شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر معروف امر او له منکر څخه نهی د مسلمانانو د پیاوړتیا کیلي ده
بسم الله الرحمن الرحيم
پر معروف امر او له منکر څخه نهی د مسلمانانو د پیاوړتیا کیلي ده

بسم الله الرحمن الرحیم

په حقیقت کې د هر ستر امر تر شاه یو رمز شته چې هغه ته لکه روح غوندې په بدن کې ژوند او وړتیا ورکوي، چې روح یې د ژوند، پیاوړتیا او خوښۍ کیلي ده. بدن له روح پرته خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په یو وچ او بې روحه کالبوت یا جسد بدلېږي چې نور باید خښ شي. په اسلامي امت کې ځينې رازونه ژوند بښونکي دي چې غوره امت ترې جوړوي. دغه ستر رازونه او رمزونه د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي. امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»

ژباړه: تاسو ته مې یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅګله نه ګمراه کېږئ او هغه د الله سبحانه وتعالی کتاب دی.

حاکم دغه حدیث له ابن عباس رضی الله عنه څخه داسې روایت کړی دی:

«یَاأیُّهَاالنَّاسُ إِنِّی قَدتَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»

ژباړه: اې خلکو! په حقیقت کې ما تاسو ته یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله نه ګمراه کېږئ او هغه د الله سبحانه  وتعالی کتاب دی.

بل رمز په معروف امر او له منکر څخه نهی ده چې الله سبحانه وتعالی داسې فرمایلي دي:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: ۱۱۰]

ژباړه: «اې مومنانو!» تاسو تر ټولو غوره امت یاست چې د خلکو د ګټې لپاره پیدا شوي یئ، کله چې په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ او په الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ.

الله سبحانه وتعالی دغه رازونه هغه وخت د اسلامي امت لپاره د ژوند او قوت تر لاسه کولو سرچینه کړل چې له همدغو رازونو سره ژوند وکړي. الله سبحانه وتعالی د دغو رازونو د غوښتونو عملي کولو ته هڅولي یو او د حقونو په ادا کولو کې یې له افراط او تفریط څخه منع کړي یو؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَلَوْلَا كَانَ مِنَ القُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُولُوا بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِى الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَ كَانُوا مُجْرِمِينَ﴾ [هود: ۱۱۶]

ژباړه: نو ولې په تېرو قومونو کې د عقل او ایمان څښتنان نه وو چې په ځمکه کې د فساد مخه ونیسي؟ دغسې خلک که راپیدا هم شول، ډېر لږ وو چې موږ وژغورل. هغوی چې ظلم یې کاوه، په دنیوي خوندونو او نعمتونو پسې ولاړل او فاسق خلک وو.

امام طبري د ژغورل شویو کسانو په اړه وایي: «هغوی ګنهګاران له ګناهونو او کافران له کفر څخه راګرځول.» همدارنګه الله سبحانه وتعالی له بنی اسراییلو کفارو څخه د کرکې دلیل له منکر څخه د هغوی ډډه نه کول یاد کړي او داسې یې فرمایلي دي:

﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ * كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾ [مائده: 78- 79]

ژباړه: هغو بني اسراییلو چې کفر غوره کړ،  د داوود او د مریم د زوی عیسی پر ژبه پر هغوی لعنت وویل شو. دا د دې لپاره وو چې هغوی (د الله متعال له فرمان څخه) پرلپسې سرغړونه او (په ظلم او فساد کې) له حده تېری کاوه. هغوی به د ناوړه اعمالو له ترسره کولو لاس نه اخیست او یو بل یې له ناوړه کارونو څخه نه منع کول او نصیحت یې نه ورته کاوه او څومره ناوړه کارونه یې ترسره کول (ځکه حرام کارونه یې کول او یوې ډلې چوپتیا غوره کوله او په دې سره ټول په جرم کې شریکېدل).

په پورتني ایت کې له منکر څخه د نهی ډېر ستر راز ښکاره شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې ابو داوود او ترمذي له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړی، ټینګار کړی او داسې یې فرمایلي دي:

«إِنَّ أَوَّلَ مَا دخَلَ النَّقْصُ عَلَى بَنِي إِسْرائيلَ أَنَّه كَانَ الرَّجُلُ يَلْقَى الرَّجُلَ فَيَقُولُ: يَا هَذَا اتَّق اللَّه وَدعْ مَا تَصْنَعُ فَإِنَّهُ لاَ يَحِلُّ لَكَ، ثُم يَلْقَاهُ مِن الْغَدِ وَهُو عَلَى حالِهِ، فَلا يمْنَعُه ذلِك أَنْ يكُونَ أَكِيلَهُ وشَرِيبَهُ وَقعِيدَهُ، فَلَمَّا فَعَلُوا ذَلِكَ ضَرَبَ اللَّه قُلُوبَ بَعْضِهِمْ بِبَعْضٍ" ثُمَّ قَالَ: ﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ(79) تَرَى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ﴾ إِلَى قوله ﴿فَاسِقُونَ﴾} [مائده: 78-81

ژباړه: لومړنی عیب چې په اسراییلو کې راښکاره شو، هغه دا و چې کله به یو سړي بل د ګناه په حالت کې لیده، ورته ویل یې: دا څه دي؟ له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شه او دغه عمل نور پرېږده؛ ځکه دغه کار ناروا دی. بل ورځ به یې چې هغه په همغه حالت کې لیده، (یعنې د هغه په اړه دومره جدي نه و)  او په خوراک، څښاک او کېناستلو کې به ورسره مل و. کله ېې چې همداسې وکړل، الله سبحانه وتعالی د هغوی زړونه د نورو غوندې کړل. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مائده سورت له ۷۸څخه تر ۸۱پورې ایتونو تلاوت کړل او ویې فرمایل:

«كَلاَّ، وَاللَّه لَتَأْمُرُنَّ بالْمعْرُوفِ، وَلَتَنْهوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، ولَتَأْخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، ولَتَأْطِرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ أَطْراً، ولَتقْصُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ قَصْرا»

ژباړه: هېڅکله داسې نه ده، پر الله سبحانه وتعالی قسم چې حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ. حتمآ به له ظلم څخه د ظالم مخنیوی کوئ، هغه به حق ته راګرځوئ او د حق منلو ته به یې اړ کوئ!

د امر په معروف او له منکر څخه د نهی تر ټولو مهمه غوښتنه له ظلم څخه د ظالم مخنیوی دی او له هغه حاکم څخه به بل سخت ظالم چېرته وي، چې په بما انزل الله حکم نه کوي؟ څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ مَن لَم یَحکُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّٰلِمُونَ﴾ [مائده: 45]

ژباړه: څوک چې په بما انزل الله حکم ونه کړي، هغوی ظالمان دي.

پر معروف امر او له منکر څخه نهی د دعا د قبلېدو کیلي او هغه رسۍ ده چې الله سبحانه وتعالی ته پرې رسېږو. له حذیفه بن الیمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفسِي بِيَدِه، لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعرُوف، وَلَتَنهَوُنَّ عَنِ المُنْكَر؛ أَو لَيُوشِكَنَّ الله أَن يَبْعَثَ عَلَيكُم عِقَاباً مِنْ عِندِهِ، ثُمَّ لَتَدعُنَّهُ فَلاَ یَستَجِیبُ لَکُم»

ژباړه: قسم په هغه ذات چې روح مې د هغه په لاس کې دی، حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ، یا دا وېره شته چې الله سبحانه وتعالی به پر تاسو عذاب راولي او هغه وخت به د عذاب لېرې کېدو لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړئ، خو دعا به مو قبوله نه کړي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه پورتنی حدیث داسې روایت شوی دی:

«لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعرُوف، وَلَتَنهَوُنَّ عَنِ المُنْكَر، أَو لَیُسَلِّطَنَّ اللهُ عَلَیکُم شِرَارَکُم فَیَدعُو خِیَارُکُم فَلَا یُستَجَابُ لَهُم»

ژباړه: حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ، یا به الله تعالی ستاسو تر ټولو بد پر تاسو واکمن کړي او وروسته به ستاسو تر ټولو غوره کسان د ژغورلو لپاره دعا وکړي، خو دعا به یې قبولې نه شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کړی چې له منکر څخه نهی تر ټولو مهمه کیلي او راز دی، هغه یې د ټولو مسلمانانو مکلفیت وباله او دا د هغه حدیث محتوا ده چې امام مسلم له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت کړې ده. هغه وویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«مَن رَأى مِنکُم مُنکَرا فَلْیُغَیِّرْهُ بِیَدِهِ ، فإن لَم یَستَطِعْ فبِلِسانِهِ ، فإن لَم یَستَطِعْ فبِقَلبِهِ و ذلکَ أضعَفُ الإیمانِ»

ژباړه: له تاسو څخه هره یوه چې منکر ولیدل، باید پخپلو لاسونو هغه ته تغیر ورکړي! که یې ونه شو کولی، باید په ژبه یې تغیر کړي (اعتراض وکړي) او بیا یې که ونه شو کولی، په زړه کې دې انکار ترې وکړي او دا د ایمان تر ټولو کمزوری حالت دی.

د دغه حدیث په لوستلو او لیدلو سره نور هېڅ داسې څه نه پاتې کېږي چې که یو څوک منکر ویني او پر وړاندې یې همداسې چوپ پاتې شي. نو که مسلمان وس درلود، په لاس یې دې تغیر کړي او که یې وس نه و، په ژبه یې دې تغیر کړي او که یې دا هم نه شو کولی، په زړه کې یې دې بد وګڼي، په داسې بڼه چې د انکار نښې پکې ښکاره شي.

لنډه دا چې له منکر څخه نهی تر ټولو ستر راز او د مسلمانانو د پیاوړتیا کیلي ده چې په وسیله یې شریعت اظهار کېږي، د الله سبحانه وتعالی حکم پلی کېږي او د اسلامي امت هیبت په نورو ملتونو کې ساتل کېږي. همدارنګه له منکر څخه انکار د دې سبب کېږي چې منکر په نطفه کې شنډ شي او د مسلمانانو شاوخوا له منکرو او چټلیو څخه پاکه شي. په دې سره د الله سبحانه وتعالی د طاعت تر چتر لاندې ژوند پیل شي او په پایله کې د دې لامل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد په وسیله اسلام د نړۍ ټولو برخو ته ورسېږي.

الرایه جریده: ۴۲۷

لیکوال: شیخ عصام عمیره – بیت المقدس

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې