوۍ د پاللو او د خپلوانو د پېژندلو لپاره دی، ترڅو پرله پسې اړیکې تضمین شي.
او ویې ویل چې د قبیلو اساسي رول باید د اسلام د ملاتړ په لاره کې سیالي وي، کټ مټ لکه د اوس او خزرج قبیلو په څېر، چې دین ته یې ځواک ورکړ، د الله د رسول صلی الله علیه وسلم ملاتړ یې وکړ او لومړی اسلامي دولت یې تاسیس کړ. هغه نور هم وویل چې قومي او قبایلي تعصب د استعمارګرو کفارو له لوري کارول کېږي، ترڅو د مسلمانانو ترمنځ نفاق واچوي او د دوی ځمکې ټوټې ټوټې کړي؛ همدغه تکتیک د سویل د جلا کېدو لامل شو او اوس هوډ لري چې دارفور هم د همدغو قبایلي او سیمه ییزو احساساتو په کارولو سره جلا کړلی شي.
ب. د نبوي هجرت معنا د اسلامي هېواد تاسیس دی
حسین الهادي دې موضوع ته اشاره وکړه او خبرې یې په مدینه کې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د بشپړو شویو تیاریو څخه پیل کړې. هغه ښار اماده و او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې امنیت برابر کړی و؛ ځکه نو هجرت د اسلامي حاکمیت د قایمولو لپاره ترسره شو، هغه حاکمیت چې په خپلواکه توګه یې د اسلام احکام پلي کړل او په دې توګه یې مدینه په دارالاسلام او د مسلمانانو په مرکز بدله کړه. هغه د دې خبرې د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې کړل. نوموړي بیا تشریح کړه چې څنګه کفارو دا حاکمیت د نږدې څوارلسو پېړیو وروسته له منځه یووړ، په داسې حال کې چې مسلمانانو واحد دولت او خلافت درلود. هغه په پای کې د دغه حاکمیت پر بیا تاسیس ټینګار وکړ، ترڅو مسلمانان وکولی شي چې د اسلام احکام پلي کړي او دغه دین نړیوالو ته ورسوي او په دې توګه هغه رول ادا کړي چې له مخې یې دغه امت د خلکو لپاره تر ټولو غوره امت ګڼل شوی دی.
ج. د شریعت حاکمیت
تر دغه سرلیک لاندې د پورټ سوډان په لوی بازار (ګرانډ مارکیټ) کې اونیزه عامه وینا ترسره شوه. استاد یعقوب ابراهیم وینا وکړه او د امت، دولت او افرادو په چارو کې یې د شریعت د حکم د حاکمیت پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه ټینګار وکړ چې دا په اسلامي دولت خلافت کې د حکومتولۍ اساسي اصل دی. هغه د خلکو په ژوند کې د داسې اړیکو بېلګې وړاندې کړې، که هغه له دولت سره وي او که د یو او بل ترمنځ، چې د اسلام له اډانې څخه بهر کار کوي او یادونه یې وکړه چې په دغو تعاملاتو کې ډېری وخت د شریعت لوړوالی له پامه غورځول کېږي. نوموړي بیا له خلکو وغوښتل چې د خلافت د داسې یوه نظام د تاسیس مسوولیت پر غاړه واخلي، چې د شریعت لوړوالی خوندي کوي، ځکه چې دا یو فرض مکلفیت دی. په دې برخه کې د ختیځ سوډان د یو اوسېدونکي له لوري د پام وړ نظر ورکړل شو، چې د اسلامي نظام د پلي کولو او د شریعت او دین د لوړوالي پر اهمیت یې خبرې وکړې او ویې ویل چې که داسې ونه شي، نو خلک باید په اخرت کې د ښکاره زیان په تمه وي.
د. د عاشورا له ورځې څخه اخیستل شوي درسونه
استاد عادل ابراهیم پر دې موضوع خبرې وکړې او د دې ورځې ارزښت یې په ګوته کړ، هغه ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې د روژې نیولو ټینګار کړی دی. دا هغه ورځ وه چې الله سبحانه وتعالی پکې فرعون هلاک کړ او خپل پیغمبر موسی علیه سلام او د هغه ملګري مومنان یې وژغورل. نوموړي یادونه وکړه چې هر عصر خپل فرعون لري او د دې عصر فرعون امریکا ده، چې د وژنې او ویجاړۍ له لارې پر ځمکه فساد خپروي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه غرور مخه له مسلمانانو پرته بل څوک نه شي نیولی؛ له همدې امله، هغوی باید اړین عملي ګامونه پورته کړي او د دین د اقامې او نړۍ ته د هغه د رسولو لپاره پر جدي کار ژمن پاتې شي، ترڅو خلک له تیارو څخه رڼا ته راوباسي. دغه هدف یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت په سیوري کې ترلاسه کېدلی شي. د هټۍ والو او لاسي پلورونکو په ګډون حاضرینو وینا ته په ځیر سره غوږ نیولی و او د وینا پر وړاندې غبرګون ډېر مثبت و.
۶. د سایکس-پیکو په پولو کې وژنې
په سوډان ولایت کې د حزب التحریر رسمي ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مصر او سوډان حکومتونه د سوډان او مصر پر پوله د رامنځته شویو غمجنو پېښو مسوول وبلل. هغه وویل چې د بېګناه قربانیانو، هغه که مړه دي او که ټپیان، د وینې مسوولیت د هغوی پر غاړه دی. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې له بېګناه سرو زرو ویستونکو (کان کیندونکو) سره په داسې وحشیانه توګه چلند کول، ان که په دوی کې مجرمین هم وي، داسې یو عمل دی چې شریعت اجازه نه ورکوي. دغه پېښه د جبل الاحمر او جبل ایقاد په سیمو کې د سرو زرو پر کان کیندونکو باندې د مصر د هوایي ځواک له برید وروسته رامنځته شوه. د مصر پوځ په دغه ناوړه عمل اعتراف وکړ؛ د هغوی ویاند د ۲۰۲۶م کال، د جون په ۲۲مه وویل: «د مصر پوځ او د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو په سویلې سیمه کې د هغو جرمي ځالو پر وړاندې لوی عملیات ترسره کړل، چې په ناقانونه فعالیتونو، لکه د نشه یي توکو او وسلو په قاچاق، د سرو زرو په ناقانونه کیندلو او ناقانونه کډوالۍ کې ښکېل وو!»
ویاند په خپله اعلامیه کې وویل، پر هغو پولو باندې د دغو ګوډاګیو رژیمونو ټینګار چې د کافر استعمارګر له لوري کښل شوي دي او د هغو ساتنه په داسې الوتکو او درنو وسلو کول، چې د دښمن پر ځای د امت د خپلو خلکو په سينو ویشتل کېږي، امت اړ باسي چې دغه رژیمونه رد کړي. هغه د اسلامي نظام خلافت د قایمولو غوښتنه وکړه، ترڅو دغه پولې له منځه یوسي. په اصل کې، سوډان او مصر یو واحد هېواد دی، چې د کافر برېتانوي ښکېلاکګر له لوري ووېشل شو او بیا یې د دغو پولو د ساتنې لپاره رژیمونه رامنځ ته کړل.
۷. د څلورم نسل جګړه او د سوډان د دولت تدریجي پاشل کېدل
د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم په ۱۲مه، چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۷مې سره برابره ده، یوه سیاسي غونډه جوړه کړ. په دې غونډه کې په ولایه سوډان کې د حزب التحریر د مرکزي اړیکو د کمېټې مشر استاد ناصر رضا وینا وکړه، چې د څلورم نسل د جګړې تفصیلي تحلیل یې وړاندې کړ، په دې کې یې د هغې تنظیموونکې موخې او کارول شوې وسیلې په ګوته کړې. هغه دا جګړه د یوې تدریجي پاشلتیا له لارې د هېوادونو د له منځه وړلو توطیه وبلله. نوموړي بیا خپل پام د سوډان هېواد ته واړاوه او څرګنده یې کړه چې اوسنۍ پېښې د همدې وېشلو د طرحې برخه دي. هغه اصلي تنظیموونکي افشا کړل او کورنۍ وسیلې یې هم په ګوته کړې، چې پکې د مدني ټولنې سازمانونه، د دودیزو سیمهییزو ادارو مشران، وسلهوال خوځښتونه، پوځي مشران او ځینې سیاستوال هم وو. هغه د عامه افکارو په ګمراه کولو او د داسې چاپیریال په رامنځته کولو کې چې د څلورم نسل جګړې ته لاره هواروي، د رسنیو پر ناوړه رول ټینګار وکړ.
نوموړي په پای کې وویل چې حللاره د اسلام په پلي کولو کې ده، چې دغه ټول عوامل د لازمي شرعي احکامو له لارې حل کوي؛ لکه د څو پوځونو د شتون منعه کول، د قبایلي تعصبونو حرامول، د نژادي او سیمهییزو بلاکونو جرم ګڼل او د نورو هغو احکامو ترڅنګ چې ثبات تضمینوي د دولت په چارو کې د استعماري سازمانونو د لاسوهنې مخنیوی دی. هغه ټینګار وکړ چې اساسي حللاره د نبوت پر منهج د راشده خلافت یعنې د اسلامي دولت تاسیس دی.
۸. حزب التحریرـ ولایه سوډان د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم په ۵مه، چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۰مې سره برابره ده، د القضارف په ښار کې خپله دوره یي ناسته جوړه کړه.
په دغه ناسته کې د القضارف د اوبو پر بحران خبرې وشوې او اسلامي حللارې وړاندې شوې. ښاغلي الماحي عابدین د هغو حکومتونو د پرله پسې ناکامیو، د القضارف د اوبو د بحران د تاریخ او د تکراري ژمنو د لړۍ په اړه خبرې وکړې، چې اصلي ستونزه یې ناڅرګنده پرېښې او د خلکو کړاوونه یې نه دي کم کړي. هغه د اوبو د زړې شبکې په اړه هم خبرې وکړې، چې د نفوس د شمېر لپاره کافي نه ده او د پرله پسې خرابیو او د نلونو د چاودېدو لامل ګرځي.
ورپسې استاد عبدالماجد مصطفی د شرعي احکامو پر بنسټ اسلامي حل،لارې بیان کړې. هغه څرګنده کړه چې یوازې اسلامي شریعت د بشریت د ټولو ستونزو د هوارولو وړتیا لري او ټینګار یې وکړ چې اوبه د ژوند پانګه ده او یوه اساسي اړتیا ده چې هر انسان یې د ترلاسه کولو حق لري. هغه یادونه وکړه چې اوبه د عامه ملکیتونو یو ډول دی او واکمن مکلف دی چې هر وګړي ته د هغې رسول تضمین کړي. هغه د څښاک د اوبو چمتو کول د دولت یو له خورا مهمو دندو څخه وبلل او ویې ویل چې په داسې چارو کې ناغېړي او ځنډ د خپل ولس پر وړاندې د حکومت له لوري یوه لویه ناکامي ده. هغه اشاره وکړه چې د کافر غرب له لوري زموږ په ځمکو کې تاسیس شوې "وظیفوي واکمنۍ" عامه خدماتو ته په خپلو لومړیتوبونو کې تر ټولو کم ارزښت ورکوي؛ دوی یوازې هغه وخت عمل کوي چې ناکامي یې افشا شي او ولس په سطحي او لنډمهالو اقداماتو اراموي، ترڅو د هغوی پام بل لور ته واړوي، په داسې حال کې چې دولت د استعمارګر کافر په چوپړ او د هغه د ګټو په خوندیتوب بوخت وي. هغه د خلافت د تاسیس لپاره د هڅو غوښتنه وکړه، چې چارې به د اسلام له احکامو سره سمې اداره کوي.
https://www.hizb-ut-tahrir.info/pa/index.php/dawa-news/5015#sigProId4c9d89c2c8
د حزب التحريرـ ولایه سوډان د مرکز مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم ۱۵مه
۲۰۲۶م کال د جون ۳۰مه
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه سوډان وېبپاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه سوډان رسمي وېبپاڼه
د حزبالتحریر ولایه سوډان فېسبوکپاڼه
د حزبالتحریر ولایه سوډان یوټیوب چینل




