چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چین او امریکا؛ جګړه، ژمنه او کنټرول
بسم الله الرحمن الرحيم
چین او امریکا؛ جګړه، ژمنه او کنټرول

د ۲۰۲۱م، د سپټمبر په ۲۴مه، د قواد غیر رسمي اتحادیې رهبرانو اعلان وکړ: «موږ یو له بل سره تعهد کوو، چې د ازادو او خپلواکو قوانینو، چې له نړیوالو قوانینو څخه سرچینه اخلي، موږ له کوم جبر او ګواښ پرته پرمختیا ورکولو ته ژمن یو، ترڅو چې د هند په پاسیفیک او سیمه کې امنیت پیاوړی شي. [1] دغو رهبراونو په څرګنده د دوی د خبرو د اصلي موخې په توګه د چین نوم وانخیست، خو دا ښکاره وه، چې د دوی اصلي موخه او مخاطب بېجنګ و. سربېره پردې، د اسیا د پاسفیک پر ځای د هند د پاسفیک د اصطلاح یادونه څرګنده اشاره ده چې هند، متحده ایالات، جاپان او استرولیا په سیمه کې د چین د نفوذ زغم نه لري.

د قواد ناسته د AUKUS د اعلامیې په تعقیب ترسره شوه، چې په دغه اعلامیه کې متحده ایالاتو، انګلستان او استرلیا یو نوی پوځي تړون د استرلیا لپاره د نورو شیانو تر څنګ بحري هستوي سیستم اعلان کړ. په ۲۰۱۶م کال کې متحده ایالاتو او انګلستان له چاپان سره یو پوځي تړون وکړ، که څه هم په دغه تړون کې د جاپان لپاره بحري هستوي سیستم نه و شامل، خو چین له دغو دواړو هوکړو سره سخت مخالفت وښود. چین  قواد د یوه میکانېزم په توګه یاد کړی، چې د سړې جګړې ذهنیت دوامداره ساتي.[۲] د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاولیجایان د AUKUS په اړه وویل: «د امریکا دغه اقدام په جدي ډول د سیمې امنیت ثبات ګواښي.» [۳]

که دغه ډول پوځي تمریناتو ته وګورو، نو د اسیا لپاره د اوباما د ستراتیژۍ محور او له چین سره د ټرامپ سوداګریزې جګړې ته کتو، د ناامنۍ د ډېریدو احتمال شنته، چې بلاخره امریکا به له چین سره د مخامخ کېدو پر لور بوځي. د فایننشیال ټایمز په نقل سره، اډوارډ لوس باور لري، چې امریکا به له چین سره ژر جګړه وکړي.[۴] نور شنونکي هم وایي، چې امریکا له چین سره د محدودیت او مخنیوي دریځ غوره کړی او برانډس او بیکلي وړاندیز کړی، چې له تېرو پینځو کلونو راهیسې امریکا د چین په نوي کنټرول باندې لګیا ده.[۵] د لارسون په وینا متحده ایالاتو د سړې جګړې (دویم ساړه جنګ) د وخت محدودیتونه بیا راژوندي کړل، ترڅو د روسیې او چین د شریرانه طرحو مخنیوی وکړي.[۶] په ورته وخت کې د مفکرینو د کوچنۍ ډلې استازی جان آیکن بیري له چین سره په معامله کاملاً باور لري او وایي چې چین به له نړیوال نظم سره سم له لویدیځ سره په حاکمیت کې یو ځای شي.[۷]

د ټکر او نښتې کلیمې اکثراً د جګړې سره معادل دي، خو دغه کلیمې ګمراه کوونکې دي او د امریکا او چین اړیکې په سمه توګه نشي منعکس کولی. په پراخه کچه له هېوادونو سره د امریکا تعامل په دریو مرحلو ویشل کېدای شي؛ چې جګړه، محدودیت (بندیز) او معامله کول دي. له یوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته تګ معمولاً ګونګ ښکاري او شنونکي یې له یو دولت سره د امریکا د اړیکو د تشریح کولو لپاره د جنګ او جګړې له کلیماتو څخه استفاده کوي.

ډېری وخت له دغو دریو مرحلو څخه جګړه د یوې ساده اصطلاح لکه تاوتریخوالي په توګه پیژندل کیږي، چې د یوه دولت له لوري پر بل دولت باندې کېږي. که یې په لنډ ډول ووایو؛ جوړ حکومتونه او ان نوي حکومتونه چې قدرت ته رسیږي، له نړیوال نظم سره سم باید د غرب له حاکمیت سره یو ځای شي. په دې توګه ځینې هېوادونه لکه روسیه او چین په غرب باندې د حاکم سیسټم ملاتړ کوي، ان که د غرب برخه له نړیوال سیسټم څخه د زوال په حالت کې هم وي.‏[۸]

د بندیز مفهوم درک کول ستونزمن دی، ځکه په ګونګ ډول تعریف شوی دی. جورج کینان د بندیز د مفهوم اصلي طراح دی، بندیز په نړیواله کچه د کمونیزم د ایډیولوژۍ د نفوذ محدودول دي او د امریکا د بهرنۍ پالیسي نظامي کول دي. کینان د محدودیت په اړه خپل فکر د « سیاسي محدودیت د یو سیاسي ګواښ» په توګه بیان کړ.[۹] داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو بریالي حکومتونو په قصدي ډول د کینان د کنترول مفکوره محدوده کړې، ترڅو د هر حکومت نظامي ځواک، اقتصادي، ځمکنۍ توسعې او ایډیولوژیکې هیلې، چې د امریکا ګټو ته خطرناکې ګڼل کېږي، بندې کړي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته متحده ایالاتو د کوریا په ټاپو وزمه کې د کمونیزم د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له چین سره جګړه پیل کړه. له ۱۹۵۳م، څخه وروسته متحده ایالاتو اسیا د اقیانوس په ساحه کې د کمونیزم د ایډیولوژۍ د نفوذ د مخنیوي په خاطر د چین په کنټرولو باندې پیل وکړ. ځینې وخت به متحده ایالاتو په افریقا کې له شورویانو سره او په ویتنام کې له چینایانو سره نیابتي جګړې کولې، تر څو په ټوله نړۍ کې د کمونیزم د نفوذ مخنیوی وکړي. د چین او شوروي کمونیستي هېوادونو د جلا کېدو ۷ میاشتنۍ سرحدي جګړې له امله په ۱۹۶۹م، کې امریکا وتوانیده، چې چین په ډېره اسانۍ سره کنټرول کړي.

د ۲۱مې پېړۍ د لومړۍ لسیزې او ۱۹۷۰م کال تر منځ امریکا هڅه وکړه، چې چین په نړیوال نظم کې ښکېل کړي. د دغو هڅو اوج په WTO د چین د داخلېدو څخه د امریکا ملاتړ و. د ۲۰۰۰ م، کال په نیمایي کې چین د امریکا د ستراتیژیک سیال په توګه پیژندل کېده. که چېرې د افغانستان او عراق جنګ بوش او اوباما نه وای مشغول کړي، امریکا به ډېر مخکې د چین د کنټرول لپاره حرکت کړی و.

نن ورځ، امریکا د دویمې سړې جګړې یا بندیز څخه لاس واخیست. امریکا له خپلو همکارانو سره هڅه کوي چې د چین سمندري ځواک د سویلي اسیا په بحر کې له ګواښ سره مخ کړي. د چین لپاره یې سخته کړه، چې له شمالي کوریا، تایوان او خپلو ګاونډیانو سره ځمکنۍ ستونزې حل کړي. په یورشیا کې د چین د OBOR خرابول دي. په ښکاره ډول د ۱۹۵۰م، راهیسې، د امریکا ایډیولوژیکي اړتیاوې له چین سره د خپلو اړیکو په زړه کې دي، چې اوس یې د جنګ، کنترول(بندیز) او معاملې شکل غوره کړی دی.

د جګړې مرحلې، کنټرول او معامله کول د یوه ځانګړي ملت لپاره نه دي، ځانګړي شوي، سربېره پردې چې عمومي دي، خو د ایډیولوژیکي ملاحظاتو لخوا پر مخ وړل کېږي. په مدینه کې لومړني اسلامي دولت په چټکۍ سره د قریشو پر وړاندې د جنګ اساس غوره کړ. د بدر او احد له جګړو مخکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هڅونه پر قریشو څو بریدونه تر سره شول، چې یوازې د جګړې رامنځ ته کول یې غوښتل. له قریشو سره دغه جګړه ییز حالت، د حدیبې په سولې سره کنټرول شو.

دغه تړون رسول صلی الله علیه وسلم ته اجازه ورکړه، چې په عربي ټاپو وزمه کې له نورو دولتونو او قبیلو سره د جنګ او تړون له لارې د قریشو نفوذ په ډېر لږ وخت کې کم کړي. د دغې تړون له لاسلیک کولو یوازې دوې اونۍ وروسته رسول صلی الله علیه وسلم د بنو خیبر ځواک، چې له قریشو سره متحد و، له منځه یووړ. دغه تړون رسول صلی الله علیه وسلم وهڅاوه چې نورې قبیلې او د عربستان ګاونډي هېوادونه په ښکاره ډول اسلام ته دعوت کړي. له همدې امله له نورو قبیلو او حکومتونو سره تعامل ډېر ژر د قریشو ځواک کم او د اسلام د پراخۍ لامل شو. له رسول صلی الله علیه وسلم څخه وروسته خلیفه ګانو هم د جنګ (جهاد)، کنټرول (اسلام ته دعوت یا په اسلام کې ژوند تېرول) او معامله (اور بند) ته دوام ورکړ او دغه کار د اسلام چټکې ودې ته لاره هواره کړه.

له همدې امله، مسلمانان باید له چین سره د امریکا په اړیکو کې د جنګ یا اوربند په معامله کې د بې طرفه ننداره چیانو په توګه پاتې نشي. بلکي، مسلمانان باید د چین او امریکا تر منځ اړيکې په احتیاط سره تعقیب کړي، ترڅو د اعظمي تاوتریخوالي اټکل وکړي او له دغه فرصت څخه استفاده وکړي، څو دویم راشده خلافت بیا تاسیس کړي. وروسته له هغه رسول صلی الله علیه وسلم به جدي ډول په لټه کې و، چې د رومیانو او فارسیانو ترمنځ جګړه هغه مهال وشوه، چې په مدینه کې یې اسلامي دولت تاسیس کړ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عبدالمجید بهاتي

ماخذونه:

1. Reuters, (2021).  Quad leaders press for free Indo-Pacific, with wary eye on China. Reuters. Available at: https://www.reuters.com/world/china/quad-leaders-meet-white-house-amid-shared-china-concerns-2021-09-24/

[2] Economic Times News, (2021). China says it firmly opposes Quad alliance as it adheres to Cold War mentality. Economic Times News. Available at: https://economictimes.indiatimes.com/news/international/world-news/china-says-it-firmly-opposes-quad-alliance-as-it-adheres-to-cold-war-mentality/articleshow/81692933.cms

[3] BBC, (2021). Aukus: UK, US and Australia launch pact to counter China. BBC, Available at: https://www.bbc.com/news/world-58564837

[4] Luce, E. (2021). A US-China clash is not unthinkable. Financial Times, Available at: https://www.ft.com/content/b3d41138-7dab-4a7f-9ed5-7b5ec7baf985

[5] Brands, H. and Beckley, M. (2021). The End of China's Rise: Beijing Is Running Out of Time to Remake the World. Foreign Affairs. 100(6).Available at: https://www.foreignaffairs.com/articles/china/2021-10-01/end-chinas-rise.

[6] Larson, D. (2021) The Return of Containment: What the Cold War policy means for our current moment. Foreign Policy, Available at: https://foreignpolicy.com/2021/01/15/containment-russia-china-kennan-today/

[7, 8] Ikenberry, J. (2014). The Rise of China and the Future of Liberal World. Chathamhouse. Available at:https://www.chathamhouse.org/sites/default/files/field/field_document/20140507RiseofChina.pdf

[9] Kennan, G. (2020) Memoirs 1925-1950. Plunkett Lake Press.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې