جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بې‌ساری اقتصادي نظام؛  لومړۍ برخه، د اسلام اقتصادي نظام په اړه پوهې ته جدي اړتیا
بسم الله الرحمن الرحيم
بې‌ساری اقتصادي نظام؛ لومړۍ برخه، د اسلام اقتصادي نظام په اړه پوهې ته جدي اړتیا

د اقتصادي بېدارۍ او پرمختګ عقیدې او افکارو ته ارزښت ورکول د یوه دولت د ځواکمنتیا له هغو مهمو عناصرو څخه بلل کېږي، چې د ټولنې په نېکمرغۍ، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو، د ژوند له نعمتونو د ګټې اخیستنې او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. یو دولت د خپلې جغرافیې، نظام، داخلي او بهرني امنیت د ملاتړ او همدارنګه د خپل پرمختګ او د پرمختګ د وسایلو د درلودلو لپاره اقتصادي ځواک ته اړتیا لري. که څه هم اقتصادي ځواک په نړیوال سیاسي موقف او د یوه دولت د افکارو په لېږدولو کې ډېره اغېزه لري؛ خو بیا هم اقتصاد د ځواک تر ټولو مهم لامل نه دی، ځکه تر اقتصاد مهم هغه فکر دی چې دولت یې پر بنسټ جوړ شوی وي، امت یې په خپل ژوند کې لېږدوي او د هغوی د ژوند کولو بڼه رامنځته کوي.
تر اقتصاد عقیده مهمه ده؛ هغه عقیده چې د انسان د افکارو قاعده تشکیلوي، ځکه له دې عقیدې پرته چې کوم افکار رامنځته کېږي د تغییر او له منځه تلو امکان یې شته. همدارنګه د دې عقیدې په نشت سره دولت کمزوری او پاشل کېږي او په ټولنه کې د یووالي عوامل او وسایل له منځه ځي او په دې سره به امت هم خپل هغه افکار له لاسه ورکړي، چې له نورو یې بېل او ځانګړی کړی دی. ان له دغو افکارو پرته به د ژوند لپاره ټاکلې طریقه هم ونه لري، یووالی او د ځواک عناصر به یې له منځه ولاړ شي. یعنې د واقعیت په ډګر کې یې زوال حتمي دی، که ظاهري چوکاټ یې باقي پاتې هم شي. کله چې ټولنه او امت خپل هغه مفاهیم او افکار له لاسه ورکړي، چې د دوی د ژوند چلند او جوړښت یې رامنځته کړی، نو په ډاډ سره ویلی شو چې خپل کلتور او علوم له لاسه ورکوي. دغه راز د خپل تاریخ په اړه به ناخبره وي، هغه به هېر کړي او حتی ترې منکر به شي.
ښکاره بېلګې او شواهد پورته واقعیت په ډاګه کوي او هېڅ شک پکې نشته. د مسلمانانو هغه دولت چپه شو چې د یووالي رمز، د دین او امنیت ساتونکی او د امنیت او عزت سرچینه و. د امت قدرت خلافت (وروسته له دې چې امت د اسلامي افکارو په درک کې کمزوری شو) چپه شو او قدرت یې پای ته ورسېد. که څه هم له اسلام څخه تر لاسه شوي ټول افکار یې له لاسه ورنه کړل. په همدې توګه عقیده، چې د افکارو بنسټ یې و، له لاسه يې ورنه کړه؛ بلکې د اسلامي افکارو په فهم کې له جدي کمزورۍ سره مخ شول او سقوط یې وکړ. په دې ډول اسلامي امت خپل یووالی له لاسه ورکړ، په بېلابېلو برخو ووېشل شو، غیر مسلمانان یې د خپلو چارو رهبران وټاکل، ټولنې یې د ژوند د ډېرو برخو په چلند او افکارو کې له اسلام څخه کفر ته نږدې شوې. همدا راز په امت کې ډېر داسې کسان راپیداشول چې په چل او فرېب سره یې ځان مفکر، رهبر او عالم باله او د حکومت، اقتصاد او قانون جوړونې په برخه کې یې له غیر اسلامي اساساتو کار اخیسته. په ځانګړي ډول په ډېرو ټولنیزو چارو او اړیکو کې یې فتواوې او نظرونه ورکړل، حتی اسلام یې رد کړ، انکار یې ترې وکړ او د اسلام پر افکارو او تاریخ یې برید وکړ. دغه کسان د اسلام لېږدونکي ظالم او تروریست بولي او تل د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې دسیسې جوړوي.‎
نو تر هغو چې مسلمانان د اسلامي افکارو ملاتړ ونه کړي او خپل چلند له اسلامي افکارو سره سم نه کړي، دا حالت به په همدې ډول دوام ومومي. د وحې پر بنسټ د اسلامي افکارو پلي کولو وجوب باید عام شي. په داسې ډول چې ټول وانګیري، چې دا افکار د هغه شریعت دي چې الله سبحانه وتعالی د وحې له لارې رالېږلي او په هېڅ حالت کې جوړجاړی نه شو پرې کولی، د ګټې تر لاسه کولو او د خطرونو او ګواښونو په حالت کې یې له کومې برخې نه شو تېرېدلی. دا افکار د تعدیل وړ نه دي چې د اړتیا، پراختیا او تنوع په پلمه به هېڅ وخت تحریف نه شي. تر هغه چې دا افکار په همدې ډول په عامه رایه بدل نه شي، نو د امت د نهضت لپاره بله هېڅ لاره نشته او دولت به تاسیس نه شي. همدا راز اسلامي ژوند به یې بیا په نصیب نه شي، نړیوالو ته به د اسلام دعوت ونه رسيږي او مسلمانان به د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې راټول نه شي.
اسلام ته د ژوند په هره برخه کې د شامل او کامل نظام په توګه د امت راګرځېدل:
پر امت ډېر مصیبتونه، بلاوې او سختۍ راغلې، څو څو ځلې وځپل شو، د محوه کولو لپاره یې دښمنانو ډېرې دسیسې جوړې کړې، خو اوس امت یو ځل بیا پر خپل دین منګولې لګولي او بېرته خپل دین ته ورګرځېدلی دی. امت اوس پر دې پوه شوی چې اسلام کهنوتي دین نه دی او نه هم کومه خالي روحي او عبادتي عقیده ده، بلکې یوه داسې عقیده ده چې عقل ته یې قناعت ورکړی او له دغې عقیدې څخه د خلکو فردي او ټولنیزو چارو، دولت، مسلمانانو او غیر مسلمانانو او همدارنګه د ټولو اړیکو د تنظیم لپاره نظام رامنځته کوي. دغه مسئله په مسلمانانو کې پر عمومي رایه بدله شوې او دا هغه څه دي چې د کفارو مشران، د لویو دولتونو حکام او د هغوی مزدوران یې وېرولي او تل په دې فکر کې دي، چې څه ډول د دې مسئلې مخه ونیسي.
د دې مسئلې د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوو، ځکه زموږ د بحث محورې موضوع نه ده، یوازې پر دې بسنه کوو، چې د اسلامي ژوند بیا راګرځېدو د مخنیوي لپاره لویو دولتونو او د هغوی مزدورانو توجه کړې او ترورېزم ورته وایي. دغو لویو قدرتونو له اسلام سره د مبارزې لپاره قوانین تصویب او نړیوال کړل، هغوی چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوي تروریستان او تندلاري یې بولي او له دې لارې دوی او افکار یې له منځه وړي. دغه راز د همدې موخې لپاره یې قوانین جوړ او پر نړیوال عرف یې بدل کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، چې د سوریې د انقلاب پر وړاندې او خپل قصاب بشار اسد ته پکې برائت ورکوي، د هغوی موخې ښې په ډاګه کوي، چې ویې ویل: «په سوریه کې روان حالت د دېکتاتورۍ پر وړاندې او د ډيموکراسۍ لپاره نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې او د اسلامي امت د راپورته کېدو لپاره دی.» دا د نړۍ ستر اواز دی او د خپلو تشویشونو په بدل کې په وحشیانه ډول وژنو ته دوام ورکوي. الله سبحانه وتعالی څه ښه فرمایلي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۳۶]
ژباړه: کفار خپل مالونه د الله تعالی له لارې د خلکو د راګرځولو لپاره کاروي، هغوی دغه مالونه (چې د تر لاسه کولو لپاره یې زیار ایستلی) په دې لاره کې لګوي، خو د خپګان او ارمان لامل به یې شي او ماتې به وخوري. په آخرت کې به ټول کفار دوزخ ته د تلو لپاره راټولیږي.
په حقیقت کې د اسلام، د اسلامي دولت د حاکمیت او همدارنګه د شته تپل شوو نظامونو د له منځه وړلو لپاره عامه رایه رامنځته شوې، خو لا هم د مسلمانانو لپاره د اسلامي نظامونو، د هغو د قواعدو او تفصیل ځينې برخې ګونګې دي. دلیل یې په دولت کې د اسلام د پلي کولو له دوران څخه لرېوالی او د اسلام پر وړاندې د شته نظامونو او دولتونو مبازره ده. بل دلیل یې درباري علماء دي چې مسلمانان یې د خپل دین له واقعیت څخه منحرف کړي او اوسنی حالت یې پرې حاکم کړی دی. مسلمانان له اوسني حاکم حالت او غربي افکارو اغېزمن شوي، اسلامي احکامو ته نه ګوري او نه یې درک کوي. تر ټولو مهم څيز چې مسلمانان یې په اړه په جهل کې دي؛ په اسلام کې د حکومتولۍ او اقتصادي نظام دی.
د اسلام د اقتصادي نظام په اړه ناپوهي:
په اسلام کې د حکومتولۍ نظام او د دغه نظام د قواعدو، اساساتو او ډېرو نورو احکامو په اړه تر یوې کچې عامه پوهاوی رامنځته شوی، البته دغې مهمې برخې ته د دعوتګرانو د تمرکز له امله؛ خو لا هم په اقتصادي نظام کې پوره پوهای نه دی رامنځته شوی. موخه مو عوام مسلمانان نه دي، ډېر علماء، مخور او مسلمان متخصصین او ان د ډېرو اسلامي حرکتونو کې دعوتګران په دې برخه کې ناپوهه او بې خبره دي. دا هغه څه دي چې په فکري جنجالونو کې د کمزورۍ لامل ګرځي او ډېر ژر باید دا ستونزه حل شي. په هېڅ وجه په دې برخه کې غفلت جواز نه لري. اسلامي نظام باید متخصصینو او نورو ټولو کسانو ته وروپېژندل شي او پر عامه رایه بدل شي. د اسلام اقتصادي نظام افکار باید د حقیقتونو او شرعي احکامو په توګه، چې قوي دلایل لري، باید خلکو، ټولنې او نړیوالو ته د ستونزو د حل په توګه وړاندې شي. باید دغه افکار مسلمانو کارپوهانو او متخصصینو لپاره پر مفاهیمو بدل شي.
اوسمهال نړۍ د پانګوال نظام تر ظلم لاندې او په بد حالت کې ده. د داسې یوه نظام تر ظلم لاندې چې مفکوره يې د دین او دنیا د بېلتون پر بنسټ ولاړه ده؛ هغه مفکوره چې په حقوقو او وجايبو کې ترې د عمومي ازادۍ، په حکومتولۍ کې ترې د ډيموکراسۍ او په اقتصاد کې ترې د پانګوالۍ افکار اخيستل شوي دي. که څه هم یو څه وخت غرب په اسلامي خاورو کې د دغو افکارو پر بنسټ بریالی او مسلمانان کمزوري شوي وو او په شرق او غرب کې د کفر مشران له دغه حالته خوښ وو. خو په لنډ وخت کې مسلمانان هوښیار او د غفلت له خوبه پاڅيدل، ترڅو په شرق او غرب کې د کفر له چټلیو ځان وژغوري. دغه راز د ذلت درانه بارونه یې له خپلو اوږو ښکته کړل، د خوارۍ کړۍ یې له خپلې غاړې وایستلې، د ښکېلاکګرو پر وړاندې یې دا ډول شعارونه ورکړل: «نه؛ نه شرقي او نه غربي، اسلامي، اسلامي.» نه ډيموکراسي او نه پانګوالي، بلکې اسلامي خلافت.»
د کفارو له چل او فرېب، د مسلمانانو له قربانیو، سختیو، الله تعالی ته یې له پناه وروړلو او د «یا الله له تا پرته څوک نه لرو!» شعارونو او ستونزو وروسته د غرب او د غرب له مشرانو پرده پورته شوه، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې کینه، له حق، حقیقت او اسلامي دولت څخه یې وېره په ډاګه شوه. انساني شیطانان او وحشیان ټولو ته په ډاګه شول، د ازادۍ، حقونو، قوانینو او ارزښتونو په اړه یې ګومانونه او باورونه له منځه ولاړل. کفري او وحشي ارزښتونو په خپلو انحرافاتو کې د انساني فطرت ټولې کرښې تر پښو لاندې کړي دي. د خپل شهوت او نفسي غوښتنو غلامان شوي، مادیت پرستي کوي، انساني روحي او اخلاقي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. نفسي غوښتنې پرې لاسبرې شوي او له مادیت پرته نور هېڅ شی هم ارزښت نه ورته لري. حتی په مادیاتو کې یې هم ماتې خوړلې ده، له خپګان، وېرې او ناروغیو سره مخ دي، دغو انحرافاتو نړۍ له بدمرغۍ سره مخ کړې او په دې اور کې سوځي. د اسلام د ځلېدو، د پانګوالۍ د بحران او د اسلام پر وړاندې د غرب د جګړې په دغه پړاو او لانجو کې یوازې د اسلام اقتصادي نظام له سترګو لوېدلی، چې صحنې ته به راووځي. د پانګوالۍ اقتصادي نظام په زور او چل سره د نړۍ پر اقتصاد برلاسی شوی او غرب په دې ښه پوهېږي، چې که یې د اقتصادي نظام تسلط له لاسه ورکړ، نو ډېر ژر به راوپرځي او اېډیولوژي او د ژوند طریقه به یې له منځه ولاړه شي.
استعمار یوازې اقتصادي تسلط نه، بلکې فکري، سیاسي او نظامي تسلط دی. خو غرب له فکری پلوه سقوط کړی، ځينې غربي رهبرانو او قوماندانانو د مسلمانانو پر وړاندې پر خپلې فکري او سیاسي ماتې اعتراف کړی او دا په ډاګه شوې چې غرب دروغجن او فرېبکار دی. دغه راز د خپلو پروګرامونو، سیاستونو او نقشو د پلي کولو لپاره له پوځي ځواک پرته بل څه په واک کې نه لري. غرب له اسلامي امت سره په پوځي جګړه کې ښکېل دی، مسلمانان وژني او کورونه یې ویجاړوي. خو هېڅ وخت یې جګړه پای ته ونه رسېده او د بریا لامل یې نه شوه. په سیاست کې یې له څېرې پرده پورته شوه او له اخلاقي پلوه رسوا شو. امت د غرب ډېرې خامۍ درک کړي او د خپل دین او ځان په اړه ډېر پوه شوی دی، د الله سبحانه وتعالی پر نصرت یې باور زیات شوی او د خلافت په بیا راګرځېدو ډاډمن شوی! دغه راز د یووالي پر لور ګړندي ګامونه اخلي او د ښکېلاکګرو کفارو له لوري د اسلامي خاورو تر منځ رسم شوو لیکو ته ارزښت نه ورکوي.
د انساني ستونزو د حل، د انرژۍ د کشف، تولید او له هغې څخه د استفادې، د ژوند په ټولو برخو کې د پانګونې، هر فرد (هغوی چې د دې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي) د پانګې د وېش او د دغه پراخ نظام تر چتر لاندې د ټولو اتباعو د احکامو په برخه کې د اسلام اقتصادي نظام ځانګړتیاوې او نور ټول موارد د غوره ژوند لپاره دي، چې د یوه کامل او شامل نظام تر څنګ به د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې حل کړي. حتی د خلکو عزت، کرامت، امنیت، اخلاق او ارامتیا خوندي کوي. له دغه نظام څخه بې خبري په دې مانا ده چې دعوتګرانو د ځواک یوه سرچینه له لاسه ورکړې او ستونزې به یې پر ځای پاتې شي. له دغه نظام څخه بې خبري ښېکلاکګرو کفارو او دښمن ته د ډېر فرېب چانس په لاس ورکوي، د امت د نهضت د وروسته‌والي او نورو موخو په برخه کې له هغوی سره مرسته کوي.
د اقتصاد په برخه کې د اسلامي احکامو په اړه د ناپوهۍ ځينې نښې:
د دغې ناپوهۍ نښې او د اسلامي امت د انحطاط سرچینې پر مسلمانانو د غربي کفارو د پانګوالۍ اوږدمهاله تسلط دی. دغه راز یوه مشهور عالم اندکي د ۲۰۰۸م، د نړۍ له مالي بحران وروسته وویل، چې امریکا ډېر ژر له بحراني حالت څخه وځي، ځکه پانګوالي، د خپلې ادعا او ګومان پر اساس، بېرته خپل لومړي حالت ته ورګرځي او بیا کتنه کوي. نوموړی د دې پر ځای چې ووايي پانګوالي پر نړۍ د ظلم او د نړۍ د بدمرغۍ لامل ده، خو له دغه حقیقت څخه یې سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې د پانګوالۍ فکري چټلۍ، جنایتونه او ویجاړۍ ټول اسلامي امت ته په ډاګه شوي دي.
اندکي د دې پر ځای چې د پانګوالۍ حقیقت تشریح کړي ـ چې پانګې یې لوټ کړي، پانګوال یې غریب او غریب یې له منځه وړي او د وحشي حیوان په توګه د خلکو وینې او غوښې خوري او د دې پر ځای چې ښکاره کړي، چې پخپله داسې خپل ځان له منځه وړي لکه اور چې لرګي ختموي او ډېر ژر به پانګوالي د وچو لرګیو په څېر په اور کې وسوځي او ایرې به شي ـ شایعات خپروي چې پانګوالۍ ته بیاکتنه کوي او بېرته لومړي حالت ته ورګرځي؛ ګومان کوي چې پانګوالي د انسانانو تر منځ د عدالت سمبول او د اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی.
د جهالت دغه نښې، د خلافت په دولت د تطبيقيدونکي راتلونکي اسلامي نظام لپاره مبارزه، په اسلام کې د اقتصادي نظام او د هغه د قواعدو او احکامو په بيانولو باندې تمرکز او په ځينو عربي هېوادونو کې د انقلابونو د رامنځته کېدو په ترڅ کې د هغه چا لور ته د ولسونو پام اوښتل چې د اسلام د تطبيق هڅه يې کوله، دوې خبرې په ډاګه کوي:
لومړی: ټولو خلکو اسلام غوښت، خو ډېری خلکو د حکومتي او اقتصادي نظام او نړیوالو اړیکو په برخه کې، چې کوم د اسلام او کوم د اسلام نه دي، توپیر نه شو کولی. دا ستونزه یوازې په عوامو کې نه وه، بلکې په مشایخو، علماوو، رهبرانو او د اسلام په مخکښانو کې هم وه. دا مساله د مصر له اساسي قانون څخه څرګندېږي، چې په ۲۰۱۲م، کې تصویب شو. ډېرو علمي او اسلامي مرکزونو هغه اسلامي اساسي قانون باله، په داسې حال کې چې کفر پکې له ورایه ښکارېده.
دویم: کله چې خلکو د اسلام اقتصادي نظام پلي کول غوښتل او دا مسئله مطرح شوه، سیکولریستي کړیو، رسنیو او مختلفو شخصیتونو اعتراض وکړ او د اسلام اقتصادي نظام د رد او پر هغه د رشخند په موخه يې لاندې پوښتنې سره تبادله کولې: د اسلام اقتصادي نظام څه شی دی!؟ ایا اسلام کې اقتصادي نظام هم شته!؟ ایا له پانګوال نظام څخه پرته چې نړۍ یې پېژني، کوم بل نظام هم شته!؟ له هغه نظام پرته کوم بل نظام هم شته چې د پرمختګ وروستی بريد تمثيلوي او بشري نبوغ ترې سرچينه اخلي!؟
دغه دوې مسئلې د مسلمانانو پر کمزورۍ دلالت کوي، چې د عامو مسلمانانو، علماوو، متخصصینو او دعوتګرانو د مخاطبولو پر مهال باید تمرکز پرې وشي. ځکه د صحیح اسلامي عمومي رایې رامنځته کول، له بلې هرې مفکورې لرېوالی او د هغو په دامونو کې نه لوېدل یوه جدي اړتیا ده. په ځانګړي ډول په هغه څه کې چې غیر اسلامي اساسي قوانین دي، خو د اسلامي ګومان ورباندې کېږي، په داسې حال کې چې په غیر اسلامي حکومتي او اقتصادي نظامونو پورې تړلي دي. اوسنی واقعیت او د کمزورۍ ټکي ډېرې پاملرنې او هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د اسلام اقتصادي نظام.
د پانګوالۍ اېډیولوژي مخ پر ځوړ ده، چې پر مسلمانانو د دغه نظام تپل او هغوی ته یې د اسلام د بدیل په توګه وړاندې کول یوازې یو فرېب دی، چې د اسلامي امت ناپوهي او پر مومنانو د اسلام او اسلامي عقیدې اغېزه په ډاګه کوي. یعنې په هغه وخت او حالت کې چې مومنانو له اسلامي افکارو او احکامو څخه ملاتړ کړی او د هغوی لپاره پر مفاهیمو بدل شوي، نو په هغه وخت کې د مسلمانانو پر وړاندې غربي فکري جګړې ډېرې اغېزې نه درلودې، خو د اقتصاد او سیاسي اقتصاد په برخه کې یې اغېزې ډېرې وې. نو اقتصادي نظام د هغو احکامو او افکارو ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه اقتصاد او اقتصادي قدرت په ژوند، د دولتي قدرت په پروژو او فعالیتونو کې ځانګړی رول لوبوي. اکثریت فردي او دولتي چارې له اقتصاد پرته نه شي تر سره کېدای، لکه څرنګه چې ویل کېږي شتمني او اقتصاد د ژوند شریانونه دي.
د دغه بحث په پای کې باید د اسلام اقتصادي نظام، د غربي پانګوال نظام له بدمرغیو، چل، فرېب او ظلم سره پرتله کړو. دا چې د یوه شي ښه والی د هغه متقابل او ضد ښه په ډاګه کولی شي، نو د اسلام اقتصادي نظام عمومي قواعد او پروګرامونه باید په ډاګه شي او په دې برخه کې د شیخ تقی الدین نبهاني کتاب «د اسلام اقتصادي نظام» یوه غوره سرچینه ده. څومره ژوروالی، ټول‌شمولوالی، محوریت او نبوغ چې په دغه کتاب کې دی، په بل کې یې نه شئ موندلی. دغه راز په دې برخه کې بله غوره سرچينه د شیخ صاحب لخوا د اساسي قانون لپاره ترتيب شوې د اساسي قانون مادې دي چې حزب التحرير د راتلونکي اسلامي دولت لپاره د اساسي قانون د مسودې په توګه وړاندې کړی او پوره جزئيات يې د حزب التحرير لخوا د دغه قانون په شرح «د اساسي قانون شرح او د هغه اړين دلايل» او دغه راز د حزب التحرير نور منشورات دي.
د دغه قانون موخه د بېلګې په توګه د اسلام اساسي قانون وړاندې کول دي، چې د اسلامي دولت لپاره اساسي قانون شي او هغو کسانو ته چې د اسلام هغه اقتصادي نظام، چې الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې له لارې نازل کړی نه مني او ردوي یې، ځواب شي. هغه نظام چې احکام او قواعد یې د شرعي اجتهاد له لارې یوازې د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، شرعي قیاس او صحابه وو له اجماع څخه استنباط شوي دي. نو موږ له ځان سره د اسلام عصري اقتصادي نظام لرو، چې احکام یې زموږ د سلف صالحينو د استنباط په طريقې استنباط شوي او هغه نظام چې باید بې‌ساري اقتصادي نظام ورته ووایو... هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره غواړو په راتلونکې ګڼه کې ورته اشاره وکړو، تر څو مو بحث تکمیل شي.
دوام لري...

لیکوال: محمود عبدالهادي
ژباړن: حبیب الله حبیب

اړوند مطلبونه:   بې‌ساری اقتصادي نظام »

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې