شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د کمپاین پایله: «د خلافت له راپرځېدو سل کلونه وروسته... اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!»

د الله سبحانه وتعالی په مرسته، نن د حزب التحریر د امیر، جید عالم عطا بن خلیل ابو الرشته تر لارښوونې لاندې د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له لوري د خلافت د ۱۰۰مې کلیزې د راپرځېدو په مناسبت پیل شوی نړیوال کمپاین پای ته ورسېد.

د کمپاین د پیل له اعلان سره، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې زموږ فعالیتونو او رسنیو پر همدې کمپاین تمرکز درلود. سربېره پر دې چې د کرونا ویروس اغیزې وې، بیا هم په ډېری هېوادونو کې د کمپاین فعالیتونه تر سره شول، دا فعالیتونو د عامې روغتیا د احتیاطي تدابیرو په نظر کې نیولو سره سم تر سره شول. وېډیوګانې ثبت شوې، سمینارونه او لیکچرونه وړاندې شول، ژوندۍ مرکې تر سره شوې، په رسنیو کې مقالې او مطبوعاتي اعلامیې خپرې شوې.

د اسلامي هېوادونو په تاریخي ځایونو کې ویناوې وشوې او عکسونه خپاره شول، تر څو امت ته د همدې کالیزې د بېرته راستنېدلو د ارزښت په اړه انګېزه ورکړي، چې بیا یو ځای شي او خپل ټاټوبی راټول کړي، د همدې وېش لاملونه له منځه یوسي، خپل شرعي قانون پلی کړي، چې د ژوند چارې یې په ښه توګه تر سره کړي او د دښمنانو د بريدونو مخنیوی وکړي او پر ځمکه د توحید بیرغ پورته کړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې لومړی دولت تاسیس کړ. دوی په هغه وخت کې د نړۍ واکمنانو، پارسیانو او رومیانو ته ماتې ورکړه، اسلام یې خپور کړ او په حقیقت کې دوی تر ټولو غوره امت و.

دا کمپاین د حزب التحریر د امیر په وینا سره پای ته ورسېد، الله سبحانه و تعالی د ډېر عمر ورکړي چې امت ته یې له ارزښت ډک مفهوم وړاندې کړ او خپل مسوولیت یې ادا کړ، د خلافت د بیا تاسیس مسوولیت، هغه په دې اړه نورو ته د شرعي شواهدو او د دې موضوع ستر ارزښت بیان کړ.

هغه ویناوې او دعوتونه چې په کنفرانسونو، رسالو او عکسونو کې وړاندې شول، په بشپړه توګه پر اسلامي امت او لښکرو یې غږ و چې دې ویاړ ته بېرته راوګرځي او د رښتینې شریعت تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي، دا چې حزب التحریر د دې ستر نعمت د بېرته راستنېدلو لپاره لاره ښودلې او لا هم له امت سره ګډ کار کوي تر څو د کافر استعمار غرب له لوري منل شوو کفري نظامونو باندې خپل انحصار له منځه یوسي.

په همدې توګه، موږ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر له هر مسلمان څخه چې په رسنیو کې کار کوي غواړو، تر څو د الله سبحانه و تعالی د رضا د تر لاسه کولو لپاره د دې هڅو په خپرولو کې برخه واخلي او د همدې غوښتنې په ځواب کې همکاري وکړي. د مسلمانانو د عظمت د بېرته راستنېدلو لپاره، د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس غږ بدرګه کړي.

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

 

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

 

د مطلب ادامه...

ستاسو دې په الله قسم وي؛ د حزب التحریر مخه مه نیسئ!

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحيم

حزب التحریر هر کال د رجب په میاشت کې، ترخه خاطره ژوندۍ کوي، چې خلک ژړوي او زړونه د هغه په نشت کې په لړزه راځي، دا خاطره د بشري تاریخ تر ټولو لوی دولت (اسلامي دولت) دی!
هو! کلونه تېرېږي او یو پر بل پسې پر مسلمانانو غمونه راځي.
د امت پر کوم حالت غواړئ پوه شئ؟
د کډوالو د کمپونو او لوږې حال؟ یا هم د وبايي او غیر وبایي ناروغیو حال، چې ژوند يې راباندې تریخ کړی دی؟
کوم حال؟
هغه چې زموږ په بې سرپرسته، ښځو او خویندو تیری کېږي؟ یا هغه، چې هره ګړی پکې وژنې کېږي او خلک تېښتې ته اړباسي؟ د اسلامي امت پر کوم یوه درد غواړئ پوه شئ؟
د ګاونډیو حال، چې هېڅ خبر نه ترې لرو؟
يا دې پناه غوښتونکو، بې ځایه شویو او کډوالو حال، چې پر سړکونو ویده دي، یا په اوبو کې ډوبېږي او یا هم په هوايي ډګرونو کې د مرستې غږ پورته کوي؟
کوم حال؟
د اسلامي امت د ځوانانو حال؟ هو! تاسو فکر کوئ، چې هغوی ښه حالت لري!؟ ځینې د ظالم حکامو په زندانونو کې دي او ځينې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه هر خوا ګرځي.
د مسلمانو خویندو حال درته ووایم: هغوی صبر غوره کړی، ځکه بله لاره نه لري...
ځينې د خپلو مسافرو په انتظار کې دي، چې یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډوډۍ ورته راوړي، ځينې د خپلو ناروغو خاوندانو او بچیانو د ښه کېدو لپاره شپې او ورځې سبا کوي او په خالي لاس غواړي هغوی تداوي کړي، ځینې د خپلو بچیانو د ژغورلو لپاره چیغې وهي، خو له صبر پرته بله لاره نه لري.
زموږ کوچنیان؛ چې په سالمه تربیه کې یې د تېر په څېر لږ خواږه، ښې خبرې او کیسې اثر نه لري... هغوی ته اوس کورني ارزښتونه، رسم او رواج ارزښت نه دی. فاني نړۍ له هرې خوا غېږ ورته پرانیستې ده؛ انټرنېټ د ژوند مسیر ورته ټاکلی، چې نه يې د دنیا په درد خوري او نه یې اخروي ستونزه حل کوي.
زموږ کوچنیان، نصحیت نه اوري او د ژوند تر پایه يې د مور او پلار پر سینه د اطاعت ارمان پاتې وي.
خپل معصوم کوچنیان لویه وو او وروسته یې د ګناه، خیانت او ظلم نړۍ ته سپارو. هغه نړۍ که وغواړو یا ونه غواړو باید ورته تسلیم شي.
هو! هغوی جسمي او فکري بلوغ ته رسېږي، غربي ارزښتونو ته مخه کړي او بشري مادي نظامونو غوره کوي. پر دغه حالت غم او حسرت کوو، ځکه زموږ نصیحتونه ارزښت نه ورته لري.
له ټولو ځورونکی حالت بیا دا دی؛ چې ته په سطحي فکر له ما پوښتې، چې تاسو پر خپلو اندک منشوراتو او هشتکونو، چې هېڅ درد نه دوا کوي، غواړی څه وګړئ.
هو! دغه هشتکونه او منشورات، ستا هېڅ درد نه دوا کوي، ځکه تا خپل فکر او طریقه پر یوه محور محدوده کړې او له هغې وړاندې نور څه نه ويني.
خو هیله کوم موږ پر خپل حال پرېږدئ!
موږ د امت لپاره کار کوو. په یاد ولره، چې زه او ته دواړه د اسلام دین د نصرت لپاره مکلفیت لرو. پر دې مکلف یو، چې قران کریم، پر خپل ځان حاکم کړو او داسې فضا رامنځته کړو، که مو خطا وکړه، قران مو باید محاسبه کړي او که مو شکایت وکړ بیا هم قران پناه راکړي.
ستا دې پر الله قسم وي! موږ خپل حال ته پرېږده او زموږ پر وړاندې مه درېږه! موږ ښه پوهېږو، چې څه کوو او پر دې هم پوهېږو، چې زموږ کار په دغه ظالمه نړۍ کې څومره خطرونه لري. که ته نه غواړې، چې له موږ سره کار وکړې، مه مو پرېښانه کوه، میندې مو مه ډاروه او کوچنیان مو په وحشت کې مه اچوه!
د نړۍ په ګوډـګوډ کې کوم ظلمونه چې پر مسلمانانو کېږي، که هغو ته نه وې وېښ کړی او د بدولون لپاره یې احساس نه وي درکړی، لا اقل په فلسفي سترګه د نورو کړنو او زحمتونو ته مه ګوره.!
غوره ده چې د حزب التحریر؛ فعالیتونو، کمپاینونو، کتابونو او کوم نظم، چې حزب لري د انصاف په سترګه ورته وګورئ. که تاسو د حزب تاریخ ته دقیق او بې پرې وګورئ، له شک پرته هره منفي تبصره او لیکنه مو چې کړې، له هغه څخه به وشرمېږئ. حزب د دې لپاره، چې امت له ناوړه وضعیت وژغورل شي، یوه ګړۍ یې هم غفلت نه دی کړی.
هر کال زموږ پر اوږو د ملامتۍ بار ږدئ او پوښتنه کوئ، چې تاسو څه کړي؟ ایا له دغو بې ځایه خبرو نه ستړي کېږئ؟
ګرانه ملګریه، چې دغه ملامتونکې پوښتنې موږ ته متوجه کوې!
پوه شه چې حزب التحریر له امت څخه، نارینه، ښځې او ځوانان د قران او سنتو پر اساس تربیه کړي دي، چې د امت لوی شخصیتونه دي؛ هغه شخصیتونه، چې د الهي نظم او قانون د حاکمیت لپاره، له هېڅ ملامت کوونکي وېره نه لري.
پوه شه! چې حزب التحریر په خپلو منشوراتو میلیونونه مسلمانان راټول کړي، د واحد مفهوم او واحد رفتار په وسیله یې وحدت ورکړی دی. هر وګړي، په حزب کې خپل هدف پېژندلی او پوهېږي، کومه لاره یې چې غوره کړې، پایله یې څه ده.
پوه شه! چې حزب التحریر د امت د ډېری ځوانانو سترګې او غوږونه د ګڼو ژبو او رنګونو سره سره خلاص کړي دي او پوه کړې یې دي، چې په ټوله نړۍ کې د الهي دین د نصرت لپاره کار یوه فریضه ده. له امریکا تر چینه، هېڅ دولت، ژبه، حاکم او رییس نشي کولی د حزب مخه ونیسي. حزبي ځوانان د الله سبحانه و تعالی په غوښتنه او ملاټر سره خپلې لارې ته دوام ورکوي او ان شاءالله کامیاب به شي.
الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ(7) وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ(8) ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ﴾ [محمد: 7-9]

ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله له دین سره مرسته وکړئ، هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او ګامونه به مو کلک کړي. پاتې شول هغه کسان، چې کافر شوي دي، د هغوی لپاره تباهي ده او الله یې عملونه ضایع کړې دي؛ له دې امله چې هغوی قران بد وګاڼه، چې الله نازل کړی دی، له همدې امله الله د هغوی عملونه بابیزه کړل.
أقیموا الخلافة#
Return The Khilafah#
YenidenHilafat#
خلافت – کو – قائم – کرو
لیکونکی: دارین الشنطي
ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو! حزب التحریر تاسو ته د خیر په کارونو کې د ګډون بلنه در کوي Featured

  • خپور شوی په ترکیه

د ۱۹۲۴م کال، د مارچ په ۳مه، د خلافت له ړنګېدو وروسته اسلامي امت تر داسې بې رحمه بریدونو لاندې و چې تر اوسه یې په تاریخ کې ساری نه دی لیدل شوي. اسلامي ښارونه اشغال شول، د مسلمانانو شتمنۍ غلا شوې، عزت او عظمت یې تر پښو لاندې شو او د دوی یووالی له منځه لاړو. دوی خپل ډال (خلافت) له لاسه ورکړ. دا هغه وخت و چې حزب التحریر په ۱۹۵۳م کال کې رامنځ ته شو، ترڅو خلافت بیا تاسیس کړي او اسلامي امت له دغه لوېدلي حالت څخه وژغوري او پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی دین حاکم وګرځوي. نن ورځ حزب التحریر یو نړیوال سیاسي حزب دی چې د اسلامي ایډیولوژۍ درلودونکی دی او نږدې پنځوسو هیوادونو کې د خپل هدف لپاره کار کوي. د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره د الله سبحانه وتعالی په اوامرو او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم کار کوي تر څو اسلام یو ځل بیا په ژوند کې حاکم کړي.

حزب التحریر د دغه لارې د څارلو لپاره خپل ټول چمتووالی نیولی دی. د اسلامي عقیدې پر بنسټ یې اسلامي اساسي قانون جوړ کړی دی، چې له قران کریم او سنتو څخه سرچینه اخلي او ۱۹۱ مادې لري. په دغه اساسي قانون کې ټول احکام له حکومتولۍ څخه تر اقتصادي نظام، له تعلیم څخه تر ټولنیز ژوند او له کورني سیاست څخه تر بهرني سیاست پورې د ټولو شرعي شواهدو په نظر کې نیولو سره حل شوي دي.

حزب التحریر یوه مخلصه رهبري ده چې خپل امت ته هیڅ وخت دروغ نه وایي. په غوره توګه د امت د هیلو استازولي کوي. دغه حزب اسلامي امت ته ښودلې چې ۱۰۰ کلنه هیله او امید به یې پوره کوي. راشده خلافت په نړۍ کې یو ډیرېدونکی جریان او مناسب درمل دی. دا پروژه د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت دی چې د اسلامې عقیدې پر اساس به تاسیس شي او سم اسلامي نظام به پلی کوي. د الله سبحانه وتعالی دین به د هدایت او رڼا په توګه ټولې نړۍ ته ورسوي او مسلمانان به له تیارو څخه رڼا ته، له ذلت څخه عظمت ته، له فقر نه برکت ته او له بې عدالتۍ نه رحمت ته را وباسي. دا یو خوب او خیال نه دی، بلکي د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. د روښانه ذهن میوه، بصیرت، عقل، زیرکي او د سیاسي را تلونکې روښانه او ځلیدونکی ستوری دی.

اې مسلمانانو: حزب التحریر تاسو ته د دې پروژې د انجنیرانو او رهبرانو په توګه د کار بلنه در کوي تر څو د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړئ او د ژوند دغه اسلامي لارې ته بیا دوام ورکړئ. نو مټې مو بډ وهئ، شپه او ورځ کار وکړی او له حزب التحریر سره څنګ په څنګ ودریږئ، ترڅو راشده خلافت تاسیس کړو او د اسلام پر اساس بدلون راوړو.

اې مسلمانانو: د خلافت مانا دا ده چې مسلمانان یو ځل بیا سره یو موټی شي. د خلافت مانا دا ده چې ټول تر یو چتر لاندې یووالی ومومو. د خلافت مانا دا ده چې حاکمیت باید د اسلام وي نه د ډیموکراسۍ او سیکولرېزم. دا هغه څه دي چې حزب التحریر تاسو ورته دعوتوي. نو راشئ او د خپل هغه تلاش او قدرت چې الله سبحانه وتعالی در کړی مخه مه ډب کوئ تر څو د خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي او یوځلې بیا اسلام په ژوند کې حاکم کړي. له موږ سره کار وکړئ تر څو راشده خلافت تاسیس کړو او دغه عدالت او مساوات ستاسو په وسیله ټولې نړۍ ته ورسیږي.

اې د قدرت او محافظت خلکو: موږ تاسو ته بلنه در کوو چې د راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. حزب التحریر تاسو ته په دغه نیک کار کې د ګډون بلنه درکوي. نو راشئ، ناټو پرېږدئ او  پر ځای یې الله سبحانه و تعالی مأخذ وګرځوئ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مو رهبر وي، نه د اسلام دښمنان امریکا او انګلیس. ایا د اسلام د حاکمیت او له ظلم څخه د ټولو مظلومانو د ژغورلو لپاره د الله سبحانه و تعالی لپاره په ټولو هیوادونو کې چې د اسلام لمر راپورته کېږي، لښکر نه را وباسئ؟ ایا تاسې هغه بلنې ته لبیک نه وایئ چې بیرته مو ځواک، حفاظت، ویاړ او عزت درکوي؟

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۲ هـ.ق کال، د رجب ۱۷مه

د حزب التحریر ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

سل کاله کېږي، چې وینې مو بهېږي او پانګې مو جور کېږي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

دا یادونه مو د خپلو بچیانو لپاره ده؛ د غوره امت بچیان، چې له ختیځه تر لویدیځه د خلکو د ژغورلو دنده لري. دا له سلو کالو وروسته یادونه ده، چې دولت یې له منځه تللی؛ خلافت چې د ۱۳۴۲ ه.ق کال د رجب په میاشت کې له منځه ولاړ.
د دغې یادونې موخه دا نه ده چې وژاړوو، بلکې د نهضت موخه دا ده، چې خلک وېښ شي او دولت بیا ځلې تاسیس کړي، ځکه اسلامي دولت د ټولو مهربانیو مور او د ټولو شفقتونو پلار دی.
دغه راز د دولت تاسیس فرض او د شرعي دلایلو(قران، سنت، اجماع او قیاس) له مخې تاج الفروض دی. د صحابوو اجماع په ډاګه کړې، چې د مسلمانانو یووالی واجب دی او تر هغه لاس ته نه راځي، څو چې خلافت تاسیس نه شي.
د دغه دولت لپاره کار فرض دی او څوک چې دغه لویې فریضې ته شا کړي، ګناه کوي. د خلافت لپاره کار د لمانځه او روژې په څېر فرض دی او تارک یې تر هغه پورې ګنهکار دی، چې خلافت نه وي تاسیس شوی.
دلته پر اسلامي امت ځينې رنځونه، چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان ترې ځورېږي، یادوو او دغه رنځونه له دوو اړخو پر مسلمانانو مسلط دي:
لومړی: د خلافت له سقوط وروسته، د مسلمانانو د وینې تویول؛ په سر کې د فلسطین مبارکې خاورې څخه پیل کوو؛ دغه خاوره د ناوړه مخلوقاتو (یهود) تر پښو لاندې ده، چې په نیولو کې کافر غرب په ځانګړي توګه، فرېب کار او جنایت کار انګلیس ورسره مرسته وکړه.
دغه ذلت په ۱۹۲۴م کال کې، چې کله خلافت نسکور شو، د مسلمانانو په برخه شو. وروسته ملګرو ملتونو په ۱۹۴۷م کال کې د یهود دولت په رسمیت وپېژانده، چې تر اوسه د فلسطین په مبارکه خاوره کې، زموږ د وروڼو وینې بهېږي، کورونه یې ویچاړېږي، هره ورځ ځوریږي او په خوارۍ کې ژوند کوي.
لا هم له خپلې خاورې شړل کېږي او د دغه حالت څخه د ژغورلو په موخه، په خپلو مسلمانو وړنو او پوځونو غږ کوي، چې د اسرا او معراج خاوره، د یهود له چټلیو پاکه او ازاده کړي.
که بل نوي ټپ ته اشاره وکړو، شرقي ترکستان او زموږ د ایغور وړونه دي؛ دوی ډول ډول شکنجه کېږي او عذابونه ویني، څوک يې غږ نه اوري او حتا رسنۍ د دوی په ځورونو او دردونو سترګې پټوي!
په ایغور کې په ۱۹۴۹م کال کې له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان ووژل شول.
کله چې کمونیستي ریژیم، په چین کې د ماوتسي تونګ په مشرۍ واکمني پیل کړه، ۳۵ زره جوماتونه ویچاړ شول او نن يې چې د نړۍ نیم اقتصاد خپل کړی، دیانت تر څار لاندې راولي په ځانګړې توګه د مسلمان ځوانانو څارل، د چین له سیاستونو څخه یو سیاست دی.
چین په دغه سیمه کې، چې کوم ظلمونه، اعدامونو او نیول کوي، ډېری اویغوري مسلمانان یې په تېښته مجبور کړل، خو په بهر کې یې هم تر تعقیب لاندې ونیول او د ځینو نړیوالو بنسټونو په وسیله یې، د تندروۍ په نوم بندي کړل؛ په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او پاکستان مسلمانان.
دغه راز چین د ایغور مسلمانانو پاسپورټونه بند کړل او فضا یې ورباندې تنګه کړه، څو عبادت و نه کړي، عمومي کارمندان او زدکونکي یې د روژې له نیولو منع کړل او چا به چې د اسلام شعایر ښکار کول، هغه به بندي کېدل.
د دغه عنوان لاندې( چین مسلمانان، څېړي، څوک چې د ږيره لرونکو خلکو او حجاب لرونکو ښځو راپور ورکړي، مالي مکافات ورکول کېږي) مسلمانان تر څارنې او پلټنې لاندې دي.
منبع: (دیار ورځپاڼې او وېبپاڼې، د چین له محلي مجلې نقل کړی دی.)
دغه راز د مسلمانو ښځو د شنډولو، پېښې هم په سیمه کې ثبت شوې دي.
د شینګونګ اسنادو د ایغور په اړه داسې ذکر کړي، چې چیني چارواکي هوډ لري، زرګونه ایغوري مسلمانې ښځې شنډې کړي. امریکایي فارین پالیسي مجلې د چین دغه ډول کړنه، ټولوژنه بللې ده.
همدا راز که یمن ته وګورو، هېڅ کور له وژنو نه دی پاتې، که هغه د خلیج د حکامو د الوتکو په وسیله وي، که د ښکېلو مزدورو لورو تر منځ د بل شوي اور، یا د غلام حکامو د نیابتي جګړو چې ډېری کسان پکې، ټپي، معیوب او بندي شوي او فقر هم ورسره ډېر شوی دی.
د یمن د خلکو دغه ذلت او ځورونه د ۲۰۱۵م کال د مارچ په ۲۶ مه نه دی پیل شوی، بلکې د دغو خلکو ځورونه د اسلامي حاکمیت له سقوط وروسته پیل شوې، چې ورسره یمن په وینو کې ډوب شو، هغه هم د غربي هېوادونو په جنجالونو کې.
په تېرو سلو کلونو کې، یمن د ډېرو قربانیو شاهده و، چې د یمن په شمال او جنوب کې غربي حکامو له خلکو واخیسته، سلګونه بې ګناه کسان پکې ووژل شول او مالي تاوانونه خلکو ته واوښتل.
همدارنګه د یاودنې ده، چې په ۱۹۶۳م کال کې د یمن په جنوب کې د ملي او تحریر جبهې تر منځ خونړۍ جګړه وشوه او په ۱۹۸۶م کال کې ډېری کسان ووژل شول. دا راز د یمن منځنۍ سیمه په ۱۹۷۸م کال کې د دغو جبهو د جګړې شاهده وه. په ۱۹۹۴م کال کې د شمال او جنوب حکامو تر منځ جګړه وشوه.
همدار راز شپږ جګړې چې د ۲۰۱۰م کال څخه پیل شوې، خلک او ځمکې یې هلاکه کړه، هغه هم کفارو ته د چاپلوسۍ لپاره او یادې جګړې ټولې نیابتي، جګړې وې. دا د یمن حالت دی، چې یو وخت یې د اسلامي دولت تر سیوري، د عزت او خوښۍ ژوند درلود.
موږ نه غواړو د امت د بچیانو د پوهاوي په اړه دلته ټولې پېښې، چې مسلمانان ترې ځورېږي، یادې کړو. همدا درې بېلګې بس دي، خو مهه دا ده، چې پوه شو، چې د دغه مصیبتونو عامل، کافر غرب، غلام حکام او د امت د سرپرست (خلافت) نشتون دی.
دویمه برخه: د امت د پانګې چور د دښمنانو لخوا، په مستقیم ډول د امت د ځینو ناخلفو بچیانو په وسیله ترسره کېږي.
الله سبحانه وتعالی امت ته بې ساري شتمني ورکړې ده. خو دغه شتمني زموږ لپاره د هوساینې پر ځای د بدبختۍ سرچینه ګرځېدلې ده؛ ځکه د غلامو حکامو پر وسیله، غرب راباندې مسلط شوی دی. تيل، ګاز، معدنونه، حاصل خیزې ځمکې، تنګي، سمندرونه، خلیجونه او سیندونه دغه ټولې شتمنۍ په اسلامي خاوره کې راټولې شوې دي. ډېری اسلامي خاورې وینو، چې شتمني لري، خو خونړۍ جکړې پکې دي او خلک یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د حیرانتیا وړ ده، د خلیج ځينې کوچني دولتونه له پورته طبیعي زېرمو ډک دي؛ خو وګړي یې داسې ګټه نه ترې اخلي، چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي شي. مزدور حکامو په دې خاورو کې د فساد دروازې پرانيستې دي. لکه: بهرني بورسونه، سودي بانګونه، سهامي شرکتونه او هټلونه يې پرانیستي، څو داسې اعمال تر سره کړي، چې د الله سبحانه وتعالی د غضب لامل شي او ځینو د امت پانګې، چور کړې، چې په امریکا او اروپا کې پانګونه پرې وکړي.
دواړه لوري(غرب- غلام حکام) هغه څوک دي، چې د اسلامي خاورو او غریبو وګړو شتمنۍ خوري. دلته د یوې شتمنې خاورې بېلګه وړاندې کوو، چې له بده مرغه خلک یې له لوږې مري.
نایجیریا: د هېڅ څېړونکي لپاره، پټه نه ده، چې نایجیریا، غني خاوره ده، چې معدنونه او تېل لري.
نایجیریا د مهمو دولتونو له ډلې ده، چې تیل، ګاز صادروي او د اوپک سازمان غړې هم ده.
دغه هغه پانګې دي، چې د استعماري دولتونو په ځانګړي توګه: انګلیس او امریکا د خولې اوبه یې وچې کړې دي؛ د معدني پانګو او تیلو له امله یې استعمار کړې هم دي. دغه راز چین غواړي په افریقا کې له دغو هېوادونو سره په استعمار کې برخه واخلي او غواړي دلتا سیمه، چې اسلامي خاوره ده پر خپله ولکه کې راولي.
دغه سیمه د طبیعي زېرمو له امله په نړۍ کې بې سارې شتمنه ده. له همدې امله جګړې او وسله وال فعالیتونه پکې کېږي او هر ستونزه هلته د تیلو پر محور را څرخي. په ۱۹۵۸م کال کې، کله چې د نایجیریا دلتا سیمه کشف شوه، له ټولو څخه بې وزله ده او د جګړو له امله ډېره ګکړتیا هم په دغه افریقایي دولت کې شتون لري. د حیرانتیا وړ ده!
نایجیریا د دومداره جګړې شاهده ده. له همدې امله یې خلک هجرت کوي او د دغو ټولو ستونزو اصلي جرړه، نړیواله جګړه ده، چې د امریکا او انګلیس مزدورانو تر منځ ادامه لري.
د خلافت له سقوط وروسته، اسلامي خاورې د هر اشغالګر د جګړو ډګر کرځېدلې دي.
په اسلامي خاورو کې فقر لوړ شوی دی او ۸۷ میلیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ټول ټال ۵۰ سلنه د یادو خاورو وګړي کېږي.
نایجیریا په ۲۰۱۹ م کال کې په نړۍ کې تر ټولو فقیر هېواد و. د هند په اړه وورلد بو فرتي کلوک تحقیقي بنسټ، راپور ورکړی، چې تر ۲۰۳۰م کاله به ۱۲۰ میلیونه کسان فقیر شي؛ مانا دا چې د فقر کچه به د ۴۴.۱ سلنې څخه ۴۵.۵ سلنې ته لوړه شي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د پانګې په اړه څېړنې څه کېږي؟ ولې د دغو سیمو خلک، د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي؟ ولې مهاجر کېږي او وژل کېږي؟ د اسلامي خاورو پانګه کفري ملکونو ته د کمو پیسو په بدل کې لېږدول کېږي، صنعتي څرخ یې په حرکت راولي او د راحتۍ زمینه یې د ځان لپاره پرې چمتو کړې ده. خو د دغو پانګو اصلي څښتنان په بدمرغۍ او سختۍ کې ژوند کوي.
دا د اسلامي امت د ځورونو یوه کوچنی برخه وه، چې د نظام د نه حاکمیت له امله پرې تحمیل شوې ده. هغه نظام چې سل کاله مخکې له منځه ولاړ او نن بله هېڅ لاره نه لرو، مګر دا چې له حزب التحریر سره کار وکړو. هغه حزب، چې د اسلامي امت په منځ کې د خلافت لپاره کار کوي.
اې مسلمانو! تاسو د خلافت د تاسیس لپاره رابولو، څو له روانو ناخوالو وژغورل شو او د الله سبحانه وتعالی دین په ځمکه کې بیا عظمت پیدا کړي.



د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالهادي حیدر- ولایه تونس
ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې په مناسبت د حزب‌التحریر نړیوال کمپاین په بریا پای ته ورسېد

«اې مسلمانانو! خلافت تاسیس کړئ» تر نامه لاندې د حزب‌التحریر نړیوال کمپاین چې د رجب له لومړۍ نېټې څخه د دې میاشتې تر پایه یې یوه میاشت جریان درلود، په بریا پای ته ورسېد. دغه کمپاین چې د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې په مناسبت پيل شوی و، موخه یې امت ته د خلافت د اهمیت او د هغه د تاسیس د وجوب تذکر وه، ترڅو قدرتمندان او د اسلامي خاورو سنبال ځواکونه تحرک پيدا کړي، حزب‌التحریر ته په نصرت ورکولو سره د خلافت تاسیس ته لاره هواره کړي او له خلافت پرته له غم او تیارو ډکو سلو کلونو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه کمپاین په افغانستان کې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره سترې لاسته راوړنې درلودې. حزب‌التحریر - ولایه افغانستان له بدخشانه تر هراته، له کابله تر کندهاره، له کاپيسا تر مزاره، له تخاره تر پنجشیره او پکتیا او ډېرو نورو ولایتونو کې سترې غونډې جوړې کړې. په دغو غونډو کې په اسلام او د مسلمانانو په ژوند کې د خلافت د تاسیس پر اهمیت بحثونه وشول، پر مسلمانانو او بشریت د خلافت د سقوط منفي پایلې روښانه کړل شوې او امت د خلافت دولت په تاسیس کې خپل ستر رسالت ته متوجه کړل شو. د کمپاین په بهیر کې په افغانستان کې لسګونه زره ځوانانو، سپين‌ږیرو، علماوو، قومي او سیاسي مشرانو په دغه کمپاین پورې په اړوندو پروګرامونو کې ګډون وکړ او د دغه کمپاین په پایله کې د خلافت او امت د وحدت قضیه چې پر یوه هېره شوې مسئله بدله شوې وه، بیا راژوندۍ شوه او خلکو او سیاستوالو یې په اړه مثبت او منفي دریځونه ونیول.
په مجازي فضا کې هم کمپاین په پیاوړې او اغېزمنه توګه پر مخ یووړل شو او پر پښتو او دري ژبو «خلافت_بیا_تاسیس_کړئ» هشتګ په تېره یوه میاشت کې خورا زیات پلویان درلودل، چې د افغانستان د مجازي فضا په تاریخ کې بې‌ساري دی. دغه مسئله د دې لامل شوه ترڅو د یوې میاشتې په بهیر کې د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رسمي فېسبوکپاڼه درې ځله حذف کړل شي.
په واقعي او مجازي فضا کې له دغه کمپاین څخه د خلکو هر اړخیز ملاتړ د افغانستان دولت لارورکی کړ او د ولسمشرۍ لومړي مرستیال د حزب‌التحریر پر وړاندې په منفي تبلیغاتو او پروپاګند لاس پورې کړ. ویې غوښتل چې د حزب‌التحریر نه ثبتېدل او راجسترېدل پلمه کړي او د حزب پر وړاندې منفي تبلیغات وکړي، ترڅو د خلکو او حزب اړیکه زیانمنه کړي؛ خو دغه مکر یې ځان ته وروګرځېد او د خلکو ملاتړ تر پخوا لازیات شو.

﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ [فاطر: ٤٣]
فرېب او مکر د خپل اهل لمن نیسي.

ځکه حزب‌التحریر د داسې دولت د تاسیس خبره کوي چې په اسلام کې رېښه لري او تاسیس یې د هر مسلمان غوښتنه ده. په تېره بیا د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک، چې څو لسیزې د اسلام د حاکمیت او اسلامي دولت د تاسیس لپاره مبارزه کوي او په دې لاره کې یې میلیونونه شهیدان ورکړي دي؛ خو له بده مرغه تر اوسه دغې شرعي غوښتنې ته نه دي رسېدلي.
د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو ته تذکر ورکوي چې د خلافت تاسیس د فرضونو تاج او د مسلمانانو لپاره برخلیک ټاکونکې او حیاتي قضیه ده. د خلافت له تاسیس پرته نه یوازې افغانستان، بلکې اسلامي نړۍ هم له ډېرو ناامنیو، بې‌ثباتیو او بحرانونو سره مخ وه او وي به. نو د نظام جوړونې او دولت جوړونې د باطلو نسخو له تکرار څخه، چې بیروني قدرتونه او د هغو مزدوران یې درته وړاندیز کوي، ډډه وکړئ. دغه نسخې د وحشت او افغانانو د وینو له تویولو پرته بله هېڅ پایله نه لري. جګړه او سوله د افغانستان د اشغال او استعمار لپاره د امریکا او غرب تاکتیکونه دي او باید بیا له همدغې سوړې ونه چیچل شو؛ بلکې هڅه وکړو ترڅو په افغانستان کې د امریکا او غرب د نظامي، استخباراتي، سیاسي او فکري نفوذ رېښې وچې کړل شي.
نو د نجات یوازینۍ لار د خلافت دولت د تاسیس او اسلام د حاکمیت لپاره د دعوت ملاتړ دی. په حزب‌التحریر کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړئ، چې په ټوله نړۍ کې د خلافت دولت په اډانه کې د اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره مبارزه کوي. موږ د الله سبحانه وتعالی پر نصرت باور لرو. هیله ده چې الله سبحانه وتعالی د خپل نصرت او خلافت دولت د تاسیس په وسیله زموږ سترګې روښانه کړي او غم او خپګان له اوسني نسل څخه لرې کړي، لکه څنګه یې چې له تېرو غوره هغو څخه غم او خپګان لرې کړي وو.

 

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ٢٤]
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله (سبحانه‌وتعالی) او رسول الله r دعوت ومنئ، کله مو چې هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند دربښي.

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ
#خلافت_را_برپا_کنید
#أقیموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

خلافت هر ځای او هر وخت د ټولو مسلمانانو لپاره دی

  • خپور شوی په یمن

په یمن کې یو شمیر ویب پاڼو د «د خلافت لپاره د عجیبو نشراتو دعوت» تر عنوان لاندې نشرات وکړل، تر څو د موکالا هادراموت په ښار کې د پوسټرونو په اړه د دوی حیرانتیا بیان کړي. په دغه پوسټرونو داسې عبارتونه لیکل شوي وو چې مسلمانان یې د خلافت د تاسیس لپاره رابلل. خو دلته د حیرانتیا خبره چیرته او د چا ده؟ ايا دا د هغه مسلمانانو ده چې شپه او ورځ کار کوي، ځکه چې الله سبحانه وتعالی امر ورته کړی دی چې اسلام په خپل ژوند کې حاکم کړي او هغه دولت جوړ کړي چې د کافرو اشغالګرو او هغو خاینو عربو لکه: عبدالعزیز بن عبدالرحمن آل سعود او الادریسي چې له انګلستان سره په توافق نامه کې یو ځای شول تر څو د اسلام، مسلمانانو او خلافت پر وړاندې وجنګیږي او د خلافت دولت راوپرځوي؟ یا ترکي خاینان لکه: مصطفی کمال دی؟  انګریزانو د عدن هیواد د اشغال شوي جومات لپاره داسې شعار جوړ کړ «ای قدرتمندانو، د قدرت څښتنانو جرمنیانو ته ماتې او انګریزانو ته بریا ور کړئ.»

الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی دی چې د اسلام د حاکمیت لپاره دولت تاسیس کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د اسلام په دعوت کې د الله سبحانه وتعالی د دغه امر پیروي وکړه. د کفر او شرک له عقایدوسره فکري مبارزې ته داخل شول او د هغوی له دروغو ډکو بیانونو سره یې جنګ وکړ. د اسلام حاکمیت او فکر یې په خپله سیمه کې ځای پر ځای کړل او په مدینه کې یې د اسلام د حاکمیت لپاره طلب النصره وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته ښودلې چې د مسلمانانو لپاره د خلیفه مقام تر دریو شپو او ورځو پورې خالي پرېښودل نه دي روا.

یا هغه څوک د حیرانتیا وړ دي چې د اسلام او مسلمانانو دولت یې په لسګونو پردیو حکومتونو بدل کړ؟! د ډیویډ فرومکین په مشهور کتاب «هغه سوله چې ټولې سولې پای ته رسوي: د عثماني امپراتورۍ سقوط او د معاصر منځني ختیځ را منځته کیدل» کې راغلي دي چې روسیې کمونیزم راوړلو په داسې حال کې چې انګلستان د اسلام د بدیل په توګه نشنلیزم منځته راوړلو.

د موکالا ښار یو له هغه زرګونو ښارونو څخه دی چې سږ کال د خلافت د نشتون د سلمې کلیزې په مناسبت کمپاین په کې روان وو. دا کمپاین د حزب التحریر د امیر په امر په لاره اچول شوی دی. ستر عالم عطا بن خلیل ابو رشته د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه کوي ترڅو خلافت بیا تاسیس کړي.

دا په هادراموت کې د موکالا ښار لپاره ثبت شو چې دلته مسلمانان شته او د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي. دا به په هادراموت کې د موکالا ښار لپاره به په زرینو کرښو ولیکل شي چې دا په ټوله نړۍ کې د لسګونو ښارونو په منځ کې هغه ښار دی، وروسته له دې چې غربي رژیم په ټوله نړۍ کې ژوند په پانګوال نظام اشغال کړی دی دوی د اسلام پر اساس حاکمیت غواړي، چې دا په نړۍ کې د موکالا او نورو لپاره ډېر ښه کار وو.

موږ پر ټولو مسلمانانو غږ کوو چې د اسلام احکامو ته غاړه کیږدي. موږ هغه چا ته دعوت ورکوو چې د پانګوالۍ په دروغجنو شعارونو لکه: ازادي، ډیموکراسي، د عقیدې ازادي او داسې نور یې چې منلي دي له خپلو ذهنونو او کاغذونو څخه پاک کړي. هغه چاته چې دغه تاج الفروض ته یې دعوت کړی دی جزاک الله خیراً ووایو. الله سبحانه و تعالی دې له موږ او تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت بیا تاسیس کړو.

(فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ)

ژباړه: «البته نصیحت کوه، ځکه چې نصیحت د مومنانو لپاره ګټورو دی» [ذاریات: ۵۵]

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)

ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرومرو د دې دنیا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.» [غافر ۵۱]

 او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«بَدَأَ الْإِسْلَامُ غَرِيبًا وَسَيَعُودُ كَمَا بَدَأَ غَرِيبًا فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ»

ژباړه: «اسلام په غربت سره دنیا ته راغی او بیا به هم غریب شي؛ نو آفرین پر غرباوو!»

همدا راز بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي»

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

د حزب التحریر ولایه-یمن مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په ۱۴۴۲ هـ.ق/ ۱۹۲۴ م کال کې د خلافت له ړنګېدلو څخه د ۱۰۰ کلونو د تېرېدلو په اړه د حزب التحریر د امیر لوی عالم شیخ عطا بن خلیل ابو رشته وینا

ثنا او صفت د وي الله سبحانه وتعالی ته او درود او اسلام د وي په رسول الله صلی علیه وسلم، د هغه پر کورنۍ، ملګرو او پیروانو باندې.

ټول اسلامي امت، په ځانګړي ډول د دعوت هغو ټولو نارینه او ښځینه لېږدونکو ته، چې د راشده خلافت (ریښتیني خلافت) د تأسیس لپاره کار کوي.

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

سل کاله وړاندې د ۱۳۴۲ هـ.ق د رجب میاشتې په وروستیو کې، چې د ۱۹۲۴م کال د مارچ میاشتې له لومړیو ورځو سره سمون خوري په همدې ورځو کې، د برطانیا پر رهبرۍ او د عرب او ترک غدارانو پر همکارۍ سره استعماري کفر خلافت ونړاوه.  د پېړۍ لوی جنایتکار مصطفی کمال د خلافت د ړنګېدلو او پای ته رسېدلو اعلان وکړ او خلیفه یې په استانبول کې محاصره کړ، چې د همغې ورځې د رڼا له راپورته کېدلو وړاندې له هغه ځایه تبعید کړ. بریتانیا مصطفی کمال د دغه کار په بدل کې کې د ترکیې د یو کمزوري سکولر ولسمشر په توګه وټاکه. په دې ډول دغه لویه غمیزه رامنځته شوه او اسلامي خاوره د یوې وېرونکې زلزلې سره چې د خلافت ړنګېدل وو، مخ شوه او اسلامي امت له خپل عظمت او د الله سبحانه وتعالی د رضأیت له سرچینې څخه محروم شو.

دغه لوی مجرم، د خلافت پر ړنګولو سره د ښکاره کفر اعلان وکړ. د امت مکلفیت دا وو، چې باید پر تورې سره یې د هغه پر وړاندې مبارزه کړې وی، لکه څنګه چې د رسول الله صلی علیه وسلم په متفق علیه حدیث کې چې د عباده ابن صامت له لوري روایت شوی، فرمایلي دي.

«وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِنْدَكُمْ مِنْ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»

ژباړه: د حکامو سره تر هغه وخته جګړه نه کوو، چې له دوی څخه څرګند کفر نه وي لیدل شوی، ترڅو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د هغه دلیل او حجت ولرو.

ده پر ډېرې بې رحمۍ او ظلم سره د امت وینه وبهوله، په ځانګړي توګه د شیخ سعید بیران په څېر د دین ګڼ شمېر علما یې بندیان او اعدام کړل. دې ټولو د امت پر نیمګړتیاوو اغېز درلود، نه یوازې دا چې د ده پر وړاندې د امت عکسعمل کمزوری وو، بلکې ترڅنګ یې امت ونه توانید، چې د الله سبحانه و تعالی، د هغه د پیغمبر صلی علیه وسلم او د مؤمنانو د غدار او خاین مخه ونیسي. په دې ډول دی د خپل دغه ناوړه عمل د ترسره کولو په وجه چې د ښکاره کفر مرتکب شوی وو، د امت له منګولو څخه وژغورل شو.

له هغه وروسته استعماري غرب اسلامي خاورې تر خپل پراخه اغېز لاندې راوستلې. اسلامي خاوره یې په شاوخوا پنځه پنځوسو برخو باندې ووېشله او دا هرڅه د یادې وېرونکې زلزلې (د خلافت د ړنګېدلو) پایله وه. له هغه وروسته د امت په منځ کې بله لویه پېښه رامنځته شوه او هغه د رسول الله صلی علیه وسلم د اسرأ او معراج په سپېڅلې خاوره کې د یهودي دولت رامنځته کېدل وو. غرب تر هغه وخت د هغه لپاره مبارزه وکړه، ترڅو یې هلته د یهودو شتون او بقا ممکن کړل. د دغې بقا له وسایلو څخه لومړی ډله هغه نېژدي «ګاونډ» اجنټ  حاکمان وو، چې د دوی امنیت یې خوندي کاو. دوی نه یوازې دا چې دغه خیانت وکړ، بلکې ددې ترڅنګ دغه حاکمان څو ځلې د یهودیانو لخوا په ترسرو شوو جنګونو کې مات شول، چې په دې ډول یې یهودي دولت د دوی له اصلي کچې او ظرفیت څخه لوړ او پیاوړی ښکاره کړ. دوی یوازې پر دې باندې بسنه و نه کړه، بلکې خپلې ټولې هڅې یې ترسره کړې، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی علیه وسلم پر وړاندې وجنګېږي. دوی د فلسطین قضیه ددې پرځای چې داسې مطرح کړي، چې د یهودي دولت رېښې له ټولې فلسطیني خاورې څخه وباسي، له یهودي دولت سره داسې مطرح کړه، چې که امکان ولري په ۱۹۶۷ م کال کې د یهودي دولت له لوري ځینې اشغال شوو فلسطینې سیمو ترلاسه کولو ته لاره هواره شي.  

له هغه وروسته دوی تر دې هم کمزورې او له شرمه ډک حالت ته ورسېدل او د یهودي دولت سره یې د خپلو اړیکو د عادي کېدلو خواته پرته له دې چې یهودي دولت له اشغال شوو فلسطیني سیمو څخه په شا شي حرکت وکړ!! ځینو د پردې تر شا د اړیکو د عادي کولو او نورو بیا په رڼا ورځ او ښکاره ډول دغه جرم ترسره کړ! کله چې د مصر حاکم دغه شرمناک، له ننګ او ذلت څخه ډک کار ته لاره پرانیسته، نو له هغه څخه وروسته د اردن، امارت، بحرین، سوډان او مراکش حاکمانو یادې لړۍ ته ادامه ورکړه.  سعودي عربستان په دغه منزل کې د یادو هېوادونو ننداره او رهنمایي کوله، چې باید دوی یو پر بل پسې په دغه شرمناکه او ذلت څخه ډکه لاره کې ګامونه کښېږدي او د دغه جرم په ترسره کولو کې بیړه وکړي. پرته له دې چې لږ هم هغه شرم ته پاملرنه وکړې، چې سر تر پایه ورباندې لړل شوي دي.    

(سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ[

ژباړه: هغه وخت نیژدي دی، چې مجرمان د خپلو ټګیو په سزا کې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې له رسوایۍ او سخت عذاب سره مخ شي. [انعام: ۱۲۴]

دا یوازې فلسطین نه دی، چې واکمنانو ورسره خیانت وکړ، بلکې دوی د اسلامي خاورې ډېرې نورې برخې هم کفارو ته وسپارلې.کشمیر د هندو مشرکانو په دولت او کریمیا په روسیې پورې وتړل شوه. سویلي سوډان د هغه له شمالي لوري څخه او ختیځ تیمور له اندونیزیا څخه بېل شو.  قبرس، هو تاسو د قبرس په اړه څه پوهېږئ؟ هغه د ډېرو کلونو لپاره د مسلمانانو لپاره یوه خوندي کلا وه، خو نن ورځ د یونان تر کنترول لاندې ده. د روهینګیا مسلمانان په میانمار (برما) کې وژل کېږي، کله چې دوی په بنګلدېش کې فناه وغوښته، نو هلته دوی د رژیم له لوري له لوی مصیبت سره مخ کړل شول او د بسن چار خطرناک ټاپو ته تبعید کړل شول. دغه ټاپو په پراخه کچه د سېلابونو خطرلري او د انسانانو د استوګني لپاره مناسب نه دی. له ختیځ ترکستان سره چین داسې وحشي چلند کوي، چې حتی ډېر لوی ظالمان له ورته چلند څخه ډډه کوي. دوی ختیځ ترکستان د ازادو نارینه او هځینه وو پر زندان باندې بدل کړی دی، د دوی ډله ییزې وژنې پټې نه، بلکې په علني او ښکاره ډول د اسلامي هېوادونو پر وړاندې ترسره کېږي، خو دوی یې پر وړاندې د مړو په څېر غلي پاتې کېږي. کله چې د دوی په اړه خبرې کوې، نو بیا وایي چې د چین لخوا پر مسلمانانو باندې ظلم د دوی کورنۍ مسأله ده!

]كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً[

ژباړه: څه لویې خبرې د دوی له خولې څخه راوزي، دوی له دروغو پرته بل څه نه وایي. [کهف:۵]

نور اسلامي هېوادونو هم د هغه جاهلو حکامو لخوا رهبري کېږي، چې د استعماري کفر پر اشاره باندې څرخېږي. دوی نه د خپل هېواد امنیت ساتي او نه د خپلو خلکو غم ورسره دی. د دوی شتمنۍ لوټل شوې او هر ځای او هر وخت له خپل وقار او عزت څخه محروم شوي دي. استعماري کفر په ځانګړي ډول امریکا مسلمانانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. دوی حتی خپلو مزدوران په داسې الفاظو باندې مخاطبوي چې ورته له ذلت او سپکاوي پرته بل څه نه شي ورکولی او ورته وایي چې «له موږ پرته تاسو د څو ورځو لپاره هم په خپلو کږو چوکیو نه شئ پاتې کېدلی، پس موږ ته دومره پیسې (باج) راکړئ، چې راکولی یې شئ حتی له هغه څخه ډېرې.» په ریښتیا هم، ذلیل خلک په اسانۍ سره د ذلت سره مخ کېږي.

اې مسلمانانو: دا د خلافت له ړنګېدلو وروسته ستاسو حالت دی، ملتونه له هر لوري څخه ستاسو پر وړاندې یو ځای شوی دي. پس د خلافت تر سیوري لاندې ستاسو حالت څنګه وو؟

تاسو د خاتم انبیأ او د مجاهدینو د امام رسول الله صلی علیه، پیروان او د بشر په تاریخ کې تر ټولو غوره امت یاست. ستاسو باباګان، ریښتیني رهبران، خلیفه ګان، فاتحان او مشران وو. تاسو د صلیبیانو د فاتح او په ۵۸۳ هـ.ق کال د رجب په دغه لویه میاشت کې د دوی له لړلیو قدمونو څخه د القدس د ازادونکي صلاح الدین اولاده یاست. تاسو د تاتاریانو د فاتح قطز او بیبرس اولاده یاست. تاسو د هغه محمد الفاتح اولاده یاست، چې په ۸۵۷ هـ.ق یا ۱۴۵۳ م کال کې یې د قسطنطنیې د فتحې په وخت کې له ۲۳ کلونو څخه ډېر عمر نه درلود، خو الله سبحانه وتعالی ورته هغه عزت ورکړ، چې رسول الله صلی علیه وسلم په هغه حدیث کې بیان کړی چې احمد د بشار الخثعمي په روایت باندې رانقل کړی دی. 

«فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»...

ژباړه: تاسو به قسطنطنیه فتح کړی، د دغې فتحې لښکر غوره لښکر او امیر یې غوره امیر دی.

اې د هغه خلیفه سلیمان القانوني اولادې، چې په ۱۶ م پېړۍ (۱۵۲۵م کال) کې فرانسې ترې د خپل پاچا په خلاصون کې د مرستې غوښتنه وکړه، خو نن ورځ یې د مسلمانانو له خلیفه څخه د مرستې یاده غوښتنه هېره شوې او یا غواړي چې هېره یې کړي. په همدې اساس دوی پرته له دې چې مسلمانانو ته ځواب ورکړي او محاسبه شي د اسلام پیغمبر صلی علیه وسلم ته سپکاوی کوي، ځکه اسلام نن ورځ ډال (خلافت) نه لري. تاسو د هغه خلیفه دریم سلیم اولاده یاست، چې د هغه د خلافت په وخت کې د امریکا متحده ایالاتو کلنۍ مالیه (جزیه) ورکوله، ترڅو د دوی کښتیو ته اجازه ورکړي، چې د عثماني بحري لښکرو له کوم ګواښ پرته په الجزایر کې د اطلس له اقیانوس څخه مدیترانې ته تېرې شي. هلته د لومړي ځل لپاره امریکا اړ شوه، چې له خپلې ژبې پرته، پر یوې بلې ژبې باندې یعنې د عثماني دولت پر ژبې باندې په ۱۲۱۰ هـ.ق یا ۱۷۹۵م کال تفاهم لیک لاسلیک کړي. نن ورځ امریکا د اسلامي نړۍ واکمنان کنترولوي او هغوی ته وایي چې «تادیه وکړئ (باج راکړئ)، ځکه موږ هغه څوک یو، چې له تاسو څخه ساتنه کوو.»  تاسو د هغه خلیفه عبدالحمید اولاد یاست، د چا خزانې ته چې د میلیونونو طلاوو د ورتګ وړاندیز وشو، ترڅو په فلسطین کې د یهودي دولت رامنځته کېدلو ته اجازه ورکړي. ده په دې اړه په خپله مشهوره اعلامیه کې وویل «زما په وجود کې د جراحي د چړو کار تر دې ډېر غوره دی، چې فلسطین له خلافت څخه جدا ووینم» وروسته یې زیاته کړه «پرېږدئ چې یهود خپلې میلیونونه طلاوې له ځان سره ولري... که کومه ورځ خلافت ونړول شو، نو دوی بیا کولی شي فلسطین له کوم قېمت څخه پرته ونیسي.» هو همدا هغه څه وو، چې وروسته پېښ شول! تاسو د هغه کسانو اولاد یاست، چا چې ساعت جوړ کړ او یو دانه یې د اروپا د هغه وخت تر ټولو لوی پاچا شارلمان ته ډالۍ کړ او په اړه یې د هغه ملګرو فکر کاوه چې د ساعت په منځ کې جن او پېریان دی!

اې مسلمانانو کله چې د خلافت سیوری ستاسو پر سر وو، نو ستاسو ژوند داسې وو اوکله چې دغه سیوری ستاسو له سر څخه لرې شو نو ستاسو حالت داسې شو، پس اې د بصیرت څښتنانو پام وکړئ!

خلاصه، اې د قدرت او ځواک څښتنانو او اې د صلاح الدین، خالد او محمد الفاتح اولادې تاسو ته وایم:

یوازې تاسو هغه څوک یاست، چې د امت سینه له خپلو دښمنانو (د دین له دښمنانو) څخه ژغورلی شئ. یوازې تاسو کولی شئ د هغه ذلت کړۍ ماتې کړئ، چې له مسلمانانو څخه په خپلو ځمکو او د اسلام په خاوره کې را تاو شوي دي. تاسو به د امت د ویاړ او عظمت هیلو ته تحقق ورکړئ او ټول امت به له تاسو سره ودرېږي. د امت ټولې لښکرې به په لومړي خط کې ستاسو مخ او شا ته ولاړې وي. تاسو به د الله سبحانه وتعالی پر رضأ سره یوازې نه وی، پس خپل مکلفیت ادأ کړئ. الله سبحانه وتعالی دې د دغې بریا لپاره پر تاسو رحم وکړي، ترڅو د راشده خلافت د تأسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. دا یوازې د واقعیت په بیانولو کې د بریا لاره نه ده، بلکې دا خورا لوی مسؤلیت دی، چې پر بنسټ یې اصول رامنځته کېږي او حدود پلي کېږي.  له دې پرته احکام پر خلکو باندې نه شي پلي کېدلی او هېڅ حد نه اجرأ کېږي. څوک چې د خلافت د تأسیس او خلیفه د رامنځته کولو لپاره کار ونه کړي، په داسې حال کې چې د کار کولو وړتیا لري، نو د لویې ګناه مرتکب کېږي. که چېرته مړ شي، نو مرګ یې د جهالت دی، دا د دغې ګناه شدت او لویوالي ښیي.   

«...وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: که څوک مړ شي او په غاړه کې بیعت ونه لري،نو مرګ یې د جهالت دی.

مسلمانانو وړاندې له دې چې د رسول الله صلی علیه وسلم تکفین او تجهیز وکړي له خلیفه سره بیعت وکړ، دا ټول د خلافت پر اهمیت او لویوالي باندې دلالت کوي

اې د قدرت او ځواک څښتنانو: اې د نصرت (ازادۍ) خلکو: اې اسلامي لښکرو

ایا ستاسو په منځ کې مصعب بن عمیر، اسعد بن زراره، اسید بن حضیر او سعد بن معاذ نه شته؟ هغه چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی علیه وسلم ته یې نصرت ورکړ او د دواړو دارینو بریا یې په برخه شوه. حتی د رحمان خدای عرش د سعد بن معاذ پر مړینې سره، چې د الله سبحانه وتعالی دین ته یې نصرت ورکړی وو ټکان وخوړ. بخاري له جابر رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې ما له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې:

«اهْتَزَّ العَرْشُ لِمَوت سعد بن معاذ»

ژباړه: د سعد بن معاذ پر مړینې باندې عرش ټکان وخوړ.

ایا ستاسو په منځ کې داسې هوښیار کس نه شته، چې د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول الله صلی علیه وسلم او د هغه د پیروانو ملاتړ وکړي؟ امت تاسو ته په تمه دی. دوی ستاسو تکبیر ته انتظار باسي، ترڅو وکولی شي، ستاسو سره په تکبیر کې یوځای شي. کله چې ستاسو په لاسونو باندې د تکبیر بنرونه پورته شي، دوی به تاسو ته ښه راغلاست ووایي او همدا د امت د ژغورنې یوازینی لار ده، چې راشده خلافت تأسیس شي او هغه په داخل کې په بشپړ ډول اسلام پلی کړي او بهر ته یې د دوعوت او جهاد له لارې ولېږدوي او الله سبحانه وتعالی ورته بریا ورکړي.

]إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ]

ژباړه: باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مؤمنانو مرسته هرومرو هم په دې دنیا کوو او هم په هغه ورځ چې شاهدان ولاړ وي. [غافر:۵۱]

اې د الله لښکرو: موږ پوهېږو چې له اسمان څخه هېڅ پرښته موږ ته د خلافت د تأسیس لپاره نه راځي، ترڅو داسې لښکر رهبري کړي، چې اسلام او مسلمانان پیاوړي کړي، بلکې الله سبحانه وتعالی به زموږ د مرستې لپاره پرېښتې ولیږي، که چېرته موږ شپه او ورځ ژوند ته د اسلام د راګرځېدولو او د خلافت د تأسیس په موخه ریښتینې، سپېڅلې او له اخلاص څخه ډکه مبارزه وکړو. همدغه د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی علیه وسلم ریښتینې ژمنه او زیری دی او د هغه خلکو خبرې پرې هېڅ اغېز نه کوي، چې وایي نن ورځ د خلافت تأسیس تش خیال دی. هغه څوک چې دا ادعا لري، چې د خلافت تأسیس یو خیالي کار دی، په واقعیت کې همدوی د تشو خیالاتو په لټه کې دی، په داسې حال کې چې د خلافت تأسیس هغه واقعیت دی، چې ډېر ژر به د الله سبحانه وتعالی پر رضأ سره رامنځته شي. دغه واقعیت د لاندې څلورو واقعیتونو له مخې تأیید شوی دی.

اول: د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغه کسانو سره، چې اېمان یې راوړی او نیک عملونه ترسره کوي، ژمنه کړې ده، چې هغوی به په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه څنګه یې چې له هغوی څخه وړاندې تېر شوي خلک خلیفه ګان ګرځولي ول.

دویم: د نبوت پر منهج د خلافت د تأسیس په اړه د رسول الله صلی علیه وسلم زیری او بشارت، دا چې له ظالمو حکامو وروسته به خلافت تأسیسیږي، رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ثُمَّ سَكَتَ ﷺ

ژباړه: وروسته له هغه به جبریه (ظالم) حکام وي، تر هغه به شتون ولري، ترکله چې الله سبحانه وتعالی غواړي، وروسته به یې له منځه یوسي. وروسته به دنبوت پر منهج خلافت تأسیس شي. له هغه وروسته رسول الله صلی علیه وسلم چپ شو. [احمد له حذیفه څخه روایت کړی دی]

درېم: یو ژوندی او د بشر په تاریخ کې تر ټولو غوره امت:

[كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ[

ژباړه: تاسو په نړۍ کې بشر ته ترټولو غوره راغلی امت یاست، چې په نیکیو باندې امر کوئ، له بدیو څخه منع کوی او په الله سبحانه وتعالی باندې اېمان لرئ. [عمران:۱۱۰]

که یوه ورځ هم د خلافت تأسیسول ځنډول کېږي، ددې مانا زمري ته د مهلت په څېر دی، مخکې له دې چې حمله وکړي.

څلورم: هغه ډله چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی علیه وسلم سره صادقه ده او شپه ورځ کار کړي، چې د الله سبحانه وتعالی ژمنې او د رسول الله صلی علیه وسلم زیري ته تحقق ورکړي، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راځي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ»

ژباړه: زما د امت یوه ډله به تل په سمه او ثابته لاره باندې بریالي پاتې کېږي، دوی به د خپلو مخالفینو پر وړاندې خپلو بریالیتوبونو ته ادامه ورکوي. هغه څوک چې له دوی څخه لرې کېږي، دوی ته زیان نه شي رسولی. دوی به تر هغه وخت پورې په دې حالت کې وي، چې د الله سبحانه وتعالی حکم پلی شوی نه وي (قیامت قایم شوی نه وي) [له ثوبان څخه مسلم روایت کړی دی]

د دغو څلورو واړو څخه هر یو ددې لپاره کافي دی، چې وښیي د خلافت د تأسیس لپاره کار کومه افسانه او خیالي ادعا نه ده، پس که دا څلور واړه سره یو ځای شي نو بیا شک ته هېڅ بهانه نه پاتې کېږي! په همدې اساس د خلافت تأسیس یو ثابت حقیقت دی، چې ډېر ژر به د الله سبحانه وتعالی پر رضأ سره رامنځته شي او انشأالله د هغه ثبات او ټنګښت به د هغه له تأسیس څخه وروسته تحقق پیدا کړي او د نننيو لویو هېوادونه جوړښتونه به له منځه یوړل شي. دا هېوادونه په واقعیت کې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د بنده ګانو پر وړاندې ډېر کوچني دي. هغه کوچني مخلوق (Covid-19) چې حتی په سترګو باندې هم نه لیدل کېده، دغه هېوادونه څومره وځپل د دوی بادار او رهبر (د امریکا متحده ایالات) یې یوه ښه بېلګه ده. تاسو وګورئ د دوی په ټاکنو کې څه پېښ شول، یوه ډله هغه غلا او غلطي بولي او بله ډله یې لویه بریا! دا هرڅه د شخړو په وخت کې بند نه شول، بلکې په رسمي ادارو باندې د برید کولو له او د کپیټلېزم په کور کې د وینو تویولو وروسته دواړو خواوو د ویجاړې شوې ډیموکراسۍ غوښتنه کوله! دا د نن ورځې نړۍ او د هغه رهبران مشران دی، پس یوازې د نبوت پر منهج د خلافت تأسیس هغې ته نجات ورکولی شي او بس.

وروڼو او خویندو: موږ شپه او ورځ کار او د الله سبحانه وتعالی په دربار کې پر ډېرې عاجزۍ سره دعا کوله چې د خلافت تأسیس به د سلو کلونو له تېرېدولو وړاندې صورت ونیسي. پر موږ باندې د حزب د دغه اویا کلن ژوند داسې ورځې راغلي، چې موږ په کې د خلافت تأسیس ته ډېر نېژدي شوي وو، خو بیا به هغه رانه لرې شو، مګر موږ هېڅکله هم د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه ناهیلې شوي نه یو. له همدې امله موږ، لکه څنګه چې سترګې مو د هغه د لیدلو لپاره تږي او زړونه مو ورته درزا کوي، د هغه لپاره کار کوو او موږ پوره ډاډه یو، چې هغه راتلونکي دی، لکه څنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم موږ ته د هغه په اړه زیری راکړی دی:  

خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تأسیس شي.

دا هرڅه زموږ لپاره کافي تشویق او هڅونه ده، چې زموږ هوډ پیاوړی او جذبې مو غښتلې کړي او موږ پر داسې یو مخلوق باندې بدل کړي، چې د ناورین له امله ستړیا راته د راحتۍ، سکون او ارامۍ ساه راکړي، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي.  

[فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً * إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً]

ژباړه: حقیقت دادی، چې له هرې سختۍ سره اساني هم شته. بېشکه چې له سختۍ سره اساني هم شته. [شرح:۵-۶]

دا هغه څه دي، چې ريښتیني او د باور وړ کس موږ ته په رضین حدیث کې فرمایلي دي:

«وَلَنْ يَغْلِبَ عُسْر يُسْرَيْنِ»

ژباړه: یوه سختي به پر دوو اسانیو باندې بریالۍ نه شي.

دغه ابوعبیده ته د عمر رضی الله عنه پیغام وو: «هېڅ ستونزه شتون نه لري، پرته له دې چې الله سبحانه وتعالی له هغه وروسته اساني راولي او یوه سختي پر دوو اسانیو باندې نه بریالۍ کېږي.»

په دې ډول د الله سبحانه وتعالی پر رضأ سره دغه اساني راتلونکې ده او خلافت به د ریښتینو مؤمنانو پر لاس تأسیس شي. خلافت به یهودي دولت له خپلو رېښو څخه نابود کړي او د فلسطین خاوره به د اسلام تر قلمرو لاندې راولي.  روم به د استانبول تر خلاصون وروسته فتحه شي او سپېڅلې ژبې به د القاوي العزیز پر خبرو باندې شعار ورکړي.

[وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وزهق الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً]

ژباړه: اعلان وکړه، چې حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی. [اسرأ: ۸۱]

ټوله ځمکه به د تکبیر چیغې ونیسي او نړۍ به د اسلام په نور باندې روښانه شي.

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزّاً يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلّاً يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ»

ژباړه: دغه مسأله (اسلام) به تر هغه وخته خپرېږي، ترڅو چې شپه او ورځ شتون لري. الله سبحانه وتعالی به هېڅ د خام او پوخ کور پرېنږدي، مګر دا چې دغه دین د ځینو پر عزت او د ځینو نورو پر ذلت سره ور داخل نه شي. هغه عزت چې الله سبحانه وتعالی پر هغې سره اسلام عزیز او هغه ذلت چې الله سبحانه وتعالی پر هغې سره کفر ذلیل کړي دي. [احمد له تمیم الداري څخه روایت کړی]

موږ پوهېږو چې د اسلام دښمنان فکر کړي، چې د هغه ترلاسه کول امکان نه لري او دوی له هغوی څخه د پخوانیو مسخره کوونکو خبرې تکراروي.

[غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ]

ژباړه: دا خلک (مسلمانان) خو د دوی دین سودایي او لېونیان کړي دي. [انفال:۴۹]

دغه قول په واقعیت کې په دې ډول خلکو باندې لعنت دی او الله سبحانه وتعالی خپل دین او خلکو ته بریا ورکوي. د بریا دغه ورځ د دوی لپاره وېجاړونکې او له خفګان څه ډکه ده، ځکه الله سبحانه وتعالی له خپلو هغو ریښتینو بنده ګانو او عبادت کوونکو سره دی، چې پر الله سبحانه وتعالی باور لري، د هغه ثنا او صفت وایي او د هغه د پیغمبر صلی علیه وسلم سره ریښتیني دي. هغه چې په ډېر اخلاص او دقت سره کار کوي او د هغوی زړونه او د بدن نور غړي د الله سبحانه پر قول باندې ثابت ولاړ دی.             

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً]

ژباړه: په یقیني توګه الله سبحانه وتعالی د هرشي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده. [طلاق:۳]

د هرې ورځې په تېرېدلو سره دوی دې قدرت ته رسوي.

[وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په پوره برلاسۍ سره خپل کار کوي، خو اکثره خلک نه پوهېږي. [یوسف:۲۱]

وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاته

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو رشته

د حزب التحریر امیر

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#خلافت_کو_قائم_کرو

د مطلب ادامه...

زموږ د وروڼو پر وړاندې فشار او د هغوی نیول زموږ د لارې خنډ نه شي ګرځېدلی

  • خپور شوی په ترکیه

د ۲۰۲۱ م کال، د فبروری په ۱۳ مه، د حزب التحریر له لوري د «سل کاله وروسته، اې مسلمانانو خلافت بیا تأسیس کړئ!» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل شو. ددغه کمپاین د ملاتړ په موخه موږ هم د نړۍ د نورو ښارونو په څېر د خپلې برخې د ادا کولو په موخه د ترکیې په بېلا بېلو تاریخي ښارونو کې وېډیوګانې ثبت کړې. یوه وېډیو د افیون قره حصار ښار د عموریې په سیمه کې ثبت شوه، ترڅو مسلمانانو ته د یوې مسلمانې ښځې د مظلومیت د چیغې پر وړاندې د مسلمان خلیفه المعتصیم غبرګون ور په یاد کړي. چې په پایله کې د انقرې د پولیسو امنیتي ځواکونو زموږ د پنځو خویندو کورونه د ۲۰۲۱م کال د فبروري په ۲۳ مه محاصره او د یوې ۱۶ کلنې خور په ګډون یې یادې پنځه خویندې ونیولې. دوی د ترکیې د جمهوری ریاست د څارنوالۍ د دفتر په غوښتنه د افیون سیمې ته د پلټنو لپاره د درېو ورځو په موخه ولېږل شوې او له هغه وروسته نن ورځ له محکمې څخه د هغوی تر نظارت لاندې په مشروط ډول بېرته پرېښودل شوې. د دې ترڅنګ په بورسه کې د فبروی په ۲۰مه د یکشنبې په ورځ درې وروڼه هم نیول شوي وو، دوی هم په سوګوت بلیسیک کې د ارتغرل غازي د قبر پر وړاندې وېډویو ثبتوله. سربېره پردې د دغه کمپاین په لړ کې د استانبول امنیتي ځواکونو هم زموږ پنځه وروڼه په اسکوادو کې د وېډیو ډکولو پر مهال نیولي وو.

موږ د حزب التحریرـ ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر لومړی ټولو حکامو او وروسته هغه ټولو اړخونو ته چې په دا ډول کړنو کې ښکېل دي، خبرداری وکوو او وایو چې:

۱: حزب التحریر یو فکري او سیاسي حزب دی، چې په ۱۹۵۳م کال کې په فلسطین کې تاسیس شوی دی او د ۱۹۵۹م کال راهیسې په ترکیه کې د یوې اسلامي ډلې په توګه فعالیت کوي. فعالیت یې یوازې فکري او سیاسي بڼه لري او هېڅ ډول فزیکي او وسلوال فعالیت نه لري. د دې هرڅه سربېره زموږ غړي د تېرو ۶۰ کلونو په موده کې په بې ساري ډول تر سخت فشار، تهمتونو او ځورونو لاندې دي. دغه ګواښ، ځورونې او تهمتونو هم د برتانیا د غلام او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو «کمالیسټ سکولرانو » په دوره کې و او هم په دې وروستیو کې د عدالت او پراختیا د ګوند د نظامي کودتا څخه وروسته د دوی په حاکمیت کې. زموږ وروڼه نیول شوي، شکنجه شوي او د هغوی پر وړاندې د سختو سزاګانو حکمونو صادر شوي دي. دغه فشار، ګواښونو، سزاګانې او بې عدالتۍ زموږ د وروڼو پر کړنو باندې کوم اغېز نه شي کولای او نه شي کولای زموږ د دغه ریښتني دعوت مخه ونیسي، بلکې برعکس زموږ عزم او حوصله لا پیاوړې کوي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته دا ډول خیانتونه او باطلې هڅې ناکامېږي او نه شي کولای د حزب التحریر دغه ریښتنی غږ «دعوت» ته زیان ورسوي، یا یې غړي ووېروي او یا دوی د الله سبحانه وتعالی د رضا له لارې څخه لیرې کړي.

۲: ستاسو خویندې چې په انقره کې له خپلو کورونو څخه نیول شوې وې،  د مسلمانانو هغه خلیفه المعتصم ته په اشارې کولو سره پر تاسو غږ وکړ، چې له بغداد څخه یو لوی لښکر  ته د عموریه پر لور حرکت ورکړ، ترڅو هغې مسلمانې ښځې ته نجات ورکړي، چې د رومیانو تر اسارت لاندې راغلې وه. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او ماشومانو د مرستې پر وړاندې ستاسو سترګې پټېږي، غوږونه مو کڼېږي او ژبې مو ګونګۍ کېږي. ان تر دې چې هغه مسلمانې خویندې نیسئ، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا او د خلافت د تاسیس لپاره هڅې کوي.

۳: د خلافت غوښتنه، نه د الله سبحانه وتعالی په نزد ګناه ده او نه د هغه کسانو په نزد چې د اخرت په ورځ اېمان لري، بلکې دا یو شرعي مکلفیت او د ویاړ او وقار خبره ده. موږ پر هغه څه چې ترسره کوو یې ویاړو. دغه نیونې او ګواښونه نه شي کولای موږ له دغې سپېڅلې لارې او خیر غوښتونکي غږ څخه لیرې کړي. موږ پوره باور لرو، چې د خلافت غوښتلو په هڅو کې بریالي کېږو او د هغه د ساتنې لپاره کار کوو.

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

اې اردوغان او د ( AKP) حکومته!

تاسو د هغو مسلمانو مېرمنو په نیولو د الله سبحانه و تعالی له نظام سره خپله دښمني څرګنده کړه؛ چې د خلافت غوښتونکې وې

د انقرې پولیسو د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه، د مسلمانو ښځو پر کورونو برید وکړ او د درې ماشومانو میندې او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ یې ونیول. د ورځې په اوږدو کې دوی یوه بله ځوانه مور د هغې له څلور میاشتني ماشوم سره یو ځای ونیوله. ټولې مېرمنې د څېړنې لپاره له انقرې څخه افیون ته ولېږدول شوې. د ترکیې رژيم په چاپو او نیونو سره غواړي چې له اسلام سره د خپلې دښمنۍ کچه په ډاګه کړي. همدا مېرمنې بیا د تحقیق لپاره د معمول خلاف ۳۰۰ کيلو متره لېرې ښار ته لېږدول شوې دي. زموږ خویندې په افیون (مخکینۍ عموریه) کې د ویډیو ډکولو له امله ونیول شوې، پخوانۍ عموریه چې د متعصم په څېر واکمن د اړتیا یادونه کوي او د یوې نیول شوې مسلمانې ښځې د دفاع لپاره یې د «وا، متعصما!» فریاد ته لبیک ویلی و.

اې اردوغان او د( AKP) ګوډاګی حکومته! سیکولریزم او ډیموکراسي چې تاسو ورته غېږ پرانېستې او ستاینه یې کوئ، ستاسو پر با عزته خویندو برید کوي، چې له تاسو څخه د رښتیني اتلانو جوړېدو هیله لري! ستاسو دولت، چې د ښکېلاکګرو په واک کې دی، ستاسو پر مسلمانو خویندو د اسلام ضد برید کوي! په داسې حال کې چې ستاسو خویندو د الله سبحانه و تعالی تر نظام لاندې په ټوله نړۍ کې ټولو مسلمانو او غیر مسلمانو ښځو ته له عزت او خوندي ژوند څخه پرته بل څه نه غواړي. دوی تاسو ته یادونه کوي چې په دین کې د خپلو خویندو د ساتنې مکلفیت تر سره کړئ او د دغه مکلفیت د تر سره کولو فضیلت تر لاسه کړئ! په هر صورت موږ شاهدان یو چې په دغه هېواد کې هېڅ داسې واکمن نشته چې له الله سبحانه و تعالی څخه د فضیلت د تر لاسه کولو یادونه وکړي.

اې عامه څارنوالانو چې د مسلمانو مېرمنو د ځورونې امر کوئ، اې د پولیسو افسرانو چې دغه له ظلم څخه ډک حکم پلی کوئ! اې د دې سېکولر ډیموکراټيک دولت مسلمانو سیاسیونو، چې لمونځ کوئ، قرآن کریم تلاوت کوئ او حجاب اغوندئ! تاسو په کوم قوم او کوم دین پورې اړه لرئ؟ ایا ستاسو نیکونه نه وو چې له دې خاورې څخه یې بایزنټين او رومیان وشړل؟ ایا په دې خاوره کې د قدرت لرونکو خلکو څخه یو هم نه دی پاتې چې له الله سبحانه و تعالی څخه وډار شي؟ ایا پر دوی ټولو بایزنټين اغېزه کړې او موږ پکې هېڅ رنګ نه درلود؟

اې اردوغان او د( AKP) ګوډاګی حکومته! تاسو ان پر خپلو درواغو، ستاسو پر بې ایمانۍ او غدارۍ پرده نه غوړوئ؟ د دې لپاره چې تاسو مخکې پر خپلو خولو اعتراف کړی او دا ستاسو د چلند او عمل سره په ډاګه شول. تاسو ان د کمالېستانو کار نه پرېږدئ، چې د دوی په زړونو کې د اسلام پر وړاندې لوی خنډونه دي چې یوازې دوی یې پر ژبه راوړلی شي... دا تاسو یاست چې په کلکه د هغوی نړیوال تړونونه پلي کوئ او ملاتړ یې کوئ، چې مسلمانې مېرمنې فسق ته اړې کوي؛ له ماشومانو څخه پرهېزګاري اخلئ او کورنی نظام ویجاړوئ. همدا تاسو یاست چې د بشري حقونو په پلمه د همجنس بازانو حقوق تضمینوئ! همدا تاسو یاست چې د هغه اساسي قانون ستاینه کوئ چې د الله سبحانه و تعالی د احکامو پلي کول منع بولي.

په پای کې، که د مومنو ښځو نیول د هغه چا وېرول وي چې خلافت غواړي، نو پوه شئ چې موږ له الله سبحانه و تعالي پرته له بل هېچا وېره نه لرو. موږ پر الله سبحانه و تعالی او د هغه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه د سومیه په څېر الګو لرو! موږ د اسلام د احکامو او شتمنیو د ساتنې په اړه د عمر رضی الله تعالی عنه په څېر الګو لرو ـ تاسو نه! تاسو د لنډ مهاله نړۍ د تر لاسه کولو لېوالتیا لرئ، چې فرعون یې ښه بېلګه دی... موږ د جنتونو د بې پایه نعمتونو په بدل کې خپلې دنیوي شتمنۍ قرباني کوو! تاسو د کفر د واکمنۍ تر سیوري لاندې له مرګه د تېښتې په لټه کې یاست! موږ هغه کسان یو چې د دعوت د مشعل په لوړولو سره په نړۍ کې د اسلام رڼا خوروو!

په الله سبحانه و تعالی قسم! موږ د نبوت پر منهج خلافت غواړو! موږ له خلافت پرته بل هېڅ نه غواړو او د الله سبحانه و تعالی له رضایت پرته پر بل هېڅ شي راضي نه یو.

[أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ]

ژباړه: «تاسو چې د کومو شیانو غورځوونکي یاست هغه وغورځوئ.» [یونس: ۸۰]

“Cast down whatever you are casting.” [Surah Yunus 80]

#MüslümanBacılarGözaltında

#HilafetİstemekSuçDeğildir

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ 

  #أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah 

  #YenidenHilafet

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

 

د مطلب ادامه...

اسلام هغه قانون دی چې له اسمانونو څخه نازل شوی دی، تر څو پر ټوله ځمکه پلی شي. له خلیفه پرته یې پلي کېدل ځنډېدلي؛ نو اې مسلمانانو، خپل مکلفیت مو تر سره کړئ او خلافت بیا تاسیس کړئ!

  • خپور شوی په پاکستان

رسول الله (ص) فرمایي:

«الْإِسْلَامِ يَعْلُو، وَلَا يُعْلَى» 

ژباړه: «اسلام لوړ دی او هېڅ شی پرې لوړ نه دي»

 له سلو هجري کلونو راهیسې خلافت له منځه تللی دی. پر ځای یې هغه حکومتونه راغلل چې د انسان په لاس جوړ شوي قوانین پلي کوي. اوس تر ټولو غوره ایډیولوژي یعنی اسلام د نړۍ په هیڅ ځای کې نه پلې کیږي. اسلام په هر عصر کې پر ټولې نړۍ د حاکمیت لپاره نازل شوی دی. اسلام د بشریت د رهبري کولو مسوولیت مسلمانانو ته ورکړی دی، نو ځکه باید په نړیواله کچه د قیامت تر ورځې پورې عدالت تامین کړي. موږ ته دا مسوولیت د الله سبحانه وتعالی له لوري را کړل شوی دی، هیچاته اجازه نشته چې دا پرېږدي. موږ ته اجازه نشته چې د غرب فاسدې ایډلوژۍ ته تسلیم شو، چې په ټوله نړۍ کې یې زموږ د ژوند اقتصادي، سیاسي، کورنی، اخلاقي او ټولنیز اړخونه له منځه  وړي دي. نو ایا موږ به خپل مسوولیت پر غاړه نه اخلو چې ټول بشریت د کفر له تیارو څخه د اسلام رڼا ته راوړو؟

د خلافت له ړنګیدلو څخه وروسته علماوو، انجینرانو، ډاکترانو او ځوانانو له مدرسو، ادارو، کلینیکونو او کتابخانو څخه استعفا وکړه، د دې پر ځای چې د هغه د بیا تاسیس لپاره کار وکړي. دا هغه استعفا ده چې فرانسوي، برتانیوي، امریکایي او روسي اشغالګرو ته په اسلامي نړۍ کې په ازاده توګه د تګ را تګ اسانتیا برابره کړي. مسلمانانو خپل مسوولیت هیر کړی دی، تر څو په ښېګڼې امر وکړي او له بدیو څخه منع او هر ظالم له لاس ونیسي او حق ته یې وسپاري. د اشغال استازو د امت واک په لاس کې اخیستی دی، هغه واک چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته د حاکم د ټاکلو لپاره ورکړی دی. چې دا دې اسلام د پلي کولو اساسي قاعده ده.

د خلافت له ړنګېدلو څخه وروسته د الله سبحانه وتعالی احکام وځنډېدل. په داسې حال کې چې د مسلمانانو خاورې، شتمنۍ، عزت او ژوند ته سپکاوی وشو. زموږ لومړنۍ قبله بیت المقدس بې عزته یهودو ته ور کړل شو. موږ د ۱۰۰ هجري کلونو راهیسې د خلیفه له بیعت څخه پرته ژوند کوو، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: له بیعت څخه پرته مرګ د جاهلیت مرګ دی. اې مسلمانانو زموږ اوسنی له درد څخه ډک حالت د  فلسطین، سوریې او یمن څخه نیولې تر اشغال شوي کشمیر، برما او سریلانکا پورې د ټولو پر وړاندې  دی. له اسلام څخه پرته زموږ لپاره وقار، بریالیتوب او امنیت نشته. له خلافت پرته موږ ماتې خوړلې او خوار یو، په داسې حال کې چې عزت، قدرت او عظمت یوازې او یوازې له اسلام سره دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! د خلافت تاسیس د ټولو فرضونو تاج دی او د امت ټول علما په دې هم نظره دي چې زموږ حاکمیت یوازې په اسلام کې دی. هغه واکمنان چې د الله سبحانه وتعالی د وحې پرځای د بشر په لاس جوړ شوي قوانین پلي کوي، موږ ته دروغ وایي او دوکه کوي، د دوی په ګټه هره هڅه نه یوازې د انرژۍ ضایع کول دي، بلکې ګناه ده.

زموږ دښمنان له موږ څخه ان له دولت پرته وېره  لري،  په داسې حال کې چې زموږ وحدت او حاکمیت د خلافت تر چتر لاندې د دښمنانو د پلانونو او ارمانونو له پاره مرګ دی. زموږ په لاس د خلافت تاسیس به د دښمنانو پر وړاندې زموږ بشپړ ځواک را ښکاره کړي. ان که دوی یې یوازې د جوړیدلو غږ هم واوري نو خپلې ټولې دسیسې به یې له یاده ووځي. که چېرته له موږ څخه کوم یو د دې نړۍ شتمني لاسته راوړي، نو بیا به هم د ارامتیا لپاره یوازې خپلو اعمالو ته اړ وي. نو راځئ داسې عمل وکړو چې په دنیا او آخرت کې مو د بریالیتوب سبب شي، چې هغه د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[کَتَبَ اللّٰہُ لَاَغۡلِبَنَّ اَنَا وَ رُسُلِیۡ اِنَّ اللّٰہَ قَوِیٌّ عَزِیۡزٌ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی لیکلي د‏ي چې زه او زما پیغمبران به هرو مرو برلاسي شو، په واقعیت کې الله سبحانه و تعالی برلاسی او زورور دی.» [مجادله: ۲۱]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیسړئ

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې