جمعه, ۱۰ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکایي ګټو پالنه او ورسره ملګرتیا؛ د دنیا او اخرت تباهي ده!

(ژباړه)

لکه څرنګه چې ابلیس د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي، د امریکا ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له امريکايي شبکې «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع لېوالتیا لري چې په لبنان کې د ایران د حزب مقابله پر غاړه واخلي. هغه زیاته کړه چې احمد الشرع به دغه کار «په خپله بېله تګلاره او د یهودي رژیم په پرتله په لوړ دقت» ترسره کړي. په دې توګه، ټرمپ د ابلیس په څېر د احمد الشرع په غوږ کې وسوسې اچوي، ترڅو د امریکا هغه استعماري موخې پرې ترسره کړي، هغه چې نتنیاهو یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی و؛ یعنی په لبنان کې د ایران د حزب له منځه وړل.

له همدې امله، د شام خلک باید احمد الشرع ته په خطاب کې د ټرمپ له خوږو او غولوونکو خبرو او د هغوی پر ټپونو د امریکا له لوبې څخه لاس واخلي؛ ځکه همدا امریکا وه چې د اسد کورنۍ یې په واک کې وساتله، همدا امریکا وه چې په ۲۰۱۳م کال کې یې د انقلاب د ځپلو لپاره د ایران د ننوتلو لاره هواره کړه او روسیې ته یې په ۲۰۱۵م کال کې د ښکېلتیا امر وکړ. له دې ټولو سره سره، کله چې د هغوی ماموریت پای ته ورسېد، امریکا ترې مخ واړاوه او یوازې یې پرېښودل.

له همدې امله، له امریکا سره اتحاد او یا په دسیسو او پلانونو کې ګډون کول ورسره له سیاسي ځان وژنې، له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره له خیانت او د کافرو استعمارګرو له دوستۍ او ملګرتیا پرته بل څه نه دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [مائدة: ۵۱]

ژباړه: اې مؤمنانو! يهود او نصارا خپل دوستان (او ملاتړي) مه نيسئ، هغوی ستاسې پر وړاندې يو د بل دوستان او ملاتړي دي او كه ستاسو له منځه څوک له هغوی سره دوستي وکړي، نو له شک پرته هغه له همدوی څخه دی. په یقین سره الله (سبحانه وتعالی) ظالمانو ډلې ته لار نه ښيي.

له مسلمانانو او د شام له خاورې سره د امریکا دښمني یوه رېښه‌لرونکې دښمني او یو نه بدلېدونکی حقیقت دی؛ له څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ﴾ [بقرة: ۱۲۰]

ژباړه: يهود او نصارا هېڅکله له تا څخه نه راضي کېږي، مګر هغه مهال چې ته د دوى د دين او ملت پيروي وکړې.

په سیمه کې د خپلو پلانونو په پلي کولو کې د امریکا بریالیتوب د نور استعمار له پراختیا، د امریکا د نفوذ له ټینګښت او په سیمه کې د یهودي رژیم له پیاوړتیا پرته بله مانا نه لري. نو له امریکا سره له دوستۍ او اتحاد څخه او د دسیسو په پلي کولو کې یې له ملګرتیا څخه خبردار اوسئ؛ ځکه دا په دنیا کې ښکاره زیان دی او د اخرت عذاب یې هم خورا لوی او ډېر سخت دی.

د حزب التحریرـ مرکزی مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د صفر ۴مه

۲۰۲۶م کال، د جولای ۱۸مه

د صدور ګڼه: ۰۱۴/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې