جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت نشتون له امله اسلامي هېوادونه یوازې نندارهکوونکي دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت نشتون له امله اسلامي هېوادونه یوازې نندارهکوونکي دي

په هند پاسفیک کې د وسلو ګړندۍ سیالي روانه ده، ځکه چین اوس د AUKUS او Quad  نوې امنیتي هڅې د خپل ځان د قدرت او نفوذ مهار ګڼي.

دا سیمه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله ګړندۍ په وسلو سمبالیږي، ځکه چې چین په لویه کچه خپل دفاعي ځواک عصري کوي. په لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ او د سټاکهلم سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په هند پاسفیک کې په پوځې لګښتونو کې هېڅ ډول کمی نه دی راغلی. په داسې حال کې چې د کورونا وبا هم وه. د سټاکهلم سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ څېړنه ښیې، چې تېره لسیزه په هند پاسقیک کې 47 سلنه د دفاعي ځواک په لګښتونو کې ډېروالی راغلی، چې مشري يې چین او هند کوي.

د QUAD او AUKUS تړونونه، د دې لپاره دي چې په هند پاسفیک کې د چین ګړندي دفاعي ځواکمنیدو مخنیوی وکړي او په سیمه کې توازن رامنځ ته شي. د سټاکهلم سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ څېړنې څرګندوي چې په 2020م، آسیا کې 528 میلیارده ډالره پوځي لګښتونه راغلي، چې 62 سلنه يې چین او هند ترسره کړي. د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ جاپان او استرالیا هغه هېوادونه بولي، چې د چین پر وړاندې خپل پوځي لګښتونه ډېروي. د مثال په توګه، توکيو، 50 میلیارده ډالره له 2022-2023م پوځي لګښت ورکوي. د استرالیا دفاعي لګښت له 2021-2022م پورې 44.6 میلیارده استرالیايي ډالره، چې 2 سلنه ډېر له کورني ناخالص تولید څخه دي او په راتلونکي کې د نور زیاتوالي پلانونه او اټکل هم شته.

دا ټول پوځي لګښتونه د دې سیمې حیاتي ارزښت څرګندوي. سویلي چین سمندرګی نن ورځ یو استراتیژیک جیوپولیټیکل سیمه ده. سمندرګی د لویو ځواکونو د جګړې ډګر ګرځېدلی. د بیلګې په توګه؛ امریکا او چین هغه سیمې دي، چې ختیځ او سویل ختیځ آسیا هېوادونو د ځواک محور سره یوځای کوي. د سویلي چین سمندرګی په تېرو دو لسیزو کې یوه تر ټولو ګرمو مسئلو څخه ده، چې د هېوادونو سمندري پولو شخړو او ځمکنیو لانجو لاندې ده.

چین او امریکا له نړیوال سمندري قانون څخه سترګې پټوي، خو په سیمه کې د سمندري امنیت په راوستلو کې غوره عمل کوي. مالیزیا، اندونیزیا او برونای دارالاسلام د سویلي چین سمندرګي په شاوخوا کې د اسلامي هېوادونو استازو په توګه، د چین یرغل او د امریکا غبرګون په ځواب کې هېڅ نه شي کولی. نوموړي درې هېوادونه تر اوسه د سمندري پولو تخنیکي موضوعات، اقتصادي کمزورتیا او د چین او امریکا پر وړاندې له سیاسي تسلیمۍ سره لاس او ګرېوان دي، له دې دواړو هېوادونو څخه ډېر شاته پاته سمندري دفاعي سیستم لري.

د بېلابېلو تړونونو ترمنځ لکه AUKUS  ، QUAD او نور... چې د دې سیمې مهار لپاره د زبرځواکونو لخوا رهبري کېږي، موږ باید فکر کولو ته اړباسي: ددې سیمې اسلامي ملتونه څه کوي؟ ولې کمزوري تل په اسلامي هېوادونو کې شتون لري؟ ولې موږ د کفري هېوادونو زبرځواکونو د نندارې ننداره‌کوونکي یو چې په تېر تاریخ کې د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې او ظلم تور داغ لري؟ دا په داسې حال کې ده چې تاریخ د مسلمانانو ډېر سمندري زرینې لاسته راوړنې ثبت کړي. یوه له لومړنیو لاسته راوړنو څخه په 53 هـ کال، د روژې په میاشت کې د اسلام سمندري پلار(د اسلامي سمندري ځواک بنسټګر) – خلیفه معاویه – د مدیترانې په سمندر کې د روډز ټاپو فتحه وه. روډز ټاپو د ډوډکانس ټاپوکانو تر ټولو ستر ټاپو او شرقی ترین ټاپو د یونان[اوسمهال په اژه سمندر کې].

د سویلي چین سمندرګي موقعیت د مدیترانې سمندر موقعیت سره په منځنیو پیړیو کې ورته والی لري. دواړه موقعیتونه د خپل وخت لویو قدرتونو د سیالۍ حیاتي ډګرونه دي. په مدیترانې سمندر کې په منځنیو پيړیو کې لوی ځواکونه اسلام، بیزانس او لاتین وو. نو د هغه وخت او نن ورځې توپېر په سویلي چین سمندرګي کې څه دی؟ څرګنده ده چې ډېر توپیر لري. په هغه وخت کې مسلمانان د اسلامي خلافت تر رهبرۍ لاندې ژوند کوي، چې د مدیترانې مهار او واکمنۍ لپاره سمندري لیدلوری په کلکه شتون درلود. نن ورځ، ټوله اسلامي نړۍ واک نه لري. دا حالت د اسلامي دولت د نشتون له امله دی، چې په 1924م کې د عثماني خلافت له ړنګېدو سره سم مسلمانان د ملت‌پالنې پر اساس ټوټې شول او همدارنګه د ډیموکراتیک کپټالیزم واک دی، چې نن ورځ په نړیوال نظم بدل شوی دی.

اسلامي سمندري لرلید وروسته د اسلام بهرني سیاست پر اساس چې دعوت او جهاد دی دوام پیداکړ. د مسلمانانو بیړه ییز ځواک په لوی او بریالي ځواک بدل شو. تر ټولو لوړ ځواک د عثماني امپراطورۍ په وخت کې و. په مسلمانانو کې سمندري مجاهدینو شتون درلود، چې یوازې يې نامه د اسلام دښمنان وېرول. هغوی حیدرالدین بارباروسا، حسن خیرالدین، کیلیج علی، پیری ریس، حسن توثي، زاګانوس پاشا او تورګوت ریس وو. د اسلامي جهاد تر بیرغ لاندې اسلامي دعوت په ټوله مدیترانه کې خپور شو، دا ستراتیژي ان د معاویه بن ابوسفیان له وخته چمتو شوې وه. د معاویه بیړیو پرمختګ په مدیترانې سمندر اغېزه درلوده، چې د اسلام سمندري ځواک يې د روم ختیځې امپراطورۍ ته په ګواښ بدل کړ. د معاویه په دوران کې، اسلامي پوځونو د قسطنطنیې نیولو لپاره عملیات ترسره کړل. معاویه وتوانید ځان د سمندري لوبغاړو په توګه وپیژني، نه یوازی د ننداره‌کوونکي په توګه لکه د نن ورځې مسلمان چارواکي.

د دې وخت رارسېدلی چې د سویلي چین سمندرګي شاوخوا مسلمان چارواکي اسلامي لرلید بیا خپل کړي، چې د اسلامي قوانینو په پلي کولو سره خپلې تسلیم شوې ځمکې او سمندرونه له کفر څخه خپلواکې کړي. دا هغه لرلید دی چې د اېمان، جهاد او تقوا هڅونه يې بنسټ جوړوي، نه حرص او اقتصادي استعمار لکه نن ورځ چې پیښیږي. په اقیانوس کې د جهاد فضلیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه یاد کړئ:

 «أَوَّلُ جَيْشٍ مِنْ أُمَّتِي يَغْزُونَ الْبَحْرَ قَدْ أَوْجَبُوا» [صحیح بخاری – 2924]

ژباړه: زما له پیروانو څخه به لومړۍ ډله، چې جنت ورکول کېږي، هغه یې چې بحري سفر يې کړی وي.

«غَزْوَةٌ فِي الْبَحْرِ خَيْرٌ مِنْ عَشْرِ غَزَوَاتٍ فِي الْبَرِّ، وَمَنْ أَجَازَ الْبَحْرَ فَكَأَنَّمَا أَجَازَ الأَوْدِيَةَ كُلَّهَا، وَالْمَائِدُ فِيهِ كَالْمُتَشَحِّطِ فِي دَمِهِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ سُبْحَانَهُ»  [الحیکم:2634] او الطبرانی په المعجم الکبیر]

ژباړه: غزوه (په بحر کې) لس واره بهتره ده له (غزوه په ځمکه کې). او څوک چې سمندر ته لومړیتوب ورکړي، لکه ټولو درو ته چې يې لومړیتوب ورکړی وي.  څوک چې په بحري ناروغۍ اخته کېږي هغه ټپې ته ورته دي چې د الله تعالی په لار کې يې وینه تویې کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: حامد بن احمد

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې