جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې نوی حکومت
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې نوی حکومت

طالبانو پر افغانستان تر واکمنۍ او ځنډ وروسته نوی سرپرست حکومت اعلان کړ. د امریکا د رژیم تر ړنګېدو وروسته اوسمهال نړۍ طالبانو ته ځان ډېر نېږدې ویني. همدارنګه طالبان د حکومت تر اعلان وروسته له سیمه‌ییزو هېوادونو، ملتونو او له استخباراتي مشرانو سره لیده کاته کوي. د پنجشېر ولایت تر نیولو او د مقاومت جبهې تر ماتې وروسته طالبان پر دې وتوانېدل چې د سرپرست حکومت کابینه وروستۍ او اعلان کړي. 

د طالبانو پخوانیو چارواکو د سرپرست حکومت واکې په لاس کې واخیستې، پر دې سربېره چې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو ژمنه کوي. له ۳۳ اعلان شوو واکمنانو څخه ۱۴ یې د طالبانو پخواني چارواکي دي چې له ۱۹۹۶ څخه بیا تر ۲۰۰۱ میلادي کاله واکمن وو، پنځه تنه بیا د «ګونتانامو» زندان بندیان او پاتې ۱۲ یې د طالبانو د اسلامي امارت د دویم نسل غړي دي. دغه ټوله کابینه به د طالبانو د اسلامي امارت د پخواني بنسټ اېښودونکي او د هغوی د مخکني حکومت د لومړي وزیر د مرستیال ملا حسن اخوند تر مشرۍ لاندې خپلو کارونو ته دوام ورکوي. ملاحسن اخوند د طالبانو په پخواني رژیم کې د بهرنیو چارو وزارت وزیر هم پاتې شوی دی.

اخوند اوسمهال د سرپرست حکومت مخته وړلو لپاره د ملګرو ملتونو تر فرمان لاندې دی. سراج الدین حقاني چې اوسمهال د «ایف، بي ای» په لېست کې دی، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ګمارل شوی او د یاد وزارت چارې به مخته وړي. حقاني شبکه د تېرو شلو کلونو په جریان کې پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د وژونکو بریدونو تر شاه وه.

د طالبانو د بنسټګر زوی ملا محمد یعقوب به د دفاع د سرپرست وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به امیرخان متقي وي، چې د طالبانو لوړپوړی غړی دی. د طالبانو بل ستر غړی ملا عبدالغني برادر د رییس الوزرا لومړی مرستیال دی. نوموړی د طالبانو د اسلامي امارت د دوحې دفتر رییس هم و چې تېر میلادي کال یې له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه. برادر له امریکا سره د سولې پروسې مخته وړلو لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې له اتو کلونو وروسته له بنده ازاد شو. په ۲۰۲۰ م کال کې ملابرادر د طالبانو لومړنی مشر شو چې په مستقیم ډول د امریکا د وخت له جمهور رییس ډونالډ ټرمپ سره د ټلیفون له لارې خبرې اترې وکړي.

طالبانو د حکومت تر اعلان او جوړېدو وروسته ځانونه له سترو ننګونو سره مخ ولیدل. اوس دوی اړتیا لري چې له یو جنګي حرکت څخه حکومت ته بدل شي. طالبان اړ دي چې خلکو ته حکومتي خدمتونه چمتو کړي، سازمان وساتي او دولتي شتمني پراخه کړي، څو په افغانستان کې د پرمختګ لپاره ملاتړ رامنځته شي او اقتصاد یې وغوړېږي. د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ د خپاره شوي راپور پر اساس، په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچه ۷۲ فیصده ته رسېدلې ده.

طالبان به په ټیټه کچه د پخواني رژیم چارواکو ته اړتیا ولري، څو په دې سره د ورځنیو حکومتي کارونو ترسره کېدل ډاډمن شي. پر دې سربېره چې طالبان بېرون ته غځېدلی لاس لري، دا څه باید حقیقي بڼه غوره کړي. د غني د حکومت له هغو چارواکو څخه چې خدمت یې کړی، غوښتل شوي، څو بیرته افغانستان ته راوګرځي او د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د هغوی امنیت به خوندي وي. هغو کسانو او د امریکا پخوانیو ملاتړو ادارو ته هم عمومي عفوه شوې چې په افغانستان کې یې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې کار کړی وي.

طالبانو هیله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني او څنګه چې دوی غواړي، په همغه بڼه  له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره قوي ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې شي. دوی له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان او هغوی تر منځ متقابل درناوی شتون ولري. هغوی زیاته کړې چې دوی به نړیوالو قوانینو او تړونونو ته درناوی ولري، چې هغه له اسلامي قوانینو او د هېواد له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. بلخوا به نړیواله ټولنه په دې اړه ژر غبرګون نه ښيي. طالبانو په سیمه کې چین هېواد د خپل اصلی ملګري پر ځای ټاکلی دی. له همدې امله چین هېواد له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته او درې میلیونه ډوزه د کویډ ۱۹ ناروغۍ واکسینو ورکړه اعلان کړهع. 

د نوي سرپرست حکومت د لومړیتوبونو او پالیسو په تړاو هېڅ اعلامیه نه ده خپره شوې، ځکه هېواد پر بهرنیو مرستو ولاړ دی. پر دې سربېره چې طالبان نوی حکومت اعلانوي، خو اوسمهال له سختو ګواښونو سره مخ دی.

أفغانستان#  #Afganistan  #Afghanistan

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: عدنان خان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې