الرایه جریده: د الرایه جریدې د «۱۵۸»مې ګڼې مهم عنوانونه
- خپور شوی په ویډیوګانې
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۱۱مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۷م، د نومبر ۲۹مه
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۱۱مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۷م، د نومبر ۲۹مه
الاقصی مسجد: د جمعې ورځې درسونه «ووایه:
دا زما لاره ده چې زه (خلک) په پوهاوي او درک سره د الله لوري ته رابولم»
(ژباړه)
خبر:
بي بي سي د هغې پټې معاملې له جزیاتو پرده پورته کړه، چې د داعش سلګونو جنګیاليو او د دوی کورنیو ته له رقې څخه د وتلو اجازه ورکوي. دغه معامله د نړیوال ایتلاف تر مشرۍ لاندې د امریکا، انګلیس او کردي ځواکونو په مشرۍ چې پر رقه ښار واکمن دي، شوې ده. (سرچینه: بي بي سي-انګلیسي)
د رقې ښار د سقوط موضوع یې د داعش وروستۍ دوره او د غربي ایتلاف بریالیتوب ښودلی دی؛ له داعش سره د غرب د جوړجاړي د شایعاتو، څرګندېدو ډېر وخت ونیولو، خو دغه څېړنه چې «بي بي سي» کړې، له داعش سره د غرب ښکاره اړیکې ښيي.
تبصره:
«بي بي سي» په دغې څېړنه کې موندلي، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو، د هغو کردانو او عربانو جوړ ایتلاف، چې له داعش سره مبارزه کوي، له یو شمېر کامیون چلوونکو سره د دې لپاره هوکړه وکړه، چې د داعش د کورنیو سلګونه تنه له «فرات سد رودخانې» ښاره د سوریې په شمال کې بلې فوځي اډې ته ولېږدوي؛ خو کله چې کامیون چلوونکي د اکتوبر پر ۱۲مه د ورځې په سر کې لېږدولو ته چمتو شول، وپوهېدل چې دروغ ورته ویل شوي او دوی باید د هوکړې په خلاف دری ورځې په سختۍ سره موټرواني وکړي او هغه خطرناک بار، چې د داعش سلګونه تنه جنګیالي، کورنۍ او څو ټنه وسله او مهمات وو، ولېږدوي.
یادو موټرچلوونکو له بي بي سي سره د خپل هویت د نه ښودلو په شرط مرکه کړې او ویلي یې دي، چې دوی ته زرګونه ډالر ورکړل شوي، ترڅو دغه موضوع پټه وساتي.
د دغه هوکړه لیک د متن پر اساس، چې د سیمهییزو چارواکو لخوا ترتیب شوی و، داعش جنګیالیو اجازه لرله، چې له «رقې» ښاره وتښتي. دغه هوکړه لیک له هغې جګړې څلور میاشتې وروسته وشو، چې ښار یې ړنګ او له اوسېدونکو څخه یې خالي کړ. امریکا، انګلیس او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو نه غوښتل، چې په دغه هوکړه لیک کې خپل رول ومني او په دې ډول یې لوی دردونه د نړیوالو له سترګو پټ کړل. «بي بي سي» د دغې موضوع له لسګونو شاهدانو سره مرکه کړې، چې له ډلې یې په کامیون(لارۍ) کې شته افراد او هغه کسان وو، چې دغه موضوع یې د سر په سترګو لیدلې او همداراز هغه کسان وو، چې د دغې معامله کې حاضر وو.
له کامیون چلوونکو څخه یو «ابو فوزي» و، چې ویلي یې دي: «له هغه وخته چې رقې ښار ته ننوتو، وېره او ډار مو پر ټول وجود خور شو. ژمنه داسې وه، چې ښار ته د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو سره یو ځای داخل شو؛ خو هغوی زموږ ملتیا ونه کړه او په یوازې ځان مو دغه کار وکړ، له ننوتلو سره سم له داعشي جنګیالو سره په داسې حال کې مخ شوو، چې وسلې او ځان وژونکي واسکټونه ورسره وو. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو موږ غولولي وو، داعشیانو موږ له هر لوري کلابند کړو او که د دغې هوکړې په تطبیق کې کومه خطا رامنځته شوې وی، داعشیانو ټول کاروان ته چاودنه ورکوله؛ ځکه د دوی ماشومانو او ښځو هم ځان وژونکي واسکټونه اغوستي وو. د دې لپاره چې دغه معامله پټه پاتې شي د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ښار له رسنیو پاک کړی وو.»
هغه انځورونه چې په پټه توګه اخیستل شوي او بي بي سي ته رسېدلي، هغه کامیونونه ښيي چې له وسله والو کسانو څخه ډک دي. ژمنه داسې وه، چې داعشیان به یوازې شخصي وسلې لېږدوي، خو د داعش جنګیالیو ټول هغه څه را واخیستل، چې کولی یې شوی له ځان سره یې یوسي او لس لارۍ چې له وسلو او مهماتو څخه ډکې وې له ځان سره ولېږدولې. د هغې څېړنې په رڼا کې چې «بي بي سي» تر سره کړې، اوس ایتلاف د دغه هوکړه لیک د لوبې یوه برخه منلې او ویلي یې دي، چې د داعش جنګیالیو شاوخوا ۲۵۰ تنو ته اجازه ورکړل شوه، چې د خپلو کورنیو له ۳۵۰۰ غړو سره رقه پرېږدي.
د داعش د پیداکېدو له ورځې را پدېخوا ډېری کسان د دغې ډلې پر انګېزو شکمن دي. په ځانګړې توګه کله یې چې د نړیوال ایتلاف پر ځای مسلمانان خپله موخه وګرځول. په سوریه کې هغه وخت داعش ډله راښکاره شوه، چې بشار اسد د ماتې په حال کې و، داعش ډله سوریې ته لاړه او د دولت له مخالفو ډلو سره یې جګړه پیل کړه او د بشار اسد د موضع(قدرت) په ټینګولو کې یې پراخه مرسته وکړه.
اوس پوهېږو، چې په موصل کې عراقي ځواکونه د خپل مشر لخوا په بغداد کې ګومارل شوي وو، چې ښار داعش ته پرېږدي. په داسې حال کې چې داعش د عراق او سوریې په پولو کې په پوره ازادۍ سره ګرځېدل او غربي طیارې یې پر سر ګرځېدلې، خو د له منځه وړلو لپاره یې کوم کار ونه کړ.
له داعش څخه د رقې پاکول دغه واقعت ښیي، چې تر اوسه د غرب لپاره له داعش څخه ګټې اخیستنې ته اړتیا شته او رول یې پای ته نه دی رسېدلی.
لیکوال: عدنان خان
ژباړن: منصور دریځ
(ژباړه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسون څو اسیایي او عربي هېوادونو ته خپل هدفمندانه سفر اعلان کړ، چې له دغو سفرونو څخه د ټرامپ د ادارې بهرنی سیاست، چې د دغو هېوادونو لپاره یې پام کې لري، په ډاګه کېږي، چې په ښکاره توګه د امریکا لاسوهنه او پر دغو هېوادونو د امریکا د پلان تپل دي. په دغه سفر کې د ټېلرسون موقف او څرکندونې د هغه ښکاره ستراتېژي داسې په ډاګه کوي.
لومړی د خلیج له کړکېچ څخه داسې څرګندېږي، چې د نامعلوم وخت لپاره د امریکا موقف له ځان سره د سیمې بوختول دي، چې د هغو په وسیله له دغو هېوادونو څخه خپلې استفادې ته دوام ورکړي او د قطر د نفوذ تاثیر کم کړي او په خپلو داخلي چارو کې یې بوخت کړي، چې قطر ونشي کولی د انګلیس په مرسته د امریکا سیاستونه له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي ډول په جنجالي سیمو لکه: لېبیا، د سوډان دارفود او نورې. د امریکا لپاره مهم کار دا دی، چې دغه ټول هېوادونه له اسلام سره په جګړه کې مرسته وکړي، نه د کړکېچ په حل کې. ټېلرسون د خپل سفر په پای کې وویل: «په خلیج کې زموږ ټول شریکان له ټرورېزم سره په مبازه کې خپلې نوې هڅې کوي.» ده ټینګار وکړ: « پر دې سربېره د دغو مرستو د معلوماتو شریک کول به د همغږۍ او همکارۍ حد ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ټېلرسون له خپل سفره مخکې له امریکایي ورځپاڼې بلومبرګ سره په خبرو اترو کې د منځني ختیځ د کړکېچ حل اټکل کړی او دا مسولیت یې د څلورو محوري هېوادونو(سعودي، امارات، بحرین او مصر) پر غاړه ور اچولی او ویې ویل: «مسولیت د څلورو هېوادونو پر غاړه دی او په دې اړه قطر خبرو اترو ته چمتو دی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هدر نائورت وویل: «ټېلرسون هېوادونه خبرو اترو ته هڅوي.» او بیا یې وویل: « موږ دوی هغه کار ته نه اړ کوو، چې نه یې غواړي.»
کله چې ټېلرسون سعودي ته ورسېد، پر خپل پخواني موقف یې داسې ټينګار وکړ: «په ریاض کې له څو ناستو ورسته مو د خلیج د کړکېچ د حل لپاره له خبرو اترو پرته بل څه پیدا نه کړل او واشنګټن د خبرو اترو حل لاره پر هغه لوري، چې چمتو نه دی، نه تحمیلوي.» ان هغه ادعا وکړه، چې واشنګټن د کړکېچ د حل د تحمیل توان هم نه لري. د دې تر څنګ ټېلرسون پر مصالحې سربېره د دوو مهمو کارونو د تحقق لپاره هڅه کوي.
لومړی: د داعش د جګړې له پای ته رسېدو ورسته د عراق د ویجاړیو د جوړولو په موخه د سعودی د پانګې ختمول،چې د عراق او سعودي تر منځ د یو سیاسي کمېسون له جوړولو وروسته به د امریکا سیاست پلی کړي. ټېلرسون سعودي وهڅاوه، چې د عراق په ابادۍ کې برخه واخلي . هغه وویل: «عراقیان د یوه ارام او با ثباته اقتصاد غوښتونکي دي او غواړي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل هېواد امکاناتو ته پراختیا ورکړي.» په دې اړه ټېلرسون په ریاض کې د ملک سلمان او د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي د لیدنو لړۍ سرپرستي کړه او درېیو واړو د عراق او سعودي د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې ګدون وکړ او سعودي ته یې د همغږۍ د شورا له جوړېدو، عراق ته د خپلې جنوبي پولې له پرانیستو، د تجارتي مالونو د صادرولو او د تېلو او ګازو له لېږدلو وروسته ژمنه ورکړه.
دویم: له بلې خوا ټېلرسون له عراقي ملیشو څخه، چې له ایرانه مرستې تر لاسه کوي، وغوښتل، چې خپل هېواد ته راشي او پردي له خپلې خاورې وباسي، ترڅو خپل هېواد اباد کړي او له دې لارې غواړي د ایران او سعودي په اړیکو کې تل ګډوډي وساتي، ترڅو د خلیج له لارې د امریکا ګټې خوندي شي او ایران د خلیج هېوادونو لپاره یو ګواښ جوړ کړي، چې د اروپایانو لپاره د فشار یوه اله وي، چې له اېرانه ګټه وا نخلي. لکه څنګه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي: «د بریدونو په پيل او د ایران د هستوي هوکړې په نقض سره، ټېلرسون اورپایان د ایراني سرچينو له کارونې څخه وېرولي دي.»
سره له دې چې ټېلرسون له هغو ملېشو غوښتي، چې له ایرانه مرسته تر لاسه کوي، چې خپلو کورونو ته راستانه شي؛ بلکې د ایران پر ضد یې هڅولي، خو ټېلرسون په سیمه کې د ایران پر محوري رول داسې اعتراف وکړ: «موږ باید د ایران په اړه واقع بین واوسو، ځکه ایران له عراق سره پراخې پولې لري او د دوی اړیکې تېرو پېړیو ته رسېږي. موږ به هېڅکله د ایران او اعراق ټولې اړیکې پرې نه کړو. هغه هېواد په عراق کې اقتصادي، تجارتي او نورې اړیکې لري، چې باید دوام پیدا کړي.» د امریکا موقف له عراق سره د ایران د همکاریو په اړه دا دی، چې ایران په سیمه کې د امریکا د ستراتېژيکو ګټو لپاره کار وکړي او د هغه متناقضې څرګندونې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.
د کردستان د ستونزې په اړه ټېلرسون خپلې ښکاره هیلې بیان کړې: « امریکا متحده ایالات د بغداد او اربیل تر منځ مرستو ته چمتو دي، چې له سولهییزو لارو د یوه فدرال دېموکراتیک دولت د جوړولو لپاره همکاري وکړي. له دواړو لورو، عراقي ځواکونو او ځانمرګو څخه غواړم، چې جګړه پرېږدي او له لومړي وزیر حیدر عبادي څخه غواړم، چې اربېل د عراق د اساسي قانون پر محور خبرو اترو ته را وبولي.» د هغه موخه د عراق د فدرال دولت جوړول دي، چې امریکا تاسیس کړی دی.
په افغانستان کې یې له ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د ټرامپ حکومت به له نظامي ملاټړ او پر طالبانو باندې له بریدونو لاس وانخلي. امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي او د خپلو مزدورانو له مرستې به لاس په سر نه شي. هغه په دې اړه وویل: «ښکاره ده چې زموږ موقف له طالبانو سره د جګړې پر دوام او د نورو پر ضد دی، ترڅو وپوهېږي، چې دوی به هېڅکله له نظامي اړخه بریالي نه شی.»
ټېلرسون په پاکستان کې له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره ولیدل او په اسلام اباد کې یې د امریکا د سفارت په اړه په بیانیه کې وویل: «زموږ د بهرنیو چارو وزیر بیا ځلې د ولسمشر ټرامپ پیغام وړاندې کړ، چې پاکستان دې له هغه ټرورېزم سره په مبارزه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړې، چې په ځمکه کې فساد کوي.»
د ټېلرسون له سفره په ډاګه کېږي، چې هغه پر اسلامي خاور د امرونو تر سره کول، فشارونه او تورونه زیات کړي دي او د دغو خاورو حکام یې یوازې داسې مزدوران وبلل، چې د دندې د سرته رسولو مسئولیت لري او له غیر اسلامي هېوادونو سره یې د ستراتېژیک شریک په څېر چلند وکړ، چې له دې ډلې یې د پاکستان کلک دښمن هند، خپل ستراتیژیک شریک وباله.
هغه په هند کې له مشرانو او مسئولینو سره لیدنې وکړې. د اسیا د جنوب په اړه یې خپل پلان بیان کړ او هغوی ته یې وویل، چې هند به د چین پر وړاندې محوري رول ولوبوي او له هند سره یې د امریکا پر ژورو همکاریو ټنګار وکړ او هغه یې په اسیا کې د چين د ورځ تر بلې زیاتېدونکي نفوذ په مهارولو کې خپل اصلي شریک وباله.
لیکوال: احمد خطواني
ژباړن: بشارت
خبر:
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پر نړېوالې ټولنې ږغ وکړ، چې د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه دې پر ایران نوي نړيوال بندیزونه ولګول شي. د تهران او ریاض ترمنځ اوسنۍ لفظي شخړه په سیمه کې د تاوتریخوالي لامل شوې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر له سي اېن بي سي(CNBC) امریکايي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې چې تېره اونۍ خپره شوه، وویل: « ایران د ترهګرۍ لومړۍ ملاتړی هیواد دی ». ده ایران د بالیستکي توغندیو د پروګرام د پراختیا او په لبنان کې د شیعه مېشتې ډلې حزب الله د ملاتړ له امله وغنده. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۷م نومبر ۱۱مه )
تبصره:
د سعودي هغه ادعا چې ایران د ترهګرۍ ملاتړی بولي، په داسې حال کې چې د یهودي دولت په اړه بیا چوپه خوله دی. ایا دا په دې مانا ده، چې ایران ترهګرۍ ته پراختیا ورکوي او صهیونېست رژیم يې نه ورکوي؟
سل کاله وړاندې تر بالفور اعلاميي ورسته، چې د ۱۹۱۷م کال د نومبر پر دویمه خپره شوه، پر بنسټ يې صهیونېست رژیم ته اجازه ورکړه شوه، چې اسلامي خاوره ونيسې. ایا کله د سعودي یا مصر حاکمانو هڅه کړې چې فلسطین ازاد کړي؟ له هغه راهیسې چې زیات شمېر مسلمانان وژل کېږي، ترور کېږي، په سبرا- شاټیله پنډغالي کې قتل عام کېږي، ځمکې يې غصبکېږي، مسجد الاقصی ته له ننوتلو څخه منع کېږي او داسې نور ډېر جرمونه يې چې پر وړاندې تر سره کېږي؛ ایا دا ترهګریز عملونه نه دي؟ ولې د سعودی رژیم د یهودي دولت پر وړاندې د ورته نړیوالو بندیزونو وړاندیز نه کوي؟ ایا دا نه په ډاګه کوي، چې د سعودي رژیم د یهودي دولت ملګری دی او هغه یو ترهګر دولت نه ګڼي؟ له بل لوري سعودي رژیم ولې د هغو ځمکنیو او هوايي بریدونو په اړه، چې د امریکا متحده ایالاتونو له لوري پر اسلامي خاورو لکه: عراق او افغانستان کې تر سره کېږي او پکې زیات شمېر ملکیان وژني، څه نه وایي؟.
پر دې سر بېره یهودي دولت په لبنان کې څومره زیات شمېر خلک له سترو ګواښونو سره مخ کړي دي او همدارنګه د بشار رژیم نور څومره زیاته اندازه سوني مسلمانان وژني؟ ایا سعودي رژیم د یادو خونړیو پېښو په اړه کومه ورځ خپل غبرګون وښود؟ برعکس د قطر له لوري کوم ترهګریز ګواښونه دي، چې د سعودي رژیم ترې وېرېږي؟
جګړه به په منځني ختیځ کې تر هغې روانه وي، چې مسلمان حکام له کفارو سره ورورولۍ ولري، د متحده ایالاتونو نیابتي جګړه پر مخ یوسې او د پالیسیو په پلي کولو کې یې مرسته وکړي.
په دغې سیمه کې بې ثباتي لا له وړاندې پلان شوې ده او شخړې په قصدي توګه په لاره اچول کېږي، ځکه چې امریکا د وسلو له پلورلو څخه په میلیونونه ډالر تر لاسه کوي، د دې تر څنګ غواړي اقتصاد يې پراخ شي او جوړې کړې وسلې یې وازمایي. په ورته وخت کې دوی خلکو ته د اسلام غلط انځور وړاندې کوي او د مسلمانانو د یووالي مخه نیسي. په حقیقت کې د ايران پر وړاندې پلان هغه دی، چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشریزه کې د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۹مه په خپله وینا کې بیان کړ: « د ايران رژیم له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي په داسې حال کې چې ګاونډیانو يې ژمنه وکړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې به جګړه کوي او د هغه تمويل به بندوي، چې د دوی ترمنځ دا یو څرګند توپير دی. د تېر کال په سر کې په سعودي عربستان کې ما تر ۵۰ ډېرو عربې او اسلامي مشرانو ته وینا وکړه او موږ هوکړه وکړه، چې ټول ځواب ورکوونکي ملتونه به ګډ کار کوي، ترڅو د ترهګرۍ او اسلامي سختدريځۍ، چې د ترهګرۍ د رامنځ ته کېدو لامل کېږي، له منځه یوسو». (سرچينه: whitehouse.gov)
ای د سعودي مسلمانانو! د سعودي حکام چې په وینا يې له کورني فساد سره مبارزه کوي، دوی په خپله تر نورو ټولو ډېر په فساد کې ښکېل دي. دوی د مسلمانانو وینه او مال له کفارو څخه د درنښت لاسته راوړلو په بدل کې پلوري. دوی د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو په موخه کفار، چې د الله سبحانه و تعالی او د مسلمانانو دښمنان دي په دوستۍ سره نیولي.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾
[المائده: ۵۱]
ژباړه: اې مومنانو! یهودیان او عیسویان خپل ملګري مه نیسئ، دوی په حقیقت کې یو د بل ملګري دي او که له تاسو څخه څوک هغوی خپل ملګري نیسي، نو په حقیقت کې هغه هم له هغوی څخه دی او الله سبحانه و تعالی ظالمانو ته لارښوونه نه کوي.
موږ په تل پر دوی ږغ کوو، چې سمې لارې ته راشئ.
سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَرَجُلٌ قَالَ إِلَى إِمَامٍ جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ وَاللَّهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَلَتَأْخُذُنَّ عَلَى يَدَيِ الظَّالِمِ، وَلَتَأْطُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ أَطْرًا، وَلَتَقْصُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ قَصْرًا
هغه چا ته به د شهيدانو د سردار، حمزه (رض) درجه ورکول کېږي، چې د ظالم حاکم پر وړاندې حق وینا کوي، هغه ښو کارونو ته امر او له بدو څخه یې منع کوي؛ خو هغه نوموړی ووژني. رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرو ته دوام ورکړ او ویې فرمایل:
قسم په الله چې تاسو به په نېک کار امر کوئ او له بدو څخه به منع کوئ، د ظالم حاکم پر وړاندې به درېږئ، سمې لارې ته به یې په زور سره راولئ او یا به یې لږ تر لږه حق ته نژدې کوی...)) (مسند امام احمد)
د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
لیکوال:احمد یوسف
ژباړن: صدیق احمد زی
خبر:
په تېره میاشت کې د نوموتو لوېدیځوالو شخصیتونو پر وړاندې زیات شمېر د جنسي ځورونو ادعاګانې شوي، چې له رسنیو څخه نیولې ان د سایستوالو په ګډون په ټولنه کې پرې بحثونه وشول. د امریکا متحده ایالتونو سنا مجلس د یوې پراخې قانوني کړنلارې له لارې غواړي، چې د دغې موضوع د پوهاوي لپاره خپلو غړو او ادارې کارکوونکو ته روزنه ورکړي. ( سرچینه: Politico خبري سرچینه)
تېره پنجشنبې سنا مجلس هغه کړنلاره تصویب کړه، چې د جنسي ځورونې په اړه د سناتورانو او د سنا مجلس مرستیالانو د روزنې لپاره په لاره اچول کېږي، چې دا به د سنا مجلس له کورني سیستم سره د جنسي ځورونې د شکایتونو اړوند په تنظیم کې به مرسته وکړي.
د پولیټیکو خبري سرچینې د راپور پر بنسټ دواړو ګوندونو د جنسي ځورونې اړوند د روزنې پر سر د پلان په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پیل کې یې اوسنیو او پخوانیو ښځینه قانون جوړوونکو او د سنا مرستیالانو په سنا کې د خپلو دندو د ترسره کولو پرمهال د جنسې زورزیاتيو اړوندې کیسې شریکې کړې. په سنا مجلس کې په کار ځایونو کې د جنسي ځورونې د پوهاوي په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي، چې یو شمېر د جنسي ځورونې اړوند ادعاګانې شوي، چې دغو ادعاګانو د هالیوډ بنسټ له ننګونې سره مخ کړی دی. جمهوریت غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ د هغه راپور په اړه، چې د الباما سنا نوماند رای موري (Roy Moore) یې د جنسي ځورونې په تور متهم کړی و، خبرې وکړې.
د سنا په مجلس کې د جنسي ځورونې اړوند د روزنې کړنلاره د جهوري پلوو مشر، میک مکونیل او د دیموکراټانو مشر، چک شومر له لوري تصویب شوه، چې د دغې کړنلارې له مخې به دواړو سناتورانو ته د ځورونې اړوند د زده کړي مواد چمتو شي او په دغې کړنلاره کې به د نژادي او مذهبي تبعیض پر وړاندې اصولو ته ځای ورکړل شي.
په کار ځایونو کې جنسي ځورونه یوه پراخه ستونزه ده، چې له امله یې مېرمنې او سړي په بېلابېلو ځایونو، مسلکونو او صنعتونو کې اغېزمن کېږي . د کړنلارې مسول مشر سین اې مي کلابوچر (Sen. Amy Klobuchar) په یوه بیانيه کې څرګنده کړه: « هر شخص د دندې پر مهال د خوندیتوب له حق او ارامتیا څخه برخمن دی او د سنا مجلس دغه رسمي تګلاره یو مهم ګام دی، چې کولی شي د دې مجلس اړوند د جنسي ځورونې قضیې حل کړي.
چهارشنبې په سنا مجلس کې نامتو شخص، سین شیلي موري کیپيټو(Sen. Shelley Moore Capito) وویل: که څه هم سناتورانو سنا مجلس ته د ځورونې د شکایتونو د کړنلارې د تنظیم په اړه بحث وکړ، خو په کړنلاره کې د جنسي او نورو ځورونو د پوهاوي له روزنې پرته بل څه نه دي تصویب شوي او دا روزنه له خوښې سره سمه اوس هم ادامه لري.
له دواړو ګوندونو څخه، تر ۱۰۰۰ زیاتو د کانګرېس مخکنیو مرستیالانو خپل دریځونه په دغې کړنلاره کې د لویو بدلونونو د راوستلو لپاره په ډاګه کړل، ترڅو په کانګرېس کې د جنسي قضیو د اصلاح په موخه ګام واخستل شي چې له قربانیانو څخه به د شکایت له ثبت څخه وړاندې د زغم، مشورې او منځګړيتوب غوښتنه کېږي.
تبصره:
د یوه زبرځواک هېواد په توګه په امریکا متحده ایالتونو کې د سنا مجلس د ستر سیاسي بنسټ حیثیت لري، خو لکه څرنګه چې د پولیټیکو خبري رسنۍ څرګنده کړه، چې په نوموړي سیاسي بنسټ کې جنسي ځورونه د ساري ناروغۍ په څېر خوره شوې. دا په داسې حال کې ده چې سناتورانو خپلې کړنې یوازې د جنسي ځورونې اړوند روزنې پورې محدودې کړي، خو د جنسي ځورونو په اړه روزنه لا له وړاندې په داوطلب شکل روانه وه. سنا مجلس د وېرې له امله چمتو نه دی، چې د امریکا د سیاسي مشرانو پر وړاندې یوه ځانګړي شکایتي راپور ته اجازه ورکړي.
لکه څرنګه چې وروستیو مخ پر زیاتېدوونکو پېښو څرګنده کړه، چې د جنسي ځورونې دغه کلتور نه یوازې تر امریکايي سیاستوالو پورې محدود دی بلکې په ټوله غربي ټولنه کې یې په بشپړ ډول وده کړې. په رښتیا سره، هر ډول آزار او ځورونه په لوېدیځ کې له لوبغالي تر کارځایه او آن په کورونو او کورنیو کې شته دي.
د آزادۍ له مفکورې څخه تمه کېده، چې انسان به د نورو له ظلم او تېري څخه وژغوري. خو د آزادۍ د مفکورې واقعت دا دی، چې دغه مفکوره په مسیحي اروپا کې د بې دینه سیکولرانو له لورې وړاندې شوه، ترڅو له دې لارې دوی د خپل ژوند ناوړه نقشه ثابته او الهي قانون رد کړي. د اروپا ګواښل شوي حاکم نظام د کلیسا په بدنامۍ کې ګټه ولیدله، نو ځکه یې له الحاد (بې دینۍ) سره جوړ جاړی وکړ، د آزادۍ او دېموکراسۍ مفکورې یې له سېکولرې ايډیولوژۍ سره وتړلې، چې له امله یې دین فردي او د خوښې په وړ موضوع پرېښودل شو.
په رښتیا سره، آزادي یوازې په افراطي بڼه د نفس د هوا او سختو احساساتو لامل شوې، چې له امله یې خلک هڅولي، چې څه غواړي نو ترسره یې کړي او یو پر بل باندې تېري او ظلم ته دوام ور کړي. دا څرګنده ده، چې ستر ځواک لرونکي هېوادونه به د کم ځواک لرونکو هېوادونو له ګواښلو او تهدیدولو څخه لاس وانخلي. همدا راز اسلام روښانه کړې، چې الهي قانون د طبعي اړتیاوو مخه نه نیسي، بلکې د عادلانه او ځانګړې طریقې پر بنسټ هغوی اداره کوي پرته له دې چې پر یو او بل تېرۍ وشي. لاندې قرآني ایاتونو ته په کتو سره، قرآن د سړي او ښځې تر منځ ناروا اړیکې داسې بیانوي:
﴿وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً﴾
ژباړه: زنا ته مه نږدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه کار او ډېره بده لاره ده.
[الاسراء: ۳۲]
﴿)قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ﴾
ژباړه: اې پېغمبره! مومنو نارینه و ته ووایه، خپلې سترګې تر کنترول لاندې وساتئ او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړئ، چې دا د هغوی لپاره پاکوونکې ده.
[النور:۳۰]
﴿وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ﴾
ژباړه: او څوک چې د نکاح اسباب و نه مومي هغوی باید پاکلمني غوره کړي، تر دې چې الله په خپلې پېرزویني سره هغوی شتمن کړي.
[ النور:۳۳]
پورته قراني آياتونه د مسولیت او مکلفیت یوه مفکوره وړاندې کوي، چې له مخې یې مسلمانان پاکلمنۍ ته هڅوي او ټول هغه مسایل ردوي، چې د آزادۍ د مفکورې پر بنسټ د ملحدانو او سیکولرانو له لوري په لاره اچول شوي. د الله په ارادې سره، هغه وخت را نږدې شوی، چې مسلمانان به یو ځل بیا پر نبوي طریقه اسلامي خلافت تاسیس کړي، ټول بشریت به یو واحد دین ته راستانه کړي، الحادي مفکوره او سیکولر ثقافت چې اوس عملي اړخ لري په بشپړ ډول له منځه یوسي او رد کړي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
لیکوال: فایق نجاح
ژباړن: خبیب
د کراچۍ ګډوډ سیاستونه دا قضیه ثابتوي، چې په دېموکراسۍ کې یوازې غوره طبقه د خلکو راتلونکی حکومت ټاکي.
(ژباړه)
دا حقیقت په ټوله نړۍ کې روښانه شوی، چې د دېموکراسۍ تر چتر لاندې ټاکنې خلک د خپلو غوښتنو مطابق خپل استازي نه شي ټاکلی؛ بلکې حاکمه غوره طبقه له ټاکنو وړاندې د خپلو خلکو ټاکنې د ټاکنیز فساد له لارې محدودوي او بدلوي. هغه ګډوډۍ چې په دغو وروستیو ورځو کې د کراچۍ په سیاست کې روانې وې، داښیي چې دغه واقعیت په ټول پاکستان کې روان دی. په ناڅاپي ډول د دوو جناحو «متحد قومي حزب» (MQM) تر منځ اېتلاف اعلان شو، ځکه د تصور وړ نه و، چې له اتحاد ۲۴ ساعته وړاندې دغو دواړو رهبرانو اعلان کړی و چې مخالف جناح یې له سیاسي پلوه له منځ وړي. که څه هم په ښکاره د لیدو وړ دی، خو په ډاډ سره ویلی شو چې د دغو دواړو جناحو تر شاه د حکومتي غوره طبقې لاس شته. د ډاون ورځپاڼې وویل: «د دواړو حزبونو مرکزي رهبري د هغو قدرتونو په واسطه چې د غونډې لپاره په دفاع وزارت کې احضار شوي وو؛ دغه اعلان وکړ، چې شخړې یې نور د زغم وړ نه دي».
په حقیقت کې د دغو ټاکنیزو لاسوهونو لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې تر سره کېږي. په ۲۰۰۷م کال کې پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو له نظامي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف سره خپل تړون داسې لاسلیک کړ، چې یو ځل بیا واک ته ورسېږي.
د امریکا د بهرینو چارو پخواني وزیر کاندولیزارایس پخپل کتاب د لوړ ویاړ نشت ((No Higher Honor کې د دغه تړون جزیات څرګند کړل. حتی تر دغه وړاندې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې ټاکنې ښیي، چې حاکمه غوره طبقه له ټاکنو وړاندې ډاډه وي، چې که خلک هر څوک ټاکي، نو باید د دوی په خوښه وي. په دېموکراتیک نظام کې حاکم د خلکو د ټاکنو د محدودولو په هڅه کې دی، ځکه کوم کسان چې مجلس ته لاره پیدا کوي، د هېواد د سیاستونو او قوانینو د جوړولو قانوني حق لري.
نو ځکه له هرو ټاکنو وړاندې د سیاسي حزبونو تر منځ سیالي پیلېږي ترڅو غوره حاکمه طبقه تایید کړي، چې مجلس به د هغوی له غوښتنو سره سم قوانین او سیاستونه رامنځته کړي. خو د دغه نظام بشپړ خلاف، د اسلام په سیاسي نظام (خلافت) کې خلک په خپلو رایو سره خلیفه او د امت مجلس استازي ټاکي؛ ځکه چې دواړه یې د قانون جوړلو هېڅ قدرت نه لري؛ بلکې خلیفه مجبور دی، چې هغه قانون، احکام او سیاستونو پلي کړي، چې له قرانکریم او سنتو څخه اخیستل شوي دي؛ په داسې حال کې چې د امت مجلس د اسلام پر بنسټ د قوانینو تطبیق تضمینوي.
نو ځکه، که خلیفه او د امت مجلس د غوره طبقې په هڅو وټاکل شي، دا حق نه لري چې قوانین رامنځته کړي او واکمنه غوره طبقه نه شي کولی چې پر هغوی فشار راوړي چې د دوی له غوښتنو او سیاستونو سره سم قوانین مطرح کړي. همدا راز، هغه غوره طبقه چې په دېموکراتیک نظام کې شته، هېڅ وخت په اسلامي خلافت کې نشته. له تاریخي پلوه هغه وخت چې د خلیفه منصب له اسلام څخه د کمزوري درک له امله په څو کورنیو کې همداسې پاتې وو؛ حتی په هغه وخت کې هم واک له خلیفه سره و، نه له هغې کورنۍ او غوره حاکمې طبقې سره چې په هغوی پورې تړلی و. همدارنګه خلیفه په خپلواک ډول اسلام تطبیق کاوه او د خلکو چارې یې تنظیمولې. همدا راز نامتو خلفاوو لکه د امویانو په دوره کې عمر بن عبدالعزیز، د عباسیانو په دوره کې هارون الرشید او د عثمانیانو په دوره کې مو سلیمان قانوني ولید، چې له خپلو واکمنیو څخه یې د اسلام او مسلمانانو د پیاوړي کولو لپاره ګټه اخیسته. په حقیقت کې خلافت یوازینی نظام دی، چې د خلکو حقوق تضمینوي، ځکه په دغه نظام کې خلک په هېڅ سیاسي حزب او په ټاکنو کې د هغوی په بریاوو پورې تړلي نه دي؛ ترڅو ډاډه شي چې د حاکم تر ټاکنې وروسته خپل حقونه پیدا کولی شي؛ بلکې د خلکو حقونه د الله سبحانه وتعالی د شریعت په واسطه ټاکل کېږي او پر خلیفه لازمه ده چې رعایت یې کړي.
دېموکراسي د پانګوالو او د ځواکمنو سېکولرو حکامو نظام دی او ان ښه حکام یې د دولت تر ټولو لږ سرچینې د خلکو لپاره ځانګړې کوي؛ تر څو هغوی د دغو فاسدو او سېکولرو حکامو پر وړاندې راپورته نه شي. اوس د دې وخت دی، چې د پانګوالۍ له چل او خیال څخه بهر شو، ځکه د دې لامل کېږي چې د خپل راتلونکې لپاره هوډ ونیسو. په دېموکراسۍ کې سېکولر حکام زموږ په اړه هوډ نیسي. په همدې دلیل د پاکستان خلک اوس هم په پاکستان کې د اسلام د پلي کولو هیله لري. که څه هم هغوی اویا کاله وړاندې د اسلام پر وړاندې خپل راتلونکي ته ژمن وو، په داسې حال کې چې د خپلواکۍ غوښتنې حرکت په دوام کې یې داسې شعار ورکاوه: «د پاکستان رښتینې مانا څه ده؛ لا إله إلا الله.» یوازې په راشده خلافت کې موږ د خپل راتلونکي په اړه په هوډ نیولو کې خپلواک یو؛ ځکه خلیفه او د امت مجلس یوازې له اسلام څخه پیروي کوي.
﴿اَلَا يَعلَمُ مَن خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الخَبِيرُ﴾
[ملک: ۱۴]
ایا هغه چا چې موجودات پیدا کړي، له حاله یې نه دی خبر؟! په داسې حال کې چې هغه له دقیق اسرار څخه خبر دی.
د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
﴿فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ﴾
[الفجر:15-16]
ژباړه: خو د انسان حالت داسې دی، چې کله یې رب په ازماېښت کې واچوي او ورته عزت او نعمت ورکړي، نو وایي: زما رب زه(چې د نعمت ارزښت مې درلود) د عزت خاوند کړم او که یې په ازماېښت کې واچوي او رزق یې پرې تنګ کړ، نو وایي: زما رب زه ذلیل کړم.
فَأَمَّا الْإِنسَانُ خو انسان، انسان څرنګه دی؟ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ کله یې چې پروردګار ابتلا کړي ـ «ابتلاء» د افشا سازۍ، د فرد د باطن د څرګندولو او په فارسي کې له امتحان او ازموینې سره معادله معنا لري ـ الله سبحانه و تعالی، انسان له کومې لارې ابتلا کوي ؟
فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ. «اکرمه» یعنې خوښوي یې او نعمت ورکوي ـ «اِکرام» یعنې احترام او «تنعیم» یعنې نعمت بښل ـ د بېلګې په توګه: استعداد او زیرکتیا ورکوي، یا واک او مقام تر لاسه کوي، یا ثروت او شتمني پيدا کوي، کله چې کرامت، مقام، احترام، شتمني او هوساینه ومومي؛ نو فَیقُولُ رَبِّی أَكْرَمَنِ. فکر کوي، چې ارزښت او وړتیا یې درلوده، چې نعمتونه یې په برخه شول. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی وایي: موږ په دغو نعمتونو او اکرام سره هغه ابتلا کوو یا هغه څه یې چې په زړه او باطن کې دي، ورته پر مخ کوو او افشا کوو یې.
او بر عکس: وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ او کله یې چې بل ډول ابتلا کړي. فَقَدَرَ عَلَیهِ رِزْقَهُ نو رزق یې دومره پرې تنګ کړي، فَیقُولُ رَبِّی أَهَانَنِ هغه وخت بیا وایي: پروردګار مې خوار او ذلیل کړم. اهانن له «هون» څخه اخیستل شوی او «توهین» او «اهانت» هم له دغې ریښې څخه دي. ټولې دغه کلمې د خوارۍ، ذلت او بې پتۍ په معنی دي.
انسان عجیب حالت لري، کله چې الله سبحانه وتعالی ورته نعمت ورکړي، وایي: الله ما سره محبت لري او زه ورته نږدې یم. یا په دې دلیل چې ځانګړی انسان دی یا له ځانګړې قبیلې، نژاد او قوم څخه دی، نو ځکه الله ورته ډېر نعمتونه ورکړي دي. خو که لږ یې د ژوند وضعیت بد شي، وایي: الله ما سره محبت نه لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی په نعمت او فقر، په لږوالي او زیاتوالي، په استعداد او بې استعدادۍ، په دنده او بې کارۍ، په قدرت او عزلت، په خوښۍ او غم، انسان ابتلا کوي او اصلي څېره یې بربنډوي او له دغو څخه یو هم د ویاړ او حقارت لامل نه دي.
په حقیقت کې د الله سبحانه و تعالی محبت په دنیا کې د بنده له موقف او مقام، له شتمني او مادیاتو سره تړاو نه لري. دغه ټول حالتونه یوازې امتحان او د افشا کولو یوه پروسه ده. الله هر څوک په ځانګړې تګلاره امتحانوي. د بېلګې په توګه: چا ته شتمني یا سیاسي قدرت یا په ټولنه کې موقف ورکوي، چې څرنګه ترې ګټه اخلي: ایا له قدرت او ثروت سره لېونی کېږي او ځان بایلي او د قدرت او موقف د نه لاسته ورکولو لپاره، خپل اېمان او ارزښتونه پر باطل پلوري او د خلکو پر وینو تجارت او سیاست کوي؟ یا برعکس، خپل قدرت او مقام له باطل سره په مبارزه کې او د الله د دین د قایمولو او د خلکو د خدمت لپاره استفاده کوي او د خپل اخرت لپاره ترې ګټه اخلي. په مقابل کې، پر هغه رزق او سرمایه تنګوي، چې ځان بایلي او له حرامو لارو څخه خپل رزق او پانګه غواړي او د یو موټي پیسو یا د یو بې ارزښته مقام د لاسته راوړلو لپاره د اسلام سرې کرښې تر پښو لاندې کوي او خپل ځان، اېمان، ارزښتونه او عزت پر باطل پلوري؟!
که څه هم د دغو ټولو پروسو او مسلو پایلې لا له وړاندې الله سبحانه و تعالی ته جوتې دي؛ خو دغه میکانیزم یې د دې لپاره جوړ کړی، چې زموږ ذات او اصلي حالت موږ او نورو ته افشا کړي، چې موږ به د دغو اعمالو د ترسره کولو په لړۍ سره یا جنت ته ځو او یا به هم د دوزخ په سوځوونکي اور کې سوځو، تر څو په اخرت کې بنده په خپل جنتي او دوزخي حالت، پخپله قضاوت او قناعت وکړي.
په قران کې د «ص» په سورت کې په پر له پسې د دوو پیغمبرانو کېسه راغلې ده: یو د سلیمان علیهالسلام او بل د ایوب علیهالسلام. الله سبحانه و تعالی حضرت سلیمان علیهالسلام ته بې نظیره حکومت او قدرت ورکړی و، ان تر دې چې بادونه او خورا ستر پېریان(جنیات) یې تر امر لاندې وو. خو ایوب علیهالسلام هېڅ قدرت او حکومت نه درلود او هر څه ترې واخیستل شول؛ کور، ژوند، مال، اولادونه او ان روغتیا یې هم له لاسه ورکړه.
په داسې حالت کې که له چا څخه وپوښتې چې له دغو دوو امتحانونو څخه کوم یو خوښوې، څه ځواب به درکړي؟
له شک پرته چې ډېری به لومړی ځواب وټاکي. په داسې حال کې چې لومړۍ یې سخت دی. که چېرې انسان د هوساینې په وخت کې اسلامي مفاهیم ونه لري، نو لار ورکی کېږي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت څخه غافلېږي. په همدې دلیل (۱۵م ایت) چې په نعمت او (۱۶ام ایت) چې په فقر امتحان دی، سخت او د ارزښت له اړخه لومړی دی.
همدا اوس په افغانستان کې ډیری داسې کسان پېژنو، چې د جهاد – د سختیو ، ستونزو او خطرونو په دوران کې پر شریعت پابند او معتقد کسان وو. له هر څه به یې له کفر سره مبارزې ته ترجیح ورکوله او دنیوي، سیاسي او ټولنیز موقف او پانګې ورته هېڅ ارزښت نه درلود، د غیر اسلامي نظامونو او مفکورو پر وړاندې یې تر وروستۍ سلګۍ مبارزه کوله؛ خو دا چې امکانات او څو میلیونه ډالره یې پیدا کړل، وضعیت یې څه ډول شو؟ په فکري او مبارزاتي خط کې یې څه ډول بدلونونه راغلل. خپله تېره مبارزه یې هېره کړه، له اخرته ورته دنیا خوږه شوه او د حق ډګر یې د بې ارزښته موقتي مقام، او څو میلیونه کاغذونو لپاره باطل ته پرېښود. نو د نعمت په حالت کې امتحان ډېر سخت دی.
سلیمان علیه السلام به تل ویل: هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّی دغه فضیلتونه مې پروردګار را کړي، لِیبْلُوَنِی أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ تر څو مې امتحان کړي، چې ایا زه یو شکرګزار او که ناشکره بنده یم؟. ویل به یې: یا الله ما ته الهام وکړه، چې د نعمتونو شکر دې ادا کړم، او پوه شم چې څنګه ترې استفاده وکړم. رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِی أَنْعَمْتَ عَلَی وَعَلَى وَالِدَی [احقّاف:۴۶] او ښيې چې څومره د حق امر ته تسلیم دی. هغه د الوتونکو او مېږیانو په ژبه پوهېده، او بې نظیره واک یې درلود، حتی باد یې تر امر لاندې وه، خو هېڅکله یې خپله بنده ګي نه هېروله او د الله سبحانه و تعالی له یاده نه غافېلېده.
همداسې ایوب علیه السلام. هغه ټولې سختۍ او مصیبتونه زغمل، خو هېڅ کله به د خپل پرودګار له رحمته نه منکرېده. او صبر به یې کولو. تر هغه چې الله سبحانه و تعالی یې په حق کې وایې: نِعْمَ الْعَبْدُ عجب ښه بنده دی! إِنَّهُ أَوَّابٌ او الله ته رجوع کوي.
په پایله کې، نه فقر او نه عزلت د اهانت نښه ده، نه دارایې، نه سیاسي واک درلودل او نه ټولنیز موقف د کرامت نښه ده؛ بلکې دواړه د امتحان وسیلې دي. نو د نعمتونو په وخت کې باید تکبر او غرور ونه کړو او نه د مصیبتونو په وخت کې ناهیلې او مایوسه شو. که د انسان ژوند پر اسلامي مفاهیمو ولاړ نه وې او داسې روښنایې یې د ژوند په کږلېچونو کې لارښوونه ونه کړي، انسان په دې دواړو حالتونو کې طغیان او فساد کوي. نو د یوه مومن کلک او سم موقف داسې وي، چې د نعمت په حالت کې شکر کوي او له خپلې شتمنۍ څخه د خیر په لاره کې ګټه اخلي او د مصیبت په وخت کې صبر کوي. الحق، چې د شاکرینو او صابرینو ځای د جنت ستر باغونه دي، چې پراخوالی یې له ځمکې او اسمان سره برابر دی.
لیکوال: مصدق سهاک
ژباړن: علي عمار
(ژباړه)
د شرق نصارا او د انطاکیا اسقف (مسیحي رهبر) «بشاره بطرس راعي» سعودي ته په سفر کې د سعودي له ولي عهد او ملک سلمان سره ولیدل. د سعودي له خبري شبکې نه په نقل، د ۲۰۱۷م کال د نومبر پر ۱۴مه «راعي» په خپله لیدنه کې له ملک سلمان سره د اعتدال په ترویج، د افراطیت او ترورېزم د مخنیوي او په سیمه او نړۍ کې دسولې او امنیت په راوستو کې د بېلابېلو ادیانو او ثقافتونو د رول پر اهمیت خبرې وکړې. په دې توګه د انطاکیا د رهبر خبرې د سعودي د ولي عهد له هغه خبرو سره سمون خوري، چې د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۲۴مه یې کړې وې، چې ګویا سعودي غواړي خپل مخکیني حالت (معتدل اسلام ته چې دروازه یې د ټولو ادیانو پر مخ پرانستې ده) وروګرځي. همدارنګه زیاته یې کړه: « دېرش کاله مو له افراطي افکارو سره په تعامل کې نه ضایع کوو او د طبیعي ژوند غوښتونکي یو. موږ غواړو خپل مخکیني حالت ته وروګرځو، چې د ټولو دینونو، رواجونو او خلکو پر مخ پرانیستی اسلام دی.» داسې معلومېږي، چې د سعودي ولي عهد غواړي سعودي د سیکولرېزم خواته بوځي او اسلام ته د دعوت مخه ونیسي او همدارنګه نصراني او نور دینونه له اسلام سره برابر کړي.
له بلې خوا کوېټي اونیزې د ۲۰۱۷م کال د نومبر پر ۱۴مه د انطاکیا رهبر بشاره بطرس راعي لبناني ته د ملک ال سعود له خوا د سرو زرو د یوې ارزښتمنې ډالۍ ورکړې خبر ورکړ. همدارنګه اونیزه زیاتوي: «د راعي لیدنه به پر سیاسي اړیکو سربېره د کلیسا جوړولو په برخه کې د سعودي ادارې لومړی ګام وي، چې قدامت یې ۹۰۰ کلونو ته ورګرځي، چې ویل کېږي د اسلام او مسیحیت د خبرو اترو رمز پېژندل شوې او د اسلام پر وړاندې به قطب شي.
نو پر دغه اساس د سعودي نظام د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې له هغه څه سره، چې الهي وحی حرام کړي، چې په عربي جزیره کې د کلیسا او یا کفري معبد یا کفر شتون دی، خپله جګړه اعلان کړې ده.
عثمان طه
ژباړن: بشارت