شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولې استعمارګر کفار له حزب التحریر څخه وېره لري؟

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحیم

(ژباړه)

د خلافت کلنی دولسم کنفرانس چې د حزب التحریر ـ ولایه تونس له خوا ونیول شو، د سېکولرانو د کمپاین پر وړاندې یې د محکومیت او بې‌مخینې غندنې توپان راوپاروه. سېکولرانو پخپل دغه پارونکي کمپاین کې پر حزب باندې د بې اساسه تورونو برید وکړ. همدارنګه سېکولرانو پخپل دغه کمپاین کې خلافت ته دعوت وغانده، تمدن او مدنیت ته یې اوښکې تویې کړې او تر دې کچې حماقت ته ورسېدل چې د حزب د انحلال غوښتنه یې وکړه. دغه سېکولران په اسلامي خاورو کې شته حاکمان او د قدرت څښتن د حزب د ځوانانو، پلویانو او ملاتړو پر وړاندې راپاروي. د یاد رسنیز کمپاین مشري رسنیو او د مدني ټولنې په اصطلاح یو شمېر سازمانونو پر غاړه درلوده، چې فکري ارتباط او له استعمارګرو سره یې غړیتوب پټ نه دی. په سیستماتیکه بڼه د ورځپاڼو تریبیونونه او اصلي سرلیکونه یې هغوی ته د خدمت لپاره ځانګړي شول.

ولې د حزب پر وړاندې د خلکو راپارول؟ ایا سېکولران د عقیدې او فکر د ازادۍ دفاع کوونکي نه دي؟ ایا وړاندې یې نه دي ویلي چې هر فکر تر هغه چې پلویان یې تاوتریخوالی ونه کړي او تاوتریخوالي ته دعوت ونه کړي، د منلو وړ دی؟ دا په داسې حال کې ده چې هغوی شاهدان دي چې حزب التحریر تاوتریخوالی نه دی کړی او خلک تاوتریخوالي ته نه دعوت کوي؛ نو ولې حزب او خلافت ته د دعوت پر وړاندې خلک راپاروي؟ ولې پولیس د حزب د ځوانانو پر وړاندې اغوا کوي؟ ولې هڅه کوي چې د خلافت د کلني کنفرانس مخه ونیسي؟

هغوی وایي چې د خلافت مفکوره د تمدن، جمهوریت او ارزښتونو پر وړاندې ده او د دولت ملت پر وړاندې ګواښ ده. پر همدغه اساس، له خلافت څخه یې ډار په صراحت سره څرګند کړ.

ایا خلافت وحشتناک او ډارونکی دی؟ څوک له خلافت څخه ډارېږي؟

خلافت د اسلام حاکمیت او د اسلامي ژوند بیا پیلېدل دي، څنګه چې د لومړي ځل لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا تاسیس شوی و. خلافت د بشریت ژغورنکی دی او ټول علما یې پر وجوب اتفاق لري. نو دا چې خلافت په ژوند کې د اسلام د عملي کېدو لامل کېږي او د تونس خلک هم مسلمانان دي، نو ایا خلافت د مسلمانانو لپاره ډارونکی او وحشتناک دی؟ قطعا داسې نه ده؛ ځکه په تونس کې واکمن عمومي افکار د بماأنزلله حکم سخت ملاتړ کوي او که تونس ته ولاړ شئ او د بماأنزلله حکم په اړه پوښتنه وکړئ، هېڅ کله به مخالف پیدا نه کړئ؛ بلکې له داسې منونکو سره مخ کېږئ چې له الله سبحانه وتعالی څخه د داسې ورځې غوښتونکي دي چې اسلام په خپل عادل شریعت سره هلته واکمن شي. هغه څه چې د دغه فکر ځواک تاسو ته ثابتوي او یوازې د ارمان په کچه نه دي، دا دي چې سېکولر سیاستوال او کمونیستان (په ځانګړي ډول د انقلاب په لومړیو کې) نور نه شي کولی چې په ښکاره د اسلام پر وړاندې دښمني وکړي او هر څوک چې له اسلام سره سیالي وکړي، نسکور او باور به یې له منځه ولاړ شي.

پر همدغه اساس، څوک له خلافت او اسلام څخه وېره لري؟ هغه سېکولر تیاره چې استعمارګرانو په تونس کې دننه جوړه کړه او د تونس پر سیاسي ژوند یې واکمنه کړه، وروسته تر دې چې تر ۶۰کلونو یې ډېره واکمني وکړه، په خلکو کې یې خپل باور له لاسه ورکړ. سېکولرېزم یې په ټولو بڼو سره تجربه کړ، لکه دیکتاتوري، ډیموکراسي، تدیني او غیر تدیني. په پایله کې یې خلکو ته له درد او ځورېدنې پرته بل څه ور نه کړل، نو هغوی سېکولرېزم ونه مانه، پر وړاندې یې انقلاب وکړ او نظام یې نسکور کړ. دغه انقلاب روان دی او هوډ لري چې واقعي بدلون ته ورسېږي چې د ښکېلاکګرو له سلطې څخه د بشپړې ازادۍ تر لاسه کېدو ضمانت کوي او داسې تغیر رامنځته کوي چې امت ته سیادت او رهبري ورکړي، تر څو امت بیرته خپل غوره مقام او ځای ته ورسېږي.

خو سېکولران دغه لیدلوری نه لري او د خپلو بادارانو د فکري او سیاسي متابعت او په هغوی پورې له تړاو پرته بل څه نه پېژني. همدارنګه دغه سېکولران د خپلو بادارانو له سپکاوي ډک متابعت کوي او د هغوی له خوا ورکړل شوي فرمانونه پلي کوي. دغه حالت په تونس او نورو اسلامي خاورو کې هغه څه دی چې نه یوازې یې چټل سیاسي پوړ، بلکې جوړونکي یې هم له پرېشانۍ او ډار سره مخ کړي، ځکه دغه سېکولر سیاسي پوړ د خلکو په بې‌لارې کولو کې پخپلو ټولو دسیسو او شخړو سره خپل قدرت له لاسه ورکړی او دوه خطرونه د استعمارګرانو وضعیت ګواښي:

    - د روان انقلاب خطر چې په ټول تونس او حزبونو کې خپور شوی.

    - د واقعي بدیل د شتون خطر یعني اسلام او خلافت، چې حزب التحریر هغه ته کار کوي او خلکو د حزب د ځوانانو صداقت او امانتداري پېژندلې او له هغوی څخه یې د اسلام په اړه سلیم فهم لیدلی دی. هغوی پوه شوي چې دغه ځوانان کولی شي د دولتونو لوبې او دسیسې درک او ښکاره کړي. مسلمانانو ته به تر هغه پورې خلافت راونه ګرځي، تر څو د قدرت د څښتنو او متنفذینو د مزدورانو له ملاتړه لاس وانه‌خلي او د خپل دین، امت او رهبرۍ (حزب التحریر) تر څنګ ونه درېږي. هغه حزب چې ښکاره دی او ټول یې دعوتګران او غړي پېژني. حزب التحریر د غرب لپاره په لاندې دلیلونو سره ډېر خطرناک او اهمیت ورته لري:

- د حزب التحریر راښکاره کېدنې له ژوند څخه د اسلام په له منځه وړلو کې د غرب او سېکولرانو له جنایته ډکې هڅې شنډې کړې. غرب وروسته تر دې چې فکر یې وکړ چې خلافت او اسلام یې له منځه وړی دی، نن ورځ د دې شاهد دی چې د خلافت غوښتنې مفکوره د نړۍ په کچه او په تونس کې، چې په اسلامي خاورو کې د انقلاب د پیل ځای دی، عامه او په ټولو ځایونو کې خپره شوې ده. هو، غرب دا څه ویني او په تونس، شام، اندونیزیا، پاکستان او افغانستان کې یې غږ اوري. مسلمانان او هغه کسان چې په هر ځای کې د پانګوالۍ په اور کې د سوځېدو په حال کې دي، غږ یې په ټولو ځایونو کې اوري.

- هغه خلافت چې حزب التحریر ورته دعوت کوي، د نبوت پر تګلاره خلافت دی، یعني هغه دولت چې په داخل کې اسلام پلی کوي او په دعوت او جهاد سره هڅه کوي چې بشریت د پانګوالۍ له جرمونو او شر څخه وژغوري.

ـ د خلافت بیا راګرځېدنه یوازې مفکوره نه ده، بلکې خلافت نړیوال دولت دی چې غواړي د نړۍ رهبري بیا تر لاسه کړي او هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پیل کړل، دوام ورکړي. هو، خلافت به هغه تیاره پړاو له منځه یو سي چې په ۱۶۴۸م کال کې په وسټفالیا سره پیل او د سایکس ـ پیکو په هوکړې سره ولاړ دی او د خلافت په مرسته د نړیوال قدرت په توګه د اسلام بیا راګرځېدنې غرب پرېشانه او اندېښمن کړی دی.

یو شمېر کسان کېدای شي ووایي چې تاسو د خلافت دولت د بیا راتګ په اړه د غرب په ډار او رعب کې مبالغه کوئ. په ځواب کې باید ووایو: د غرب څرګندونې او بیانیې د دغه ډار ښکارندویي کوي او هغوی د نړیوال نظم له بدلون او په ويسټفالیا او وروسته په سایکس – پیکو کې او دغو ته ورته د نورو ناوړه تاسیس شویو بنسټونو له منځه وړلو څخه ډارېږي.  

«هنري کیسنجر» د وسټفالیا د پړاو پای ته رسېدل حس کړي او په کنفرانسونو او مقالو کې یې د ژر تر ژره له منځه تلو خبر ورکوي. «زینوباران» په حقیقت کې په ۲۰۰۴م کال کې د حزب التحریر په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د حزب خطر یې په بدن کې پټ دی، ځکه الهام بښونکې «ایډیولوژي» یې رامنځته کړې، (اسلام) د پانګوالۍ حقیقي بدیل چې کېدای شي خلک د کمونیزم تر نسکورېدو او د سېکولرېزم پر وړاندې یې په مبارزه کې تر ماتې وروسته ورته مخه کړي. پر دې سربېره، د سترو دولتونو د تصمیم نیونې دفترونه د حزب التحریر، خلافت او د خلافت دولت د تاسیس کېدو له بریا څخه د مخنیوي څرنګوالي په اړه له راپورونو څخه ډک دي.

پر همدغه اساس، په تونس او نورو اسلامی خاورو کې له حزب التحریر څخه ډار واقعي دی او دغه وېره په پیروانو او مزدورانو کې خپره شوې، ځکه هغوی منحط دي، بصیرت او لیدلوری یې له لاسه ورکړي او له مزدورانو پرته بل څه نه دي. یوازې په همغه څه پوهېږي چې فرمان یې ورکول کېږي. بلخوا، له حزب څخه ډار په سپینه ماڼۍ او د استعمارګرانو د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفترونو کې هم، چې د حزب پرمختګ او نوښت ویني، خپور شوی. له همدې امله، هغوی د دې لپاره چې د حزب او دعوت مخه یې ونیسي، هغه کسان چې پر حزب سخت بریدونه او نیوکې کوي، د هغوی ملاتړ کوي. دوی غواړي چې خپل نظام ته دوام ورکړي او د امت معنوي ارزښتونه له مخې لېرې کړي. همدارنکه دوی هوډ لري چې د حزب اراده په سپکاوي سره ماته کړي او د امت مخلص او ژمن رهبر (حزب التحریر) تورن کړي او خلک یې په اړه په فتنه کې راګیر کړي. بې خبره له دې چې خلافت یوازې حزبي او د حزب التحریر کار نه دی، بلکې د الله سبحانه وتعالی امر او د بنده‌ګانو لپاره یې غوښتنه ده. الله سبحانه وتعالی چې وغواړي، دغه ژمنه پر ځای کوي او وعده یې هم رښتیا او پر ځای ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[نور: 55]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته  چې ایمان یې راوړی او غوره کارونه یې ترسره کړي، وعده ورکوي چې قطعآ به هغوی په ځمکه کې واکمنان کړي، څنګه یې چې مخکنیو ته په ځمکه کې خلافت ورکړ او هغه دین یې چې هغوی ته خوښ کړی، هغه به پرځای او رېښې به یې نورې هم وغځېږي. ډار یې په امنیت بدلوي، په داسې بڼه چې یوازې به زما عبادت کوي او له ما سره به کوم څه نه شریکوي. کوم کسان چې تر دې وروسته کافران شي، هغوی فاسقان (د اسلام او ایمان له دایرې وتلي) دي.

الرایه جریده: ۴۳۴ګڼه

لیکوال: استاد محمد الناصر شویخه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

له يهودي ادارې څخه د امريکايي جګپوړي نظامي پلاوي ليدنه

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحيم

د پوښتنې ځواب

(ژباړه)

پوښتنه:

د مصر «صدي البلد» وېبپاڼې پنجشنبه، د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۲۷ مه، وليکل، «د امريکا دفاع وزارت پنج شنبه اعلان وکړ چې د امريکا دفاع وزير لوييډ اسټين د اسرایلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو سره هوکړه کړې چې د ايراني يرغل د مخنیوي لپاره خپله همکاري زياتوي.» د دواړو اړخونو د لیدنې ځای د وروستیو لاریونونو په سبب له دفاع وزارت څخه د تل ابيب هوايي ډګر ته ولېږدول شو: [«د امريکا دفاع وزارت وويل چې د اسټين د لیدنو ځای د اسرایلو له دفاع وزارت څخه د تل ابيب هوايي ډګر ته نیږدې بل ځای ته بدل شو. لسګونه زره لاریونوال شنبه د نهمې اوونۍ لپاره د اسرایلو ښي اړخي لومړي وزير، نتنیاهو د هغه پلان پر ضد د ښارونو سړکونو ته ووتل چې غواړي قضايي سيستم تعديل کړي». (رويټر، ۸/۳/۲۰۲۳)]. له يهودي ادارې څخه د جګپوړو امریکايي چارواکو د ليدنو موخه څه ده؟ ايا دا په اوکراين کې د روسيې له جګړې سره تړاو لري؟ او که د فلسطين د وضعيت ارامولو لپاره دی او يا نورې موخې لري؟ الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.   

ځواب:

د ځواب د روښانه کېدو لپاره دغه موضوعات څېړو:

لومړی: داسې نه برېښي چې د دغو سفرونو موخه دې د اوکراين پر وړاندې د روسیې په جګړې کې د یهودي ادارې د بې پلوۍ مخه نیول او د امریکا پشان د روسیې ضد سخت دریځ نیول وي؛ ځکه چې روسیه اسرایلو ته اجازه ورکوي چې د سوریې دننه پر خپلو موخو بریدونه وکړي او په دې برخه کې د روسیې ځانګړي دفاعي سیستم سره نه مخ کېږي؛ په ځانګړي ډول دا چې یهودي اداره اوس په کور دننه د سياسي اپوزيسيون له مخالفت سره مخ ده. نو د اوکراېن د ملاتړ په موخه د غربي هيوادونو رضايت او له هغو سره یو ځای کېدل یې لومړیتوب نه دی. ځکه خو لرې برېښي چې د امریکايي پوځي چارواکو د دغو سفرونو موخه دې د اوکراين موضوع وي.

دغه راز، داسې هم نه برېښي چې موخه یې دې د فلسطين د وضعيت ارامول وي؛ که څه هم د فلسطین قضیه ورته مهمه ده او پخوا به د امریکايي چارواکو لکه د بهرنیو چارو وزیر، د سي آی اې مشر او د ملي امنیت سلاکار، د سفرونو موخه همدا وه؛ خو دا ځل که څه هم دا موضوع مهمه او حساسه ده، خو ممکنه نه ده چې د امریکا د دفاع وزیر د دغه سفر اصلي موخه دې وي. اوس هلته واقعیت داسې نه دی چې امریکا دخالت وکړي او خپل لوړپوړي پوځي چارواکي پکې بوخت کړي.

دوهم: ښکاري چې د دغو سفرونو موخې نورې وي چې له لاندې عواملو پرې پوهېدی شو:

۱- نتنياهو د امريکا له جمهوري غوښتوونکي ګوند سره نیږدې اړيکې لري، کله چې ډيموکرات ولسمشر اوباما په ۲۰۱۵م کې له ايران سره هستوي تړون لاسليکاوه، نوموړی يې پر ضد ودرېد. هغه اوباما غوسه کړ، په ځانګړي ډول کله چې يې د امريکا کانګريس ته د هستوي تړون پر ضد وينا کوله. د ټرمپ ادارې په وخت کې نتنياهو له هغه سره ډېرې نیږدې اړيکې لرلې، ټرمپ له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د خپل سفارت په لېږدولو، د اسرایلو د خاورې په توګه د جولان سیمې په رسمیت پېژندلو او په لوېديځه غاړه کې د پېړۍ معاملې د پلان ورکولو – چې هېڅکله بشپړ نه شو- نتنیاهو ونازاوه.

۲- کله چې ډيموکرات ولسمشر بايډن واک ته ورسېد، امریکا د لاپيد او بنيت ګوندونو د ايتلاف ملاتړ وکړ، په دې برخه کې بريالی هم شو چې په پایله کې یې نتنياهو د ۲۰۲۱م کال د مارچ په ټاکنو کې ماته وخوړه او د بنیت-لاپيد ګوندونو ايتلاف واک ترلاسه کړ. خو دغه بري ډېر دوام ونه کړ او نتنياهو له ښي اړخو سختدرېځو ګوندونو سره ایتلاف وکړ او د ۲۰۲۲م کال د نومبر ټاکنې يې وګټلې.

۳- نتنیاهو په ډېر جدیت پرېکړه وکړه چې حکومت یې له ښي اړخه سخت دریځو سره په ایتلاف جوړ کړي او په حکومت کې یې د لاپید ګوند او په ځانګړي ډول غنتس د شریکولو په اړه د بایډن غوښتنو ته شا کړه. کله چې نوي حکومت خپل دریځونه اعلان کړل، د امریکا له سختو او نا معمولو نیوکو سره مخ شو؛ لکه د دوو دولتونو پر تشکیل د پابندۍ اړتیا، د نوي دولت له هغو وزیرانو سره د همکارۍ نه کول چې په تندلارۍ مشهور دي او په اسرایلي اداره کې د قضايه قوې د بدلون په تړاو د نتنياهو پر تګلارو نيوکه. که څه هم دې ته د یهودي ادارې د کورنۍ موضوع په سترګه کتل کېږي، خو امريکا پر دې تګلاره ښکاره نيوکه وکړه او خپل طرفداره ګوندونه يې وهڅول چې په قضایه قوه کې د نتنیاهو د نفوذ پيدا کېدو مخه ونیسي او مخالفت یې وکړي.

۴- د نتیاهو د حکومت مخالفو یهودیانو ده ته ډېر وخت ور نه کړ او پر وړاندې یې پراخ لاريونونه پیل کړل چې له دې وړاندې یې ساری نه لیدل کېږي. د واک پر سر شخړې دومره زیاتې شوې چې خونړیو جګړو ته ورته دي. له يهودي ادارې څخه يو نوی تصوير رامنځته شو چې پخوا کله هم نه و لیدل شوی: د حکومت او د حکومت د دغې پرېکړې پر وړاندې د خلکو لاریونونه چې د قضایه قوې واک په لاس کې اخلي؛ د لاریونوالو له لوري د چاروکاو د کورونو محاصره کول، لارې او کوڅې بندول او د ټياټرونو سوځول، د یهودي دولت د پولیسو لخوا اوښکې بهوونکی ګاز کارول او د لاریونوالو لور ته د صوتي بمونو غورځول. وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، تر دې چې ځينو پولیسو د زور له لارې د لاریونوالو د پاشلو په اړه د دولت امر ونه مانه؛ د حکومت او مخالفو ګوندونو تر منځ اخلاف زور اخیستی او یهودیان په دوو مخالفو جبهو ویشل شوي. لویو پانګوالو له يهودي ادارې څخه په تېښته پيل وکړ، ۵۰ ستر شرکتونو ولاړل، احتياطي ځواکونو د حکومتي دستورونو په پلي کولو کې خپله ناتواني اعلان کړه او د حکومت او اپوزيسيون د ملاتړو ترمنځ فضا په هره سطحه ترينګلې شوې. د دغو تحولاتو په اړه د بایډن ادارې له دریځونو ښکاري چې د نتنیاهو د مخالفانو ملاتړ کوي.

درېيم: وضعيت د ګډوډۍ لور ته روان و، په دې وخت کې نتنياهو هڅه وکړه چې يهوديان پر ځان را ټول کړي او د دې لپاره یې د فلسطین د قضیې پر اور تېل واچول؛ داسې چې لومړی یې پر الاقصی مسجد د ډېرو يهودو هجوم ته لار برابره کړه او د جنین او نابلس سیمو کې يې نوې عاموژنې وکړې. نتنياهو له دې لارې غوښتل د فلسطينيانو پرضد يهودو ته خپله ژمنتيا وښيي. ده هیله لرله چې کورنی نا ارام وضعیت به ارام کړي او په خپله ګټه به په قضایه قوه کې بدلون ته لار برابره کړي، تر څو د ځان اړوند د فساد قضیې د یهودو له محکمو لرې کړي؛ د فساد دا تورونه له ډېر وخت راهيسې د تېرې تورې پشان د ده پر ستوڼي پراته دي. خو نتنیاهو یې دغو موخو ته ونه رسېد او له فلسطینیانو سره شخړې د ده په زیان شوې؛ د جنين د عام‌وژنې ځواب په بيت المقدس کې د اتو يهودو په وژلو ورکړل شو او د نابلس د عام‌وژنې ځواب په حواره او اریحا کې په دوو عملیاتو ورکړل شو؛ په دې توګه نتنياهو له نور سخت حالت سره مخ شو. د يهودي ادارې دننه اپوزيسيون سختې نیوکې پرې وکړې؛ په امنيتي برخه کې په ناکامۍ تورن شو او دا چې سیاستونه یې د دې سبب شوي چې فلسطینیان پر یهودو ډېر بریدونه وکړي. دلته نو نتنياهو بايد يوه بله حللاره پيدا کړې وای.

څلورم: د دې لپاره چې يهوديان يې تر شا ودرېږي او په واک کې پاتې شي، نتنیاهو په بيړه خپل پلان پر ايران باندې بريد سره تعديل کړ. دا واقعیت بېلابېل دلایل لري چې تر ټولو مهم یې دا دي:

۱- په داسې حال کې چې فلسطینیان د یوه یوه برید ځواب وايي؛ شاوخوا او نیږدې حکومتونه یې لا هم د خپلو بادارانو تابع دي او هېڅ اغېزناک غبرګون نه ښيي. مثلاً سوریه او عراق د یهودو د یوه وحشیانه برید ځواب هم نه وايي. ان ايران چې يهودي اداره يې په اصفهان کې پر نظامي کارخونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد تورنه کړه؛ د دغه برید ځواب یې دوې اونۍ وروسته په عربو بحیره کې پر یوه کښتۍ په برید ورکړ چې د یوه یهودي وه او هېڅ تلفات یې نه لرل. له دې پېښې وړاندې هم ايران يهودي اداره خپلو هستوي تجهيزاتو ته په زيان اړولو تورنه کړې وه چې د ايران مخکيني ولسمشر ياد زيان ۱۰ مليارد ډالر ښودلی؛ هغه وخت هم ايران هيڅ غبرګون ونه ښود. دا په دې معنی ده چې نتنياهو له ځان سره دا حساب کړی چې د یهودو د برید پر وړاندې د ایران غبرګون ډېر ناڅېزه دی او د ده موخې پوره کولی شي؛ د نتنیاهو دغه باور دی لا ډېرو بریدونو او تېریو ته هڅوي.

۲- د ايران اټومي پروګرام په تړاو بايد ووايو چې، ايران له لویو او دوامدارو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او له لویو قدرتونو سره یې هوکړې ته د ستنېدو په تړاو خبرې اترې ناکامې شوې. دغه راز يهودي اداره په وار وار اعلانوي چې ایران ته د دې اجازې ورکول شوني نه دي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. دا هغه موارد دي چې د ایران پر اټومي دستګاوو باندې د اسرایلو بريدونه توجيه کوي. په دې برخه کې باید ووایو چې ايران د غرب له لوري له سرو کرښو په تېرېدو او د يورانيمو په غني کولو تورن دی: [د ساينس او نړيوال امنيت بنسټ وايي چې ايران په ۱۲ ورځو کې د اټومي بم لازم مواد برابرولی شي او دا توان لري چې تر یوې میاشتې څلور نور اټومي بمونه جوړ کړي. د دغه بنسټ د يوه راپور له مخې؛ د ايران حاکم رژیم دا وړتیا لري چې په درېیو میاشتو کې د اوو ۷ اټومي بمونو لپاره یورانیم غني کړي. یاد بنسټ دغه اظهارات په هغه راپور کې خپاره کړل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لخوا ترلاسه شوي معلومات یې پکې تحلیل او څېړلي وو. (العربيه نېټ، ۵/۳/۲۰۲۳)].

پنځم: که ښه ځیر شو، پوهېږو چې نتنياهو پر دغو موضوعاتو تمرکز کوي او د ايران پر ضد د ځواکمنو بريدونو په پلانولو سره غواړي يهودیان په ځان او خپل حکومت راټول کړي او داخلي ګډوډيو ته د پای ټکی کېږدي او واکمني يې کمزورې نه شي.که نتنیاهو دغو ګډوډیو ته تسلیم شي او د مهارولو لپاره یې یو لوی اقدام ونه کړي؛ ستونزې يې زیاتېږي او حاکمیت ته یې ګواښ کېږي. داسې ښکاري چې د نتنياهو د حکومت د ارادې او پلانونو خبرونه تر واشينګټن پورې ورسېدل، امریکا هم د دغه اقدام د مخنیوي لپاره لاس په کار شوه. ځکه چې اوس د امريکا پام د خپلو ګټو پر بنسټ په اوکراېن کې د روسيې جګړې او د چین موضوع ته دی او نه غواړي چې په سيمه کې د ايران او يهودي ادارې ترمنځ په جګړه کې ښکېله شي. امريکا پوه شوې چې نتنياهو د خپل داخلي کړکېچ حلولو په موخه له ايران سره د جګړې په تړاو جدي فکر کوي او دغې موضوع بايډن اندېښمن کړی؛ ځکه چې امریکا په خپلو ډېرو اظهاراتو کې د خپلو چارواکو لخوا په وار وار ویلي چې د يهودي دولت امنیت ټینګولو ته ژمن دي؛ خو لکه څنګه چې وویل شول، امریکا اوس په نورو جګړو کې بوخته ده.

شپږم: یهودي ادارې ته د امريکايي لوړپوړو پوځي چارواکو وروستي سفرونه د دې لپاره وو چې نتنياهو د ايران پر وړاندې له جګړې راوګرځوي، ترڅو بایډن هلته ښکېلېدو ته اړ نه شي؛ ځکه امریکا اوس نه غواړي چې له چین او د اوکراین پر وړاندې د روسیې له جګړې پرته پر بل څه ځان بوخت کړي. لکه څنګه چې وویل شول؛ دغه سفرونه د امریکا د دغوو دوو ګټو ساتلو لپاره شوي:

الف: امريکا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر وهڅاوه چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو نرم بيانونه ورکړي او د ايران پر وړاندې نرم درېځ غوره کړي. د دغې ادارې مشر له ايراني لوړپوړو چارواکو سره په داسې حال کې ناسته وکړه چې په ورته وخت کې امريکايي چارواکي له سيمې څخه په ليدنه بوخت وو. نوموړي په دې برخه کې د يوه لوی پرمختګ خبر ورکړ او ويې ويل: «ايران هوکړه کړې چې په بېلا بېلو سايټونو کې څارونکو کيمرو ته بيا ځلې اجازه ورکړي او په پلټنو کې زياتوالی راولي» (ار ټي، ۴/۳/۲۰۲۳). بیا د دغې ادارې د مشر د پام وړ بيان وشو چې د الجزيرې نېټ ۵/۳/۲۰۲۳ په حواله په لاندې ډول دی: (رافایل ګروسي شنبه د تهران سفر په ترڅ کې وويل: « پر اټومي تاسیساتو هر راز پوځي برید ناقانونه دی». نتنياهو د ده په ځواب کې وویل: «رافايل ګروسي... نامناسب اظهارات وکړل».

ب: د نتنياهو پر وړاندې د وروستيو اعتراضونو شدت ته په کتو، امريکا اوسمهال نه غواړي چې يهودي اداره د ايران پر وړاندې جګړه پیل کړي؛ بلکې غواړي چې نتنياهو په داخلي کړکېچ کې ښکېل پاتې شي او لاریونونه دومره شدت پيدا کړي چې په پايله کې یې د نتنياهو حکومت ړنګ شي، ترڅو د امريکا د ډيموکرات ګوند پلویان د يهودي ادارې واک بيا ځلې خپل کړي...  امريکا د يهودي ادارې په سياسي او پوځي حلقو کې پراخ نفوذ لري.

اووم: داسې ښکاري چې امريکا به په ډېر احتمال وتوانېږي چې نتنياهو له ايران سره له تهاجمي جګړې رامنعه کړي؛ په ځانګړي ډول دا چې یهودي اداره دومره ډارنه ده چې د امریکا له ملاتړ پرته دا جګړه نه شي پیل کولی.

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ

ژباړه: «په دوى باندې ذلت مسلط شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلکو په رسۍ.» [ال عمران: ۱۱۲]

دا د قضيې یو اړخ و؛ له بل اړخه، که نتنياهو پر ايران د بريد تمه له لاسه ورکړي، نوموړی به قطعاً په امريکا کې د خپلو جمهوري غوښتونکو بادارانو په همغږۍ د بل برید اقدام وکړي ترڅو د ځان پر وړاندې د مخالفانو خوځښتونه راکم کړي. هغه ښايي  په فلسطین کې د شخړو له زیاتولو، پر غزې تړانګې یا پر لبنان له برید پرته بل بدیل پیدا نه شي کړای. نتنیاهو د واک ليونی دی او په هيڅ وجه واک پرېښوولو ته حاضر نه دی. هغه پرځان د ښي لاسو ګوندونو ايتلاف او يهودي مذهبي کسان راټول کړي، هغوی په هرځای کې تر نوموړي زيات د مسلمانانو وينې تويولو ته تږي دي.

دا واقعیت ورو ورو راڅرګندېږي؛ سما نيوز پنجشنبه د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۹مه خبر خپور کړ: (اشغالګرو ځواکونو نن سهار د جبع ښارګوټي په جنين سیمه کې درې فلسطينيان شهیدان کړل. اسرایلي ځانګړي ځواکونه د جبع ښارګوټي د جنين سیمې سويل ته دننه شوه او پر يوه موټر یې ډزې وکړې چې څلور ځوانانو پکې سپاره وو؛ له دې ډلې درې ځوانان شهیدان شول. د مقاومت ډلې له دغو ځواکونو سره ښکېلې شوې او بیا نور مرستندویه ځواکونه ښارګوټي ته راورسېدل؛ بلاخره اسرایلي ځواکونه له ښارګوټي ووتل). فرانس ۲۴ هم د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۱۰مه خبر ورکړ چې: (القدس ای ايف پي- اسرایلي پوځ او د فلسطين د عامي روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې جمعه يو فلسطينی د يوه اسرایلي له لوري شهید کړای شو. د تاوترخوالي د څپو په ترڅ کې نن د ورځې په لومړيو کې څلور فلسطينيان شهیدان شول؛ یو یې هغه کس و چې په تل ابيب کې یې پر اسرایلیانو برید وکړ او درې تنه یې ټپیان کړل. پنجشنبه يوه فلسطيني د تل ابيب پر ډيزينګوف سړک ډزې وکړې چې په پايله کې درې تنه ټپيان شول، چې په هغوی کې د اسرایلي روغتيايي سرچينو په قول د يوه ټپي حالت نازک ښودل شوی دی؛ بریدګر د پولیسو لخوا ووژل شو. له بل پلوه، اسرایلي پوليسو وويل چې هغوی دوه تنه نيولي چې يو پکې د تل ابيب په سويل کې د رامالا ښار او بل د نجوف په سويل کې د کيسفا ښار اوسېدونکي دي، پر دوی د ډيزينګوف بریدګر د لېږدولو تور پورې شوی دی).

یهودي دولت مسلمانان نیسي او وژنې یې او د دې کار لپاره په خپل شاوخوا کې د مسلمانانو له حکامو د کوم ګواښ وېره نه لري!

اتم: يهودي اداره په سيمه کې د سرطان دانې ته ورته ده چې د سيمې يو حاکم یې هم د له منځه وړلو يا ان مخنيوي لپاره څه نه کوي؛ بلکې له دغې ادارې سره د اړیکو په عادي کولو کې له یو بل سره سیالي کوي! دوامدار دا فکر کوي چې د يهودي ادارې شتون ته خطر او ګواښ پېښ نه شي. یوازې یهودي رژیم نه دی چې د ځان پر وړاندې ګواښونه له منځه وړي، بلکې دغه خاین حکام په خپله چوپتیا له دوی سره لویه همکاري کوي! يهودي اداره پر اسلامي خاوره، د فلسطين پر مقدسه ځمکه پرته ده؛ نو له دوی سره اړیکې باید د جګړې اړیکې وي؛ له دوی سره اړيکې عادي کول يو ستر جرم دی:

إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ

ژباړه: «بېشكه الله سبحانه وتعالی تاسو له هغو كسانو سره له دوستۍ کولو څخه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو څخه ایستلي ياست او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مرسته كړې ده، او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو همدغه كسان ظالمان دي» ( الممتحنة: ۹)

دا د شريعت حکم دی چې بايد پلی شي. د اسلامي نړۍ حاکمان د دغه حکم پلي کول نه غواړي یا یې باداران اجازه نه ورکوي؛ خو باید په یاد ولرو چې دا يو ژوندی امت دی او د ظلم او نابرابرۍ پر وړاندې د ډېر وخت لپاره چوپ نه پاتې کېږي؛ که چوپ هم وي، دغه چوپتيا د زمري چوپتیا ده چې تر برید وړاندې وي. دغه امت به بيا ځلې اسلامي ژوند ته ستنېږي او دويم راشده خلافت به تاسيسوي، انشاالله. خلیفه به امت را غونډ کړي او د اسلامي پوځ په رهبري کولو به یهودیان تر پښو لاندې کړي او لکه څنګه چې لومړی ځل ورننوتلي وو، همغسي به بیا مسجد الاقصی ته ننوځي او د یهودو غرور به له خاورو سره خاورې کړي!

وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً

ژباړه: «اودو وايي: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې ډېر به نیږدې وي» ( الإسراء: ۵۱)

۱۴۴۴هـ.ق، د شعبان ۱۸مه

۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۰مه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼې پرانیسته


مطبوعاتي اعلامیه

(ژباړه)

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر خوښ دی چې په فرانسوي ژبه د وېبپاڼې د پرانیستې خبر ورکوي؛ دغه وېبپاڼه به د یوه پورټال په توګه د فرانسوي‌ژبو کسانو لپاره د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره د هڅو منځپانګې تر پوښښ لاندې راولي.  

دا نېک ګام د حزب التحریر او د دغه حزب د غړو د نه ستړي کېدونکو هڅو یوه پایله ده، چې له خلکو سره د اړیکو د ډېرولو لپاره پورته کېږي، ترڅو هر ممکن ځای ته د اسلامي امت تر پیروانو پورې ورسیږي.

د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس پروژه په کلک هوډ او پوره ځيرکتیا سره مخ پر وړاندې روانه ده.

د خلافت سقوط او هغه وياړ چې له دې سره له اسلامي امت څخه واخیستل شو؛ د ټولو لپاره دردوونکی دی. له دې سره پر اسلام او د اسلام د حکومتولۍ پر نظام د سم پوهېدلو ارزښت د اسلامي امت د ځوانانو ترمنځ پر یوه پام وړ او جدي موضوع بدلېدونکی دی.

دلته باید د رسنیو او مطبوعاتو رول درک شي، چې د اسلام پیغام د یوې حیاتي موضوع په توګه وړاندې کوي؛ د اسلامي نظام ځانګړتیاوې او د خلافت د تاسیس معنی رانغاړي او دا چې د دغه نظام لپاره د نبوت له منهج څخه څنګه ګټه اخیستل کېږي.  

له همدې امله موږ د مطبوعاتو له ټولو مخلصو متخصصینو څخه غواړو چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس په لټه کې شي؛ په ځانګړې توګه د فرانسوي ژبو مطبوعاتو له متخصصینو غواړو چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼه کې پر خپرو شوو منځپانګو او موادو بیاکتنه وکړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دوی ته د دوی په غوره چارو کې انګېزه ورکړي او له دې څخه هغه څه ترلاسه کړي چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار بشپړوي.

موږ د الله سبحانه وتعالی په فضل د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼه پیل کړه او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته د هغه څه لارښوونه وکړي چې هغه سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي. الله سبحانه  وتعالی فرمايي:

(وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيداً عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيداً عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ)

ژباړه: «[اې محمد صلی الله علیه وسلم، دوی له هغې ورځې څخه خبر کړه] چې کله موږ په هر امت کې په خپله د هغه له منځه یو شاهد راپاڅوو چې پر هغوی شاهدي ووايي؛ پر دغو خلکو د شاهدۍ ویلو لپاره موږ تا راولو. (دا د هماغه شاهدۍ تیاری دی) چې موږ دغه کتاب پر تا نازل کړی دی، چې په ډاګه ښکاره شي د هر شي څرګندوونکی دی. د هغو خلکو لپاره هدایت، رحمت او زیری دی چې د امر منلو ته يې غاړه یې اېښې ده.» [نحل: ۸۹]

د وېبپاڼې لېنک: https://www.hizb-ut-tahrir.info/fr/

انجنیر صلاح الدین عضاضه

 د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د مطلب ادامه...

چين او په اوکراین کې د سولې وړانديز

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحيم

د پوښتنې ځواب

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه، العربيه ويبپاڼې راپور ورکړ چې (کريملين ماڼۍ: موږ د چين سولې پلان هرکلی کوو، خو پخلاينه لرې خبرې ده). په همدغه نېټه، اليوم خبري ويبپاڼې راپور ورکړ چې (کريملين وايي په اوکراین کې د چين د سولې پلان ته ليوالتيا ښيي خو د دغه وړانديز جزيات بايد په غور تحليل او محاسبه شي). د ۲۰۲۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۱مه، پوتين اعلان وکړ چې [«روسيې په New Start Treaty  (د نوي پیل تړون/د وسلو د کنټرول تړون) کې چې له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی، خپل ګډون ځنډولی » (انادولو، ۲۱/۲/۲۰۲۳)]. ياد بيانونه کېيف ته د بايډن له سفر وروسته کېږي. نوموړي د روان کال د فبروري په ۲۰مه اوکراين ته سفر وکړ او د دغه هيواد له ولسمشر، زيلنسکي سره په لیدنه کې یې وویل: [اوکراین به د ۵۰۰ مېليونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو یوه نوې ټولګه ترلاسه کړي چې سه شنبې به اعلان شي. (سکای نيوز عربي، ۲۰/۲/۲۰۲۳)]. دا خبرې بیا د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي د مونخ امنیتي کنفرانس کې مخته یوړې او ویې ویل چې چین په اوکراین کې د سولې لپاره يو پلان لري، هغه وويل، [دغه جګړه بايد نور دوام ونه کړي» (سي ان ان، ۱۸/۲/۲۰۲۳)].

پوښتنه دا ده چې؛ ايا چين په اوکراين کې جګړه درولی شي؟ چین ولې تر جګړې یو کال وروسته داسې یو پلان جوړوي؟ ولې روسيې د دغه پلان هرکلی وکړ او وروسته يې وويل چې پخلاينه لرې ده او ايا د دغه پلان د برياليتوب چانس شته؟

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو تر ځوابولو وړاندې لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د روسيې-اوکراين پر جګړې نفوذ لرونکي هېوادونه

۱- امريکا: د ولسمشر بايډن تر مشرۍ لاندې امريکا په دې وتوانېدله چې په غربي نړۍ کې د امريکايي مشرتابه په تړاو د اروپايانو شکونه له منځه يوسي. د بايډن ادارې د اوکراين لپاره د پوځي او نا پوځي مرستو چمتو کولو کې غربي هڅې سره همغږي کړې چې د روسيې د بريد پر وړاندې مقاومت وښيي. دغه راز یې غرب سره متحد کړ چې پر روسيې اقتصادي بنديزونه ولګوي او ویې کولی شول چې له اروپا څخه د روسیې د انرژۍ شریانونه پرې کړي. ان له اروپا بهر هيوادونه لکه؛ جاپان، سويلي کوريا او اسټراليا یې پر روسیې د تحریمونو وضع کوونکو هېوادونو په ډله کې راوستل. ناټو –چې د ټرمپ د ادارې پر مهال بې باوره وه- یې بیا راپورته کړه. د بايډن ادارې اوکراين ته د وسلو لېږد زيات کړ او اعلان يې وکړ چې موخه يې په اوکراين کې د روسيې ماتول دي.

۲- په اروپا کې لوی قدرتونه: په داسې حال کې چې د روسيې پر وړاندې د بريتانيې او امريکا د درېځونو ترمنځ توپير کول ناشونی برېښېدل، المان او فرانسې هم ورته درېځونه خپل کړل. له اروپا څخه د روسيې د انرژۍ د هرې نل‌ليکې له بندېدو سره المان د روسيې ضد درېځ لا پياوړی کاوه، ان د المان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک د روسیې پر وړاندې اوکراين ته د ټانګونو ورکولو لپاره د اروپايي هيوادونو د هڅو یو کولو په ترڅ کې وويل: (موږ يو د بل پر وړاندې نه، بلکې د روسيې پر وړاندې جګړه کوو... (الشروق، ۲۴/۱/۲۰۲۳)). د روسيې مخکيني ولسمشر، ميدويدوف دا خبرې «يو ګټور حماقت» وباله (انادولو، ۲۹/۱/۲۰۲۳)، یعنې اروپا د اوکراين په جګړه کې يو متحد لوری دی. د فرانسې په اړه باید ووایو چې دا هېواد د روسيې له ولسمشر سره د اړیکو لرلو په تړاو د خپلو متحدينو له لوري له نیوکو سره مخ و، خو بیا د هغه کاروان ملګری شو چې اروپايي هيوادونه له وړاندې پکې سپاره وو او کنټرول یې له امریکا سره دی. د ۲۰۲۳م کال د فبروري په ۱۹مه، سکای نيوز عربي خبر ورکړ چې د فرانسې ولسمشر، مکرون له مونيخ امنيتي کنفرانس څخه تر راستنېدو وروسته وويل: (زه غواړم روسيه په اوکراين کې ماتې وخوري او غواړم اوکراين له خپل درېځ څخه دفاع وکولی شي.)

۳- روسيه: وروسته تر هغې چې په نړيواله کچه د روسيې پوځي کمزوري افشا او د اوکراين په جګړه کې یې جدي کمزوري ډاګيزه شوې؛ د روسي پوځ مقام ټيټ شو او د کېيف شاوخوا، خارکېف او خېرسون کې روسي پوځ له سختو ماتو سره مخ شو. دا چې د روسي پوځ د روسيې د عظمت اصلي پایه وه، اوس روسيې ته په نړیواله کچه د لویوالي د اصلي پایې په توګه له اټومي ځواک پرته بل څه نه دي ور پاتې. د روسيې اقتصاد لا له وړاندې کمزوری و. له سياسي اړخه امريکا او اروپا تر ډېره بريده روسيه له نړيوالې انزوا سره مخ کړې او د جګړې په تړاو روسيه په کوردننه هم د اجماع له نشت سره مخ وه. کله چې روسیې جبري جلب او جذب ته مخه کړه، ګڼ روسان بهر ته وتښتېدل!

دويم: پر چين د دغو ټولو نړيوالو بدلونونو اغېز:

۱- چين پوهېږي چې دوی د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې دي؛ له روسیې هم وړاندې. امريکا د ټايوان په تړاو چين ننګوي او لار ترې ورکوي. بل لور ته امریکا د دغه هېواد د ګواښلو لپاره له سويلي کوريا سره بې ساري پوځي مانوورونه کوي. چین که د بندیزونو په سبب د روسیې اوسني زیانونه جبرانوي یا د روسیې پوځي ملاتړ کوي؛ امریکا یې ننګوي. امريکا په پټه د چين اقتصاد مهار کړی، د چين هواوې شرکت او د ټېکنالوژۍ نورو چینايي شرکتونو پر وړاندې اقتصادي جګړه مخته وړي. امريکا ان په ډاګه پر چين بريښنايي چيپونه بند کړل، ویې ویل چې دا د پوځي موخو لپاره کارېږي او چين د امريکا ملي امنيت ګواښي. چين پوهېږي چې امريکا د جاپان په وسله‌وال کولو سره د چين لپاره سرخوږی جوړوي او له لويې ستونزې سره يې مخ کوي. امريکا همدا رنګه نور پوځي ايتلافونه لکه؛ د AUKUS درې اړخيز تړون (استراليا+بريتانيه+امريکا) او څلور اړخیزه امنیتي ډیالوګ یا Quad (د امريکا+استراليا+جاپان+هند تر منځ) جوړ کړي. پورته ټولې کړنې د چين او پوځ لپاره يې سترې ننګونې دي.

۲- اروپايي هيوادونه چې د امریکا پشان د چین اقتصادي شريکان دي، د ګډې همغږۍ لپاره د واشنګټن غوښتنو ته تسليم شوي. دا ګډه همغږي هغه وخت منځ ته راغله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ او اروپا د روسي ګواښونو پر وړاندې د ځان د خونديتوب لپاره امریکا ته بیړنۍ اړتيا پيدا کړه. چين پوهېږي چې په اوکراين کې د روسيې جګړې؛ اروپا د امريکا لمنې ته وغورځوله او اروپايان يې د چين پر وړاندې د امريکا درېځونو ملاتړ ته کش کړل؛ دغه راز پانګوالو او په ختیځه اسیا کې د غرب پیروانو هېوادونو ته د «همفکره هيوادونو» اصطلاح رامنځته شوه. له بل پلوه، په ختيځه اسيا کې د ناټو سازمان رول په تړاو بحثونه روان دي او دا چين ته يو جدي ګواښ دی چې امريکا د بيجينګ پر وړاندې د ګڼو هيوادونو د یو ځای کولو وړتیا پیدا کوي.

۳- روسيه: د روسيې کمزوري د دې سبب شوه چې چین نور د یوه لوی شریک په سترګه ورته ونه ګوري، په ځانګړې توګه دا چې نړیوال ډګر په ترتیب پرې راتنګېږي. روسيې د اروپا لپاره زياته انرژي چمتو کوله خو اروپا د روسيې نفت او ګاز له يو څو نل‌ليکو پرته نور ټول بند کړل. په داسې حال کې چې اروپا او امريکا د روسيې پر وړاندې خپلې دروازې تړي، نور هيوادونه هم څاري، له هغوی غوښتنه کوي چې بنديزونو ته په کتو له روسيې تېل ونه پيري. له همدې امله، روسيه چين ته د يوازينۍ پرانيستې دروازې په سترګه ګوري چې هلته خپله انرژي او خام مواد پلورلی شي او غرب «روسيه د چين سوداګريزه شريکه» ګڼي، دغه حالت چين د امريکا او اروپا پر وړاندې ورخطا کړی؛ ځکه امريکا او اروپا د چين د توليدي توکو بازار دی. 

۴- پخپله چين: چين سربېره پردې چې د اوکراين جګړې په تړاو يې دریځ مبهم دی، باید وګوري چې د جګړې له کومو پایلو خوښ نه دی. چين د اوکراين جګړې تر رامنځته کېدو وړاند له روسيې سره د «نامحدودې ملګرتیا» سند لاسليک کړ. کله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، امريکا او اروپايي هيوادونو له چين څخه وغوښتل چې د روسيې د تېري پر ضد يو درېځ ونيسي، د چين درېځونه مبهم وو. له يوه پلوه، چین په اوکراين کې د روسيې د جګړې مخالفت اعلان نه کړ، له بل پلوه يې د خپل متحد، روسيې ملاتړ هم اعلان نه کړ. د چين درېځ دا و چې امريکا د دې جګړې د رامنځ ته کېدو مسوله ده، ځکه روسيې ته يې امنيتي ضمانتونه نه ورکول. داسې ښکارېده چې چين په دې تمه و چې روسيه به په اوکراين کې نوی واقعيت رامنځته کړي او په اوکراين کې به امنيت خوندي کړي او دا کار به غربي هيوادونه اړ کړي چې روسیه په یوه غوره نړیوال حالت کې په رسمیت وپېژني او له دې سره به چين په ځانګړي ډول په تايوان کې له غوره حالت څخه برخمن شي. خو د روسيې پوځي کمزوريو او په اوکراين کې د جګړې په ډګر کې له ماتو وروسته، د چين درېځونه د نوسان په حالت کې شول، ګواکي چې چين له روسيې سره ايتلاف څخه د پر شا کېدو په حال کې دی.

۵- د چين پر وړاندې د ټولو غربي هيوادونو له درېځونو څخه د دښمنۍ بوی حس کېده، خو چين د امريکا او اروپايي هيوادونو پر وړاندې ورته دریځونه ونه نيول. چين له روسيې څخه ملاتړ ونه کړ، ځکه د چين ابر ځواک کېدل او د نوي چين درېځ په بشپړ ډول پر بهرنۍ سوداګرۍ ولاړ دی. د امريکا او اروپا بازارونه د چين د لویوالي اصلي شريان دی. دا له روسيې سره توپير لري، روسیه نه اقتصاد او نه نړيوال تجارت لري او پوځ يې د پخواني شوروي اتحاد ميراث دی چې د نړيوال موقف استازيتوب يې کوي. که څه هم له بلې زاویې، چين له روسيې سره په اسيا او له اسيا څخه بهر په لويو بحيرو کې نظامي مانوورونه ترسره کړل. چين ښايي غوښتل چې منځلاری وي، ترڅو روسيه له لاسه ورنه کړي، ځکه چې که یې له امریکا سره ستونزه راشي، هغې ته اړتيا لري؛ دغه راز یې نه غوښتل غربي هيوادونه له لاسه ورکړي، ځکه هغه د چين اقتصادي بازارونه دي او سوداګري یې اقتصاد ته خورا مهمه ده.

درېيم: له همدې امله، پورتنیو دریځونو چين اړ کړ چې د دواړو لورو ترمنځ د بحران حلولو په تړاو د منځګړي رول ولوبوي، که څه هم له دواړو لورو سره د چين اړيکې متوازنې نه دي. د دغو ټولو معنی دا ده چې چین  په اوکراين کې د جګړې له پیل راهیسې په خپل اسمان کې ډېرې تورې راټولې شوې ورېځې ویني؛ دا ټولې تورې ورېځې لومړۍ برخه ده، یعنې د اوکراين د جګړې ختمولو لپاره د چین د پلان چینايي برخه. خو دغه برخه د دوېيمې برخې (روسيې برخې) له يوځای کېدو پرته جدي بدلون نشي راوستی. د دغې برخې تر ارزونې وروسته دغو پایلو ته رسېږو:

۱- که څه هم روسيې پوځ بسيج کړ او کابو نيم مېليون نوي سرتېري يې استخدام کړل او يرغليز حالت يې غوره کړ لکه د دونباس سيمې بخموت ښار اوسنی حالت؛ خو هغه پوهېږي چې د جګړې ګټل ناشوني دي، ځکه چې پر وړاندې یې یوازې د اوکراين پوځ نه دی، بلکې «د ناټو سازمان له جنګي وړتياوو» سره مخ ده. ناټو په زغرده د اوکراين لپاره وژونکي وسلې چمتو کوي او ښکاره موخه يې په اوکراين کې د روسيې ماتول دي. داسې ښکاري چې روسيه پوه شوې چې په نړيواله کچه په اوکراين کې له امريکا او متحدينو سره مخ ده او هغوی يې د ماتولو په لټه کې دي. فنلنډ او سويډن چې له جغرافيوي اړخه له روسيې سره نژدې دي ښايي د ناټو سازمان نوي غړي شي، المان چې د تارېخ په اوږدو کې د روسيې قسم خوړلی دښمن و، په چټکۍ سره د پوځي کېدو لور ته درومي او په ختيځ کې د جاپان پوځ ښايي په بيړه  د روسيې پر وړاندې د يوه لوی ګواښ په توګه راڅرګند شي، په ځانګړې توګه وروسته له دې چې جاپان له روسيې څخه د کوريل ټاپوګانو ـ چې د دوېيمې نړيوالې جګړې په درشل کې روسيې اشغال کړې وو ـ غوښتنه کوي. د اوکراين او نړيوالو پرمختګونه روسیه له سترو امنيتي ننګونو سره مخ کوي او د روسيې کمزورۍ په ځانګړي ډول د بې ساري اقتصادي بنديزونو له امله نورې هم په ډاګه کېږي.

۲- روسانو د اوکراين په جګړه کې خپلې کمزورۍ په خپلو سترګو وليدلې او په دې هڅه کې دي چې د پوځ او اقتصاد د له منځه تلو د مخنيوي لاره ومومي او په خپل شاوخوا کې د نړيوال وضعيت خرابېدو مخه ونيسي. دا دويمه برخه د روسانو ده چې د چين د سولې پلان یا لومړۍ برخې په څېر اهميت لري او د دې برخې له مخې روسيه غواړي چې په اوکراين کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو غواړي چې حيثيت يې وساتل شي.

له همدې امله، د دغو دوو برخو يوځای والی (پر چين د جګړې منفي نړيوالې اغېزې او په اوکراين کې له بريا څخه د روسيې نهيلتوب) د دې لامل شوي چې چين په اوکراين کې د سولې پلان رامخته کړي. يو کال وړاندې د جګړې په پيل کې حالت داسې نه و، داسې ښکاري چې چين له روسيې څخه تمه درلوده چې د جګړې معضله ژر تر ژره په خپله ګټه حل او فصل کړي. له همدې امله، چين د جګړې په پيل کې د سولې پلان په پام کې نه درلود، خو اوس- چې روسيه د جګړې له ګټلو نهيلې شوې او خبرو اترو  ته يې د خپل حیثیت ساتل کېدو په شرط ليوالتيا پيدا کړې - چين د سولې پلان وړاندې کړ.

په اوکراين کې د چين د سولې پلان واقعيت همدا دی. په دغه پلان کې د هيوادونو حاکميت ته د درناوي يادونه شوې چې غرب او اوکراين پرې تېرباسي. د دغه پلان له مخې، د چين بهرنيو چارو وزير د اوکراين له حاکميت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، [د چين په وړانديز کې به د ټولو هيوادونو ارضي تماميت او حاکميت ته درناوی کېږي (سي ان ان عربي، ۱۸/۲/۲۰۲۳)]، دا خبرې مذاکراتو ته د غرب د کېنولو او د هغوی د راښکلو لپاره دي.

څلورم: د پوښتنې هغه برخه چې د چين پلان به بريالی شي  که نه؛ یعنې په اوکراين کې به جګړه پای ته ورسېږي که نه، دا په ځينو اغېزناکو لاملو پورې تړلې ده چې په لاندې ډول دي:

۱- دا معضله د امريکا او د هغو پیروانو، اروپايي هيوادونو په درېځونو پورې تړاو لري چې د اوکراين ملاتړ کوي؛ د اوکراين د ولسمشر، زيلنسکي او نورو اوکرايني چارواکو سخت بيانونه له همدغو درېځونو سرچينه اخلي. د اوکراين او غرب د درېځونو خلاصه دا ده چې د سولې مذاکراتو ته د يوه شرط په توګه  روسيه بايد د کريميا په ګډون په اوکراين کې له ټولو اشغال شويو سيمو څخه ووځي؛ دا په دې معنی ده چې له روسيې سره مذاکرات يوازې د خاورې پر سر نه دي، بلکې د خسارې جبران او نړيوالې محکمې ته د مجرمينو کشول هم پکې شامل دي. روسيه دا شرطونه نه مني او موجود جنګي واقعیت ته اشاره کوي؛ یعنې لومړی د جګړې په جبهو کې د جګړې درېدل او بیا خبرې اترې. روسيه له شک پرته غواړي تر اوربند وروسته په داسې توګه مقابل لوري ته ځینې امتیازونه ورکړي چې له يوه پلوه يې خپل حيثيت ساتلی وي او له بل پلوه د جګړې په ډګر کې يو څه لاسته راوړنې، که څه هم سمبوليکې وي، ولري. سربېره پر دې روسيه غواړي چې بنديزونه ترې لري او کنګل شوې بوديجه یې ازاده شي.

۲- داسې ښکاري چې غربي هيوادونه اوس د چين له پلان سره ليوالتيا نه لري او په اوکراين کې د روسيې د بشپړې ماتې په تمه دي. د اروپايي کميسيون مشرې، اورسلا فن در لاين وويل: [موږ له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره نورو شواهدو ته اړتيا لرو چې چين له روسيې سره کار نه کوي او موږ اوسمهال دا نه وينو. (سي ان ان عربي، ۱۸/۲/۲۰۲۳)] او د امريکا بهرنيو چارو وزير چين د روسيې په ملاتړ تورن کړ: [هغه مرکه چې يکشنبه خپره شوه، بلينکن وويل چې چين روسيې ته د پوځي مرستو چمتو کولو په تړاو کابو د يوه کال راهيسې په «جدي غور» بوخت دی (القدس العربي، ۲۰/۲/۲۰۲۳)]. داسې پوره نښې نښانې شته چې غرب د اوکراين د ملاتړ له لارې د روسيې د ماتولو په لټه کې دی.

۳- ټولو دغو خبرو ته په پام؛ په اوکراين کې د جګړې ختمولو لپاره د چين د سولې پلان کې که څه هم د هيوادونو د ارضي تماميت درناوي ته اشاره شوې او ښيي چې له اوکراين څخه د روسیې وتل شوني دي؛ خو دغه پلان اوسنيو حالاتو په پام کې نيولو سره، د امريکا او په اروپا کې د امریکا پيروانو او اوکرايني چارواکو ته چې پر چارو مستقيم کنترول هم نه لري، د منلو وړ نه دی. امريکا په دوامدار او زياتېدونکي ډول د اوکراين ملاتړ کوي او اوکراين ته د وسلو چمتو کولو په کيفيت کې بدلون راولي او د امریکا د ولسمشر، بايډن له خولې اعلانوي چې د روسیې ولسمشر به هېڅکله په اوکراين کې بریالی نه شي. د امریکا دغه ټینګه اراده د انګلستان له ورته ارادې او د ختیځې اروپا د هېوادونو، لکه پولنډ او بالتیک هېوادنو، چې له روسیې سخته کرکه لري، له ارادې سره ارزول کېږي؛ یعنې د چين د سولې پلان د امريکا له لوري د منلو نه دی او امريکا یې هرکلی نه کوي. داسې ښکاري چې پورته درېځونو روسيه وارخطا او نا ارامه کړې ده، که څه هم ښکاره یې نه دي ویلي، خو له بيانونو يې ښکاري چې دغه پلان ورته د منلو دی؛ یعنې روسيه يو قدم مخته او يو شاته ږدي. سکای نيوز عربي چينل د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه پر خپله ويبپاڼه وليکل: [د کريملين ماڼۍ د چينايي پلان په تړاو وايې: (په اوکراين کې د سولې لپاره شرايط نه دي برابر)، خو بيرته يو قدم شاته ځي او وايې: (روسيه د چين د سولې د پلان هرکلی کوي...)]. اليوم تلويزيون د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه پر خپله ويبپاڼه وليکل: (د کريملين ماڼۍ په اوکراين کې د چين د سولې پلان ته ليوالتيا ښيي او د دې وړانديز جزيات بايد په غور سره تحليل او محاسبه شي). لکه روسیه چې غواړي ځان ته د بېرته تګ لار جوړه کړي.

پنځم: د پایلې په توګه، راتلونکی پړاو به د نوو پرمختګونو شاهد وي چې یو ښکاره عنوان به یې همدا د اوکراين جګړې د ختمولو لپاره د چین پلان وي. تر جګړې يو کال وروسته د چين هڅې د روسيې لپاره يو هيله ده چې د اوکراين له بحران څخه ووځي- هغه بحران چې د روسيې نړيوال درېځ يې له خطر سره مخ کړی. سربېره پر دې دغه هڅې اصلاً پخپله د چین په ګټه هم دي.  خو امریکا، اروپا او ناټو او دغه راز اوکراين دا پلان نه دی منلی او د شک په سترګه ورته ګوري؛ ځکه خو یې د بریالي کېدو چانس ډېر کم دی. مګر دا چې نړیوال شرایط بدل شي او یا روسیه ادعا وکړي چې پر اوکراين د لوی او اغېزناک برید وړتیا لري. باید ووایو چې په راتلونکي کې د دغه شان برید احتمال زیات دی؛ ځکه امریکا او ناټو روسیې ته په کمین کې دي او دې ته اماده دي چې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره له اوکراين سره هر ډول پوځي مرسته وکړي.

په پای کې باید ووایو چې، لوی کفري استعماري هيوادونه په خپلو کې په نړۍ کې د ښېګڼې لپاره نه، بلکې د شر او فساد لپاره په جګړو کې سره ښکېل دي. روسيه په اوکراين کې هر ژوندی اوکراينی وژني، امريکا او غرب پر اوکرايني سرتېرو سربېره د يرغل پر وړاندې له هر اوکرايني وګړي څخه د جګړې لپاره کار اخلي! دواړه لوري په اوکراين کې جګړه کوي چې هر اوکراينی ووژني... په دې ډول دغه هيوادونه په ځمکه کې فساد خپروي او خپلو ګټو لاسته راوړلو په موخه د بشر وينو ته ارزښت نه ورکوي، هغوی ته یوازې خپلې ګټې ارزښت لري. اوسنی حالت د فارس او روم دولتونو ته ورته حالت دی چې يو له بل سره يې جګړې کولې، کله به یوه وګټله او کله بل. هر دولت د ماشين په څېر د خپلو ګټو لاسته راوړلو په موخه د خلکو وينې څښلې... او دا حالت تر هغه روان و چې الله سبحانه وتعالی ريښتینو او مخلصو کسانو، اسلامي امت ته د فتحې ویاړ ورکړ چې په دې سره  اسلام او مسلمانان سرلوړی او کفر او کافران سپک شول؛ دا حالت به ژر يو ځل بيا راځي انشاالله.

 [وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ] (الروم:۴-۵)

ژباړه: په دغه ورځ به مومنان خوشاله شي؛ د الله په نصرت، الله سبحانه وتعالی هغه چاته نصرت ورکوي چې خوښه يې شي او هغه نه برلاسی او مهربانه دی.

د مطلب ادامه...

له الله سبحانه و تعالی سره دوامداره اړېکه

بسم الله الر حمن الر حیم

له عبادة بن صامت څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«مَنْ تَعَارَّ مِنَ اللَّيْلِ، فَقَالَ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، الحَمْدُ لِلَّهِ، وَسُبْحَانَ اللَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، ثُمَّ قَالَ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، أَوْ دَعَا، اسْتُجِيبَ لَهُ، فَإِنْ تَوَضَّأَ وَصَلَّى قُبِلَتْ صَلاَتُهُ»  رواه البخاري(1154).

ژباړه: څوک چې د شپې راويښ شي او ووايي: «لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، الحَمْدُ لِلَّهِ، وَسُبْحَانَ اللَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ» بيا ووايي: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» يا بله دعاء وکړي، نو دعاء يې قبلېږي او که چېرې اودس وکړي او لمونځ اداء کړي، هغه هم قبلېږي.

اې الله! ته پاک او سپېڅلی ذات يې او موږ دې حمد او ثنا وايو، ته عظیم او ستر ذات يې او له تا پرته بل هيڅ حق معبود نشته. ته پاک او سپېڅلی ذات يې چې موږ دې پيدا کړي يو او موږ ته دې سمه سيده او روښانه لار راښودلې ده، چې تګ پرې وکړو او بېلارې نه شو. ته پاک او سپېڅلی ذات يې چې موږ ته دې داسې رسۍ او تارونه راکړي دي چې له تا سره پرې اړېکه ټينګوو، کله چې موږ د تسبيح او تحميد رسۍ نيسو، نو په زړونو کې مو ايمان زياتېږي او کله چې د ذکر تارونه نيسو، نو تقوا مو زياتېږي. نو خوشالي دې وي د هغه چا لپاره چې ستا ورکړه يې اخيستې ده او افسوس د هغه چا پر حال چې ستا له اطاعت څخه يې مخ ګرځولی.

اې مسلمانانو!

له الله تعالی سره د اتصال دوام چې الله تعالی يې له بندګانو غواړي، اوس هغسې نشته څنګه يې چې الله تعالی غوښتتنه لري،  دا ځکه چې پستو (لوېدلو) حکامو له امت سره خيانت کړی او د دوستۍ پر ځای دښمني ورسره کوي. له هغه راهيسې چې دغو حکامو پر امت باندې د غربي وضعي نظامونو تطبيق پيل کړی ـ چې نه له امت او نه يې له دين سره تړاو لري ـ امت د پانګوال نظام تر سيوري لاندې خورا په سخت حالت کې ژوند کوي، نو اوس د ذکر تارونه بدل شوي او د الله تعالی د تسبيح او تهليل ځای حکامو ته ښېرا او د هغوی پر وړاندې د تکبير غږونو کولو نيولی، خو په دې کې هم خير دی، ځکه په دې دواړو حالتونو کې له الله تعالی سره د اتصال دوام شته.

اې الله! موږ ته ژر د نبوت پر منهج راشده خلافت راکړې، چې په وسيله يې د مسلمانانو ستونزې او کړاوونه ختم شي. اې الله په خپل مبارک نور سره ځمکې ته روښنايي وروبخښه. الهم آمين.

ليکنه: ابو مريم

ژباړه: يما افغان

د مطلب ادامه...

پر معروف امر او له منکر څخه نهی د مسلمانانو د پیاوړتیا کیلي ده

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحیم

په حقیقت کې د هر ستر امر تر شاه یو رمز شته چې هغه ته لکه روح غوندې په بدن کې ژوند او وړتیا ورکوي، چې روح یې د ژوند، پیاوړتیا او خوښۍ کیلي ده. بدن له روح پرته خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په یو وچ او بې روحه کالبوت یا جسد بدلېږي چې نور باید خښ شي. په اسلامي امت کې ځينې رازونه ژوند بښونکي دي چې غوره امت ترې جوړوي. دغه ستر رازونه او رمزونه د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي. امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»

ژباړه: تاسو ته مې یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅګله نه ګمراه کېږئ او هغه د الله سبحانه وتعالی کتاب دی.

حاکم دغه حدیث له ابن عباس رضی الله عنه څخه داسې روایت کړی دی:

«یَاأیُّهَاالنَّاسُ إِنِّی قَدتَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»

ژباړه: اې خلکو! په حقیقت کې ما تاسو ته یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله نه ګمراه کېږئ او هغه د الله سبحانه  وتعالی کتاب دی.

بل رمز په معروف امر او له منکر څخه نهی ده چې الله سبحانه وتعالی داسې فرمایلي دي:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: ۱۱۰]

ژباړه: «اې مومنانو!» تاسو تر ټولو غوره امت یاست چې د خلکو د ګټې لپاره پیدا شوي یئ، کله چې په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ او په الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ.

الله سبحانه وتعالی دغه رازونه هغه وخت د اسلامي امت لپاره د ژوند او قوت تر لاسه کولو سرچینه کړل چې له همدغو رازونو سره ژوند وکړي. الله سبحانه وتعالی د دغو رازونو د غوښتونو عملي کولو ته هڅولي یو او د حقونو په ادا کولو کې یې له افراط او تفریط څخه منع کړي یو؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَلَوْلَا كَانَ مِنَ القُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُولُوا بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِى الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَ كَانُوا مُجْرِمِينَ﴾ [هود: ۱۱۶]

ژباړه: نو ولې په تېرو قومونو کې د عقل او ایمان څښتنان نه وو چې په ځمکه کې د فساد مخه ونیسي؟ دغسې خلک که راپیدا هم شول، ډېر لږ وو چې موږ وژغورل. هغوی چې ظلم یې کاوه، په دنیوي خوندونو او نعمتونو پسې ولاړل او فاسق خلک وو.

امام طبري د ژغورل شویو کسانو په اړه وایي: «هغوی ګنهګاران له ګناهونو او کافران له کفر څخه راګرځول.» همدارنګه الله سبحانه وتعالی له بنی اسراییلو کفارو څخه د کرکې دلیل له منکر څخه د هغوی ډډه نه کول یاد کړي او داسې یې فرمایلي دي:

﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ * كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾ [مائده: 78- 79]

ژباړه: هغو بني اسراییلو چې کفر غوره کړ،  د داوود او د مریم د زوی عیسی پر ژبه پر هغوی لعنت وویل شو. دا د دې لپاره وو چې هغوی (د الله متعال له فرمان څخه) پرلپسې سرغړونه او (په ظلم او فساد کې) له حده تېری کاوه. هغوی به د ناوړه اعمالو له ترسره کولو لاس نه اخیست او یو بل یې له ناوړه کارونو څخه نه منع کول او نصیحت یې نه ورته کاوه او څومره ناوړه کارونه یې ترسره کول (ځکه حرام کارونه یې کول او یوې ډلې چوپتیا غوره کوله او په دې سره ټول په جرم کې شریکېدل).

په پورتني ایت کې له منکر څخه د نهی ډېر ستر راز ښکاره شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې ابو داوود او ترمذي له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړی، ټینګار کړی او داسې یې فرمایلي دي:

«إِنَّ أَوَّلَ مَا دخَلَ النَّقْصُ عَلَى بَنِي إِسْرائيلَ أَنَّه كَانَ الرَّجُلُ يَلْقَى الرَّجُلَ فَيَقُولُ: يَا هَذَا اتَّق اللَّه وَدعْ مَا تَصْنَعُ فَإِنَّهُ لاَ يَحِلُّ لَكَ، ثُم يَلْقَاهُ مِن الْغَدِ وَهُو عَلَى حالِهِ، فَلا يمْنَعُه ذلِك أَنْ يكُونَ أَكِيلَهُ وشَرِيبَهُ وَقعِيدَهُ، فَلَمَّا فَعَلُوا ذَلِكَ ضَرَبَ اللَّه قُلُوبَ بَعْضِهِمْ بِبَعْضٍ" ثُمَّ قَالَ: ﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ(79) تَرَى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ﴾ إِلَى قوله ﴿فَاسِقُونَ﴾} [مائده: 78-81

ژباړه: لومړنی عیب چې په اسراییلو کې راښکاره شو، هغه دا و چې کله به یو سړي بل د ګناه په حالت کې لیده، ورته ویل یې: دا څه دي؟ له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شه او دغه عمل نور پرېږده؛ ځکه دغه کار ناروا دی. بل ورځ به یې چې هغه په همغه حالت کې لیده، (یعنې د هغه په اړه دومره جدي نه و)  او په خوراک، څښاک او کېناستلو کې به ورسره مل و. کله ېې چې همداسې وکړل، الله سبحانه وتعالی د هغوی زړونه د نورو غوندې کړل. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مائده سورت له ۷۸څخه تر ۸۱پورې ایتونو تلاوت کړل او ویې فرمایل:

«كَلاَّ، وَاللَّه لَتَأْمُرُنَّ بالْمعْرُوفِ، وَلَتَنْهوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، ولَتَأْخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، ولَتَأْطِرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ أَطْراً، ولَتقْصُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ قَصْرا»

ژباړه: هېڅکله داسې نه ده، پر الله سبحانه وتعالی قسم چې حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ. حتمآ به له ظلم څخه د ظالم مخنیوی کوئ، هغه به حق ته راګرځوئ او د حق منلو ته به یې اړ کوئ!

د امر په معروف او له منکر څخه د نهی تر ټولو مهمه غوښتنه له ظلم څخه د ظالم مخنیوی دی او له هغه حاکم څخه به بل سخت ظالم چېرته وي، چې په بما انزل الله حکم نه کوي؟ څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ مَن لَم یَحکُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّٰلِمُونَ﴾ [مائده: 45]

ژباړه: څوک چې په بما انزل الله حکم ونه کړي، هغوی ظالمان دي.

پر معروف امر او له منکر څخه نهی د دعا د قبلېدو کیلي او هغه رسۍ ده چې الله سبحانه وتعالی ته پرې رسېږو. له حذیفه بن الیمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفسِي بِيَدِه، لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعرُوف، وَلَتَنهَوُنَّ عَنِ المُنْكَر؛ أَو لَيُوشِكَنَّ الله أَن يَبْعَثَ عَلَيكُم عِقَاباً مِنْ عِندِهِ، ثُمَّ لَتَدعُنَّهُ فَلاَ یَستَجِیبُ لَکُم»

ژباړه: قسم په هغه ذات چې روح مې د هغه په لاس کې دی، حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ، یا دا وېره شته چې الله سبحانه وتعالی به پر تاسو عذاب راولي او هغه وخت به د عذاب لېرې کېدو لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړئ، خو دعا به مو قبوله نه کړي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه پورتنی حدیث داسې روایت شوی دی:

«لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعرُوف، وَلَتَنهَوُنَّ عَنِ المُنْكَر، أَو لَیُسَلِّطَنَّ اللهُ عَلَیکُم شِرَارَکُم فَیَدعُو خِیَارُکُم فَلَا یُستَجَابُ لَهُم»

ژباړه: حتمآ به په معروف امر او له منکر څخه نهی کوئ، یا به الله تعالی ستاسو تر ټولو بد پر تاسو واکمن کړي او وروسته به ستاسو تر ټولو غوره کسان د ژغورلو لپاره دعا وکړي، خو دعا به یې قبولې نه شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کړی چې له منکر څخه نهی تر ټولو مهمه کیلي او راز دی، هغه یې د ټولو مسلمانانو مکلفیت وباله او دا د هغه حدیث محتوا ده چې امام مسلم له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت کړې ده. هغه وویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«مَن رَأى مِنکُم مُنکَرا فَلْیُغَیِّرْهُ بِیَدِهِ ، فإن لَم یَستَطِعْ فبِلِسانِهِ ، فإن لَم یَستَطِعْ فبِقَلبِهِ و ذلکَ أضعَفُ الإیمانِ»

ژباړه: له تاسو څخه هره یوه چې منکر ولیدل، باید پخپلو لاسونو هغه ته تغیر ورکړي! که یې ونه شو کولی، باید په ژبه یې تغیر کړي (اعتراض وکړي) او بیا یې که ونه شو کولی، په زړه کې دې انکار ترې وکړي او دا د ایمان تر ټولو کمزوری حالت دی.

د دغه حدیث په لوستلو او لیدلو سره نور هېڅ داسې څه نه پاتې کېږي چې که یو څوک منکر ویني او پر وړاندې یې همداسې چوپ پاتې شي. نو که مسلمان وس درلود، په لاس یې دې تغیر کړي او که یې وس نه و، په ژبه یې دې تغیر کړي او که یې دا هم نه شو کولی، په زړه کې یې دې بد وګڼي، په داسې بڼه چې د انکار نښې پکې ښکاره شي.

لنډه دا چې له منکر څخه نهی تر ټولو ستر راز او د مسلمانانو د پیاوړتیا کیلي ده چې په وسیله یې شریعت اظهار کېږي، د الله سبحانه وتعالی حکم پلی کېږي او د اسلامي امت هیبت په نورو ملتونو کې ساتل کېږي. همدارنګه له منکر څخه انکار د دې سبب کېږي چې منکر په نطفه کې شنډ شي او د مسلمانانو شاوخوا له منکرو او چټلیو څخه پاکه شي. په دې سره د الله سبحانه وتعالی د طاعت تر چتر لاندې ژوند پیل شي او په پایله کې د دې لامل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد په وسیله اسلام د نړۍ ټولو برخو ته ورسېږي.

الرایه جریده: ۴۲۷

لیکوال: شیخ عصام عمیره – بیت المقدس

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د مودي حکومت د مسلمانانو د ځپلو او له دوی څخه د هندوانو د وېرولو تر منځ خپل ټاکنیز کمپاین ته لار هواروي

مطبوعاتي اعلامیه

(ژباړه)

د مودي پوپولیست مجنون دولت چې په ټاکنو کې له خپل برخلیک څخه وېره لري، یو ځل بیا د ټولنې د بېلا بېلو طبقاتو ترمنځ د شک او بدګومانۍ احساسات راپاروي او په دې سره غواړي چې خپل ځان د رایه ورکوونکو د د ژغورونکي په توګه مطرح کړي. د جنورۍ له ۲۰مې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲مې، د دریو ورځو په ترڅ کې د ټول هند پولیسو د رییسانو/عمومي پلټونکو ۵۷م کنفرانس ترسره شو. په یاد کنفرانس کې لومړي وزیر نریندرا مودي، د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال او د هیواد شاوخوا د پولیسو ۳۵۰ لوړ پوړو افسرانو برخه اخیستې وه. په هېواد کې د ستونزو او ننګونو په اړه ډېرې ویناوې وشوې، له دې ډلې د دوی د «افراطي کېدل، په ځانګړي ډول د مسلمانو ځوانانو » تور و. دا یې د ملي امنیت پر وړاندې یو اصلي ګواښ وباله. د هغو سازمانونو له ډلې چې د افراطي په نامه ډلبندي شوي، یو یې حزب التحریر و. یوه سپارل شوې رساله د دغو سازمانونو پر وړاندې څو اړخیز چلند ته اړتیا په ګوته کوي چې یو یې پر پټو فعالیتونو څارنه او د اطلاعاتي ډيټابیس رامنځ ته کول دي. په دغې رساله کې ادعا شوې چې په هند کې د مذهبي بنسټپالنې وده د لوړې کچې مذهبي عقیدې او د اړیکو عصري وسایلو ته د اسانه لاسرسي له امله ده.

په دې توګه دا څرګنده شوه چې د مودي حکومت او هغه امنیتي چارواکی چې د اسلامپالو پر وړاندې یې له تهمت څخه ډکه رساله ترتیب کړې، غواړي عامه افکار او د هند امنیتي ادارې په مصنوعي اندیښنو بوخت کړي؛ د دوی اصلي موخه د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تفرقې اور ته لمن وهل دي. دوی د هندوانو تر منځ له مسلمانانو وېره خپروي او په ورته وخت کې مسلمانان ځوروي.

واک ته له رسېدو راهیسې د مودي حکومت د پوپولیستي جنون بدبویي خوره ده. اوس په دې وېره کې دی او نه پوهېږي چې څنګه له هغه کړکیچ څخه راووځي چې خپله یې ځان پخپله پکې ښکېل کړی. دغه له ناورین ډکې پرېکړې د ۲۰۲۱م کال له پیل راهیسې د مودي او د هغه د سلاکارانو د نهیلۍ پر بنسټ وشوې. دوی خلک وهڅول چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او فکر وکړي چې د COVID-19 وبا له هند څخه ورکه شوې ده. بیا، د دغې وبا تاریخي زیاتوالی د دې لامل شو چې هند څو میاشتې بې شمېره جنازې پورته کړي. له دې سره حکومت اړ شو چې ټولو ته د غلو او دانو وېشلو پرېکړه وکړي. له هغه وخت راهیسې، د مودي حکومت په دې هڅه کې دی چې ایا دا مرستې مخکې له هغې بندې کړي چې د هند په اقتصاد کې کسر دومره زیات شي چې بیا یې د جوړولو وړتیا نه لري او که مرستو ته دوام ورکړي چې د خلکو غوسه را ونه پارېږي او د مودي او د هغه د بهارتیا جنتا ګوند پر شهرت منفي اغیز ونه کړي.

حکومت دغه پرېکړه وځنډوله. د غلو دانو او کود د ویشلو لپاره یې د وروستیو نېټو تمدیدولو ته دوام ورکړ چې د ټاکنو تر ضرب الاجل پورې یې ورسوي، خو ویې نه شوی کولی. اوس چې د دغې پرېکړې کولو ته اړ دي، مودي، د بل هر ناکام سیاستوال په څېر خپله همېشنۍ بټن وهي. دی د نژاد پرستۍ او قومي شخړو د تحریک بټن وهي. یعنې د مسلمانانو د ځورولو سیاست پر مخ وړي چې هغوی غبرګون ته اړ کړي او له بلې خوا یې له مسلمانانو څخه د هندوانو د وېرولو کمپاین پیل کړی چې په خپل ځان او خپل حکومت یې راټول کړي.

ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د امنیتي ادارو مشران چې د ګواښونو پر وړاندې د خپل هېواد امنیت ساتلو دنده پر غاړه لري؛ د څېړنیزو مقالو په لیکلو او امنیتي سپارښتنو سره یې د هند پر وړاندې اصلي ګواښ ورکړ کړی. د هند او د هند د خلکو پر وړاندې ریښتینی ګواښ نرندرا مودي او د هغه بې بصیرته دولت دی. مودي په زور هند هغې خوا ته کش کوي، چې له امریکا سره د چین پر مهار او د چین پر وړاندې احتمالي جګړه کې ښکېل شي. د مودي اصلي اندېښنه دا ده چې امریکا، هند د خپلې نوې کارخونې په توګه ومني؛ دی داسې انګېري که دا کار وده وکړي نو هند به د ۱۹۷۰مو کلونو په څېر مخ پر ودې هېواد شي!

پر حزب التحریر د ترهګرۍ او افراطیت تور پورې کولو په اړه باید ووایو؛ کوم امنیتي چارواکي چې د نوي ډهلي کنفرانس کې دا تور پور کړ، یا خو یې د څېړنې وړتیا د ماشومانو ده او یا که ځان استاد بولي نو د مودي په څېر د هند له مسلمانانو کرکه لري. د مسلمانانو پر وړاندې د تحریک او پر دوی د تور پورې کولو په اړه باید ووایو چې مودي یې په خپله ړنده کرکه د امریکا په مشرۍ د استعمارګرو پلان پلی کوي. دا مودي ته سیاسي پوښښ ورکوي چې واک ته د اسلام د رسېدو مخه ونیسي، ځکه دی له دې وېرېږي چې پانګوالۍ ځپلي بې وزله خلک د اسلام – چې دوی ته عدالت تضمینوي- له لوري هدایت ونه مومي. بیا به دا خلک د دوی پر وړاندې درېږي او د اسلام د حاکمیت او ژوند ته د اسلام د بېرته راتګ غوښتنه به کوي.

په ټوله کې د هند هغو خلکو ته چې فکر کوي او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د امنیتي ادارو په سر کې دي:

مودي او د هغه حکومت د هند او د هند د خلکو راتلونکي ته یو اصلي ګواښ دی. دوی په واک کې د پاتې کېدو لپاره چمتو دي چې ټول هېواد اور ته واچوي. د بي بي سي د هغه مستند فلم په اړه د دوی وروستی غبرګون څه دی پر سړکونو د ګډوډیو او وینې بهېدنې په اړه یې د مودي د لېواتیا په اړه جوړ کړی و؟ دوی په واک کې د پاتې کېدو لپاره امریکا ته د پوره تسلیمۍ په ګډون د هر کار کولو ته چمتو دي. ځکه خو درته وایو، وړاندې تر دې چې ناوخته شي د مودي او د هغه د افراطي حکومت لاسونه ونیسي.

موږ دغه راز تاسو ته بلنه درکوو چې د هغه څه په اړه په اخلاص څېړنه وکړئ چې حزب التحریر مو وربولي. که اسلام د نبوت پر منهج سم پلی شي، لکه څنګه چې حزب التحریر یې د تاسیس لپاره کار کوي، نو دا به فرد او ټولنې دواړو ته خیر وي او دواړه به د ژوند لوړو معیارونو ته ورسوي. په اسلامي دولت کې اتباع سره مساوي دي، د مسلمان او نا مسلمان ترمنځ هیڅ توپیر نشته. اسلام له وړاندې تر زرو کالو زيات پلی شوی؛ چې په ترڅ کې يې د عزت، عفت، پاکوالي، پر کمزورو مهربانۍ او د ټولو اتباعو ترمنځ د عدالت په اړه د مسلمانانو په ځانګړتياوو کې هيڅ بدلون نه دی راغلی. مسلمانان پوهیږي چې الله سبحانه و تعالی پر دې مکلف کړي چې خلک د کفر او شرک له تیارو څخه د اسلام رڼا او عدالت ته راوباسي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ]

ژباړه: «الف، لام، را. [ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] دا (قرآن) یو کتاب دی چې پر تا مو د دې لپاره نازل کړی دی چې خلک له تیارو څخه د رڼا په لور راوباسي. د هغو د رب په توفیق سره، د هغه الله تعالی لارې ته چې زورور او په خپل ذات کې په خپله ستایل شوې دي.» [ابراهیم: ۱]

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د مطلب ادامه...

پر سلام پيل کول د خير له دروازو څخه يوه دروازه ده

بسم الله الرحمن الرحيم

له حديث شريف سره

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: « يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى الْمَاشِي وَالْمَاشِي عَلَى الْقَاعِدِ وَالْقَلِيلُ عَلَى الْكَثِيرِ». رواه البخاري

ژباړه: له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «سپور بايد پر پلي، پلی پر ناست او کم شمېر کسان پر ډېر شمېر کسانو سلام واچوي.»

حافظ ابن حجر په خپل کتاب «فتح الباري» کې ويلي: علماوو د سلام د پيل کولو (لومړی سلام اچولو) حکمتونه داسې بيان کړي چې: د کشر لخوا پر مشر سلام اچول په دې خاطر دي چې کشر مکلف دی چې د مشر احترام او پر وړاندې يې تواضع وکړي، او دا چې لږ شمېر کسان به پر ډېرو کسانو سلام اچوي، دا د جماعت د فضيلت له امله او دا چې سپور به پر پلي سلام اچوي، دا په دې خاطر چې هغه پر خپله سپرتيا تکبر ونه کړي او تواضع ته راوګرځي، په همدې ترتيب... .

اې مسلمانانو: 

د پورته حديث د يوې برخې په تفصيل کې؛ پر افرادو باندې د جماعت د حق يا د امت پر افرادو باندې د حزب د حق په اړه لږ تم کېږو؛ کله چې په لږ شمېر کسانو واجب ده چې پر ډېر شمېر کسانو سلام واچوي، نو هغه څه چې تر سلام لوړ دي، د هغه وجوب هم زيات دی. پر دې اساس کله چې يو څوک د يوې ډلې په اړه اوري چې د الله لور ته دعوت کوي او دغه ډله د فقاهت، فکر او علم لرونکې وي، نو دغه کس ته پکار ده چې لومړيوالی وکړي او تر نورو وړاندې دغې ډلې ته سلام ووايي، بيا يې د دعوت، فقهې او فکر په اړه پوښتنه وکړي، بيا دې وګوري، که هغه څه چې دغه ډله ورته دعوت کوي د الله تعالی او هغه د رسول له کلام سره سمون لري، نو له دغه حزب سره دې ملتيا وکړي، دا د خير هغه ستره دروازه ده چې پيل يې په سلام سره کېږي.

اې الله! د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په منهج خلافت ژر راوله چې په وسيله يې د مسلمانانو ستونزې او ناخوالې له منځه ځي. اې الله په خپل مبارک نور سره ځمکې ته روښنايي وروبخښه. الهم آمين، آمين آمين.

ليکنه: ابومریم

ژباړه: يما افغان

د مطلب ادامه...

د ولي الأمر لقب

بسم الله الرحمن الرحیم

له حديث شريف سره

مسلم په خپل صحيح کې روايت کړی دی:

 عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "خِيَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَشِرَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلَا نُنَابِذُهُمْ بِالسَّيْفِ فَقَالَ: لَا مَا أَقَامُوا فِيكُمْ الصَّلَاةَ وَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْ وُلَاتِكُمْ شَيْئًا تَكْرَهُونَهُ فَاكْرَهُوا عَمَلَهُ وَلَا تَنْزِعُوا يَدًا مِنْ طَاعَةٍ".

له عوف بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي: «ستاسو غوره امامان (حاکمان) هغه دي چې تاسو ورسره محبت لرئ او هغوی هم له تاسو سره محبت لري، هغوی تاسو ته دعا کوي او تاسو هغوی ته دعا کوئ او ستاسو شرير او ناوړه امامان هغه دي چې تاسو ورسره بغض (کينه او دښمني) کوئ او هغوی هم له تاسو سره بغض لري او تاسو پر هغوی لعنت وايئ او هغوی پر تاسو لعنت وايي: اصحابو وويل: اې د الله رسوله! ايا د دوی پر وړاندې توره پورته نه کړو؟ ويې فرمايل: نه، تر هغه چې په تاسو کې لمونځ اقامه کوي او کله چې مو له خپلو چارواکو داسې څه وليدل چې تاسو يې ناوړه بولئ، نو عمل يې ناوړه وبولئ خو له اطاعت څخه يې لاس مه اخلئ.»

نووي د مسلم په شرح کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې قول: «خِيَار أَئِمَّتكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ» په اړه وايي چې دلته  په «يُصَلُّونَ» او «تُصَلُّونَ» کې صلاة د دعا په معنا دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې حديث کې د خلافت په دولت کې، حاکم امام نومولی دی.

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نور صحيح روايتونه هم شته چې هغه صلی الله عليه وسلم حاکم د خليفه په لقب هم نومولی دی. لکه هغه حديث چې مسلم په خپل صحيح کې له ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت کړی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا

ژباړه: کله چې په يوه وخت کې د دوو خليفه‌ګانو لپاره بيعت واخيستل شي، نو دويم يې ووژنئ.

دغه راز اصحابو د حاکم لپاره د امير المؤمنين لقب د غوره کولو پر جواز اجماع کړې ده. حاکم په خپل مستدرک کې له ابن شهاب زهری څخه روايت کړی دی چې عمر بن عبد العزيز له ابو بکر بن سليمان بن ابي حثمه څخه وپوښتل: ... چې پخوا د ابو بکر رضي الله عنه په عصر کې ليکل کېدل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خليفه له لوري، بيا د عمر رضي الله عنه د دور په لومړيو کې ليکل کېدل: د ابو بکر د خليفه له لوري، نو د لومړي وار لپاره چا وليکل چې د امير المؤمنين له لوري؟ هغه وويل: شفاء ـ چې له لومړيو مهاجرينو ښځو څخه ده ـ ما ته روايت کړی چې عمر رضي الله عنه په عراق کې خپل عامل ته وليکل چې دوه تنه چابک اشخاص راته رارولېږه، تر څو د عراق او د عراق د خلکو حال او احوال ترې وپوښتم، د عراق عامل د بليد بن ربيعه او عدی بن حاتم په نومونو دوه تنه ورولېږل، کله چې دوی مدينې ته ورسېدل، خپل اوښان يې د مسجد په صحن کې پرې ايستل او دوی مسجد ته ننوتل، هلته له عمرو بن عاص رضي الله عنه سره مخ شول، هغه ته يې وويل: اې عمرو! له امير المؤمنين سره زموږ لپاره د ملاقات اجازه واخله، هغه وويل: پر الله سوګند چې تاسو د هغه لپاره مناسب او ښه نوم غوره کړ، موږ مؤمنان يو او هغه مو امير دی. عمرو ابن عاص رضي الله عنه له ځنډ پرته د عمر رضي الله عنه خوا ته ورغی او ورته ويې ويل: السلام عليکم اې امير المؤمنين! عمر رضي الله عنه ورته وويل: په دې نامه کې تا ته څه ښکارې اې عمرو! الله پوهېږي چې ته څه وايې! عمرو ابن عاص رضي الله عنه وويل: بليد بن ربيعه او عدي بن حاتم راغلل، خپل اوښان يې د مسجد په صحن کې پرې ايستل، بيا دننه زما خوا ته راغلل او راته ويې ويل: اې عمرو! له امير المؤمنين سره زموږ لپاره د ملاقات اجازه واخله، پر الله سوګند دوی ستا لپاره ډېر مناسب نوم غوره کړ، موږ مؤمنان يو او ته مو امير يې. نو کاتب بيا له همغې ورځې د «د امير المؤمنين له لوري» ليکل پيل کړل. او شفاء د ابو بکر بن سليمان انا (نيا) وه. تر دې وروسته په همدې توګه د امير المؤمنين نوم د صحابه‌و په وخت کې او هم تر هغوی وروسته د خلفاوو لپاره کارېده. د دې روايت پر اساس، تر دې وروسته تل عمر رضی الله عنه ته د اصحابو په مخکې امير المؤمنين ويل کېده چې هغوی ليده او اورېده، خو هيڅ صحابي هم له دې سره مخالفت نه دی کړی، نو په دې توګه دا د اصحابو اجماع ده.

له تېر بحث څخه څرګندېږي چې که د مسلمانانو حاکم د امام، خليفه او امير المؤمنين په لقبونو ونومول شي، دا سم کار دی. ځکه له دغو لقبونو څخه هر يو يې شرعي دليل لري چې پر صحت يې دلالت کوي. خو زما لپاره د خليفه لقب تر ټولو خوښ او زړه ته نږدې لقب دی، ځکه دا لقب موږ ته زموږ تېر تاريخ رايادوي، چې په هغه سره د وياړ، عزت او حيثيت احساس کوو او موږ هڅوي چې خليفه بېرته راوګرځوو، دا هغه لقب دی چې تل د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو په زړونو کې وېره او رعب خپروي او خوب يې له سترګو تښتوي او دوی ته هغه ماتې ور په زړه کوي چې د خلافت په زرين دوران کې يې د خلفاوو لخوا خوړلي دي. نو کله چې الله سبحانه و تعالی له خپلې خوښې سره سم بېرته موږ ته خلافت راکړي، نو خپل ولي الأمر ته به د خليفه په نامه غږ وکړو، تر څو کافران ـ چې په خپلو ټول توان يې د دې لقب د له منځه وړلو لپاره هڅې کړي ـ له خپلې غوسې څخه مړه شي او هيلې يې د سراب په څېر په ناهيلۍ بدلې شي. نو کله چې خلافت دوباره قايم شي، امت به يو وار بيا د حيثيت او ځواک څښتن شي، هغه څه چې د کفارو د وېرې او رعب سبب کېږي.

اې الله! دغه ښکلې او ځلانده ورځ ژر پر موږ ولوروه!

ژباړه: يما افغان

د مطلب ادامه...

د خلافت د ړنګېدو د (۱۰۲) تلين په ياد کې د حزب التحرير د امير لوی عالم عطاء بن خليل ابو الرشته وينا

  • خپور شوی په سیاسي

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد،

په عام ډول ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د راشده خلافت د بیا راګرځولو دعوتګرانو ته...

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

له نن څخه (۱۰۲) هجري کلونه وړاندې په همدې ورځ؛ د ۱۳۴۲ هـ کال د رجب په ۲۸مه چې د ۱۹۲۴ م د مارچ له ۳مې سره برابره ده، د هغه وخت د برېتانيا په مشرۍ استعمارګر کفار په دې وتوانېدل چې د عرب او ترک خائنانو په مرسته د خلافت دولت له منځه يوسي. مصطفی کمال د دغې ورځې په سهار په استانبول کې د خلافت په لغوه کولو، د خليفه په محاصره کولو او د هغه په شړلو سره د بواح کفر مرتکب شو.

 په دې توګه، کله چې د خلافت په له منځه تللو سره په اسلامي خاورو کې دغه دردناکه پېښه رامنځته شوه... همغه وخت پر امت واجب وه چې د دغه بواح کفر له مرتکب سره يې په توره جګړه کړې وای؛ لکه په متفق عليه حديث کې چې عبادة ابن صامت رضي الله عنه روايت کړی چې وايي:

« وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِنْدَكُمْ مِنْ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»

ژباړه: او دا چې له اولو الامر (حکامو) سره د حکم په چارو کې شخړه ونه کړو، مګر دا چې له هغوی څخه بواح کفر وليدل شي، چې د الله له لوري پرې څرګند دليل ولرو.

مګر امت دغه مجرم او د هغه ملاتړو ته داسې ګوزار ور نه کړ چې هغه او د هغه ملاتړي يې مات کړي وای، بلکې د امت غبرګون او ځواب خورا کمزوری او په هغه کچه نه و چې دغه څه پرې لاسته راوړي.

وروسته له هغه چې د حق او عدالت دولت «خلافت» له منځه لاړ، له همغې ورځې د امت توره ورځ راپيل شوه او اوس يې د دولتونو شمېر څو پنځوسو ته رسېدلی دی. چارواکي يې هغه ظالمان دي چې پر خپلو خلکو ظلم کوي، ان د دغې  مياشتې په نيمايي کې د سوريې او ترکيې زورورې زلزلې ونه شوای کولی، چې د مسلمانانو تفرقه له منځه يوسي او د يو واحد دولت تر چتر لاندې دوی ته وحدت ورکړي، بلکې امت لا هم تر زلزلو وړاندې او وروسته خپل ټوټه ټوټه حالت ته دوام ورکوي او هيڅ پند نه اخلي:

﴿أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾

ژباړه: ايا دوی نه ويني چې دوی هر کال يو يا دوه ځله ازمويل کېږي، خو دوی بيا هم نه توبه کوي او نه پند اخلي.

سره له دې بیا هم وروستيو زلزلو وښوده، چې اسلام لا تراوسه د عامو مسلمانانو په زړونو کې ځای لري. ومو ليدل چې مسلمانانو خپل وروڼه د نړېدلو ودانيو له خاورو را ايستل او د «الله اکبر» نارې يې وهلې، په ځانګړې توګه کله يې چې هغه نوی زېږېدلی ماشوم له خاورو را وايست، چې مور يې تر خاورو لاندې وفات شوې وه... يا هغه کس چې په خاورو کې پټ و او لاس يې ښکارېده چې د شهادت په ګوته يې د الله تسبيح بيانوله... يا هغه خلک چې هڅه یې کوله ترڅو هغه ښځه وژغوري، چې تر نړېدلې ودانۍ لاندې شوې وه، خو هغې له راوتلو مخکې د سر د پټولو لپاره د ټکري غوښتنه وکړه، ترڅو ويښتان يې معلوم نه شي... يا هغه کس چې د ړنګې شوې ودانې تر پاتې‌شونو لاندې و او کله چې را وايستل شو، نو لومړی يې د اوداسه لپاره اوبه غوښتلې، ترڅو لمونځ يې قضا نه شي... دغه راز هغه کس چې تر ويرانو لاندې يې د ژغورل کېدو هڅه کېدله، خو ژغورونکو وليدل چې قرآن يې تلاوت کاوه او د سورة البقرې آيتونه يې لوستل... يا هغه پېغله چې ژغورونکو يې د را ايستلو هڅه کوله، خو د هغې په څېره کې له دې امله خپګان ښکارېده چې د دغې ورځې لمونځ ترې قضا شوی و... خو د دغو ټولو تر څنګ هغو مسلمانانو په لوړ آواز د تکبير نارې وهلې... الله أاکبر... الله تعالی دې پر ټولو هغو مسلمانانو رحم وکړي چې په دغه زلزله کې وفات شول او هيله ده چې دوی به په آخرت کې د شهيدانو له ډلې څخه وي ان‌شاء الله. او ټپيانو ته دې الله تعالی بشپړه شفا ورپه برخه کړي... او کوم مسلمانان چې له دغې زلزلې ژوندي وتلي، الله تعالی دې ورسره مرسته وکړي او الله تعالی دې غوره ژوند ور په برخه کړي چې د الله تعالی او د هغه د رسول په اطاعت کې يې تېر کړي.

دا مسلمانان دي او هغه د اسلامي خاورو حکام دي، چې تر منځ يې د دوو ختيځونو په اندازه توپېر دی. دغه واټن له هغې ورځې پيل شو کله چې (۱۰۲) کاله وړاندې د خلافت د له منځه تلو لويه غميزه پېښه شوه! تر دې وروسته بيا استعمارګرو کفارو د خلافت له نه شتون څخه په استفادې مسلمانانو ته یو بل دردناک ګوزار ورکړ؛ هغه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج په مبارکه خاوره کې يې د يهودانو دولت جوړ کړ او هلته يې هغوی ته د بقاء اسباب ورکړل. له دغو اسبابو څخه لومړی يې د هغو مزدورو حکامو په واسطه دوی ته د امنيتي ملاتړ برابرول دي، چې د دوی شاوخوا دي. دغو حکامو به د يهودو پر وړاندې په هره جګړه کې ماته خوړله، ان تر دې چې يهودي دولت ته يې د هغه له مقام او حالت پرته بل مقام ورکړ چې الله پرې موصوف کړي دي ﴿وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَة﴾.. ژباړه: (او پر دوی باندې د خوارۍ او بېچارګۍ مهر ووهل شو). حکامو يوازې پر دې بسنه ونه کړه، بلکې په خپل ټول توان يې له سيمې څخه د يهودي بنسټ د لرې کولو پر ځای یې قضيه د خبرو اترو خوا ته بوتلله، چې ګوندې په دې سره به يهود په ۱۹۶۷ کال کې له اشغال کړو خاورو يو څه يې پرېږدي!

بيا يهودي دولت په فلسطین کې خورا وحشي جنايتونه ترسره کړل او لا يې هم ترسره کوي چې د 2023/1/26  د جنين ټولوژنه يې تازه بېلګه ده. د  يهودي بنسټ پوځ په خورا لوی ځواک سره د جنين پر کمپ بريد وکړ او د ټولوژنې په ترڅ کې يې نهه تنه شهيدان کړل. پر قتلونو سربېره يې نور وحشي جنايتونه هم وکړل، پر ټپيانو يې ديوالونه چپه کړل او استوګنځايونه یې په بيلډوزرو ونړلول. تر دې وروسته يې په نابلس کې خپل تېري ته دوام ورکړ او د عقبة جبر پر کمپ يې برید وکړ، هلته يې هم مرګ ژوبله واړوله او ډېر کسان يې شهيدان او ټپيان کړل... دا هر څه د حکامو د سترګو پر وړاندې تېرېږي، پرته له دې چې دوی د مرستې لپاره کوم ګام پورته کړي، په دوی کې تر ټولو نامي يې هغه دی چې د مجرم او مظلوم تر منځ د منځګړيتوب اعلان کوي! ﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ژباړه: (الله دې دوی ووژني چې څه ډول له حق څخه انحراف کوي.) نو کله چې دوی له يهودو سره د اړيکو د عادي کولو د جرم لپاره بيړه کوي، نو تر دې اضافه به څه وکړي؟ وروسته له هغه چې د مصر حکامو د ذلت او خوارۍ ډکه لار رهبري کړه، نو سازمان او د اردن، اماراتو، بحرين، المغرب... حکامو هم د دوی پر پله پل کېښود... او دا دی سوډان هم په دغه جرم کې له دوی سره يو ځای کېږي، په 2023/2/2 نېټه د سوډان ولسمشر عبد الفتاح البرهان د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د يهودو د بهرنيو چارو وزير ايلي کوهين ته ښه راغلاست وايي، ترڅو د اړيکو د عادي کولو پر مسله خبرې اترې ورسره وکړي!! خو دوی ټول د هغه حقارت او سپکوالي څخه بې پروا دي چې ورسره مخ کېدونکي دي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

ژباړه: هغه کسان چې جرم يې کړی، ډېر ژر به د خپلو مکرونو له امله د الله پر وړاندې له حقارت، ذلالت او سخت عذاب سره مخ شي.

د حيرانتيا وړ خو دا ده چې يهودي بنسټ چې هر جنايت او ظلم ترسره کوي، په هماغه ورځ يا ترې يوه ورځ وړاندې يهودي مشران د عرب حکامو په غېږ او يا له هغوی سره په ملاقات کې وي، لکه د جنين تر جنايت مخکې چې نتنياهو د اردن په شاهي ماڼۍ کې مېلمه و!.. او د جنايت د ترسره کېدو پر وخت يې له يهودو سره امنيتي همغږي کوله، ځکه د دوی له اعتراف سره سم دوی فکر کاوه چې له دغه جنايت وروسته به امنيتي همغږي متوقفه شي او همداسې هم وشول. تر ټولو ډېره جالبه او نا اشنا خو دا ده، کله چې د فلسطيني اتلانو له ډلې يو اتل له خپلې خاورې او خلکو څخه په دفاع کې راپورته شو او له دغې ټولوژنې وروسته یې د قدس په عملياتو کې اووه يهودان ووژل، نو د اسلامي خاورو حکامو ډېر ژر په غندلو لاس پورې کړ! د ترکيې، اماراتو، اردن او مصر د بهرنيو چارو وزارتونو په خپلو اعلاميو کې د قدس دغه پېښه وغندله!!

يوازې فلسطين نه دی چې دغو حکامو پرې ايښی دی بلکې د مسلمانانو د پاکې خاورې نورې برخې يې هم پرېښودې او يا يې کفارو ته تسليم کړلې؛ کشمير مشرکو هندوانو له خپل دولت سره يو ځای کړ، خو د پاکستان حکام چوپ دي... په ميانمار (برما) کې روهينګيايي مسلمانان حلالېږي، خو د بنګله‌ديش حکام داسې دي لکه ويده چې وي او هيڅ نه ويني... شرقي ترکستان چې چين پکې نسل وژنې کوي، خو په اسلامي خاورو کې شته دولتونه پرې داسې چوپ دي لکه مړي او کله چې د دغو ټولوژنو په اړه څه وايي، نو هغه دا وي چې دا د چين کورنۍ مسله ده!

﴿كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً﴾

ژباړه: تر خولو يې لويه خبره راوځي، خو دوی يوازې دروغ وايي...

استعمارګرو کفارو يوازې د امت پر دغه سپکوالي بسنه ونه کړه، بلکې د دوی عقيدې ته يې هم سپکاوی وکړ، د بالوډان په نامه يو افراطي شخص وروسته له هغه چې د سويډين دولت اجازه ورکړه، په 2023/1/21م نېټه يې په سټاکهلم کې د ترکيې د سفارت مخې ته د قرآن کريم نسخه وسوځوله، تر دې وروسته په لاهه او کوپنهاګن کې د جمعې په ورځ په 2023/1/27 د قران کريم نورې نسخې وسوځول شوې. خو تر دې پېښو وروسته الازهر په خپله خپره کړې اعلاميه کې دا کار په سختو ټکو وغانده او ديني مقدساتو ته د سپکاوي پر وړاندې د درېدو غوښتنه يې وکړه... مګر شک نشته چې د ازهر علماء په دې ښه پوهېږي چې د قرآن د سوځولو پر وړاندې غبرګون په لفظي غندنه نه کېږي، بلکې د الله د کتاب د نصرت او ملاتړ لپاره بايد لښکرې راپورته شي، ځکه د مصحف سوځول د اسلامي امت او اسلامي عقيدې پر وړاندې د جګړې اعلان دی، نو ځواب يې بايد داسې جګړه وي چې د شا لښکرې يې هم خورې ورې شي.

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُون﴾

ژباړه: که له دوی سره د جګړې په ډګر کې مخ شوې، نو داسې بريد پرې وکړه چې پر دوی پسې شاته خلک هم تيت او پرک شي، ښايي چې پند واخلي.

اې مسلمانانو: د مسلمانانو پر وړاندې د تېري ځواب په منظمو او پيل شو خبرو ـ چې هيڅ درد نه دوا کوي ـ نه ورکول کېږي، بلکې دغه تېري ته بايد په تورې سره ځواب ورکړل شي، یعنې چې دښمن ته داسې ګوزارونه ورکړل شي چې د شيطان وسوسې ترې هېرې شي. کله چې مسلمانانو خلافت درلود، هغه وخت همداسې وو، په هغه وختونو کې واقع شوې پېښې موږ ته همدا کيسه کوي او دا يوه ثابته خبره ده چې هيڅ  د بصيرت خاوند ترې انکار نه شي کولی.. بېلګې يې د مسلمانانو په تاريخ کې خورا ډېرې دي چې د ابن کثير په (البداية و النهاية) د بلازري په (فتوح البلدان)، د ابن خلدو په تاريخ، د ذهبي په (تاريخ الاسلام) او نورو کتابونو کې نقل شوي دي، چې تاسو ته يې څو بېلګې راوړم:

«بيا ۸۷ هجري کال راورسېد... په دې کال کې قتيبة بن مسلم پر بيکند بريد وکړ چې دا د بخارا يوه عماله (اداري واحد) ده، کله چې ورځ تر نيمې ورسېده، نو الله تعالی دوی ته نصرت ور په برخه کړ... نو د دوی هغه سړی چې د مسلمانانو پر وړاندې يې جګړې ته خلک هڅول او شيړا و (يوه سترګه يې پوچه وه) هغه اسير کړل شو، هغه وويل: زه د خپل ځان د ازادۍ په بدل کې تاسو ته پنځه سوه زره چينايي جامې په فديه کې درکوم چې هره يوه يې زر قيمت لري، نو قوماندانانو قتيبه ته اشاره وکړه چې فديه يې قبوله کړي، خو قتيبه وويل: نه، پر الله تعالی سوګند تا ته به هيڅکله دا فرصت درنه کړم چې يو ځل بيا مسلمان وځوروې، نو د هغه د وژلو امر يې وکړ او غاړه يې پرې شوه.»

«بيا ۹۰ هجري کال راورسېد... په دې کال کې د سند حاکم داهر پر يوه کښتۍ بريد وکړ چې مسلمانې ښځې پکې وې او هغوی یې اسيرانې  کړې، نو خليفه خپل والي ته خبر ولېږه چې له دغه ظالم څخه کسات واخلي، هغه لښکر چې محمد بن قاسم يې مشري کوله، مسلمانې اسيرانې يې ازادې کړې او له دغه سرکښ حاکم څخه يې غچ واخيست او د سند خاورې يې فتحه کړلې.»

«بيا ۲۲۳ هجري کال راورسېد، د روم پاچا د اسلامي خاورو پر لور وخوځېد او د زبطره پر سيمه يې بريد وکړ، ځينې خلک يې ووژل او ځينې یې مريان کړل... يوې مسلمانې ښځې ناره کړه چې «وا معتصما» دا خبر د وخت خليفه معتصم ته ورسېد، هغه د دغې ښځې نارې ته لبيک ووايه او جګړې ته روان شو چې پخپله يې د پوځ مشري کوله او د هغې مسلمانې ښځې غچ يې واخيست... بيا يې وپوښتل چې د روم تر ټولو ستر ښار کوم يو دی؟ ورته وويل شول چې عموريه (انقرې ته نږدې) نو همغه ښار يې فتحه کړ

«بيا ۵۸۲ هجري کال راورسېد... په دغه کال کې د کرک حاکم ارنات خيانت وکړ او د حاجيانو د هغه لښکر لاره يې ونيوله چې له مصر څخه حج ته روان وو، د کاروان ځينې کسان يې ووژل او ځينې يې اسيران کړل، نو سلطان صلاح الدين جګړې ته تياری ونيوه او له نورو اسلامي خاورو يې عسکر وغوښتل، نذر يې کېښود چې که الله تعالی بری ورپه برخه کړي، نو دی به پخپله ارنات ووژني، نو الله تعالی د ۵۸۳ هجري د ربيع الآخر په نيمايي کې د حطين په جګړه کې هغه ته بريا ورپه برخه کړه او په دې سره صلاح الدين ارنات ته د خيانت او لار شکولو جزا ورکړه او هغه يې په خپل لاس وواژه.»

«بيا په ۱۳۰۷ هجري کې چې له ۱۸۹۰م سره برابر دی، د يوې کيسې (ډرامې) ليکوال چې په هغې کې يې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې افتراء کړې وه او هڅه يې کوله چې خپله ډارمه د پاريس په يوه تياترځای (نندارتون) کې نندارې ته وړاندې کړي. کله چې خليفه عبد الحميد له دې خبر شو، نو په استانبول کې يې د فرانسې سفير احضار کړ، له هغه سره يې په نظامي لباس کې وليدل او تهديد يې کړ چې که چېرې دغه ډرامه نندارې ته وړاندې شي، نو عثماني دولت به له فرانسې سره د اړيکو پريکون اعلان کړي او د جګړې حالت به ورسره غوره کړي او په تنده لهجه يې ورته وويل: زه د مسلمانانو خليفه يم... که د دغې نندارې مخنيوی مو ونه کړ، نو دنيا به مو درباندې چپه کړم! فرانسې د هغه خبره ومنله او د نندارې د وړاندې کېدو مخه يې ونيوله.»

هغه وخت استعمارګر کفار پوهېدل چې د اسلام او مسلمانانو د هر ډول سپکاوي په بدل کې به يې ژبې او پښې پرې شي... خو نن ورځ پر قرآن کريم باندې تېری کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سپکاوی کوي او د مسلمانانو پر خاورو تېری کوي، خو د تېري پر وړاندې يې هيڅ غبرګون نه ښودل کېږي! دا په دې خاطر چې مسلمانان امام نه لري، هغه راشد خليفه چې امت له شريرو دښمنانو ساتي... په متفق عليه حديث کې راځي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام ډال دی، چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پناه وروړل کېږي.

په پای کې يو ځل بيا ستاسو پام دې ته را اړوم؛ اې د ځواک او قدرت څښتنانو... يوازې تاسو ياست چې کولی شئ د امت سينه له دښمنانو وساتئ، چې ستاسو د دين دښمنان دي. يوازې تاسو ياست چې کولی شئ هغه ذلت له منځه يوسئ چې مسلمانان ورسره په خپلو خاورو کې مخ دي... نو د خپل واجب د ترسره کولو لپاره پورته شئ، الله تعالی دې تاسو ته برکت درکړي، زموږ د نصرت لپاره راپورته شئ، د راشده خلافت د اقامې لپاره حزب التحرير ته نصرت ورکړئ، د نصرت دا طريقه نه يوازې دا چې د واقعيت غوښتنه ده، بلکې په لومړي ګام کې يو ستر فرض دی. څوک چې توان هم لري، مګر د خلافت د اقامې او د بيعت وړ خليفه د راتګ لپاره ګام نه پورته کوي، نو د هغه ګناه هم ستره ده او دا چې «د هغه مرګ داسې دی لکه د جاهليت مرګ» دا خبره يې د ګناه پر شدت او لويوالي دلالت کوي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې په داسې حال کې  مړ شي چې د بيعت کړۍ يې په غاړه کې نه وي، نو مرګ يې د جاهليت مرګ دی.

دويم دا چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميت تر تدفين وړاندې له خليفه سره بيعت کولو ته لومړيتوب ورکړ، په داسې حال کې چې د هغه تدفين هم فرض و، دا کار يې د خلافت د اهميت له امله وکړ. درېيم دا چې عمر رضي الله عنه د خپل وفات په ورځ شپږ تنو مبشر بالجنة اصحابو ته د خليفه د تعين لپاره درې ورځې وخت وټاکه، چې تر دریو ورځو به نه زياتېږي، او ويې ويل چې که په دغه موده کې دوی د خليفه پر ټاکنه اتفاق ته ونه رسېږي، نو مخالف کس دې ووژني، دا کار د ګڼ شمېر اصحابو په حضور کې وشو چې هيچا ورسره مخالفت ونه کړ؛ نو په دې توګه دا د اصحابو اجماع ده. خو دا دی پر موږ باندې د «دریو ورځو» خورا ډېرې ټولګې تېرې شوي دي! نو په دې توګه د خلافت اقامه يو ستر امر دی.

اې د الله لښکره: موږ پوهېږو چې هيڅکله کومه ملائکه له اسمانه نه راځي چې زموږ لپاره خلافت قائم کړي، مګر که موږ د خلافت د اقامې لپاره هڅه وکړو، نو الله تعالی به زموږ د مرستې لپاره ملائکې راولېږي او دا د الله تعالی په کتاب کې د هغه ريښتنې ژمنه ده:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾

ژباړه: الله تعالی له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي، وعده کوي چې خامخا به ورته په ځمکه کې خلافت ورکړي، لکه تر دوی وړاندې يې چې نورو ته خلافت ورکړی و.

 او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حديث کې د عزت زېری دی، چې تر اوسنیو جبريه نظامونو وروسته به راځي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ ﷺ. أخرجه أحمد..

ژباړه: ... بيا به ملک جبريه (ديکتاتور نظامونه) وي، دا به تر هغه وي چې د الله خوښه وي او بيا چې کله د الله خوښه شي چې پورته يې کړي، نو هغه به پورته کړي، بيا به د نبوت په منهج خلافت راشي. بيا چوپ شو.

 دغه راز موږ پوهېږو چې د اسلام دښمنان د خلافت بيا راتګ ناشونی بولي او د خپلو پخوانيو ډلو وينا تکراروي چې د استهزاء په ډول به يې ويل: ﴿غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ﴾ ژباړه: (دوی (مسلمانان) خپل دين تېر ايستلي دي)، مګر لکه څنګه چې پخوا دغه وينا بېرته پر خپلو ويونکو راوګرځېده او الله تعالی خپل دين ته عزت او مسلمانانو ته نصرت ورکړ، همداسې نن هم د دوی وينا پر دوی راګرځېدونکې ده، عزيز او حکيم الله تعالی تل له خپلو هغو مخلصو بندګانو سره دی چې خپله هڅه کوي، پرته له دې چې زړونه او اندامونه يې د الله له دې قول څخه بېل شي:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾

ژباړه: الله تعالی د خپلې چارې بشپړوونکی دی، الله تعالی د هر شي لپاره قدر او اندازه ټاکلې ده.

 او دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره د الله تعالی دغه «قدر» ته نږدې کېږي:

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً﴾

ژباړه: او دوی وايي چې هغه به کله وي؟ ورته ووايه ښايي چې نږدې (ژر) وي...       

انشاء الله.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

1444هـ کال د رجب ۲۸مه

الموافق 2023/2/19م

ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة

د حزب التحرير امير

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې