دوشنبه, ۱۱ ذیحجه ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

إسكندينافيا: نصرة لمسلمي أراكان وفود لسفارتي باكستان وإندونيسيا

أرسل حزب التحرير / إسكندينافيا وفوداً لسفارتي باكستان وإندونيسيا نصرة واستنصارا للمسلمين في أراكان.
 
الخميس، 23 ذو الحجة 1438هـ الموافق 14 أيلول/سبتمبر 2017م
 
 
- كلمة باللغة الدنماركية -
د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: مظاهرة الأتارب رفضاً للجيش الوطني وإسقاطاً للهدن والمفاوضات

نظم حزب التحرير / ولاية سوريا مظاهرة في مدينة الأتارب بريف حلب الغربي رفضاً للجيش الوطني وإسقاطاً للهدن والمفاوضات ومطالبة الفصائل بفتح الجبهات.
 
الجمعة، 24 ذو الحجة 1438هـ الموافق 15 أيلول/سبتمبر 2017م
د مطلب ادامه...

ولاية تونس: مداخلة الأستاذ عماد الدين حدوق في "إستشارة حول الإعداد لإطار قانوني جديد لتنظيم الأحزاب السياسية"

مداخلة الأستاذ عماد الدين حدوق عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير / ولاية تونس في "إستشارة حول الإعداد لإطار قانوني جديد لتنظيم الأحزاب السياسية" تحت إشراف وزارة العلاقة مع الهيئات الدستورية والمجتمع المدني وحقوق الإنسان.
 
الأربعاء، 22 ذو الحجة 1438هـ الموافق 13 أيلول/سبتمبر 2017م
د مطلب ادامه...

موږ ستاسو ملاتړي یو!

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د لوی اختر د مراسمو په مناسبت په  خپلو خبرو کې پر بنګله دېش ږغ وکړ چې د هغو روهنګیایې مسلمانانو پر مخ خپله دروازه پرانیزي چې د زور او زياتې له امله د ميانمار د لوېدیځ  راخاین ایالت څخه د تیښتې په حال کې دي. دغه راز زیاته یې کړه چې د نوموړو مسلمانانو ټول لګښت به ترکيه پرې کوي.

د روهنګیایي مسلمانانو دغه غمجن حالت د اسلامي امت احساسات او کړنې  د اسلامي عقیدې او د رسول الله صلی علیه و سلم د هغه حدیث پر بنسټ پاروي چې فرمايي:

«تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

(صحیح بخاري)

ته مومنان په داسې حال کې وینې چې دوی په تراحم، مهربانۍ او عاطفه کې د یوه جسد په څېر دي، که د جسد یوه برخه ښه نه وي، نو ټول جسد ناروغ او تبه لري.

داچې د ترکیې لومړي وزیر تر ټولو مخکې بیانیه وړاندې کړه، دلیل یې دا دی چې په اسلامي امت کې د خپلو نورو مسلمانو ملګرو په اړه اندېښنې په راټوکېدو دي او د بنګله دېش لومړي وزیري د هغي وینا پر وړاندې غبرګون دی، چې ویلي وو: «هغه مسلمانان چې له میانمار څخه د زور زیاتې له امله تښتي، د دې د حکومت مسولیت نه دی چې د هغو لاسنیوی وکړي». چې د نوموړې دې وینا د امت قهر او غوسه وپاروله او په دې تړاو یې لاریونونه  تر سره کړل.

موږ ته اسلامي عقیده د نورو مسلمانانو د حالت په اړوند لیدلوری ټاکي. موږ ته عقیده لارښوونه کوي چې د خپلو ځانونو او نورو مسلمانانو په اړه داسې فکر وکړو چې موږ ټول په یوه حالت کې قرار لرو. بیا به هغه وخت  موږ و کولای شو چې د روهنګیايي مسلمانانو د حالت د بدلون په اړه فکر وکړو او د دغه حالت د بدلون لپاره به مو داسې ثابته تګلاره غوره کړې وي چې د خپل ځان لپاره یې غوښتونکي یو. اوس اجازه راکړئ چې د روهنګیايي مسلمانانو د ویرجن حالت او ستونزو په اړه فکر وکړو. د مایانمار د حکومت له لوري  لږکې مسلمانان اړ ایستل کېږي چې خپل کورونه پریږدي. دوی ربړول کېږي، جنسي تېري پرې کېږي او ژوندي په اور سوځول کېږي، ځکه دوی «لا اله الا الله» کلمه وايي.

د ترکي وزیر څرګندونې او لیدلوری  په داسې حالت کې ځای لري. ایا دا څرګندونې  زموږ اړتیاوې پوره کولای شي؟ ایا د هغو لپاره چې ژوندي دي او د هغو لپاره چې د دغه ظالم رژیم له لوري وژل شوي دي، عدالت تامینولای شي؟ ایا دغه کار ستونزه حلولای شي او د میانمار د پوځ بریدونه بندولای شي؟ خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ د یو امت په توګه څه ډول پیغام لېږدولای شو، په داسې حال کې چې موږ د یوه مسلمان په توګه د دغه لویي بې عدالتۍ پر وړاندې نه دریږو او همدا دلیل د بریدونو د دوام دی.

لږ تر لږه یوه وینا چې د میانمار د پوځ له لوري د دغه ټولوژنې د بندېدو سبب ګرځي، هغه دا ده چې ترکي وزیر ووايي چې په ناټو کې دویم لوی فوځ د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو د دفاع لپاره چمتو دی. نو د ترکي وزیر لپاره مناسبه او وړ وه چې په میانمار کې د روان وضعیت په اړه یې ویلي وای، چې د ترکيي فوځ د تیارسۍ په حال کې دی. که دغه زور زیاتې سمدلاسه ونه دریږي، موږ پوځي مداخله کوو.

موږ د یوه امت په توګه هر هغه څه چې په د امت کې پېښېږي باید په هغه لاره ورسره معامله وکړو، چې موږ خپلې ستونزې حلوو، په ډېر جدیت او قاطعیت سره ستونزو ته بنسټیزه حل لاره پیداکړو. په دې مانا  چې موږ اړ یو د ستونزې د نښو، دلایلو، سببونو او البته د ستونزو د حل لارو ترمنځ د توپیر کولو وړتیا ولرو.

کله چې د روهنګیایي مسلمانانو وضعیت له نژدې څارو، نو نښې او نښانې يې دا دي چې دوی وژل کېږي، ربړول کېږي، جنسي تېري پرې کېږي او د خپلو کورونو څخه شړل کېږي. دلیل يې دا په ګوته کولای شو چې داسې کوم بنسټ نشته چې له دوی څخه دفاع وکړي. هیڅ پوځ د دوی ساتنې ته نه ورځي او هیڅ چارواکی دغه مجرمین عدالت ته نه کشوي. د دې ستونزې سبب دا دی چې د مسلمانانو واکمنان د خپلو هیوادونو د مدیریت لپاره شریعت ته رجوع نه کوي یا هم په دغه حالت کې پوځونه نه مدیریت کوي.

ځکه د ستونزې حل دا نه دی چې د دغو مسلمانانو د پاتې کیدو لپاره بنګله دېش ته لګښت ورکړو. دغه کار عدالت نه پلی کوي او نه هم د روهنګیا د مسلمانانو ترینګلي حالت ته بدلون ورکولای شي. یوازینی حل دا دی چې د اسلامي نړۍ پوځونه سره منظم کړو او دا پیغام ولیږدوو چې موږ د خپلو مسلمانانو وروڼو او خویندو ملاتړ کوو.

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾

[الانفال: ۷۲]

ژباړه: او که دوی له تاسو څخه د دين لپاره مرسته وغواړي، نو مرسته یې وکړئ.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: یاسمین ملک

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې