پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې سياسي لانجه
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې سياسي لانجه

د پوښتنې ځواب

(ژباړه)

پوښتنه:

الجزيرې د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۹ مه پر خپله ويبپاڼه خبر خپور کړ: (د سوډان انتقالي واکمنې شورا شنبه د واکمنې شورا مرستيال محمد حمدان حميدتي د سياسي ګوندونو تر ناستې وروسته وویل: «کومو سياسي ګوندونو چې هراړخيز تړون لاسليک نه کړ، یوې داسې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره یې خپله لېوالتیا ښکاره کړه چې په هيواد کې کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي». د يادونې وړ ده چې د سوډان واکمنې شورا او ملکي څانګې، په ځانګړي ډول د ازادۍ او بدلون ايتلاف مرکزي شورا د ۲۰۲۲م کال د مې پر ۱۲ مه،  هراړخيز تړون په دې موخه لاسليک کړ چې په هيواد کې يو نوي انتقالي پړاو ته لاره پرانيستل شي. که څه هم د ازادۍ او بدلون ايتلاف ديموکراتيک بلاک په ګډون نورو لورو د تړون له لاسليکولو څخه ډډه وکړه...)

العربيه الجديد پنجشنبه د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۶ مه پر خپله وېبپاڼه خبر خپور کړ چې: (د هر اړخيز تړون لاسليک کوونکو لورو پنجشنبه په خرطوم کې د سياسي پروسې د وروستي پړاو د کار د يوې برخې په توګه د انتقالي عدالت کنفرانس کې ګډون وکړ...) ايا دا ریښتیا ده چې وروستی پړاو را نیږدې شوی؟ د يادونې وړ ده چې د پوځ او واکمنې شورا مشر البرهان او د هغه د مرستيال محمد حمدان حميدتي چې د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان هم دی، ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو. ايا امريکا حميدتي دقلو هڅوي چې ډارفور ازاد او بېل کړي، لکه څنګه چې سويلي سوډان  په ۲۰۱۱ کې بېل کړ، ځکه حميدتي په ډارپور کې له زيات نفوذ څخه برخمن دی؟ يا د رول لوبولو لپاره د هغوی ترمنځ اختلافات په لاس جوړ شوی دي؟ په داسې یوه ځانګړي وخت کې د خرطوم او عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوو اړخيزو ليدنو اهميت په څه کې و؟ ايا له يهودي ادارې سره د اړيکو عادي کولو په برخه کې د البرهان هڅې له ورستيو لانجو سره تړاو لري؟ د څو پوښتنو یو ځای کولو په سبب بښنه غواړم. الله سبحانه و تعالی خو دې اجر درکړي!

ځواب:

غوره به وای چې دومره پوښتنې یو ځای نه وای راټولې شوې. خو په هر صورت، کومه خبره نه ده. د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې موضوعات ارزوو:

۱- مطبوعاتو د ۲۰۲۳م کال مارچ په ۱۱مه، د سوډان وسله والو ځواکونو وياند بريد جنرال نبيل عبدالله هغه ويډيو خپره کړه چې خلکو ته په خطاب کې وايې: (ستاسې وسله وال ځواکونه د روانې سياسي پروسې ملاتړ کوي او د هغه تړون جدي او بشپړ تطبيق ته ژمن دي چې له مخې يې د انتقالي دورې له پای ته رسېدو سره سم د پوځي سيستم يوځای‌والی او ملکي حکومت تشکيل پيلېږي). اپوزيسيون لومړی شک درلود چې پوځ به د تړون پر ضد درېږي او هڅه به وکړي چې له تړونه سرغړونه وکړي؛ تړون به وغورځوي، مخه به يې ونيسي او د پلي کولو لپاره به یې شرايط وضع کړي؛ خو وروسته یې د دغه بیان هرکلی وکړ.

۲- دغه راز د وسله والو ځواکونو دا بيان د هغه خبر تر خپرېدو يوه ورځ وروسته کېږي چې د وسله والو ډلو لارۍ موټر چې د چټک ملاتړ په ځواکونو پورې اړه لري، له ډار فور څخه خرطوم ته په لاره دی؛ د دې لپاره پوځ د پلازمېنې په ځينو سيمو کې سرتېرې ځای پرځای کړل. ځينو کړیو دغه وضعيت ته د پوځي ځواکونو، چې مشري يې البرهان کوي، او د چټک ملاتړ ځواکونه، چې مشري يې حميدتي کوي، ترمنځ د بالفعلې جګړې رامنځ ته کېدو لپاره د چمتوالي په سترګه کتل؛ ځکه چې د دواړو ځواکونو د مشرانو ترمنځ د نظر اختلافات ډېر شوی دی. د پوځ وياند نبيل عبدالله وويل: «په هيواد کې وضعيت کابو دی او په خواله رسنيو کې چې خرطوم ته د وسله والو ډلو د ننوتو په اړه څه ویل کېږي، سم نه دي» (اليوم التالي ورځپاڼه، ۲۰۲۳/۳/۱۰).

که څه هم د وسله والو ځواکونو د وياند دفتر په يوه اعلاميه کې وويل چې «دوی رسنيو ته داسې اعلاميې نه دي صادرې کړي چې خرطوم ته د وسله والو ډلو ننوتل ردوي. د وسله والو ځواکونو او امنيتي ادارو مشرتابه په هيواد کې په پوره هوښيارتيا او زغم سره امنيتي وضعيت څاري، ترڅو د هيواد او هيوادوالو امنيت ډاډمن شي. (الشرق الاوسط، ۲۰۲۳/۳/۱۱). د پوځ وياند له دفتر څخه د تاييد او رد اعلاميې پر دې دلالت کوي چې غواړي د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، يوه موخه يې دا ده چې اپوزيسيون ووېروي او له حميدتي سره د البرهان د پخلاينې ناستې ته فضا برابره کړي، په دې ادعا چې د دوی ترمنځ د نظر اختلاف او لانجې شته!

۳- وروسته اعلان شوه چې د البرهان، حميدتي او تړون لاسليک کوونکو ترمنځ به په سوډان کې د ۲۰۲۳م کال مارچ ۱۱ مه، ماښام غونډه وشي. د سوډان واکمنې شورا يوه اعلاميه خپره کړه چې البرهان او حميدتي «د سياسي پروسې پر پرمختګ او د هوکړه شوو تنظیماتو له مخې د مخته تګ پر اړتیا بحث وکړ او هوکړه یې وکړه چې د هغه څه له مخې وړاندې لاړ شي چې د سياسي پروسې په تړاو د هوکړه شوو تنظیماتو په توګه تشریح شوي». د سلا مشورو په پای کې په هيواد کې پر سياسي او امنيتي وضعيت رڼا واچول شوه او پرېکړه يې وکړه چې [د هيواد د امنيتي وضعيت د څارلو لپاره به له منظمو ځواکونو، اړوندو ايالتي ادارو او وسله والو مبارزو خوځښتونو څخه يوه ګډه امنيتي کمېټه تشکيلېږي. (سوډان ټريبيون، الجزيره ۲۰۲۳/۳/۱۱)]، دا کار د دې د ښودلو لپاره وشو چې د البرهان او حميدتي ترمنځ اختلاف دی او ګواکي د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ خبره نښتې ته نیږدې شوې وه او دا چې اوس تر غونډو وروسته وضعيت موقتاً ارام شو.

۴- حميدتي تر هغه مخکې اعلان وکړ چې [د ۲۰۲۱ د اکتوبر ۲۵مې کودتا کې د نوموړي ګډون يوه تېروتنه وه او زياته يې کړه چې د اکتوبر ۲۵مې کودتا له کاره لوېدلي پخواني رژيم ته د ورستنېدو لاره چمتو کړه. (الجزيره، ۲۰۲۳/۲/۱۹)]. دې ته په کتو چې نوموړي د تېر رژيم په را پرځولو کې لویه ونډه درلوده؛ اوس شونې نه ده چې هغه دې خپل نظر بدل کړی او پښېماني دې وښيي، بلکې دا ټول د دې لپاره کوي چې اپوزيسيون تېرباسي او ځان ته يې را نیږدې کړي. له همدې امله نوموړي وويل: [هراړخيز تړون يوازنۍ واحده ټولګه ده چې بايد خنډ او ځنډ پرته په بشپړ ډول پلې شي. (عرب پوسټ، ۲۰۲۳/۲/۲۱)]. وروسته حميدتي خپل تبليغات زيات کړل او داسې يې وښوده چې ګواکي هغه د پوځ له مشرتابه سره مخالف دی او ويې ويل: [موږ به هغه څوک ونه منو چې غواړي د هېواد د اداره کولو لپاره ديکتاتور شي. موږ په خپله خوښه او اراده هوکړه کړې چې واک بشپړ ملکي حکومت ته وسپارو... په هيواد کې اصلي شخړه د واک خوښوونکو او هغو کسانو ترمنځ ده چې غواړي واک ملکي ادارې ته وسپاري. د چټک ملاتړ ځواک او پوځ ترمنځ ستونزه نشته او لانجه له هغو سره ده چې پوځ پلمه کوي. د پوځ، چټک ملاتړ ځواک او واکمنې شورا ترمنځ د ملکي حکومت پر تشکيل هوکړه شوې ده (الشرق الاوسط، ۲۰۲۳/۳/۸)].

نوموړی داسې ښیي چې د ملکي حکومت پلوی او د تړون د بشپړ پلي کولو سخت ليواله دی. له بل پلوه، البرهان د کنایې به بڼه اشاره کوله چې پوځ د تړون په پلي کولو مکلف نه دی، ځکه ټولې سياسي غاړې د دغه تړون برخه نه دي. وروسته البرهان پوځ په دې شرط د تړون په پلي کولو مکلف کړ چې چټک ملاتړ ځواکونه او وسله وال مبارز خوځښتونه د پوځ برخه شي او ويې ويل: (که په وسله والو ځواکونو کې د چټک ملاتړ ځواکونو او وسله والو خوځښتونه د مدغم کېدو په تړاو ښکاره خبرې وشي، موږ به د تړون پلي کولو ته دوام ورکړو. له دې پرته به نورې خبرې د منلو وړ نه وي (شرق الاوسط، ۲۰۲۳/۳/۸). دا هر څه د دې د ښودلو لپاره کوي چې د تړون د پلي کولو په تړاو د البرهان او حميدتي ترمنځ مخالفت شته، که څه هم هغوی دواړو د تړون په تصويب کې برخه لرله!

۵- موږ د ۲۰۲۲م کال ډسمبر په ۱۱مه یوه سوال او ځواب کې د هغه تړون یادونه وکړه چې په ۲۰۲۲/۱۲/۵ نېټه لاسليک شو: (دغه تړون د البرهان او د هغه د مرستيال په مشرۍ پوځي مشرتابه او د هغو شاوخوا کسان له دغه حالته ژغوري، ځکه خلک د دوی واک نه غواړي او داخلي ملاتړ نه لري. له دغه تړون سره پوځيمشرتابه د هغو جرمونو په سبب خوندیتوب ترلاسه کوي چې دوی ترسره کړي، دوی له سزا تښتي. دوی د هيواد د چارو په مديريت او د ستونزو په حل کې ناکام شول. يوازینی کار چې دوی وکړ د امريکايي نفوذ ساتنه وه... له بل پلوه، تش په نامه د ازادۍ او بدلون ايتلاف او نور هغه ګوندونه چې حکومت يې تشکيل کړی و، هم د هيواد اداره کولو، ستونزو په ګوته کولو او خلکو ته د ژوند لومړنيو اړتياوو پوره کولو کې پاتې راغلل. هغوی يوازې په هيواد کې د بريتانيې نفوذ په ساتلو بوخت وو...) موږ دغه راز ویلي وو: (د پوښتنو په اړه: ايا دغه تړون به دوام وکړي او پلی به شي؟ دا د پوښتنې وړ ده. ايا دغه تړون به هيواد وژغوري؟ دا يو خوب او خيال دی ځکه اساس يې باطل دی... بهرنۍ لاسوهنه ټولو ته معلومه ده، بهرنيان د تړون د لاسليک په وخت کې په جمهوريت ماڼۍ کې موجود وو. هغه کس چې د تړون مسوده يې چمتو کړې وه، يو بهرنی و، د امريکا او بريتانيې تر څار لاندې د ملګرو ملتونو استازی و. د سوډان په نړيواله لانجه کې دواړه لوري د څلور اړخيز او درې اړخيز تر نامه لاندې فعاليت کوي) پای.

د دې لپاره چې د تړون د پلي کېدو مخه ونيول شي، پوځي مشرتابه په دواړو لورو ؛ پوځ چې مشري يې البرهان کوي او چټک ملاتړ ځواک چې مشري يې حميدتي کوي، کې په خپلو منځونو کې د لانجې جوړولو تمثيل کوي، ترڅو خلک د هغوی توافق او مخالفت ته په تمه وي. د لانجې د حل تمرکز هم د د پوځي او ملکي حکومت تر منځ نه، بلکې د هغوی دواړو ترمنځ دی.

۶- تېره فبروري د برېتانیې مهم مرکز، متحده عربي اماراتو ته د البرهان سفر او د هغه تر سفر وروسته له سوډان څخه د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ شخبوط ليدنې او البرهان ته د يوه پټ پيغام لېږدولو، د البرهان په درېځ، بيان او عمل کې د پام وړ بدلون را نه ووړ. بلکې هغه د امريکا غوښتنې ګام په ګام پلې کوي... د دغو سفرنو انګيزه د يو بل څارل وو، ترڅو یو د بل غبرګون ځان ته معلوم کړي، که څه هم ظاهراً هر لوري د وضعيت ارامولو هڅه کوله. ملکي حکومت که د البرهان او حميدتي ترمنځ په لانجې تېروځي او فکر وکړي چې دا يوه واقعي لانجه ده، په دې صورت کې پوځي حکومت بریالی کېږي چې ملکي حکومت د وضعيت ارامولو په پلمه د شخړې حل ته راکش کړي. د ازادۍ او بدلون ايتلاف مشر محمد عصمت الشرق الاوسط ته وويل: [د ازادۍ او بدلون ايتلاف او ملکي انتقالي حکومت د چټک ملاتړ ځواکونو او وسله والو ځواکونو ترمنځ دوامداره هڅې کوي چې وضعيت ارام شي او د هغوی ترمنځ د نښتې مخه ونيول شي، ځکه نښته هيواد د ويرانۍ لوري ته بيايي. (الشرق الاوسط ورځپاڼه، ۲۰۲۳/۳/۶ )]. وروسته چهارشنبه ماښام د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۸ مه، په سوډان کې د پخواني ايتلافي حکومت او د ازادۍ او بدلون ايتلاف يو جګپوړ پلاوی متحده عربي اماراتو ته په سفر ولاړ ... تر څو په هيواد کې د سياسي کړکېچ پای ته رسېدو په موخه وروستۍ هوکړې ته د رسېدو ملاتړ وکړي. [په دغه پلاوي کې د عامه پوهاوي او بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر، د سوډان کانګريس ګوند مشر عمر الدقير، د فدرالي جرګې د اجراييه بورډ مشر بابيکر فيصل، د ملي امت ګوند عمومي منشي الوثيق البرير او د ازادي او بدلون خوځښت د مسلکي اتحاديې استازی طاها عثمان ګډون درلود. دغه ايتلاف په يوه بيان کې وويل چې یاد پلاوی به له اماراتي چارواکو سره وګوري او د سياسي پروسې لپاره به د تړون وروستي برخې بشپړې کړي. (الشرق الاوسط ورځپاڼه، ۲۰۲۳/۳/۹).

له دې ټولو داسې ښکاري چې ملکي حکومت څنډې ته شوی او موضوع اوس يوازې د پوځي څانګې په لاس کې ده! امريکا په سوډان کې د سياسي لانجې لپاره يو نوی څپرکی پرانېستی دی، دا د خپلو مزدورانو ترمنځ د لانجې يو غولوونکی څپرکی دی، ترڅو پر نورو لانجو اغېز وښندي او اروپا ته وفادار ځواکونه له حميدتي سره نیږدې کړي، په ځانګړي ډول کله چې نوموړي له ملکي واکمنۍ څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ!

۷- له يهودي ادارې سره د اړيکو عادي کولو په تړاو بايد ووايو چې البرهان د راپرځېدو له وېرې او د دې لپاره چې واک یې پاوړی شي؛ له د يهودي ادارې سره د اړيکو عادي کولو په ګډون هر هغه څه مني چې امريکا يې غواړي. له يهودي ادارې سره د اړيکو عادي کول يهودو، امريکا، البرهان او د هغه شاوخو کسانو ته ګټه رسوي؛ خو سوډان ته زيان رسوي. د شريعت له اړخه دا يو ناروا عمل دی؛ ځکه يهودي ادارې د مسلمانانو سپېڅلې خاوره، فلسطين اشغال کړی، شپه او ورځ پر فلسطينيانو بريدونه کوي، د هغوی کورونه ويجاړوي، ماشومان يې وژني او شتمني يې لوټوي.

سربېره پردې، [د سوډان واکمنې شورا علان وکړ چې ولسمشر عبدالفتاح البرهان په خرطوم کې د اسراییلو له بهرنیو چارو وزیر (ایلي کوهن سره وليدل او په ځانګړي ډول په امنيتي او پوځي برخه کې د ګډې همکارۍ پر ليدلوري یې بحث ور سره وکړ)، د سوډان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دواړو لورو (هوکړه وکړه چې د اړيکو عادي کولو په لور به ګامونه اخلي). (سونا، ۲۰۲۳/۲/۲)]. د اسراييلو رسمي راډيو د ۲۰۲۳م کال د فبروري په ۸مه وويل چې د سوډان واکمنې شورا يوه ځانګړي پلاوي په پټه له يهودي دولت څخه ليدنه وکړه. د دې لپاره چې د امريکا په ملاتړ سوډاني چارواکي په واک کې پاتې شي ،سوډاني رژيم نور له يهودي ادارې سره اړيکو عادي کولو په تړاو له خيانت څخه نه شرمېږي.  

پايله:

۱- د البرهان او حميدتي ترمنځ هيڅ ریښتینې لانجه نشته، دواړه د امريکا لاسپوڅي دي. امريکا د حميدتي په مټ البرهان دغې چوکۍ ته ورساوه. [د عمر البشير تر ګوښه کېدو وروسته، د دفاع وزير عبدالرحمن بن عوف واک ته ورسېد او د نوموړي تر راپرځېدو وروسته البرهان د واکمنې شورا او پوځ مشر شو، که څه هم البرهان په وسله‌والو ځواکونو کې د رتبې له اړخه لومړۍ درجه قومندان نه و. داسې باور دی چې د حميدتي او سيمه‌ييز ملاتړ په مټ البرهان دې چوکۍ ته ورسېد. د واکمنې شورا رامنځ ته شوه، مشر البرهان او مرستيال يې حميدتي وټاکل شو او هغوی دواړو د ملکي حکومت پر ضد ايتلاف وکړ. (عربي پوسټ، ۲۰۲۳/۲/۲۱). له همدې امله، دا لانجه ریښتینې نه، بلکې مصنوعي بڼه لري او دواړو ته بېلې دندې ورکړل شوې دي.

۲- دا چې دا لانجه ولې ریښتینې نه ده؛ دا د دې لپاره ده چې حميدتي وکولای شي د امريکا په امر ډارفور د سویلي سوډان پشان خپلواک کړي، ځکه حمیدتي هلته پوځي او مالي ملاتړ لري [د حميدتي ځواکونه د طلا کانونو په ګډون د سيمې ډېره شتمني په خپله ولکه کې لري  او عربي متحده امارت له يادو کانونو څخه د  ۱۶ میليارده ډالرو په ارزښت صادرات کوي. (افريقا ریپورټ، ۲۰۲۱/۱/۱۳؛ مصر ۳۶۰ ويبپاڼه، ۲۰۲۲/۵/۱۲). امريکا اوس خپل پام دې ته کړی چې د سوډان په حکومت کې خپل مزدوران ځواکمن او بريتانوي مزدوران څنډې ته کړي، د البرهان او حميدتي ترمنځ د لانجې پرځای پخلاينه رامنځ ته کړي! خو امريکا که وکولی شي د اسلامي خاورو له ټوټه کولو یې لاس نه دی اخيستی، ځکه د کفري استعماري هيوادونو اجنډا همدا ده.

۳- البرهان غواړي چې په تړون کې خپله ونډه زياته کړي، د لاسليک کوونکو لورو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د تړون پلي کول وځنډوي. هغه غوښتل له تړون څخه بهر لوري سره غونډې وکړي، لکه څرنګه چې د پوښتنې په پيل کې اشاره ورته وشوه، چې دا کار د تړون لاسليک کوونکو او له تړون څخه بهر لورو ترمنځ لانجه رامنځته کوي، په ځانکړي ډول د ازادۍ او بدلون ايتلاف چې د تړون له ګډونوالو څخه دی او د ازادۍ او بدلون ايتلاف ډيموکراټ بلاک چې د تړون له ګډونوالو څخه نه دی او دا چاره وروستی تصويب ځنډوي. د البرهان دریځ د واکمنې شورا يوه غړي، شمس الدين کباشي د تېرې مياشتې په پيل کې بيان کړ: [پوځ به تړون له سياسي اجماع پرته پلی نه کړي او د تړون ګډونوال په دومره کچه نه دي چې په هيواد کې سياسي بحران ته د پای ټکی کېږدي؛ پوځ به د هغه اساسي قانون ساتنه ونه کړي چې هوکړې نه وي پرې شوې. (الجزيره مباشير، ۲۰۲۳/۲/۲۰)]. پوځ هڅه کوي چې له تړونه سرغړونه وکړي يا په يوه نه یوه لار د هغه د پلي کېدو مخه ونيسي؛ کله په تړون کې د ګډونوالو شمېر زياتوي او کله له پوځ سره د چټک ملاتړ ځواکونو او وسله والو خوځښتونو د ادغام غوښتنه کوي. د امريکا له غوښتنې سره سم، د تړون مودې غځول يا لنډول د البرهان او حميدتي په واک کې دي!

۴- امريکا په سوډان کې سياسي لانجې ته يوه نوې بڼه ورکړې- د خپلو مزدورنو ترمنځ لانجه؛ چې د اروپا اړوند لاسپوڅي ځنډې ته کړي او د تړون پلي کول وځنډوي او پرځای يې د خپلو مزدورانو ترمنځ پخلاينه وکړي، داسې چې ګواکي خلک فکر وکړي چې د هغوی ترمنځ لانجه حقيقي ده! واکمنه شورا چې البرهان او حميدتي يې مشري کوي، د وسله والو ځواکونو د نه ادغام کولو په پلمه تړون ځنډوي. دا حالت به تر هغه روان وي چې د تړون لپاره مناسب شرايط، يعنې د ملکي حکومت اغېز په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. البرهان په خپل بيان کې د «ژر» لفظ کارولی چې مانا يې همدا ده: [هيواد د ملکي حکومت د جوړېدو لور ته روان دی او ښايي ملکي حکومت «ژر» جوړ شي. (الاتحاد، ۲۰۲۳/۳/۹)]. نو تړون به د واکمنې پوځي شورا له غوښتنو سره سم پلی کېږي او وروسته به هغه «ژر» وي چې کله يې شرايط برابر شي! که دا کار د هغوی لپاره شونی نه و، بيا به تړون لغوه کوي، له پوځ سره د چټک ملاتړ ځواک نه ادغام کول به پلمه کوي او وايې به چې البرهان او حميدتي هوکړې ته نه دي رسېدلې، يعني د اساسي قانون مسودې د لغوه کولو سناريو به په بله بڼه تکرار شي.

دا سند د پوځي او ملکي څانګو ترمنځ د ۲۰۱۹م کال د اګسټ په ۲۱مه لاسليک شو او پرېکړه وشوه چې پوځ به په پيل کې د ولسمشريزې شورا رياست پر غاړه اخلي. وروسته به چارې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې ملکي ادارې ته سپارل کېږي. د دې لپاره چې ملکي ادارې ته له واک سپارلو څخه ډډه وکړي، د سوډان دفاع وزير تورن جنرال ياسين ابراهيم د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په ۲۱مه، يعنې ملکي ادارې ته د واک له سپارل کېدو دوې مياشتې وړاندې، اعلان وکړ چې يوه کودتا يې شنډه کړې ده. وروسته د حکومت منحلولو ږغونه پورته شول، حکومت منحل او د اساسي قانون د مسودې موده پای ته ورسېده. موږ دا پوښتنه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر ۲۵مه ځواب کړې وه. ښايي هغه سناريو بيا ځلي تکرار شي، خو د امريکايي مشهورو لاسپوڅو لانجې ته د مصنوعي بڼې په ورکولو سره!

۵- په پای کې يو ځلې بيا ټينګار کوو چې سوډان به تر هغه وخته د رڼا څرک ونه ويني چې څو مزدوران د دغو استعمارګرو لپاره فعالیت پکې کوي او د هغوی لپاره جګړه کوي. دوی د هیواد د بیا جوړولو او پر پښو درولو، د ستونزو حلولو، د خلکو د ګېډه مړولو او د دوی د اړتياوو پوره کولو پروا نه لري. له دې پرته بله لار نشته چې خلک لاسپوڅي چارواکې له واکه را وغورځوي او د هغوی پر ناسمه لار ولاړ نه شي؛ بلکې د هغو خلکو پر لار ولاړ شي چې له الله سبحانه وتعالی څخه بښنه غواړي، په هره چاره کې پر هغه سبحانه و تعالی توکل کوي، د هغه سبحانه و تعالی احکام پلي کوي، مسلمانان سره یو موټی کوي او اسلامي ژوند بيرته راګرځوي. 

[وَمَنْ أَحسَنُ قَوْلاً مِّمَّنْ دَعَا إِلَى اللهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَّقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ] (فصلت: ۳۳)

ژباړه: «او د خبرې په لحاظ له هغه چا څخه څوك ډېر ښه دى چې الله  سبحانه وتعالی لوري ته بلنه كوي او نېك عمل كوي او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو څخه یم.»

۱۴۴۴هـ.ق د شعبان ۲۷مه

۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۹مه

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې