جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حسینې رژیم د پانګوالو څخه د ړانده تقلید په وسیله خلک اړ کړي چې یا لوږه او یا ويروس انتخاب کړي؛ یوازې خلافت کولای شي چې دغه ټولنیوونکې ناروغۍ پرته له دې چې اقتصاد یا ژوند ته زیان واړوي، له منځه یوسي
بسم الله الرحمن الرحيم
د حسینې رژیم د پانګوالو څخه د ړانده تقلید په وسیله خلک اړ کړي چې یا لوږه او یا ويروس انتخاب کړي؛ یوازې خلافت کولای شي چې دغه ټولنیوونکې ناروغۍ پرته له دې چې اقتصاد یا ژوند ته زیان واړوي، له منځه یوسي

اې خلکو! موږ اوس په ډېره لویه او مقدسه (د روژې) په مبارکه میاشت کې یو او زموږ ايمانونه هم په دغه میاشت کې قوي کېږي او وخت له موږ څخه ډېر په تېزۍ او بې پروایۍ تېرېږي. الله سبحانه وتعالی د دې مبارکې میاشتې په هکله داسې فرمایلي دي:

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ]

ژباړه: روژه هغه مبارکه میاشت ده چې د بشریت د لارښوونې لپاره مو پکې قرآن نازل کړ تر څو د حق او باطل تر منځ ښکاره نښې نښانې خلکو ته وښیي. (البقره: ۱۸۵)

او الله سبحانه وتعالی بل ځای د قرآن په هکله داسې فرمایلي دي:

[إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا]

ژباړه: موږ قرآن په ریښتیا سره پر تاسې باندې د حق ویلو لپاره نازل کړ، نو تاسې باید د خلکو تر منځ په حق سره فیصله وکړئ او له خاینانو څخه ملاتړ مه کوئ. (النسا: ۱۰۵)

خو موږ وینو چې اوسني ملتونه څنګه په څرګند ډول د کفر له سیکولر پانګوالې ایډیولوژۍ څخه پیروي کوي او ګمان کوي چې د دوی دولتونه د کووېډ-۱۹ ویروس له ناورین څخه د دوی د خاورو په ساتلو کې ناکام نه دي، مګر دوی په میلیاردونو خلک په عجیبه طریقه سره په خپلو کورونو کې بندي کړي او د خلکو اقتصاد او ژوند یې فلج کړی او دغه ناورین لاپسې سختوي. د حسینه رژیم په پټو سترګو د کفر د پانګوالۍ نظام له ایدیولوژۍڅخه پیروي کوي او د الله سبحانه وتعالی دین ته یې شا کړې ده. د کوويډ-۱۹له ناورین سره د غربي ملتونو د پلانونو په څېر معامله کوي. د پایلې په ډول بنګله دېش هم د غرب په څېر په ناورین کې راګیر دی، دولت هم خلکو ته پرته له دې چې په دغه مصیبت باندې اخته او له لوږې څخه وکړېږي، بله لاره نه ده برابره کړې او په همدغه ناورین کې یې یوازې پرې اېښي دي؛ ځکه نو موږ حزب التحریر ولایه بنګله دېش تاسو ته د دغه بحران (پانګوالۍ سیستم) د له منځه وړلو او د اسلامي ایدیولوژۍ(د الله سبحانه وتعالی د دین پر اساس) د دغه ناورین لپاره حللارې بیانوو. که موږ وکولای شول چې د خپل ایمان مطابق قدمونه واخلو، نو دغه روژه به د موږ لپاره خپل اصل ته راګرځېدو میاشت شي. انشاالله.

لومړی: دغو سیکولر پانګوال چارواکو د خپلو خلکو لپاره ډېرې نازکې سیاسي، تجارتي او ستراتيژېکې ګټې رسم کړې دي. څنګه چې چین په لومړیو کې دغه وژونکی ویروس پټ کړی و، همدارنګه پانګوالې اروپا او امریکا هم د دغه ویروس د چټک خپرېدلو مخنیوی ونه کړ. لکه څنګه چې د کرونا ویروس مرض لومړی د چین په ووهان ښار کې راپیدا او بیا یې ټول چین او اوس لږترلږه په ټوله نړۍ کې تیت شوی دی، خو د حسینې رژیم د کارپوهانو له خبرداریو سره سره، بیا هم په بنګله دېش کې د دغه وژونکې ناروغۍ شتون د مجیب د کلیزې د پروګرام د نه بندولو او له چین او غربي ملتونو سره یې د تجارتي او سیاسي اړیکو د نه قطع کولو لپاره پټ کړی و، حتی تر هغو پورې چې دوی کله باوري شول، نو په ډېر بزدلانه ډول سره یې هر څه ودرول. بالاخره ویلای شو چې د حسینې رژیم له بهر څخه د خلکو د راتګ او د دغه مرض د خپرېدو په مخنیوي کې هېڅ کوم موثر اقدام ونه کړ.

دویم: کله چې دغه سیکولر چارواکي او د دوی پانګوالو دوستانو ولیدل چې دغه ویروس د هېواد د مالدارو او غریبو تر منځ توپیر نه کوي، لوړپوړي سیاسیون، تجاران او نفوذ لرونکي خلک هم په دغه مرض اخته کېږي او له روغتیایي چوپړ پرته ښایي دوی مړه هم کړي، نو پر خلکو یې غیر انساني بندیزونه ولګول او خلک یې د خپلو شومو سیاستونو ښکار کړل. تر اوسه د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د مارچ په اتمه تشخیص شوې ده، مګر د حسینې رژیم یې په اړه ډېر بې تفاوته دی. کله چې د دوی د مارچ په ۲۳مه د مارچ له ۲۶مې څخه د اپرېل تر۴ پورې عمومي رخصتي اعلان کړه، نو دولت په میلیونونو خلکو ته له مرکز څخه د وتلو اجازه هم ورکړه، او په همدغه کار سره یې یاد مرض په ټول هېواد کې تیت او د خپلې روغتیا د خوندیتوب لپاره یې د وي آی پي (د ډېرو مهمو خلکو ) روغتونونه اماده کړل. د دې لپاره چې په هېواد کې کوم خلک د دغه ویروس له لاسه وژل کېږي او دولت یې له ملامتیا څخه ځان خلاص کړي، نو رسنیو یاد مرګ ته د (تبې او ټوخي د مرګ) نوم ورکړ.

درېیم: د یادو بندیزونو له امله په ناڅاپي ډول په نړۍ کې میلیونونو خلکو خپلې دندې، کارونه او تجارتونه له لاسه ورکړل. په دغه حالت کې د حسینې رژیم د پانګوالو دوستانو د وفاداره سرپرست په څېر راښکاره شو، هغه دا چې دولت د ۱۱،۳میلیارده ډالر چې له ۹۵۶،۱۹میلیارده ټاکا سره برابر دي او تقریباً د کورني ناخالص تولید ۳،۳مه برخه جوړوي، د مرستو بسته له بحران څخه د هېواد د اقتصاد د خوندیتوب لپاره اعلان کړه. په  یاده مرسته کې د کمې ګټې امتیازات ډېرو پانګوالو او لویو شرکتونو ته ورکول کېدل چې دوی ډېر له وخته بانکونه غلا کړي وو او بیا یې د امریکا، اروپا او بریتانیا د پلانونو څخه په کورکورانه ډول تقلید کولو، تر څو په لومړي قدم کې د پانګوالو له ګټو او سهمونو څخه ساتنه وکړي او خلک یې په دغه ناورین کې په خپل حال پرېښودل. موږ وینو چې د حسینې رژیم زرګونو خلکو ته د کارګرۍ لباس وراغوستی، په دې سره غواړي چې د همدغو پانګوالو دوستانو تجارتونه خوندي وساتي او پرته له کوم خوندیتوب څخه دوی ته اجازه ورکوي چې خپلې فابریکې بیا پرانیزي او فعالیتونه شروع کړي.

څلورم: د دې لپاره چې دولت سخت بندیز اجرا کړی وي، خلک په دغو خبرو سره تهدیدوي چې خوښه مو خپله (که په کور کې پاتېږی او یا قبر ته ورځی). مګر خلک ویني چې که په کور کې پاتې شي، له مرګ سره مخ کېږي؛ ځکه د دولت په دغه خبره سره دوی غلو ته ورسپاري، خو غریب خلک د کار لپاره سرکونو ته راوزي او ډوډۍ هم د دغه ویروس په انتقال متهمه ده. مګر دوی وایي چې خلک پرته له اړتیا سرکونو ته راوزي او ټولنیزه فاصله هم نه مراعاتوي او د دې په څېر نورې ډېرې خبرې شته.

پایله:  کرونا ویروس موږ ته وښودله چې د غربي پانګوالي هېوادونو دولتونه څومره زیانمن شوي دي! غرب او د دوی غلام چارواکي غواړي چې د کرونا ویروس له امله د دوی د اقتصاد کمزوري پټه کړي، په داسې حال کې د پانګوالۍ مصنوعي اقتصاد د سهامو په بازار، پیسو بازار، احتکار او سود باندې ولاړ دی. په اصل کې یوازې د پوکانې په څېر لوی اقتصاد یې جوړ کړی دی. دغه مصنوعي اقتصاد د غڼې له تارونو څخه هم کمزوری دی او د کرونا د بحران په څېر بحران ورته کفایت کوي تر څو یې ټول تاسیسات ولړزوي او په ډېره اسانۍ سره یې له منځه تلل خلکو ته په ډاګه کړي. په داسې حال کې چې پراخه کورنیو ناخالصو تولیداتو او میلیاردي پروژو ته د خلکو د سیاسي حقونو لکه روغتیایي خدمتونو پر ځای ترجېح ورکول کېږي، نو د دوی د پرمختګ اصطلاح او تیوري تر سختو پوښتنو لاندې راځي. د دوی د پرمختګ په تیورۍ کې د خوندیتوب لازمي موادو لکه PPE او د ډاکترانو لپاره ماسکونو، روغتیایي کارکوونکو، تنفس الې یا په کافي اندازه عاجل بسترونو ته لومړیتوب نه ورکول کېږي. په داسې حال کې چې ټول بنګله دېش د کووېډ-۱۹ له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، خو دوی ټول ۱۹۲ د عاجل بستر کټونه لري [Dhaka Tribune: 20 April 2020]. په امریکا او اروپا کې د روغتیا کارکوونکي په کوڅو کې خپل قهر بیانوي چې دوی له سپر څخه پرته جنګ ته استول شوي دي او د عاجلو بسترونو او تنفس الو د کموالي له امله مړي د غرونو په شان پراته دي.

په نړیواله کچه دغه باور ټکان ورکوونکی دی چې څوک د ووایي کپیټلېزم هغه ایدیولوژي ده چې بشریت ته پاملرنه کوي. حتی په غربي پانګوالو هېوادونو کې خلکو ټکان خوړلی چې حاکم سیستم یې دوی له مرضونو او لوږې څخه په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی. له دې ټولو ناکامیو سره حسینه او نور مسلمان چارواکي د الله سبحانه وتعالی نافرماني کوي، د اسلام روښانه لارښوونې ردوي او په ړانده ډول غربي سیاستونه تعقیبوي، تر څو له دغه بحران څخه ځانونه خلاص کړي چې په پایله کې په میلیونونو کسان له لوږې، فقر او نورو ستونزو سره مخ کړي دي.

اې مسلمانانو! د خلافت دولت د ټولنیوونکو مرضونو، لوږې او فقر د له منځه وړول لپاره روښانه لارښوونې لري او خلیفه مکلف دی چې دا ډول پېښو ته پاملرنه وکړي. اصلاً خلیفه د سهامي شرکتونو هېوادونو په څېر نه دی چې یوازې څو پانګوالو او ګټو ته یې پاملرنه وکړي، مګر نوموړی د الله سبحانه وتعالی له وېرې خپل ملت او ټول بشریت ته پاملرنه کوي. په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي:

«الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: په اصل کې امام (خلیفه) د خپل رعیت لارښوونکی او مسئول دی.

(البخاري/مسلم)

د خلافت نظام به خلک نه د خوراکي توکو په بحران کې او نه هم په لوږه کې پرېږدي لکه څنګه چې پانګوال دولتونه د دروغو وعدې ورکوي یا یې د مالدارو خلکو زړه سوي او بخششونو ته سترګې په لار کړې وي. تر ډېره د خلافت نظام به د خلکو مسوولیت پر غاړه اخلي او د دوی له سرچینو او قدرتونو نه په ګټه اخیستلو سره به د خپلو اتباعو حقونه پرته له دین او نژاد څخه ادا کوي او په هر وخت کې به له غذایي او روغتیایي پاملرنو څخه برخمن وي. د خلافت نظام اقتصاد به د توکو په تولید او خلکو ته د خدمتونو برابرولو پر اساس ولاړ وي، چې په دې سره به د کارخانو کارکوونکي او د خرڅلاو دوکانونه په دوامدار ډول فعالیت کوي، د روغتیا د برخې دفترونه او مرکزونه به هېڅ وخت هم د داسې ناورینونو له امله نه بندېږي.

د دې ترڅنګ د دغه سیستم تر چتر لاندې به د قرض لپاره زیاتې روپۍ (سود) نه ورکول کېږي، دولت به دغه توانایي لري چې هم په عادي او هم په بحراني حالت کې د خپل عاید څخه د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټه واخلي. په واقعیت کې اسلام هېڅکله هم خلک لوږې او مرض تر منځ په انتخاب کې نه مجبوروي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سنت دا دي چې دواړه روغتیایي خدمتونه او د اړتیاوو پوره کول د دولت له دندو څخه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ مُعَافًى فِي جَسَدِهِ عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا»

ژباړه: هر چا چې خپله ورځ په صحتمندۍ او کورني خوندیتوب سره پیل کړي او د ورځې لپاره یې اړتیاوې پوره وي، داسې دی لکه ټوله نړۍ چې د نوموړي په واک او اختیار کې وي. (الترمذي)

اې مسلمانانو! له ختیځه تر لويدیځه د سیکولر پانګوالو چارواکو د بې شمېره ناکامیو او ناوړتیاوو سره موږ حزب التحریر ولایه بنګله دېش دغه ملت ته د دغه ټولنیوونکي مرض د مخنیوي لپاره د اسلام پر اساس څو مهمې پالیسۍ وړاندې کوو. د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو سره سم د داسې ټولنیوونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید لاندې کارونه وشي: دولت باید له اول څخه ناروغي کنترول کړي او ناروغي چې له هر ځای څخه راپیدا شوې، په همغه ځای کې ايساره کړي او په نورو سیمو کې روغ خلک باید خپل کار او تولید ته ادامه ورکړي. د دغه اجرااتو لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي:

لومړی: خلافت د دولت په کچه باید داسې نوښتونه وکړي، تر څو مرض په هماغه راپیدا شوي ځای کې مهار کړي. بخاري یې په خپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زید څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې وفرمایل:

سَمِعْتَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الطَّاعُونِ فَقَالَ أُسَامَةُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الطَّاعُونُ رِجْسٌ أُرْسِلَ عَلَى طَائِفَةٍ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ قَالَ أَبُو النَّضْرِ لَا يُخْرِجْكُمْ إِلَّا فِرَارًا مِنْهُ»

ژباړه: که په یوه ځمکه کې ټولنیوونکی مرض راپیدا شي، نو هلته مه ځئ او که دغه وبا ستاسې خاورې ته هم راورسېده، نو بیا له دې ځای څخه بل ځای ته مه ځئ.

په یو بل حدیث شریف کې له مسلم څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الطَّاعُونُ رِجْزٌ أَوْ عَذَابٌ أُرْسِلَ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ»

ژباړه: وبا هغه ناورین دی چې په بني اسرايیلو کې او یا له تاسو څخه مخکې خلکو کې خپره شوې وه، خو کله چې تاسو واورېدل چې په یو ځای کې وبا راغلې ده، نو تاسو هلته مه ځئ او که هلته هم خپره شوه چېرته چې تاسې یی، نو له هغه ځای څخه مه وځئ.

چین په لومړیو کې د ووهان ښار چې هلته دغه وبا رامنځته شوې وه قرنطین نه کړ او ۴۳۰۰۰۰ پروازونه له چین حتی له ووهان څخه چې د وبا د راپیدا کېدو مرکز او امریکا ته ترسره شول، ډېر وروسته چین له دغه بحران څخه خبر شو. په همدې ډول د حسینې رژیم له چین سره چې د دغه مرض مرکز او د ووهان په ګډون په اروپا کې په دغه ویروس له اخته هېوادونو سره هوایي پروازونه خلاص پرې اېښي و.

دویم: د ټولنیوونکو ناروغیو پر وخت د اسلام لارښوونه دا ده چې ناروغ کسان باید له روغو کسانو څخه بېل وساتل شي. رسول الله سلی الله علیه وسلم په دې هکله فرمایي:

«لا يورد ممرض على مصح»

ژباړه: ناروغ کسان له روغو کسانو سره مه یو ځای کوئ. (البخاري)

دولت باید ناروغ کسان تشخیص کړي او له نورو څخه یې بېل کړي او له کوم لګښت پرته روغتیایي چوپړتیا او درمل ورته برابر کړي. له بل پلوه دولت باید خلک د قران او سنتو په واسطه تشویق کړي چې دغه ټولنیوونکي مرض په خپله له یو ځای څخه بل ځای ته  خپرېږي، نو دوی په خپل ځای کې پاتې شي. دولت باید هغوی ته چې د ناروغانو چوپړ کوي، د خوندي ساتلو وسایل برابر کړي، هغه یې که خپلوان او یا هم ډاکتران وي، نو په دې توګه به یاد مرض ټولنې ته نه خپرېږي. موږ په بنګله دېش کې د خوندي ساتلو وسایلو د نه شتون له امله د ۱۱٪ د ډاکترانو او د روغتیایي کارکوونکو په یاد مرض د اخته کېدو شاهدان یو. له بل پلوه په ټولنه کې روغ کسان باید خپل ورځني ژوند او اقتصادي کارونو ته ادامه ورکړي. په دې ډول سره ټولنیوونکی مرض نه شي کولای چې د خلکو ژوند او اقتصاد له منځه یوسي.

درېیم: د اسلام د قرنطین پالیسي د کپیټلېزم د قرنطین له پالیسۍ سره مخالفه ده، اسلام خلک نه قرنطین کوي، بلکې ناروغي قرنطین کوي او په پراخه کچه خلکو ته د پاکولو او پاک ساتلو د لارښوونو لپاره د پوره ماسکونو او PPE (د ځان لپاره د خوندي ساتلو وسایلو) په ورکولو سره پروګرامونه نیسي. سربېره پردې دولت خلک د دې څخه د ګټې اخیستلو لپاره تشویقوي. د دې ترڅنګ اسلام د لویو پټو خپروونکو په هکله لارښوونې کوي چې څوک دغه ټولنیوونکی مرض لري، بلکې ناروغي نه لري؛ ځکه هره ناروغي په لویو ټولنو کې په ناورین باندې نه بدلېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا ضرر ولا ضرر»

ژباړه: هره ناروغي مضره نه ده او نه هم زیان اړوي.

(ابن ماجه)

مګر دغه پټ خپرېدونکي کېدلای شي چې مضر وي، دولت کولای شي چې ډېر شمېر خلک د ازموینې لپاره یو ځای راوړي، نو ژر معلومېدلای شي چې پټ خپرېدونکی مرض دی او کنه.

څلورم: د خلافت د نظام د قانون له مخې، په اسلامي دولت باندې فرض ده چې د ټولو اتباعو لپاره له دیني او نژادي توپیر څخه پرته باید د روغتیا د خوندیتوب لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دولت باید څېړنیز مرکزونه جوړ کړي، تر څو له دغه ټولنیوونکي مرض څخه د ښه کېدلو لپاره هر څه مطالعه کړي، هغه که غذایي مواد، تمرین یا درمل وي. دغه ټول ډولونه که بوټي او د ویټامینونو پوره کوونکي وي. دولت باید د ټول نفوس په طبیعي ډول د مرض د پرمختګ احتمال هم مطالعه کړي، نو په ښه ډول ورته واکسین جوړېدلای شي. د اوسنیو چارواکو خلاف دولت به د روغتیا سکټور په پانګوالو کافرو پورې وابسته نه پرېږدي او یا دا چې د پانګوالو شرکتونو لپاره د پیسو د پیداکولو وسیلې وګرځي؛ ځکه چې دا ټول اسلامي شریعت منع کړي دي.

پنځم: احتیاط د بې مسوولیتۍ په مانا نه دی، اوسني رژیمونه د احتیاط تر نامه لاندې د خلکو په منځ کې د بې مسوولیتۍ مفکورې ته وده ورکوي، موږ د دې پایلې اوس وینو چې د مړو له خښولو څخه مخنیوی کوي، بلکې د ناروغانو د حالت د بهتر کولو او یا نورو پاملرنو لپاره هېڅ اقدام هم نه کوي. د خلافت دولت به خلکو ته ډاډ ورکړي چې د عامه احتیاط سره به مریضانو ته پاملرنه کوي، هغوی ته چې د مرض پر وړاندې کمزوري وي، لکه مشران خلک یا هغوی چې له وخته د سږو، نفس تنګۍ او یا شکر په مرضونو اخته وي، ځانګړې پاملرنه کوي. دولت به خلکو ته په وار وار وریاد کړي چې له ناروغۍ څخه نه، بلکې له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ولري او مرګ او ژوند یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. الله سبحانه وتعالی په دې هکله داسې فرمایي:

[قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ]

ژباړه: ووایه چې هېڅ شی د الله سبحانه وتعالی له ارادې پرته موږ ته نه رارسېږي، هغه زموږ ساتونکی دی او مومنان باید یوازې په الله سبحانه وتعالی باندې توکل وکړي.

[التوبه:۵۱]

پایله: اسلام یوازې روغتیا ته د مضرو شیانو د کمولو او د ناورین پر مهال د مالي سپما لپاره لارښوونې نه کوي، بلکې د داسې ټولنیوونکو ناروغیو پر وخت هر مسلمان ته د ژوند په هره برخه کې لارښوونه کوي. البخاري د حضرت عایشې رض څخه روایت کړی دی چې نوموړې وویل:

«سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنْ الطَّاعُونِ فَأَخْبَرَنِي أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا مُحْتَسِبًا يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

ژباړه: ما د الله سبحانه وتعالی له رسول څخه د طاعون په هکله وپوښتل، هغه راته وویل چې دا د الله سبحانه وتعالی له طرفه یوه جزا وه او الله سبحانه وتعالی د مومنانو لپاره د شفقت یو سرچینه وګرځوله. که یو سړی د ټولنیوونکې ناروغۍ پر مهال په خپل وطن کې ناروغ پاتې شي او ځان الله سبحانه وتعالی ته وسپاري، نو هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ورته لیکلي له هغه پرته به بل څه شی ورته ونه رسېږي، او نوموړی به د شهید اجر ترلاسه کړي.

مسلمانان باید له وحشت او وېرې څخه پرته د خپلې مریضۍ په امتحان کې صابر واوسي، د الله سبحانه وتعالی د ثواب په تمه دې وي او د نړۍ څښتن ته د دعا وکړي، نو الله سبحانه وتعالی به له نوموړي سره مرسته وکړي او هغه به له یادې ناروغۍ څخه روغ کړي.

اسلام په دې طریقې سره باور لري چې د ټولنیوونکو ناروغیو تاثیرات کم دي او اجازه به ورنه کړي چې ټول هېواد ونیسي، د دغه پوره قرنطین په څېر حالت نه غواړي لکه څنګه چې موږ یې اوس په امریکا او نورو کپیټلیسټي هېوادونو کې وینو. په تاریخ کې مسلمانان ډېر ځله له داسې سره ورته حالتونو سره مخ شوي دي. اسلامي امت له هجرت څخه وروسته د شپږمې پېړی په منځ کې د الله سبحانه وتعالی له قهر(Al-Shaqfa) سره چې په پوست کې له سوري کېدلو څخه رامنځ ته شوی و، امتحان شوی دی او اوس پېژندل شوې چې د استافېلوکوک له باکتریا څخه راپیدا شوی دی. همدارنګه مسلمانان ۷۴۹ هـ ش کې د اتمې هجري پېړۍ په منځ کې په دمشق کې د ټولنیوونکې ناروغۍ په وسیله امتحان شوي دي او په ټولو دغو قضیو کې جوماتونه نه وو تړل شوي او د جمعې، تراوېح او ټول هغه لمونځونه چې په یو ځای سره ادا کېږي، نه دي بند شوي او روغ کسان خو هېڅ کله هم په کور کې نه دي بند کړل شوي، مګر ناروغ کسان بېل کړل شوي دي او روغ کسان به د کارونو لپاره بېرون وتل. دوی جوماتونو ته د لمونځونو لپاره تلل او الله سبحانه وتعالی ته به یې دعاګانې کولې چې دوی د ناروغۍ له ضررونو څخه وساتي، د روغتیا د خطر سربېره دوی به مریضانو ته پاملرنه کوله.

اې مسلمانانو! د کرونا ویروس باید اوس تاسې له بل هر وخت څخه ډېر الله سبحانه وتعالی ته راوګرځوي. د کفارو په خبرو مه غولېږئ، غربي چارواکي او د هغوی غلامان غواړي د الله سبحانه وتعالی دغه امتحان ته د یوې دسیسې نوم ورکړي او غواړي تاسې د خپل رب سره له نږدېوالي څخه لرې وساتي. پانګواله نړۍ په یو سخت ناورین کې واقع ده چې یاد ناورین د الله سبحانه وتعالی د یو ډېر واړه مخلوق له لاسه رامنځ ته شوی دی، مګر موږ د دې شاهدان یو چې د حسینې په څېر سیکولر چارواکي بیا هم د کفارو په ایدیولوژۍ پسې منډې وهي، چې دغه ایدیولوژي نه شي کولای بشر ته پاملرنه وکړي، قدم په قدم له هغوی څخه پیروي کوي او درملنه او روغتیا له دوی څخه غواړي. له سعید رحمه الله څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَتَتْبَعُنَّ سَنَنَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ شِبْرًا شِبْرًا وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ حَتَّى لَوْ دَخَلُوا جُحْرَ ضَبٍّ تَبِعْتُمُوهُمْ قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: فَمَنْ؟»

ژباړه: تاسې باید قدم پر قدم د هغوی له لارې څخه پیروي وکړئ چې له تاسو څخه مخکې راغلي دي، که هغوی د سوسمار غار ته ننوتل، تاسې هم ورپسې ورننوځئ. موږ وویل، اې د الله سبحانه وتعالی رسوله ستا مطلب یهود او مسیحیان دي؟ نوموړي وویل نه، هغوی په غلطه روان دي. (البخاري او مسلم)

نور هېڅ شی هم نه شته چې له دغو چارواکو څخه د ورته تمه وشي، په اصل کې دوی هغه خلک دي چې دغه فتنې او بحرانونه یې راوستل، چې اوس ټولې نړۍ ته خپاره شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ]

ژباړه: په وچه او اوبو کې د تل لپاره تباهي د انسانانو له سرغړونو څخه رامنځ ته کېږي، الله سبحانه وتعالی  دوی ته د ځینو بدو اعمالو سزا  ورکوي، تر څو خپلو کړنو ته پام وکړي او بېرته الله سبحانه وتعالی ته راوګرځي.

[الروم: ۴۱]

ځکه نو په دغه مبارکه میاشت کې چې د قران د نازلېدو میاشت ده، اې مسلمانانو را مخکې شئ او وعده وکړئ چې موږ له تاسو سره په سیاسي هڅو کې د دغه سیکولر پانګوالو چارواکو په لرې کولو کې برخه اخلو او ووایئ چې موږ هېڅکله هم له دغه سيکولر پانګوال سیستم څخه ملاتړ نه کوو او له چارواکو نه مو په قصدي یا غیر قصدي ډول وېره لرې کړئ او ووایئ چې موږ د الله سبحانه وتعالی د دین د پوره تطبیق لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره له تاسو سره یو ځای هڅو ته ادامه ورکوو، چې هغه پر ځمکه باندې د الله سبحانه وتعالی رحمت دی چې موږ ۹۹کاله مخکې د ۱۳۴۲کال د رجب په ۲۸مه له لاسه ورکړی دی.

رسوال الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«انما السطان ظل الله في الأرض»

ژباړه: خلیفه پر ځمکه باندې د الله سبحانه وتعالی د رحمت سیوری دی.

حزب التحریر

ولایه بنګله دېش

Last modified onیکشنبه, 07 جون 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې