جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الاقصی مسجد: د جمعې د ورځې درسونه «د مسلمانانو قضیې د نړیوالو کنفرانسونو په تر سره کولو نه حل کېږي!»

وړاندې کوونکی: سیاسي مفكر أحمد الخطواني (أبو حمزة) 

                           ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۱۳مه، جمعه/ ۲۰۱۷م، د ډسمبر لومړی

د مطلب ادامه...

ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي!

خبر:

د ویرجينیا ايالت په يوه ښوونځي کې يو ښوونکی ځکه له خپلې دندې رخصت شو، چې د يوه زده کوونکې له سر څخه يې حجاب لرې کړ. د چهارشنبې په ورځ زده کوونکې له پېښې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي: « یوه ښوونکي مې له سره هغه حجاب لرې کړ، چې عزت  او پت مې پکې خوندي و.»

همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه  کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره په خبرو بوخته وه، چې ښوونکي یې د شا له خوا څخه حجاب پورته کړ او د زده کونکې په غبرګون کې ښوونکي وویل: « ستا ویښتان ډېر ښکلي دي». د فیرفاکس کونټي دولتي ښوونځي FCPS)) په یوه بیانیه کې ویلي: « دغه یوه نامناسبه او د نه منلو وړ پېښه ده». د ښوونځي چارواکو دغه پېښه ډېره جدي ګڼلې او د پېښې په اړه نورې څېړنې هم کوي او ښوونکی يې رخصت کړی دی. د امريکا د اسلامي اړيکو شورا (CAIR)  د زده کوونکې د ټوېټر پاڼې  وينا تايید کړې او ویلي یې دي: « موږ د ښوونځي پرېکړې ته درناوی کوو، چې ښوونکی یې رخصت کړی، د زده کوونکې او د هغې له کورنۍ څخه په کې د بخښنې غوښتنه شوې، خو د دغې خواشینوونکې پېښې په اړه د څېړنو تر څنګ بلې سزا ته هم اړتیا شته».  د امریکا د اسلامي اړېکو د شورا اجرایوي مشر نهاد اواد زیاته کړه: « پر هر زده کونکي  باندې باید له ملنډې وهلو او برید کولو څخه ډډه وشي، که په هرې عقیدې پورې تړلی وي. ښوونکي باید زده کوونکي له ګواښلو او ربړولو څخه وژغوري ».

تبصره:

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ټرمپ د ټولنې ټولو وګړو او ان ښوونکو ته اجازه ورکړه، چې د اسلام، مسلمانانو او ان د مسلمانو نجونو پر وړاندې له کرکې او زور زیاتي څخه ډکه لاره غوره کړي. په دیموکراتیکو ټولنو کې په ځانګړې توګه په امریکا متحده ایالتونو کې اسلامي مفکورې ته د لیونۍ، سختدریځۍ او نه منونکې مفکورې په سترګه کتل کېږي. د امریکا د ملي امنیت څارګرې ادارې( FBI ) په کلني راپور کې د کرکې زېږوونکو جرمونو په اړه راغلي، چې ۶۱۲۱ د کرکې وړ جرمي پېښې په تېر کال کې ثبت شوي دي، چې پکې د ۲۰۱۵م په پرتله په سلو کې پنځه سلنه او د ۲۰۱۴م په پرتله په سلو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي. د مسلمانانو پر وړاندې د مذهبي تاوتریخوالي ۳۰۷ جرمي پېښې تر سره شوي، چې پکې د ۲۰۱۵م په پرتله ۱۹سلنه او د ۲۰۱۴م په پرتله دوه برابره زیاتوالی راغلی. 

 په دغه راپور کې د دغه راز پېښو د زیاتوالي لامل نه دی په ډاګه شوی. خو په حقیقت کې ديموکراتیک سياسي نظامونه، رسنۍ او  د دوی ښوونکي د کرکجنو جرمونو د زياتوالي لامل دي. دوی په منظم ډول د سیاسي خبرو اترو له لارې د تعصب او کرکې اور بلولو ته لمن وهي، ترڅو په دې لاره کې اسلام او مسلمانان د یوې وسیلې په توګه قرباني، د پانګوال دیموکراتیک نظام ناکامۍ پټې او مسولیتونه ادا کړي. د پانګوال نظام له ناکامیو څخه دا دي، چې لوبغاړي یې په لوبغالي کې پر مسلمانو زده کوونکو بریدونه کوي او اوس یې ښوونکي له مسلمانو نجونو څخه حجاب لرې کوي.

د روان میلادي کال د مې په میاشت کې، د برانکس په دولتي  ښوونځي کې (Bronx Public School 76 ) له صفا الذوکرې سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي: له اته کلنې صفا الذکورې څخه ۳۱ کلن قراردادي ښوونکي ) Oghenetega Edah ) د حجاب لرې کولو غوښتنه وکړه، خو صفا ونه منلو او ښوونکي پخپله د هغې له سره حجاب لرې کړ. د پولیسو په وینا، د صفا له سره پوړنی پرمخ راکش شوی او ښۍ سترګه یې ژوبله شوې. د صفا پلار محمد الذکوري له یمن څخه راغلی کډوال دی او کله چې په ښوونخي کې یې له لور سره د شوې پېښې په اړه خبر شو، ډېر وځورېد او  زیاته یې کړه: « ما د دې تمه نه درلوده، چې یو ښوونکی دې له یو ماشوم سره داسې کړنه ترسره کړي ».

له دې امله سيکولر ديموکراتيک نظام  توانېدلی، چې په ټولنو کې د کډوالو پر وړاندې له خطر او کرکې څخه ډکې مفکورې دود کړي. په داسې حال کې، چې اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې د دغه ډول ناوړو مفکورو رېښې ایستلي او دغه راز یې تر خپلې واکمنۍ لاندې په بې ساري توګه د مذهبي لږکیو له حقونو، عزت او ناموس څخه دفاع کړې. پخوانی ملا امام قرافي په خلافت دولت کې د ذمیانو په اړه وایې: «د ذمیانو په اړه د مسلمانانو مسولیت دا دې، چې د دوی کمزورتیا په پام کې ونیسي، د بې وزلو اړتیاوې یې پوره کړي، وږي یې ماړه کړي، جامې ورکړي، اخلاقي چلند ورسره وکړي او ان که د ګاونډي له لوري ضرر ور ورسېد، ویې زغمي. باید مسلمانان په رښتني توګه ورسره د ژوند په چارو کې مرسته وکړي او له هر هغه چا څخه یې وژغوري، چې شتمني یې لوټوي، حقونه یې تر پښو لاندې کوي، دوی او د دوی کورنۍ ته زیان اړوي.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: سوريا امال یسنا

ژباړن: افغان بادشاه

د مطلب ادامه...

د «خبیر پښتونخوا» او «فدرال قبیلوي سیمو» یو ځای کېدل هېڅ بدلون نه شي را وستلی

(ژباړه)

 خبر:

د ۲۰۱۷م کال د نومبر له ۱۲مې را په دې خوا، کله چې په جمرود کې ګډونوالو د «ځوانانو په کنفرانس کې» د مرزي جنایي قوانینو(FCR) د لغوې غږ پورته کړ او د «فدرال قبیلوي سیمو(FATA)» او «خیبر پښتونخوا» سیمې د ژر یوځای کېدو غوښتونکي شول، د پاکستان په  خیبر پښتونخوا ولایت کې بحثونه او سختې شخړې پیل شوې. د ملي مجلس غړي حاجي شاه جي ګل افرید داسې وویل: « ددې وخت را رسېدلی، چې د مرزي جنایي قوانینو په لغوه کولو سره د «فدرال قبیلوي سیمه» خپل اصلي مسیر ته راولو.» ده ټینګار وکړ، چې د قبایلو متنفذینو « مرزي جنایي قوانین» رد کړل او غواړي، چې دغه سیمې د هېواد تر رهبرۍ او اساسي قانون لاندې اداره شي.

تبصره:

په حقیقت کې د «فدرال قبیلوي سیمې» د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یو نیمه خپلواکې سیمې دي، چې له اوو قبیلوي حوزو(ولسواليو) او  شپږو سرحدي سیمو  څخه جوړې شوې دي. دا ټولې سیمې مستقیماً د پاکستان د فدرال دولت له خوا د«مرزي جنایي قوانینو(FCR)» په نامه تر ځانګړو قوانینو لاندې اداره کېږي. دغه سخت قوانین د پخوانۍ مستعمرې یعنې انګلسي راج له لوري په ۱۸۷۷م کال کې د هند پر مسلمانانو د پښتنو مجاهدینو د ځپلو لپاره، چې د انګلیس خونړي اشغال پر وړاندې یې مبارزه کوله، را منځته شول.

د «FCR» قوانین د ځانګړو افرادو د جرمونو له امله پر کورنۍ او د قبیلې پر غړو جزاوې تحمیلوي، دغه قانون د قضائیه قوې په مرسته  ان د تورن د محاکمې حق ردوي او تورن ته سزا ورکوي. د دغه قانون په دستور کې که د قبیلې مشران له مجرم سره په لږ لاس لرلو تورن شول، نو د جرم له ثابتولو یې پرته د فدرال دولت پر مجازاتو محکوموي. له دغه قانون څخه سرغړونه، د قبیلې مشران تر سختو سزاوو لاندې راوستلی شي. سره له دې انګلیس هېڅکله په پښتون مېشتو سېمو کې د مجاهدینو پر ځپلو  بریالی نه شو او دغه قانون په افغانستان کې د نا امنۍ لپاره د یوې قوي وسلې یا «بفر زون» په توګه کارول کېده. په پای کې د انګلیس نظامي ځواکونه ووتل او تر اوسه د بیا راتګ جرئت نه لري.

د پاکستان له جوړېدو وروسته د «فدرال قبیلوي سیمه« تر اوسه هم د پردیو د اشغال پر وړاندې د مقاومت د یوې جبهې په توګه کار کوي. د فدرال قبیلوي سیمې مسلمانانو د شوروي اتحاد اشغال پر وړاندې هم لکه د انګلیس امپراطورۍ پر وړاندې مقاومت وکړ، چې تر اوسه د بیا راتګ جرئت نه لري. د امریکا له نظامي حملې وروسته یو ځل بیا د فدرال قبیلوي سیمه په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د حملو پلانولو مرکز و. خو په هغه وخت کې د پاکستان په رهبرۍ کې د امریکا مزدورو چارواکو د اشغالګرو ظالمانه وضعي فرمان قبول کړ، چې وروسته  یې د قبایلي پښتون مېشتو مسلمانانو د مقاومت د کمزوري کولو په موخه ظلمونه او ځورونې پیل کړې.

دغو مزدورو چارواکو په قبایلي سیمو کې وضعیت ترینګلی کړ، چې د پراخو مهاجرتو کړکېچ یې رامنځته کړ. اوس امریکایي چارواکي په بېلابېلو پلمو او چلونو سره د خلکو مقاومت ځپي لکه؛ په قبایلي سیمو کې د جنایي قوانینو په له منځه وړلو سره غواړي هلته د فدرال امنیتي دستګاه د تل لپاره ولېږدوي، چې موخه یې د حکومتي قوانینو تر ولکې لاندې د قبایلي سیمو راوستل دي.

د امریکا د ټولو شومو پلانونو په پلي کولو سره سره، د پاکستان حکام په غولونکي ډول هغه د خپل هېواد په ګته تبلیغوي او دا ځل داسې ادعا کوي، چې هغوی غواړي د فدرال قبيلوي سیمې ټول مسلمانان له هغو ټولو قضایي حقونو څخه برخمن کړي، چې ټول هېواد ترې برخمن دی. کله چې  د ۲۰۱۷م کال د جنوري له ۲۴مې ورسته فدرالي حکومت د «فدرال قبیلوي سیمې» او «خیبر پښتونخوا» سیمو د یوځای کولو پرېکړه وکړه، ډېر ژر د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې موږ د «فدرال قبیلوي سیمې» مسلمانانو ته د ښاریتوب هغه حقونه ورکوو، چې ټول هېواد ترې برخمن دی. وروسته بیا د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۱۷مه د «فدرال قبیلوي سیمې» اجرایوي ملي کمېټې د لایحې د ژر تصویب په موخه د بهرنیو چارو وزیر ته د دواړو پارلماني مجلسونو له لارې د اصلاحاتو امر وکړ او همدارنګه یې ځینې قانوني او اداري چارې تر سره کړې، چې ډېر ژر دغو قبایلي سیمو ته قضایه قانون خپور کړي.

له شک پرته چې د رژیم ادعا بې بنسټه او احمقانه ده. دا په ټول پاکستان کې څرګنده ده، چې مسلمانان له هېڅ ډول حقونو څخه برخمن نه دي. دا په داسې حال کې ده، چې دیموکراسي نظام په «فدرال قبیلوي سیمه» کې دننه یا له هغې څخه بهر، تر«مرزي جنایي قوانینو» لاندې یا له هغو څخه پرته، مسلمانان له خپلو اسلامي حقونو څخه بې برخې کوي. د بشر په لاس جوړ شوي قوانین، د دوسیو په حل کې په کلونو کلونو ځنډ، پخپله د مسلمانانو لپاره یوه بې عدالتي ګڼل کېږي.

لنډه دا چې: د پانګوالۍ نظام تر چتر لاندې ډېری عام خلک د لوړو زده کړو حقونو، صحي او روغتیایي اسانتیاوو، د امنیت ټینګښت او معیاري ژوند ته لاسرسی نه شي موندلی، ځکه چې د دولت ټوله پانګه د څو محدودو خلکو په لاس کې ده.

له شک پرته چې د هند شبه قارې مسلمانانو د پاکستان د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، چې اسلامي شریعت یې د ژوند په ټولو برخو کې پلی او د اسلام تر سیوري لاندې ژوند وکړي. نن هغه وخت را رسېدلی، چې د «فدرال قبیلوي سیمه»، «خیبر پښتونخوا» او د پاکستان ټول مسلمانان د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي. بیا به هغه وخت راشي، چې د ښار هر اوسېدونکی به له اساسي دندو او له خپلو انساني حقونو څخه برخمن شي.

 ﴿إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلاَّ لِلَّهِ﴾

[یوسف: ۶۷]

ژباړه: حکم  او فرمان یوازې د الله سبحانه وتعالی دی.

لیکوال:د حزب التحریرـ ولایه پاکستان د رسمي ویاند مرستیال شهزاد شیخ

ژباړن: بشارت

د مطلب ادامه...

اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلافت د پلازمېنې په توګه له تاسو غوښتنه لري!

حزب التحریر په خپلو فعالیتونو کې د امریکا د ولسمشر ټرامپ پرېکړې ته چې بیت المقدس یې د یهودي دولت پلازمینه اعلان کړ په 6-7/12/2017 په پراخه توګه پوښښ ورکړ. د حزب التحریر فعالینو په دې فعالیتونو کې ټینګار وکړ چې بیت المقدس د راتلونکي خلافت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج جوړېږي، پلازمېنه وي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې داسې فرمایي:

 (هَذَا الأَمْرُ كَائِنٌ بَعْدِي بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِالشَّامِ، ثُمَّ بِالْجَزِيرَةِ، ثُمَّ بِالْعِرَاقِ، ثُمَّ بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ، فَإِذَا كَانَ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ فَثَمَّ عُقْرُ دَارِهَا، وَلَنْ يُخْرِجَهَا قَوْمٌ فَتَعُودَ إِلَيْهِمْ أَبَدًا.) 

یعنې: دا موضوع (خلافت) به له ما وروسته په مدینه کې دوام پیدا کړي، بیا به شام ته لاړ شي، بیا به په جزیره کې وي، بیا به په عراق کې وي، بیا به په مدینه کې وي او بیا به په بیت المقدس کې وي او کله چې بیت المقدس ته ورسېد، نو بیا یې همدا اصلي ځای دی او هېڅ قوم به ونه توانېږي چې له منځه یې یوسي.

فلسطین په عمومي توګه او بیت المقدس په ځانګړې توګه یوه اسلامي موضوع ده چې له جاکارتا نیولې تر مراکشه پورې په ټول اسلامي امت پورې اړه لري. همدارنګه دا ناروا خبره ده چې څوک د فلسطین موضوع یوه نیشنلیستي موضوع بولي او یوازې یې په عربو پورې وتړي او یا یې هم په فلسطینیانو پورې محدودوي. د فلسطین سپېڅلې خاوره نه یوازې دا چې اسلامي خاوره ده، بلکې د ټولې اسلامي خاورې د زړه حیثیت لري او په ټولیزه کچه له ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د اسلامي امت له پوځونو غواړي چې دویم راشده اسلامي خلافت تاسیس کړي، هغه خلافت چې د شرعي مسوولیت پر بنسټ خپل ځواکمن پوځونو د فلسطین د سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره وخوځوي او یو ځل بیا یې د پخوا په څېر د یهود له ناولو منګولو ازاده کړي. 

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر کمپاین

د مطلب ادامه...

الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره را لېږلی، نه د محکومیت لپاره

خبر:

اسراییل او سعودي عربستان په سیمه‌ییز سیاست کې یو بل ته نږدې ملګري نه وو، خو په دې وروستیو کې پرمختګونو ریاض او تل ا‌بیب اړ کړل، چې یو بل ته نږدې او په منځني ختیځ کې د ملګرتیا یو حیرانوونکی باب پرانیزي.

سیاسي شنونکي وایي: د اسراييل او سعودي عربستان اړیکې، دوی ته د ایران د ګواښ پر وړاندې د نوي سیمه‌یيز ایتلاف یوه برخه ده.

یوه اسرايیلي وزیر د سعودي عربستان د هغه مفتي له څرګندونو څخه هر کلی وکړ، چې د فلسطینيانو د مقاومت ډله «حماس» يې تروريستي سازمان وباله. د اسرايیلو د اطلاعاتو وزیر ایوب کارا په خپل رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکلي: « موږ د سعودي عربستان لوی مفتي او د علماوو مشر شيخ عبدالعزيز ته د هغې فتوا له امله مبارکې وایو، چې د يهودو پر وړاندې جګړه يې حرامه او د دوی وژنه يې ناروا ګڼلې». دغه راز یې زیاته کړه: « زه نوموړي ته بلنه ورکوم، چې له اسرايیلو څخه لیدنه وکړي او له ده به خورا تود هر کلی وکړو».

تبصره:

دغه ډول څرګندونې نوي نه دي. په تېره پيړۍ کې هم د يادو مفسدو حکامو اصلي څېرې او د دوی غلطې تګلارې خلکو ته بربنډې شوي.

د اسلام د سپېڅلو ځایونو حکام د الله سبحانه و تعالی د حکمونو پر ځای د واشنګټن غوښتنې پوره کوي او سیکولریزم دودوي. یا د دوی په وينا د هغه ګډ دښمن (ايران) پر وړاندې له یهودي دولت سره، چې فلسطين يې اشغال کړی دی، مالي او پوځي مرستې کوي. یا هم د امریکا له امر سره سم د يمن پر مسلمانانو خونړي پوځي بریدونه کوي او یمني مسلمانان له تېغه تېروي.

يا هم اردوغان د دولتي بودیجې پر مټ د مصطفی کمال مجسمې ته څېرمه د غونډو په ترسره کولو سره د هغه یاد تازه کوي. هغه مصطفی کمال، چې اسلامي خلافت يې د برتانيې په اشاره ړنګ کړ. یا هم د روسيې له قاتل ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ملګرتيا او نږدې همکارۍ ګډه اعلامیه صادروي، چې په سوريه کې په دوامداره توګه مسلمانان بمباروي. له هغه یهودي دولت سره ټینګې اړیکې ساتي، چې د مسلمانانو دریم مقدس ځای یې ښکېلاک کړی او له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې  فلسطينیان وژني.

همدا راز دغه دوه دولتونه، له امریکايي پلان سره سم د هغو مسلمانانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي، چې د سوري رژيم مخالفت کوي. دوی هڅه کوي چې مخالفين د یوه سيکولر دولت جوړولو ته قانع کړي او د اسلامي دولت، چې ګټې یې اسلام او مسلمانانو ته رسېږي، پر ځای داسې دولت ته وهڅوي؛ چې امریکايي ګټې خوندي کوي.

امت هره ورځ له ورته چلونو او پېښو سره مخ دی، خو تر اوسه د پام وړ بدلون نه دی راغلی او موږ لا تر اوسه هم په هغه مخکیني حالت کې يو، ان زموږ حالت تر مخکې هم بد شوی دی. خو نور څومره خلک له منځه لاړ شي، ترڅو د دغو بې باوریو لمن ټوله او پوه شي، چې دوی غولول کېږي او اصلي لوری یې بدلېږي؟

پوښتنه دا ده چې د دا ډول پېښو اغېز به پر مسلمانانو څه وي؟

له شکه پرته د غولوونکو مشرانو دغه پلانونه او پروګرامونه، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې يې پر مخ وړي، ناورينونه او کړکېچونه زېږوي. دغه کرغېړنې کړنې به مسلمانان وهڅوي، چې د روان بد حالت په اړه فکر وکړي او حل لاره یې ومومي. د دې تر څنګ بايد وپوهېږو، چې يوازې د واقعيتونو ليدل او منل د بدلون لامل نه کېږي او نه هم د واقعيت پر وړاندې احساساتي غبرګون د بدلون لامل ګرځي.ان که په سل ګونه زره غميزې پېښې وشي او ټول خلک له منځه لاړ شي، خو د ډاډ وړ بدلون به رامنځته نه شي. که اسلامي امت دغه بد حالت ته د ايډیولوژیک لیدلوري پر بنسټ و نه ګوري، نو په دغه وېرجن حالت کې به د مشرانو اصلي څېرې او د دوی غلطې تګلارې څرګندې نه شي او بدلون ته به اړتیا و نه لیدل شي.

اسلامي امت باید په ټولنېزو، اقتصادي او سیاسي واقعیتونو ځان پوه کړي، و يې ارزوي، په خپل ژوند کې یې له اسلامي عقیدې سره تړاو ورکړي او د هغې پر بنسټ پرېکړه وکړې. که نه نو د ستونزو لپاره به حل لاره ونه مومي او نه به له دغه ناوړه او کرغېړن حالت څخه د وتلو توان پیدا کړي.

د بېلګې په توګه د ملګرتیا، ګډون او دښمنۍ مفکورې د دولتونو له لوري د دې لپاره کارول کېږي، چې له نورو دولتونو سره خپلې اړیکې تنظیم کړي. دوی دغه اصطلاحات له خپلو غوښتنو سره سم کاروي، ترڅو د خلکو پوهاوی زیات شي او خلک له یادو مفکورو څخه ملاتړ وکړي.

په اسلام کې دغه اصطلاحات ناڅرګند نه دي او مانا، مفهموم او شرايط يې څرګند دي. پر دې بنسټ کفري هيوادونه، چې د اسلام دښمنان دي په ځانګړې توګه امریکا، روسيه او يهودي دولت باید د دوستو هيوادونو په توګه و نه پېژندل شي، ځکه دوی پر اسلامي هيوادونو بریدونه کوي او اشغالوي یي. دغو هيوادونو ته بايد د دښمنو دولتونو په سترګه وکتل شي. له دوی سره بايد پخلاينه او ګډون ونه شي؛ نو د یادو اصطلاحاتو په اړه د اسلام حکم همداسې دی او مسلمانانو ته د ورته حالاتو په اړه یوازینۍ سرچينه همدغه ده.

کله چې په اسلامي نړۍ کې یو مسلمان حاکم ياد دولتونه خپل ملګري دولتونه بولي، دی په حقیقت کې  له اسلام پرته بله سرچينه غوره کوي. دغه حاکم خلک غولوي او خلک هم له ده سره هوکړه کوي، بیا نو د دغو خلکو استدلال دا وي، چې دا یوازې سیاست، ګټه او یا هم له واقعیتونو سره ځان برابرول دي او دا په دې مانا ده، چې خلک هم له اسلام پرته له بلې سرچينې څخه ګټه اخلي. تر هغې چې مسلمانان دغه سرچینه بدله نه کړي او پر ځای یې اسلامي سرچینه ونه ټاکي، په همدې ډول به د دوی غولول دوام ولري.

نو دغو هيوادونو ته بايد د دښمنو هيوادونو په سترګه وکتل شي، ځکه د دوی موخې د اسلامي هيوادونو بېلول، کمزوري کول او ترې ناوړه ګټه اخیستل دي. له دوی سره کار کول نه یوازې له شرعي پلوه حرام دي بلکې مسلمانان د ګمراهۍ لورې ته بیايې او له دوی سره دوستي د عنکبوت جال، چې ډېر ژر له منځه ځي، په څېر ده.

د دوستۍ، ګډون او دښمنۍ مفکورې له زرګونو مفکورو څخه یوازې یو څو بېلګې دي. يادې ټولې مفکورې بايد له يوې واحدې سرچینې څخه واخیستل شي، چې هغه اسلامي عقیده ده. ټولو واقعیتونو او حالتونو ته بايد له اسلامي عقیدې سره تړاو ورکړل شي، ترڅو مسلمانان هغه حالتونه په ښه توګه وپېژنې او له اسلامي عقیدې سره یې؛ سم حالت غوره کړې.

که خپلې ټولې چارې د اسلامي سرچینو پر بنسټ تنظیم کړو، نو ډېر ژر به پیاوړي، ځواکمن او مفکر شو او د فاسدو او غلطو مفکورو له امله به نه بې لارې کېږو. په بدل کې به یې یو ايډیولوژیک بدیل او حل لاره ولرو او له دې لارې به وکولی شو حاکم نظریات، مفکورې، باورونه او نظامونه وننګوو.

په پای کې بايد ووايو، چې اسلام د دې لپاره راغلی، چې د نړۍ حالت بدل کړي او پرې واکمن شي. نه د دې لپاره چې هغه بدل شي او محکوم شي.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اوکې پالا

د هالنډ مطبوعاتي دفتر استازی

ژباړن: صدیق احمدزی

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه اسلام!

خبر:

د افغانستان جمهور رييس اشرف غني د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد نمانځنې په مراسمو کې وویل: «موږ په افتخار وایو، چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له نظره د اسلامۍ نړۍ تر ټولو غوره قانون دی. په افغانستان، حرمین الشریفین، مصر، مالیزیا، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو کې جید علما په دې اړه اجماع لري، چې په اسلامي هېوادونو کې ګډوډي جوړول، بغاوت کول او اسلامي هېوادونه دارالکفر بلل ستره فتنه ده. وينې خوړونکي چې وايي اسلام په خطر کې دی، ورته وایو چې اسلام په خطر کې نه دی؛ بلکې ستاسو جنایتونو، وژنو، او بغاوتونو د مسلمانانو ژوند تریخ کړی دی.»

(سرچینه: https://president.gov.af/fa/news/24912)

تبصره:

که فرض کړو، چې د افغانستان د اساسي قانون په ګډون د ټولو جبریه دولتونو اساسي قوانین اسلامي دي؛ نو د اسلامي قوانینو تر منځ توپير او تبعیض د څه لپاره!؟ د اشرف غني د وینا همدا برخه په دین کې د ده د ناپوهۍ او په ژور انحطاط کې د ډوبتيا لپاره بسنه کوي. اساسي قانون چې د یوه دولت د ټولو قوانینو مور ده، هغه وخت اسلامي کېدای شي، چې مجتهدو علماوو له قرآن، سنت، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه په شرعي طریقه (اجتهاد) استنباط کړی او په پای کې خلیفه تنبي (د تطبيق لپاره تاييد) کړی وي. حال دا چې د افغانستان اساسي قانون د افغانستان د مسلمانو خلکو احساساتو ته په پام سره د فرانسې له قانونه کاپي او د افغانانو د عنعنوي بنسټ (لویې جرګې) په وسیله تصویب شوی دی. نو هر قانون چې د خلکو د ارادې په پایله کې چمتو او تصويب شي، د اسلام له نظره وضعي- بشري قانون ګڼل کېږي؛ ولو که تر هغه قانون لاندې د الله سبحانه وتعالی حدود هم پلی شي.

په ټولو اسلامي خاورو کې د ګډوډۍ، وژنې، جنایت او بغاوت رامنځته کېدل، د دغو اسلامي خاورو پر مسلمانانو باندې د غیر اسلامي نظامونو د تحمیل او تطبیق له امله دي. ځکه کله چې پر خلکو د دوی د عقیدې خلاف نظام او قانون تطبیق شي، خپله د خلکو او دولت تر منځ د واټن لامل کېږي. برعکس کله چې سیاسي نظام او قوانین یې د خلکو له عقیدې سرچینه واخلي، خلک به خپله د سیاسي نظام او د هغه له قوانینو ملاتړ کوي او په خلکو کې به د عام - تام مشروعیت خاوند وي؛ خو کله چې زموږ قوانین د غرب له قوانینو کاپي او د کفارو په تمویل او لارښوونې د خلکو د تش په نامه ارادې له لارې تدوین شوي وي؛ هېڅکله به یې مسلمانان ملاتړ ونه کړي. نو په دغه صورت کې ګډوډي، قتل، فتنه او بغاوت ادامه مومي او یوازې درباري علما چې د همدغه کفري نظامونو په وسیله د انحطاط په ژورو کې روزل شوي، د اسلامي خاورې اوسنی حالت دارالکفر نه بولي او د دغو کفري نظامونو پر وړاندې مبارزه بغاوت نوموي.

له نن څخه د قیامت تر ورځې، هېڅوک نه شي کولی اسلام له خطر سره مخ کړي، بلکې د مسلمانانو اسلامي ژوند د دوی د غفلت له امله، د ژوند په ټولو ډګرونو لکه سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د اسلامي شریعت د نه تطبیق له پلوه له ګواښ سره مخ دی. دا خطر له هغه مهاله پيل شوی، چې اسلامي امت اسلامي دولت (خلافت) د عربي قومیت، ترکي نشنلېزم او ژور فکري انحطاط د فتنو په ترڅ کې له لاسه ورکړ او تر هغه وخته چې مسلمانان ستاسو جبریه نظامونه يو په بل پسې را ونه نړوي او اسلامي دولت (د نبوت پر منهج خلافت) بیا تاسیس نه کړي؛ هېڅکله به له دغه خطر او ګواښ څخه خوندي پاتې نه شي.  

موږ د اشرف غني په ګډون د اسلامي امت ټولو چارواکو ته خبرداری ورکوو، چې اسلام د جمهوري دولت په سرلیک کې د «اسلامي» مختاړي او وروستاړي، وضعي- اساسي قانون او د مدرسو او جوماتونو د جوړولو له لارې نه حاکمېږي؛ بلکې اسلام د اسلامي سیاسي نظام (خلافت دولت) په وسیله حاکمېږي، چې د ژوند په ټولو ډګرونو کې يوازې اسلام تطبیق او له نورو ټولو ملتونو سره د دعوت او جهاد پر اساس خپل بهرنی سیاست تنظیم کړي.

اشرف غني باید ځواب ووايي؛ چې له بالفعل محاربو کفارو سره دوستي، ستراتیژیک او امنیتي تړونونه څه حکم لري!؟ د اسلام په اقتصادي نظام کې د سود او احتکار شرعي حکم څه دی!؟ د اسلام له نظره د ژوند په ټولو ډګرونو کې د سړي او ښځې اختلاط څنګه تنظیمېږي!؟ مسلمانوژنه، جنسي، قومي، ژبنی، نژادي او مذهبي تبعیض، د فحشا ترویج او د امریکا او ناټو د جګړې لپاره له مجبورو او بېچاره خلکو ترمنځ د سرتېرو د جلب او جذب په موخه د بېوزلۍ عامول له اسلام سره څنګه اړخ لګوي!؟

دا د هغو جنایتونو یوه ډېره کوچنۍ برخه ده، چې تاسو او ستاسو د "اسلامي جمهوري دولت" په نامه نظام يې د غرب په ملاتړ ترسره کوي. نو پوه شه چې خلک په دې پوهيږي چې اسلام په خطر کې نه دی، بلکې د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی. له دې امله خلک ستاسو، ستاسو په څېر نورو چارواکو او ستاسو د نظامونو پر وړاندې مبارزه کوي.

سیف الله مستنیر

د حزب‌التحریرـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

فلسطین: «الوعی کتلې» د پلی تخنیک په پوهنتون کې د «سیاسي کار» د ارزښت په اړه ناسته وکړه.

خاورې په پوهنتونو کې د حزب التحریر د ځوانانو څانګه) د «په سیاسي کار کې د ځوانانو رول» تر عنوان لاندې د خبرو اترو ناسته تر سره کړه او په دغه ناسته کې یې «انجنیر عرفات زلوم» دعوت کړی و او پر بېلابېلو موضوعاتو لکه: د سیاست د مفهوم توضیح کول، د سیاسي مبارزې فرصت او د تغیر په راوړلو کې د ځوانانو په رول... بحث او خبرې اترې وکړې.
او همدارنګه انجنیر عرفات په تالار کې له حاضرو محصلینو سره د «په سیاسي کار کې د ځوانانو رول» او د همدې موضوع پر ټولو اړخونو یې بحث او خبرې اترې وکړې، د رسولانو او پیغمبرانو مبارزه او کار، په ځانګړې توګه د «محمد صلی الله علیه وسلم» مبارزه چې د امت چارې او د امت نهضت یې تنظیمول، ورته یادونه وکړه. او ځینې افکار چې حکام یې، له سیاسي کار څخه د ځوانانو د لرې کولو په موخه ترویجوي هم بحث پرې وکړ.
په دې ناسته کې ټولو حاضرینو د پوښتنو، بحث، تبصرې او نظرونو له لارې په خبرو کې برخه واخېسته او غوښتنه یې وکړه، چې داسې با ارزښته کار او فعالیت باید بیا هم تر سره شي و آخر دعوانا ان الحمد الله رب العالمین.

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې