پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په پاکستان کې د تېلو بیو بې‌ساري لوړېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
په پاکستان کې د تېلو بیو بې‌ساري لوړېدل

په پاکستان کې د پټرولو او ډېزلو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوي دي. پاکستاني رسنۍ وایي، هلته د یو لېټر پټرولو بیه ۱۳۷.۷۹ او د ډېزلو بیه ۱۳۴.۴۸ پاکستانیو کلدارو ته رسېدلې ده. سرچینه: (د نیوز)

پاکستان اوسمهال د تېلو بیو لوړېدو له امله په بشپړه توګه اغېزمن شوی، ځکه په دغه هېواد کې ټول صنعت له هرې لارې په پټرولو پورې تړلی دی. همدارنګه د پټرولو بیو لوړېدل په دې مانا دي چې د یاد هېواد په مارکېټونو کې د ټولو لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. یو عام سړی د خپلې اقتصادي کمزورۍ له امله د شیانو په اخیستلو کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي. سربېره پر دې چې هغه تر پخوا ډېر سخت کار هم کوي.

حکومت ادعا کوي چې دوی د پټرولو بیو کمېدو لپاره څه نه شي کولی، ځکه دوی وایي، دا څه په نړیواله کچه د تېلو او نورو توکو د بیو لوړېدو پایله ده. د پاکستان حکومتي چارواکي په یاد هېواد کې د پټرولو بیې په سیمه کې له نورو هېوادونو سره داسې پرتله کوي او وایي چې په نورو هېوادونو کې د پټرولو بیې د پاکستان په پرتله لوړې دي. په بنګله دېش کې د یو لېټر پټرولو بیه ۱۸۰.۱۲ روپۍ، په هند کې ۲۴۷.۰۸ روپۍ او په سریلانکا کې د یو لېټر تېلو بیه ۱۵۹.۰۵ روپۍ ده. (د پټرولو نړیوالې بیې) دوی څرګندوي چې ملت پر دغو بیو خوښ دی، ځکه تر نورو هېوادونو په دغه هېواد کې د پټرولو بیې کمې او په دغه کچه ښې دي.

دا رښتیا ده چې په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. سربېره پر دې دا د پاکستان واکمنان دي چې یاد هېواد یې نړیوال مارکېټ ته اړ کړی، هغه چې غربي قدرتونو په خپل لاس دغه بیې لوړې کړې دي. په نړیوال مارکېټ کې د نفتي توکو د بیې په غوښتنې سره نه لوړېږي او نه تیټېږي. په حقیقت کې دغه بیې د نړۍ د ښکېلاکګرو قدرتونو په لاس کې دي، هغه چې په خپل لاس ټاکونکي «اوپیک پلس» تر چتر لاندې فعالیت کوي او په خپل لاس د نفتي توکو بیو لوړلو واک لري. د دغه موډل د ردولو او د امت د سرچینو یوځای کېدو پر ځای چې دوی له ښکېلاکګرو قدرتونو څخه وژغوري، د پاکستان واکمنان ادعا کوي، چې دغه حقیقت نه بدلېږي. هغه وړتیا چې د حالت د بدلون واک ولري.

هغه هېوادونه چې موږ د پټرولو بیې ورسره پرتله کوو، ټول د کپټلېستي سیسټم یوه برخه دي. پټرول شخصي محصول دی او د حکومت له خوا د تپل شوو او اضافي مالیو پر اساس، د شخصي څښتنانو له خوا په لوړه بیه پلورل کېږي. په هېواد کې تر اوسني موډل او سیسټم لاندې د پټرولیمو له بیو څخه موږ څه تمه درلودلی شو؟ ایا موږ باید پر دې خوښ وو چې تر نورو هېوادونو په پاکستان کې د پټرولو بیې لږ څه ټیټې دي؟ په پاکستان کې په دې توګه یو تن څنګه هڅه وکړي چې خپلې مېرمنې او زامنو ته خواړه پیدا کړي؟

اسلام د انرژۍ او مالیو لپاره د اسلامي قوانینو په پلي کېدو سره یوه څرګنده تګلاره او حلاره رامنځ ته کوي. اسلامي دولت نن ورځ دغه قوانین پلي کولی شي، څو په دې سره په اسانۍ د پټرولو بیې راټیټې شي.

لومړی، اسلام د نفتي توکو شخصي کېدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لاندني حدیث له مخې منع کوي. ابو هریره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ثَلاَثٌ» (ابن ماجه) لاَ يُمْنَعْنَ الْمَاءُ وَالْكَلأُ وَالنَّارُ»

ژباړه: درې څیزونه د هېچا اړوند نه کېږي، اوبه، څړځایونه او اور.

همدارنګه ابن عباس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

ابن ماجه«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلاَثٍ فِي الْمَاءِ وَالْكَلإِ وَالنَّارِ وَثَمَنُهُ حَرَامٌ»

ژباړه: مسلمانان په دریو څیزونو کې شریک دي: اوبه، څړځایونه او اور او بیه ټاکل یې حرام دي.

د حدیث وضاحت داسې دی، چې هر ګټه ورکوونکی څیز عامه ملکیت دی. د کوم کس، کمپنۍ او دولت ملکیت نه شي کېدای. دا مسئله په حدیث کې بیان شوو دریو څیزونو باندې نه تمامېږي. هر هغه څه چې په عامه ملکیت کې شاملیږي، ټول پکې ځای شوي دي. اسلام کمپنیو ته اجازه نه ورکوي چې پټرولیم استخراج کړي او د دوی پر ټاکلې بیه او د خپلې ګټې لپاره یې وپلوري. 

دویم، مالیات او اضافي پیسې چې دولت یې پر نفتو لګوي، په اسلام کې منع دي. اسلام دولت ته اجازه نه ورکوي چې (جي ایس ټي) مالیات او نفتي مالیات وضع کړي. دغه مالیات دولت ته اجازه ورکوي چې پر بډایو او بېوزلو دواړو یو ډول فشار راوړي.

هغه شواهد چې په عمومي توګه د مالیو ورکړه پکې بنده شوې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندې حدیث کې واضح کېږي:

ابو داوود«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ صَاحِبُ مَكْسٍ»

ژباړه: د ناسمې مالیې ټولوونکی به جنت ته داخل نه شي.

د شریعت پر اساس چې کومې مالیې له نامسلمانو څخه اخیستل کېږي، هغه خراج، جزیه او عشر دی او له مسلمانانو څخه یوازې زکات اخیستل کېږي. اسلام یوازې په بیړنیو حالاتو کې چې په بیت المال کې کافي څه نه وي، د مالیو ټولو ته اجازه ورکوي. دا یوازني څه دي، چې په دغه وخت کې پر امت لازم دي. دا یوازې له هغو مسلمانانو ټولېږي چې له خپلو مهمو اړتیاوو څخه ډېره شتمني ولري.

دا په اسلام کې هغه مالیه نه ده چې په یو ډول له بېوزلو او شتمنو څخه ټولېږي. یعنې دغه مالیه له هغو شتمنو کسانو ټولېږي، چې دوی د لومړنیو توکو له اړتیا پرته شتمني ولري، بیا به دغه مالیه دولت ته ورکوي. په اسلام کې د هر فرد د وړتیا پر اساس مالیه ټاکل شوې ده. مالیې له هغو شتمنو کسانو ټولېږي چې اضافي شتمني او پیسې ولري، نه د هغه له عایداتو څخه. هغه کسان چې یوازې له خپلو عایداتو څخه لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي او اضافي شتمني ونه لري، پر هغه د هر ډول مالیې لګول او ورکول لازم نه دي. دولت په هغه صورت کې بیا پر دغو کسانو مالیه نه شي تپلی، ان که په بیت المال کې هېڅ هم نه وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ) [بقره: ۲۱۹]

ژباړه: له تا پوښتنه کوي چې څه شی مصرف کړي، ورته ووایه: له اړتیاوو پرته څیزونه.

وروستی، د ډالر پر اساس پشتوانه (کرنسي) چې په هېواد کې کارول کېږي، دا هم د پټرولیمو د بیو په لوړېدو کې ستر رول لري. د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت ټیټېدل دا مانا لري چې د پټرولو واردول به تر پخوا ډېر ګران شي. پاکستان اوسمهال له نورو اسلامي هېوادونو څخه د پټرولیمو مهمه برخه خپل هېواد ته راوړي. په اسلام کې باید د دولت «کرنسي» سره زر او  سپین زر (نقره) وي او نه بل څه. د دې کړنې لپاره شواهد دا دي: په قران کریم او حدیثونو کې چې هر څه د پیسو لپاره ټاکل شوي، هغه د سرو او سپینو زرو له ځانګړې کچې سره ټاکل شوي دي.
د بېلګې په توګه، کله چې د وینې بیه ټاکل کېده، نو د سرو زرو له یوې ځانګړې اندازې څخه وټاکل شوه او کله چې د غله لاس غوڅول واجب شول، حد اقل هغه ته چې کومه جزا ټاکل کېده، له سروزو څخه ځانګړې شوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمن خلکو ته په پیغام کې وفرمایل:

«وَأَنَّ فِي النَّفْسِ المُؤْمِنَةِ مِاْئَةٍ مِنَ الإِبِلِ، وَعَلَى أَهْلِ الْوَرَقِ أَلْفُ دِينَارٍ»

ژباړه: د وژل شوي مومن لپاره سل اوښان دي او د سپینو زرو درلودونکو لپاره زر دیناره دي.

( له ابن قدامه څخه په المغني کې، هغه څه چې عمرو بن حازم د یمن خلکو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لیک څخه ولوستل) او د نسایي په روایت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لیک څخه د یمن خلکو ته ویل شوي: «د سرو زرو څښتنانو ته زر دیناره» د سپینو زرو درلودونکو کسانو پر ځای.

رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه فرمایلي:

مسلم له عایشې څخه روایت کړی:

«لا تُقْطَعُ يَدُ السَّارِقِ إِلاَّ فِي رُبْعِ دِينَارٍ فَصَاعِدًا»

ژباړه: لاس د څلورمې برخې دینارو په صورت کې مه پرې کوئ.

دغه واقعیت چې شریعت له متني پلوه سره او سپین زر په شرعي احکامو پورې اړوند کوي، کله چې دغه احکام په پیسو پورې اړوند وي، دلیل یې دا دی چې پیسې یوازې سره او سپین زر کېدای شي. که د هېواد د پیسو پر ځای سره او سپین زره پشتوانه شي، د توکو بیې راټیټېږي.

دا یوازې اسلامي احکام دي، چې په ډاډ سره د نفتو بیو بحران له منځه وړلی شي، هغه چې نن ورځ د پاکستان مسلمانان له دغه بحران سره مخ دي. په رښتیا سره چې دغه احکام یوازې د یوه مخلص خلیفه له لوري پلي کېدای شي، چې امت او سرچینې یې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په راتګ سره یوځای کېږي. هغه نفت د ډېری اسلامي هېوادونو لپاره په یوه کورنۍ سرچینه بدل شوي، د خلافت په راتګ سره به یې امت په یوازې توګه څښتن شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ولایه ـ پاکستان

لیکوال: قسیم عبدالله

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې