پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانانو بریاوې به د خلافت په تاسیس سره تعقیب شي
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانانو بریاوې به د خلافت په تاسیس سره تعقیب شي

(قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ) [توبه: ۱۴]

ژباړه: له هغوی سره جګړه وکړئ، الله سبحانه وتعالی ستاسو په لاسونو هغوی ته جزا ورکوي او هغوی رسوا کوي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی تاسو ته پر هغوی بریا درکوي، د یوې ډلې مومنانو سینه رغوي او پر زړونو یې ملهم ږدي.

هغه شپږ زندانیا چې ځانونه یې د «ګیلبوا» له زندان څخه ازاد کړل، د یهودیانو پر مخ کله څاپېړه وه. دا هغه کلکه څاپېړه وه چې د یهودیانو له ماتې سره مخ نظام د له منځه وړلو ښودنه کوي او ټول مسلمانان یې خوشحاله کړل. د شپږو مجاهدینو له خوا د یهودیانو د زندان ماتېدل او له هغوی څخه د یو تونل په مرسته تېښته د ټولو مسلمانانو د خوښۍ لامل شوه.

هغوی د دغو مجاهدینو اتلولۍ، عزم او صبر وستایل. تر دې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې طالبانو امریکا ته په ماتې ورکولو سره اسلامي امت خوښ کړ. په افغانستان کې له شل کلنې جګړې وروسته طالبان پر دې وتوانېدل چې د امریکا اشغال ته د پای ټکی کېږدي او دا امر ښيي چې اسلامي امت څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي همغسې دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

ژباړه: مومنان په مینه، مهربانۍ او احساس کې یو ډول دي، کله یې چې د بدن یو غړی درد وکړي، نو د بې خوبۍ او تبې له امله یې ټول بدن ورسره درد کوي.

ځکه عربي رسنۍ نه غواړي چې مسلمانان د  امت د رهبرانو په توګه پاتې شي، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د بدن د یوه غړي په توګه ستایلی دی. ټول خبري سایټونه د فلسطین د بندیانو پر مسله متمرکز وو. دا هر څه د بند سختوالی او د مقاومت پراخوالي ښيي. همدارنګه هغه فلسطیني بندیان چې له ناوړه روغتیایي او فزیکي حالت سره مخ وو. 

 موږ پوښتنه کوو: څوک به دغه بندیان وژغوري؟ زرګونه بندیان په ټول عمر بند محکوم شوي او د ماشومانو په ګډون ډېری کسان په نه باور کېدونکو ناروغیو اخته دي. څوک به دوی ازاد کړي؟

دا یوازې دوی نه دي چې په بند خونو کې شته ظلمونه زغمي، بلکې کله چې عثماني خلافت ړنګ شو، د فلسطین پاکه خاوره او خلک د یهودو له لوري اشغال شول او یهودیان هغو سیمو ته راوړل شول چې د دوی له لوري اشغال شوې وې. اوسمهال د فلسطین ډېری برخه خاوره په ستر زندان کې ده او هغه بندیان چې اوسمهال په بند کې دي، سخت ځورېږي. بې عدالتي، ظلم او لوږه اوج ته رسېدلي، د مسلمانانو پر کورونو او مقدساتو بریدونه کېږي او د رسول الله مصرا یا القصی مسجد هم په امن کې نه دی.

د فلسطین ټول خلک اوسمهال د ازادۍ غوښتونکي دي او هیله لري چې دغه سیمې بیرته د یهودیانو له شتون څخه ازادې شي. له لسیزو اشغال راهیسې د فلسطین خلک پر خپل ځای ولاړ دي، له خپلو غوښتنو نه دي تېر شوي او د اسلام د کلک ایمان په وسلو سمبال دي. همدارنګه فلسطینیان لکه غر غوندې پر خپله غوښتنه ولاړ دي. د الله سبحانه وتعالی پر زیري ډاډمن دي، چې هغه زیری به حتمن راځي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

(وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ) [روم: ۴۷]

ژباړه: له مومنانو سره مرسته کول پر موږ د هغوی حق دی.

خو دا ثبات د کلک هوډ پر مټ پیلېږي چې اراده پیاوړې کړي او په پایله کې د خوشي کېدو او ازادۍ لامل شي. څوک کولی شي چې دغه خاوره د یهودیانو له منګولو ازاده کړي؟ څوک دا وړتیا او قدرت لري چې بندیان او مجاهدین ازاد کړي؟ 

فلسطین هغه مهال تقریبا د ۱۰۰ کلونو لپاره د صلیبیانو تر اشغال لاندې و او د صلاح الدین ایوبي له لوري ازاد شو، کله چې هغه اسلامي اردو منظمه کړه او دغه خاوره یې له صلیبیانو ازاده کړه. 

هغه ازادي چې د مسلمانو پوځونو له خوا تر لاسه شوه، کله چې د خلافت دولت تر چتر لاندې سره راټول شول او په پایله کې مسلمانان پر دې وتوانېدل چې د فلسطین خاوره ازاده کړي. څوک به د جهاد بیرغ پورته کړي او نه یوازې فلسطین، بلکې ټول اسلامي هېوادونه چې د کفارو تر ظلم لاندې دي، ازاد کړي؟ همدارنګه د هغو کسانو مخنیوی چې د دوی احکام او مصنوعي قانون پلی کوي.

پر همدغه اساس، که مسلمانان له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لري، باید په ټول توان هڅه وکړي او له هغو کسانو سره یوځای کار وکړي چې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت او د اسلامي ژوند د بیا تاسیس لپاره کار کوي.

هغه وخت به حقیقي ازادي وي او له بریا څخه به په ډاډه زړه خوند اخیستل کېږي. هغه ازادي چې مسلمانانو ته بیا پت او عزت ورکوي او هغه مهال به ټول مسلمانان په امن کې پخپلو هېوادونو کې تګ راتګ وکړای شي، نه د هغو کسانو له لوري په څارولو سره چې خپل هېواد یې پلورلی دی. هلته امنیتي همغږي او جاسوسي نشته. که پیدا هم شي، اسلامي خلافت د داسې عناصرو پر وړاندې په کلکه درېږي.

اې مسلمانانو! د الله سبحانه وتعالی ملاتړ وکړئ، الله سبحانه وتعالی به له تاسو سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به نور هم کلک او پیاوړي کړي. له الله سبحانه وتعالی سره پاتې شئ او الله سبحانه وتعالی به له تاسو سره وي.

اې مسلمان پوځه! ایا تاسو هغه مسلمانان نه یاست چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لري؟! ایا ستاسو زړونه نه غواړي چې په القصی مسجد کې لمنځونه وکړئ؟! د فلسطین خلک تاسو ته ژاړي، ایا تاسو یې ځواب نه ورکوئ، له هغوی سره مرسته او د هغوی ملاتړ نه کوئ؟!

ایا مسلمانان له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک لري؟ تاسو ښې وسلې او جنګي تجهیزات لرئ چې غوره مبارزه پرې کولی شئ. ایا په تاسو کې د ښه عقل څښتن نشته؟!

اې مسلمانو پوځونو! الله سبحانه وتعالی ته ځواب ورکړئ کله چې هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ) [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ، کله چې تاسو ته د هغه څه په اړه بلنه در کوي چې تاسو ته ژوند در کوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ کېږي. تاسو ټول د قیامت پر ورځ د الله سبحانه وتعالی لور ته ورګرځي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د فلسطین سپڅلې خاوره

لیکوال: ام اسیم «عطاویل»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې