جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د ړنګېدو د (۱۰۲) تلين په ياد کې د حزب التحرير د امير لوی عالم عطاء بن خليل ابو الرشته وينا
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د ړنګېدو د (۱۰۲) تلين په ياد کې د حزب التحرير د امير لوی عالم عطاء بن خليل ابو الرشته وينا

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد،

په عام ډول ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د راشده خلافت د بیا راګرځولو دعوتګرانو ته...

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

له نن څخه (۱۰۲) هجري کلونه وړاندې په همدې ورځ؛ د ۱۳۴۲ هـ کال د رجب په ۲۸مه چې د ۱۹۲۴ م د مارچ له ۳مې سره برابره ده، د هغه وخت د برېتانيا په مشرۍ استعمارګر کفار په دې وتوانېدل چې د عرب او ترک خائنانو په مرسته د خلافت دولت له منځه يوسي. مصطفی کمال د دغې ورځې په سهار په استانبول کې د خلافت په لغوه کولو، د خليفه په محاصره کولو او د هغه په شړلو سره د بواح کفر مرتکب شو.

 په دې توګه، کله چې د خلافت په له منځه تللو سره په اسلامي خاورو کې دغه دردناکه پېښه رامنځته شوه... همغه وخت پر امت واجب وه چې د دغه بواح کفر له مرتکب سره يې په توره جګړه کړې وای؛ لکه په متفق عليه حديث کې چې عبادة ابن صامت رضي الله عنه روايت کړی چې وايي:

« وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِنْدَكُمْ مِنْ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»

ژباړه: او دا چې له اولو الامر (حکامو) سره د حکم په چارو کې شخړه ونه کړو، مګر دا چې له هغوی څخه بواح کفر وليدل شي، چې د الله له لوري پرې څرګند دليل ولرو.

مګر امت دغه مجرم او د هغه ملاتړو ته داسې ګوزار ور نه کړ چې هغه او د هغه ملاتړي يې مات کړي وای، بلکې د امت غبرګون او ځواب خورا کمزوری او په هغه کچه نه و چې دغه څه پرې لاسته راوړي.

وروسته له هغه چې د حق او عدالت دولت «خلافت» له منځه لاړ، له همغې ورځې د امت توره ورځ راپيل شوه او اوس يې د دولتونو شمېر څو پنځوسو ته رسېدلی دی. چارواکي يې هغه ظالمان دي چې پر خپلو خلکو ظلم کوي، ان د دغې  مياشتې په نيمايي کې د سوريې او ترکيې زورورې زلزلې ونه شوای کولی، چې د مسلمانانو تفرقه له منځه يوسي او د يو واحد دولت تر چتر لاندې دوی ته وحدت ورکړي، بلکې امت لا هم تر زلزلو وړاندې او وروسته خپل ټوټه ټوټه حالت ته دوام ورکوي او هيڅ پند نه اخلي:

﴿أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾

ژباړه: ايا دوی نه ويني چې دوی هر کال يو يا دوه ځله ازمويل کېږي، خو دوی بيا هم نه توبه کوي او نه پند اخلي.

سره له دې بیا هم وروستيو زلزلو وښوده، چې اسلام لا تراوسه د عامو مسلمانانو په زړونو کې ځای لري. ومو ليدل چې مسلمانانو خپل وروڼه د نړېدلو ودانيو له خاورو را ايستل او د «الله اکبر» نارې يې وهلې، په ځانګړې توګه کله يې چې هغه نوی زېږېدلی ماشوم له خاورو را وايست، چې مور يې تر خاورو لاندې وفات شوې وه... يا هغه کس چې په خاورو کې پټ و او لاس يې ښکارېده چې د شهادت په ګوته يې د الله تسبيح بيانوله... يا هغه خلک چې هڅه یې کوله ترڅو هغه ښځه وژغوري، چې تر نړېدلې ودانۍ لاندې شوې وه، خو هغې له راوتلو مخکې د سر د پټولو لپاره د ټکري غوښتنه وکړه، ترڅو ويښتان يې معلوم نه شي... يا هغه کس چې د ړنګې شوې ودانې تر پاتې‌شونو لاندې و او کله چې را وايستل شو، نو لومړی يې د اوداسه لپاره اوبه غوښتلې، ترڅو لمونځ يې قضا نه شي... دغه راز هغه کس چې تر ويرانو لاندې يې د ژغورل کېدو هڅه کېدله، خو ژغورونکو وليدل چې قرآن يې تلاوت کاوه او د سورة البقرې آيتونه يې لوستل... يا هغه پېغله چې ژغورونکو يې د را ايستلو هڅه کوله، خو د هغې په څېره کې له دې امله خپګان ښکارېده چې د دغې ورځې لمونځ ترې قضا شوی و... خو د دغو ټولو تر څنګ هغو مسلمانانو په لوړ آواز د تکبير نارې وهلې... الله أاکبر... الله تعالی دې پر ټولو هغو مسلمانانو رحم وکړي چې په دغه زلزله کې وفات شول او هيله ده چې دوی به په آخرت کې د شهيدانو له ډلې څخه وي ان‌شاء الله. او ټپيانو ته دې الله تعالی بشپړه شفا ورپه برخه کړي... او کوم مسلمانان چې له دغې زلزلې ژوندي وتلي، الله تعالی دې ورسره مرسته وکړي او الله تعالی دې غوره ژوند ور په برخه کړي چې د الله تعالی او د هغه د رسول په اطاعت کې يې تېر کړي.

دا مسلمانان دي او هغه د اسلامي خاورو حکام دي، چې تر منځ يې د دوو ختيځونو په اندازه توپېر دی. دغه واټن له هغې ورځې پيل شو کله چې (۱۰۲) کاله وړاندې د خلافت د له منځه تلو لويه غميزه پېښه شوه! تر دې وروسته بيا استعمارګرو کفارو د خلافت له نه شتون څخه په استفادې مسلمانانو ته یو بل دردناک ګوزار ورکړ؛ هغه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج په مبارکه خاوره کې يې د يهودانو دولت جوړ کړ او هلته يې هغوی ته د بقاء اسباب ورکړل. له دغو اسبابو څخه لومړی يې د هغو مزدورو حکامو په واسطه دوی ته د امنيتي ملاتړ برابرول دي، چې د دوی شاوخوا دي. دغو حکامو به د يهودو پر وړاندې په هره جګړه کې ماته خوړله، ان تر دې چې يهودي دولت ته يې د هغه له مقام او حالت پرته بل مقام ورکړ چې الله پرې موصوف کړي دي ﴿وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَة﴾.. ژباړه: (او پر دوی باندې د خوارۍ او بېچارګۍ مهر ووهل شو). حکامو يوازې پر دې بسنه ونه کړه، بلکې په خپل ټول توان يې له سيمې څخه د يهودي بنسټ د لرې کولو پر ځای یې قضيه د خبرو اترو خوا ته بوتلله، چې ګوندې په دې سره به يهود په ۱۹۶۷ کال کې له اشغال کړو خاورو يو څه يې پرېږدي!

بيا يهودي دولت په فلسطین کې خورا وحشي جنايتونه ترسره کړل او لا يې هم ترسره کوي چې د 2023/1/26  د جنين ټولوژنه يې تازه بېلګه ده. د  يهودي بنسټ پوځ په خورا لوی ځواک سره د جنين پر کمپ بريد وکړ او د ټولوژنې په ترڅ کې يې نهه تنه شهيدان کړل. پر قتلونو سربېره يې نور وحشي جنايتونه هم وکړل، پر ټپيانو يې ديوالونه چپه کړل او استوګنځايونه یې په بيلډوزرو ونړلول. تر دې وروسته يې په نابلس کې خپل تېري ته دوام ورکړ او د عقبة جبر پر کمپ يې برید وکړ، هلته يې هم مرګ ژوبله واړوله او ډېر کسان يې شهيدان او ټپيان کړل... دا هر څه د حکامو د سترګو پر وړاندې تېرېږي، پرته له دې چې دوی د مرستې لپاره کوم ګام پورته کړي، په دوی کې تر ټولو نامي يې هغه دی چې د مجرم او مظلوم تر منځ د منځګړيتوب اعلان کوي! ﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ژباړه: (الله دې دوی ووژني چې څه ډول له حق څخه انحراف کوي.) نو کله چې دوی له يهودو سره د اړيکو د عادي کولو د جرم لپاره بيړه کوي، نو تر دې اضافه به څه وکړي؟ وروسته له هغه چې د مصر حکامو د ذلت او خوارۍ ډکه لار رهبري کړه، نو سازمان او د اردن، اماراتو، بحرين، المغرب... حکامو هم د دوی پر پله پل کېښود... او دا دی سوډان هم په دغه جرم کې له دوی سره يو ځای کېږي، په 2023/2/2 نېټه د سوډان ولسمشر عبد الفتاح البرهان د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د يهودو د بهرنيو چارو وزير ايلي کوهين ته ښه راغلاست وايي، ترڅو د اړيکو د عادي کولو پر مسله خبرې اترې ورسره وکړي!! خو دوی ټول د هغه حقارت او سپکوالي څخه بې پروا دي چې ورسره مخ کېدونکي دي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

ژباړه: هغه کسان چې جرم يې کړی، ډېر ژر به د خپلو مکرونو له امله د الله پر وړاندې له حقارت، ذلالت او سخت عذاب سره مخ شي.

د حيرانتيا وړ خو دا ده چې يهودي بنسټ چې هر جنايت او ظلم ترسره کوي، په هماغه ورځ يا ترې يوه ورځ وړاندې يهودي مشران د عرب حکامو په غېږ او يا له هغوی سره په ملاقات کې وي، لکه د جنين تر جنايت مخکې چې نتنياهو د اردن په شاهي ماڼۍ کې مېلمه و!.. او د جنايت د ترسره کېدو پر وخت يې له يهودو سره امنيتي همغږي کوله، ځکه د دوی له اعتراف سره سم دوی فکر کاوه چې له دغه جنايت وروسته به امنيتي همغږي متوقفه شي او همداسې هم وشول. تر ټولو ډېره جالبه او نا اشنا خو دا ده، کله چې د فلسطيني اتلانو له ډلې يو اتل له خپلې خاورې او خلکو څخه په دفاع کې راپورته شو او له دغې ټولوژنې وروسته یې د قدس په عملياتو کې اووه يهودان ووژل، نو د اسلامي خاورو حکامو ډېر ژر په غندلو لاس پورې کړ! د ترکيې، اماراتو، اردن او مصر د بهرنيو چارو وزارتونو په خپلو اعلاميو کې د قدس دغه پېښه وغندله!!

يوازې فلسطين نه دی چې دغو حکامو پرې ايښی دی بلکې د مسلمانانو د پاکې خاورې نورې برخې يې هم پرېښودې او يا يې کفارو ته تسليم کړلې؛ کشمير مشرکو هندوانو له خپل دولت سره يو ځای کړ، خو د پاکستان حکام چوپ دي... په ميانمار (برما) کې روهينګيايي مسلمانان حلالېږي، خو د بنګله‌ديش حکام داسې دي لکه ويده چې وي او هيڅ نه ويني... شرقي ترکستان چې چين پکې نسل وژنې کوي، خو په اسلامي خاورو کې شته دولتونه پرې داسې چوپ دي لکه مړي او کله چې د دغو ټولوژنو په اړه څه وايي، نو هغه دا وي چې دا د چين کورنۍ مسله ده!

﴿كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً﴾

ژباړه: تر خولو يې لويه خبره راوځي، خو دوی يوازې دروغ وايي...

استعمارګرو کفارو يوازې د امت پر دغه سپکوالي بسنه ونه کړه، بلکې د دوی عقيدې ته يې هم سپکاوی وکړ، د بالوډان په نامه يو افراطي شخص وروسته له هغه چې د سويډين دولت اجازه ورکړه، په 2023/1/21م نېټه يې په سټاکهلم کې د ترکيې د سفارت مخې ته د قرآن کريم نسخه وسوځوله، تر دې وروسته په لاهه او کوپنهاګن کې د جمعې په ورځ په 2023/1/27 د قران کريم نورې نسخې وسوځول شوې. خو تر دې پېښو وروسته الازهر په خپله خپره کړې اعلاميه کې دا کار په سختو ټکو وغانده او ديني مقدساتو ته د سپکاوي پر وړاندې د درېدو غوښتنه يې وکړه... مګر شک نشته چې د ازهر علماء په دې ښه پوهېږي چې د قرآن د سوځولو پر وړاندې غبرګون په لفظي غندنه نه کېږي، بلکې د الله د کتاب د نصرت او ملاتړ لپاره بايد لښکرې راپورته شي، ځکه د مصحف سوځول د اسلامي امت او اسلامي عقيدې پر وړاندې د جګړې اعلان دی، نو ځواب يې بايد داسې جګړه وي چې د شا لښکرې يې هم خورې ورې شي.

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُون﴾

ژباړه: که له دوی سره د جګړې په ډګر کې مخ شوې، نو داسې بريد پرې وکړه چې پر دوی پسې شاته خلک هم تيت او پرک شي، ښايي چې پند واخلي.

اې مسلمانانو: د مسلمانانو پر وړاندې د تېري ځواب په منظمو او پيل شو خبرو ـ چې هيڅ درد نه دوا کوي ـ نه ورکول کېږي، بلکې دغه تېري ته بايد په تورې سره ځواب ورکړل شي، یعنې چې دښمن ته داسې ګوزارونه ورکړل شي چې د شيطان وسوسې ترې هېرې شي. کله چې مسلمانانو خلافت درلود، هغه وخت همداسې وو، په هغه وختونو کې واقع شوې پېښې موږ ته همدا کيسه کوي او دا يوه ثابته خبره ده چې هيڅ  د بصيرت خاوند ترې انکار نه شي کولی.. بېلګې يې د مسلمانانو په تاريخ کې خورا ډېرې دي چې د ابن کثير په (البداية و النهاية) د بلازري په (فتوح البلدان)، د ابن خلدو په تاريخ، د ذهبي په (تاريخ الاسلام) او نورو کتابونو کې نقل شوي دي، چې تاسو ته يې څو بېلګې راوړم:

«بيا ۸۷ هجري کال راورسېد... په دې کال کې قتيبة بن مسلم پر بيکند بريد وکړ چې دا د بخارا يوه عماله (اداري واحد) ده، کله چې ورځ تر نيمې ورسېده، نو الله تعالی دوی ته نصرت ور په برخه کړ... نو د دوی هغه سړی چې د مسلمانانو پر وړاندې يې جګړې ته خلک هڅول او شيړا و (يوه سترګه يې پوچه وه) هغه اسير کړل شو، هغه وويل: زه د خپل ځان د ازادۍ په بدل کې تاسو ته پنځه سوه زره چينايي جامې په فديه کې درکوم چې هره يوه يې زر قيمت لري، نو قوماندانانو قتيبه ته اشاره وکړه چې فديه يې قبوله کړي، خو قتيبه وويل: نه، پر الله تعالی سوګند تا ته به هيڅکله دا فرصت درنه کړم چې يو ځل بيا مسلمان وځوروې، نو د هغه د وژلو امر يې وکړ او غاړه يې پرې شوه.»

«بيا ۹۰ هجري کال راورسېد... په دې کال کې د سند حاکم داهر پر يوه کښتۍ بريد وکړ چې مسلمانې ښځې پکې وې او هغوی یې اسيرانې  کړې، نو خليفه خپل والي ته خبر ولېږه چې له دغه ظالم څخه کسات واخلي، هغه لښکر چې محمد بن قاسم يې مشري کوله، مسلمانې اسيرانې يې ازادې کړې او له دغه سرکښ حاکم څخه يې غچ واخيست او د سند خاورې يې فتحه کړلې.»

«بيا ۲۲۳ هجري کال راورسېد، د روم پاچا د اسلامي خاورو پر لور وخوځېد او د زبطره پر سيمه يې بريد وکړ، ځينې خلک يې ووژل او ځينې یې مريان کړل... يوې مسلمانې ښځې ناره کړه چې «وا معتصما» دا خبر د وخت خليفه معتصم ته ورسېد، هغه د دغې ښځې نارې ته لبيک ووايه او جګړې ته روان شو چې پخپله يې د پوځ مشري کوله او د هغې مسلمانې ښځې غچ يې واخيست... بيا يې وپوښتل چې د روم تر ټولو ستر ښار کوم يو دی؟ ورته وويل شول چې عموريه (انقرې ته نږدې) نو همغه ښار يې فتحه کړ

«بيا ۵۸۲ هجري کال راورسېد... په دغه کال کې د کرک حاکم ارنات خيانت وکړ او د حاجيانو د هغه لښکر لاره يې ونيوله چې له مصر څخه حج ته روان وو، د کاروان ځينې کسان يې ووژل او ځينې يې اسيران کړل، نو سلطان صلاح الدين جګړې ته تياری ونيوه او له نورو اسلامي خاورو يې عسکر وغوښتل، نذر يې کېښود چې که الله تعالی بری ورپه برخه کړي، نو دی به پخپله ارنات ووژني، نو الله تعالی د ۵۸۳ هجري د ربيع الآخر په نيمايي کې د حطين په جګړه کې هغه ته بريا ورپه برخه کړه او په دې سره صلاح الدين ارنات ته د خيانت او لار شکولو جزا ورکړه او هغه يې په خپل لاس وواژه.»

«بيا په ۱۳۰۷ هجري کې چې له ۱۸۹۰م سره برابر دی، د يوې کيسې (ډرامې) ليکوال چې په هغې کې يې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې افتراء کړې وه او هڅه يې کوله چې خپله ډارمه د پاريس په يوه تياترځای (نندارتون) کې نندارې ته وړاندې کړي. کله چې خليفه عبد الحميد له دې خبر شو، نو په استانبول کې يې د فرانسې سفير احضار کړ، له هغه سره يې په نظامي لباس کې وليدل او تهديد يې کړ چې که چېرې دغه ډرامه نندارې ته وړاندې شي، نو عثماني دولت به له فرانسې سره د اړيکو پريکون اعلان کړي او د جګړې حالت به ورسره غوره کړي او په تنده لهجه يې ورته وويل: زه د مسلمانانو خليفه يم... که د دغې نندارې مخنيوی مو ونه کړ، نو دنيا به مو درباندې چپه کړم! فرانسې د هغه خبره ومنله او د نندارې د وړاندې کېدو مخه يې ونيوله.»

هغه وخت استعمارګر کفار پوهېدل چې د اسلام او مسلمانانو د هر ډول سپکاوي په بدل کې به يې ژبې او پښې پرې شي... خو نن ورځ پر قرآن کريم باندې تېری کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سپکاوی کوي او د مسلمانانو پر خاورو تېری کوي، خو د تېري پر وړاندې يې هيڅ غبرګون نه ښودل کېږي! دا په دې خاطر چې مسلمانان امام نه لري، هغه راشد خليفه چې امت له شريرو دښمنانو ساتي... په متفق عليه حديث کې راځي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام ډال دی، چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پناه وروړل کېږي.

په پای کې يو ځل بيا ستاسو پام دې ته را اړوم؛ اې د ځواک او قدرت څښتنانو... يوازې تاسو ياست چې کولی شئ د امت سينه له دښمنانو وساتئ، چې ستاسو د دين دښمنان دي. يوازې تاسو ياست چې کولی شئ هغه ذلت له منځه يوسئ چې مسلمانان ورسره په خپلو خاورو کې مخ دي... نو د خپل واجب د ترسره کولو لپاره پورته شئ، الله تعالی دې تاسو ته برکت درکړي، زموږ د نصرت لپاره راپورته شئ، د راشده خلافت د اقامې لپاره حزب التحرير ته نصرت ورکړئ، د نصرت دا طريقه نه يوازې دا چې د واقعيت غوښتنه ده، بلکې په لومړي ګام کې يو ستر فرض دی. څوک چې توان هم لري، مګر د خلافت د اقامې او د بيعت وړ خليفه د راتګ لپاره ګام نه پورته کوي، نو د هغه ګناه هم ستره ده او دا چې «د هغه مرګ داسې دی لکه د جاهليت مرګ» دا خبره يې د ګناه پر شدت او لويوالي دلالت کوي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې په داسې حال کې  مړ شي چې د بيعت کړۍ يې په غاړه کې نه وي، نو مرګ يې د جاهليت مرګ دی.

دويم دا چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميت تر تدفين وړاندې له خليفه سره بيعت کولو ته لومړيتوب ورکړ، په داسې حال کې چې د هغه تدفين هم فرض و، دا کار يې د خلافت د اهميت له امله وکړ. درېيم دا چې عمر رضي الله عنه د خپل وفات په ورځ شپږ تنو مبشر بالجنة اصحابو ته د خليفه د تعين لپاره درې ورځې وخت وټاکه، چې تر دریو ورځو به نه زياتېږي، او ويې ويل چې که په دغه موده کې دوی د خليفه پر ټاکنه اتفاق ته ونه رسېږي، نو مخالف کس دې ووژني، دا کار د ګڼ شمېر اصحابو په حضور کې وشو چې هيچا ورسره مخالفت ونه کړ؛ نو په دې توګه دا د اصحابو اجماع ده. خو دا دی پر موږ باندې د «دریو ورځو» خورا ډېرې ټولګې تېرې شوي دي! نو په دې توګه د خلافت اقامه يو ستر امر دی.

اې د الله لښکره: موږ پوهېږو چې هيڅکله کومه ملائکه له اسمانه نه راځي چې زموږ لپاره خلافت قائم کړي، مګر که موږ د خلافت د اقامې لپاره هڅه وکړو، نو الله تعالی به زموږ د مرستې لپاره ملائکې راولېږي او دا د الله تعالی په کتاب کې د هغه ريښتنې ژمنه ده:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾

ژباړه: الله تعالی له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي، وعده کوي چې خامخا به ورته په ځمکه کې خلافت ورکړي، لکه تر دوی وړاندې يې چې نورو ته خلافت ورکړی و.

 او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حديث کې د عزت زېری دی، چې تر اوسنیو جبريه نظامونو وروسته به راځي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ ﷺ. أخرجه أحمد..

ژباړه: ... بيا به ملک جبريه (ديکتاتور نظامونه) وي، دا به تر هغه وي چې د الله خوښه وي او بيا چې کله د الله خوښه شي چې پورته يې کړي، نو هغه به پورته کړي، بيا به د نبوت په منهج خلافت راشي. بيا چوپ شو.

 دغه راز موږ پوهېږو چې د اسلام دښمنان د خلافت بيا راتګ ناشونی بولي او د خپلو پخوانيو ډلو وينا تکراروي چې د استهزاء په ډول به يې ويل: ﴿غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ﴾ ژباړه: (دوی (مسلمانان) خپل دين تېر ايستلي دي)، مګر لکه څنګه چې پخوا دغه وينا بېرته پر خپلو ويونکو راوګرځېده او الله تعالی خپل دين ته عزت او مسلمانانو ته نصرت ورکړ، همداسې نن هم د دوی وينا پر دوی راګرځېدونکې ده، عزيز او حکيم الله تعالی تل له خپلو هغو مخلصو بندګانو سره دی چې خپله هڅه کوي، پرته له دې چې زړونه او اندامونه يې د الله له دې قول څخه بېل شي:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾

ژباړه: الله تعالی د خپلې چارې بشپړوونکی دی، الله تعالی د هر شي لپاره قدر او اندازه ټاکلې ده.

 او دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره د الله تعالی دغه «قدر» ته نږدې کېږي:

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً﴾

ژباړه: او دوی وايي چې هغه به کله وي؟ ورته ووايه ښايي چې نږدې (ژر) وي...       

انشاء الله.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

1444هـ کال د رجب ۲۸مه

الموافق 2023/2/19م

ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة

د حزب التحرير امير

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې