یکشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د عالمانو ترور او په جوماتونو کې چاودنې د وحشت او له الله سبحانه وتعالی سره د دښمنۍ اوج دی Featured

په وروستي یو کال کې د افغانستان جوماتونه د هدفمندو بریدونو او چاودنو له یوې څپې سره مخ دي چې پکې سلګونه دیني عالمان، د جوماتونو امامان او د اسلامي ثقافت استادان وژل شوي دي. د افغانستان ځینو عالمانو دا بریدونه "د پوښتنې وړ" بللي دي او د پړې ګوته یې په نظام کې دننه کړیو ته نیولې چې په دې ترورونو کې ښکېلې دي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د عالمانو ترور او په جوماتونو کې چادونې او بریدونه په سختو ټکو غندي او هغه د وحشت اوج او له الله سبحانه وتعالی، د هغه له ګران رسول صلی الله علیه وسلم، مومنانو او لمونځ کوونکو سره دښمني ګڼي. ددې نه بښل کېدونکو جنایتونو عاملینو ټول اسلامي او انساني ارزښتونه او اصول تر پښو لاندې کړي دي.

پر عالمانو او جوماتونو بریدونه په یوه پېچلې استخباراتي لوبه بدل شوي چې پکې د عالمانو وژل او په مقدسو ځایونو کې بریدونه د سولې په پروسه کې د امتیاز اخیستو او د افغانستان په جګړه کې د ځینو ښکېلو عناصرو د عقدې پرانیستلو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید پوه شي چې د عالمانو ترور یوه عادي قضیه نه ده، بلکې د هغو تر شا یو منظم او هدف‌مند پروګرام دی چې غواړي د برحقه رباني عالمانو غږ غلی کړي او خلک له جوماتونو او مقدسو ځایونو څخه لرې کړي. په واقعیت کې ددې نه بښل کېدونکو جنایتونو ګټه اشغالګرو، خاینو چارواکو، سېکولرانو او د مدنې ټولنې کړیو ته رسیږي چې د عالمانو او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته کوي او په پایله کې په افغانستان کې د سېکولریزم او بې‌دینۍ د تقویت سبب ګرځي. رباني عالمان هم باید پوه شي چې لاسپوڅی نظام د خاینینو، مفسدینو او د فحشا د مرکزونو د امنیت د خوندي کولو په لټه کې دی او د عالمانو او جوماتونو امنیت ته پام نه کوي. که د عالمانو ترور د هغوی پلورل شوو وجدانونو ته ټکان ورکولی، دغه ډول بې تفاوته نه پاتې کېدل.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

حزب التحریرـ ولایه سوریه د مسجد الاقصی او د فلسطین د مسلمانانو په ملاتړ په ادلیب ښار کې پراخ لاریون وکړ Featured

  • خپور شوی په سوریه

حزب التحریر-ولایه سوریه د ۲۰۲۱م کال، د مې په ۲۵مه، د جمعې په ورځ د مسجدالاقصی او د فلسطین د مسلمانانو په ملاتړ یو پراخ لاریون وکړ. په دغه لاریون کې د حزب التحریرـ ولایه سوریه د مطبوعاتي دفتر رییس احمد عبد الوهاب وویل چې د مسجد الاقصی او د فلسطین د ازادۍ ویاړ د کافر غرب د لاس پوڅو حاکمانو، معامله ګرو، مذاکره کوونکو او له یهودو سره د امنیتي تړون لاسلیک کوونکو په واسطه نه ترلاسه کیږي. بلکي د دغه ازادۍ ویاړ به هغه دولت چې  د نبوت پر منهج رامنځته کیږي او د الله سبحانه وتعالی پیغمبر یې زېری ورکړی دی ترلاسه کیږي. هغه د نظامیانو پر رهبرانو ټینګار وکړ چې له هغه بندیزونو څخه ځانونه ازاد کړي چې پر دوی لګول شوي دي. هغه رژیمونه بدل کړي چې د مسجد لاقصی د ازادېدو په خاطر د دوی د حرکت، د اسلامي دولت د تاسیس، د مسلمانانو له وینې، ناموس او مقدساتو څخه د دفاع مخنیوی کوي. هغه څرګنده کړه چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه وروسته کافر غرب وکولی شول چې په مسجد الاقصی او فلسطین باندې کنترول پیدا کړي. هغه په مسلمانانو باندې غږ وکړ چې هڅه وکړي ترڅو د نبوت پر منهج راشده خلافت ته په کار کولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک پیغام تحقق ومومي.

الأقصى_يستصرخ_الجيوش#
#Aqsa_calls_armies
#OrdularAksaya
#AqsaCallsArmies

احمد عبد الوهاب

د حزب التحریر ـ ولایه سوریه د مطبوعاتي دفتر رییس

 

د مطلب ادامه...

ماته شوې امريکا باید دې ته پرېنښودل شي چې په سيمه کې خپل نظامي حضور پراخ کړي! Featured

د رسنيو د رپوټونو له مخې امريکايي ځواکونه هوډ لري ترڅو له افغانستان څخه له وتلو وروسته ډيورنډ کرښې ته نژدې ځای پر ځای شي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسوشيتدپرس خبري آژانس د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندان جنرال فرانک مکنزي له قوله راپور ورکړی و چې امريکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته د افغانستان د کنترول لپاره په منځنۍ آسيا کې د نظامي اډو او يا هم نظامي پروازونو د اجازې موندلو په لټه کې ده.

د امريکايي ځواکونو د وتلو بنسټيز لامل هغه شرمېدونکې ماتې ده چې امریکا له «تروریزم» سره د جګړې تر سرلیک لاندې په افغانستان کې خوړلې ده. امريکا د دغه ماتې د ناوړه او ناورين پنځوونکو پایلو د مخنيوي لپاره په ډېرې ځيرکۍ سره د سولې د خبرو اترو تر نامه لاندې د دوحې تړون لاسلیک کړ، ترڅو خپله له ذلته ډکه ماتې پټه کړي. له همدې امله امريکا هڅه کوي، ترڅو په سيمه او ګاونډيو هېوادونو کې د نظامي اډو د رامنځ ته کولو له لارې خپله فتنه پاروونکي حضور ته دوام ورکړي.‌

معاصر تاریخ ښيي چې تر هر نامه لاندې د يرغلګرو ښکېلاکګرو شتون، هېوادونه له ناورينونو سره مخ کوي او د جګړې اور، نفاق او فساد را پاروي. لکه څنګه چې امريکا د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې بې‌ثباتي او د جګړې اور په افغانستان د خپل تاريخ تر‌ټولو لوړې کچې ته رسولی دی. اوس په دې هڅه کې ده چې تر افغانستان اخوا سيمه بې‌ثباته کړي او د جګړې اور د منځنۍ آسيا هېوادونو او پاکستان ته د خپل نفوذ د زياتوالي په موخه پراخ کړي. په دې منځ کې چين یو له هغو موخو څخه دی چې امريکا غواړي دغه اقتصادي دېو راچاپېر کړي او د هغه د نفوذ د پراختيا د مخنيوي او ننګولو په موخه په سيمه کې خپل حضور وساتي.‌

حزب التحریر د افغانستان، پاکستان او سيمې له مسلمانو خلکو غواړي، ترڅو د لاسپوڅو چارواکو د دغه خيانت مخه ونيسي او پرېنږدي چې سيمه یو ځل بيا ناوړه تحولات او بدلونه تجربه کړي. دا يې ځای دی چې د افغانستان او پاکستان مسلمان خلک له ځانه پوښتنه وکړي چې د پاکستان د لاسپوڅو چارواکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د امريکا په واسطه د افغانستان په شل کلن اشغال کې  د افغانستان او پاکستان مسلمانانو څومره ځاني تلفات او مالي زيانونه وليدل؟ آیا غواړئ د امريکا د وحشت او جنایت دغه سریال په سيمه کې د نویو مرکزونو د رامنځ ته کولو له امله نور هم دوام ومومي؟ له همدې امله موږ د پاکستان او سيمې په پوځونو کې پر هغو عناصرو چې له الله سبحانه وتعالی، ګران پيغمبر او مسلمانانو سره اخلاص لري غږ کوو چې؛ په سيمه کې د امريکا د حضور د دوام مخه ونيسئ! د هغې پر ځای هڅه وکړئ ترڅو د امريکا نظامي، استخباراتي، سياسي او فکري نفوذ جرړې را وباسئ او د نبوت پر منهج د هغه راشده خلافت د قايمولو لپاره مبارزه وکړئ چې الله متعال او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې وعده راکړې ده. په حقیقت کې د حق دین (اسلام) ملاتړ او نصرت د هغو کسانو لپاره ډېر ستر فرصت دی چې عزت ته پر خیانت ترجیح ورکوي او په دې هڅه کې دي چې په آخر زمان کې د انصارو لوړ مقام ترلاسه کړي.

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ﴿هود: ١١٣﴾

په هغو کسانو چې ظلم يې کړی، تکيه مه کوئ (که داسې وکړئ) د دوزخ اور مو سوځوي او (پوه شئ چې) له الله سبحانه وتعالی پرته نور ملګري او سرپرستان نه لرئ (ترڅو وکولای شي تاسو په خپله پناه کې وساتي) او په (ظالمانو باندې له تکيې وروسته د الله متعال له لوري) مو ملاتړ نه کيږي او بیا به (پر دښمنانو) بريالي نشئ!

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په برتانیا کې لاریونونه، د فلسطین د ازادۍ لپاره د اسلامي حل لارې غوښتنه کوي Featured

حزب التحریر په برتانیا کې د مسلمانو واکمنانو د مسلسل نفاق او نامناسب غبرګون پر وړاندې لاریون وکړ. په لندن او برمنګان ښارونو کې سلګونو کسانو د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس د دعوت لپاره د باندې را ووتل، ترڅو مسلمان نظامي ځواکونه د استعمار پر ځای د امت په ګټه وکاروي. دغو خلکو اسلامي شعارونه ورکول او په اسلامي خاورو کې یې د واکمنانو ظلمونه او خیانتونه وغندل. «مسلمانان واکمنان هغو صهیونیستانو ته لاس ورکوي چې زموږ ځمکې یې غلا کړې دي» او «اې مسلمانو نظامي ځواکونو تاسې چېرته یی؟ الاقصی پر تاسو غږ کوي!».

 ویناوالو په دې لاریونونو کې مسلمانانو ته دا یادونه وکړه چې زموږ د عقیدې او تاریخ له امله الاقصی د اسلام په مبارک دین کې لوړ ځای لري، چې په قران او سنتو کې زموږ ایمان د ورورولۍ پر مفاهیمو او د الله سبحانه وتعالی پر توکل ازمايي. په فلسطین کې د مظلومو مسلمانانو ژوند او هوساینه هغه حرمت دی چې د الله سبحانه و تعالی د شریعت پر اساس دوی ته ورکړل شوی دی. په الاقصی کې د مظلومانو چیغې بیا تکرار شوې، د شاوخوا هیوادونو پر مسلمانو نظامیانو یې غږ وکړ،  ترڅو د دوی غږ غوږ ونیسي او راشي له اشغالګرو څخه یې وژغوري. دغو ویناوالو هغه حاکمان او د پوځ رهبران تر پوښتنې لاندې راوستل چې نه یوازې په فلسطین کې د ظلم مخنیوی نه کوي، بلکي د مسلمانانو او اسلامې امت پر وړاندې د اشغالګرو د پلان په پلي کولو کې ور سره مرسته کوي.

برخه اخیستونکي وهڅول شول چې په ښکاره ډول له دوی څخه د ملت پالنې په موضوع کې د وفادارۍ، صداقت او د اسلام په موضوع کې د غفلت پوښتنې وکړي. هغوی چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خیانت کوي، که توبه ونه باسي او د کفر پر ځای د اسلام ملاتړ ونه کړي د محشر په ورځ د عذاب خبرداری ورکړل شوی دی. مسلمانان وهڅول شول چې د اسلام او د فلسطین د موضوع د سمې اسلامي حل لارې لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.

 هغه کسان چې بېرته دغو اشغال شويو حکومتونو ته راګرځي په پام کې ونه نیسي او له هغوی څخه بې له تحقیر او د صهیونیستي رژیم په واسطه د فلسطین د محاصرې څخه د بل شي تمه ونه کړي.

د اسلام په تاریخ کې ډېری مسلمان ځوانان د کم عمر لرونکو اتلانو په نوم یاد شوي دي. اسلام د هغو ځوانانو په واسطه ځواکمن شو، چې کله به ظلم او ستم و، دوی بیکاره نه کښیناستل او د الله سبحانه و تعالی امر یې پر ځای کولو.  

 بلاخره، مسلمانانو ته یادونه وشوه چې باید پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړي او په خپل منځ کې یو بل توکل ته وهڅوي. موږ باید هېر نه کړو چې زموږ مولا (مرستندوی) څوک دی، په داسې حال کې چې د مسلمانانو دښمنان د خپلو ناوړه شیطاني طرحو لپاره مولا هم نه لري.

[وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ]

ژباړه: «او موږ ستا څخه مخکې پیغمبران د هغو قوم ته ولېږل او هغوی له روښانه نښانو سره ورته راغلل، بیا چې چا جرم وکړ، له هغو څخه مو غچ واخیست او پر موږ دا حق و چې د مومنانو سره مرسته وکړو.» [ الروم:۴۷]

یحیی نسبت

په برتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

#Aqsa_calls_armies#

AqsaCallsArmies

#OrdularAksaya

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

 

د مطلب ادامه...

د قدس له اشغالګرو سره د مسلمانو واکمنانو ملګرتیا پای ته ورسوئ Featured

حزب التحریرـ انګلستان به د فلسطین له خاورې د دفاع او په ځانګړې توګه د بیت المقدس (قدس) ښار او خلکو د دفاع لپاره د ګام نه اخیستو، په خلاف لاریون وکړي.

موږ په مسلسله توګه ویلي او وایو چې د صهیونیست رژیم له لوري د فلسطین مظلوم ولس اشغال یوازې د عرب او مسلمانو رژیمونو د ملګرتیا له امله امکان لري. د اشغال د پای ته رسولو لپاره د دوی د پراخه پوځي ځواک کارولو پر ځای، د منافقو واکمنانو د ښکېلاکګرو د قضیې د جعل لپاره په شخړو کې برخه اخلي. دوی له ښکېلاکګرو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي او ان له ښکېلاکګرو سره مرسته کوي، چې د دوی په خاورو کې اډې جوړې کړي. له داسې خیانتونو سربېره، اسلامي امت وړ او چمتو دی چې دا ظلم پای ته ورسوي.

قدس او مسجد الاقصی، د مسلمانانو لومړنۍ قبله، په سپېڅلې خاوره کې دي او همدا راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې د سفر ځای بلل کېږي.

[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ] [اسرا: ۱]

ژباړه: هغه ذات پاک چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه لیري (اقصی) مسجد بوتلو، د هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) چاپېریال مو برکتي کړی دی، چې خپلې ځينې نښانې پرې وګورو (وښیو). په حقیقت کې هماغه (الله سبحانه و تعالی) د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی.

تر هغه وخت پورې چې دا ښکېلاکګرو رژیمونه وي، د اشغال او ظلم ملاتړ به دوام مومي. د امت شمېر اوس ورځ تر بلې په ډېرېدو دی چې د شاوخوا اسلامي وسله والو ځواکونو په ګډو هڅو سره د اشغال د بشپړ پای ته رسولو په اړه استدلال کوي او پر الله سبحانه و تعالی توکل لري.

زموږ لاریون پر ټولو مسلمانانو غږ دی، چې د دې لپاره سیاسي او پوځي واقعیت وګوري؛ کله چې مسلمانانو پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړ او د هغه د حکم پیروي یې وکړه، رومیان، صلیبي یرغلګر او تاتاران یې له سپېڅلې خاورې وشړل.

نن ورځ یوازې غدار واکمنان او د هغوی مدافعین د هغه امت مخنیوی کوي، چې د الله سبحانه وتعالی حکم پر ځای کوي، د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي، اسلامي خاورې سره یو ځای کوي او په یو ځل اشغال او ظلم پای ته رسوي.

په لندن کې لاریون د ۲۰۲۱م کال، د مې په ۱۶مه، په ۲ بجو د الټاب علي پارک ته څېرمه د ویتچیل سړک پر غاړه دی. په برمنګهم کې به د پاکستان قونسلګرۍ ته مخامخ په Bridge Street B1 2JS کې وي.

[وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ] [یوسف: ۲۱]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی په برلاسۍ سره خپل کار کوي، خو ډېری خلک نه پوهېږي.

یحیی نسبت

په برتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

#Aqsa_calls_armies

#AqsaCallsArmies

#OrdularAksaya

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش 

د مطلب ادامه...

د فلسطینې مسلمانانو پر وړاندې د ظلم او فتنې د پای ته رسولو لپاره د مسلمانانو د ساتنې لارښود Featured

  • خپور شوی په پاکستان

۱. د مسجد الاقصی ازادول او د فلسطین سپېڅلې خاوره یوازې د فلسطین نه، بلکې یوه اسلامي مساله ده.

 موږ یو امت یو؛ زموږ د کمزورتیا لامل د ملت پالنې پر بنسټ تقسیم دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا] [عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول یو ځای شئ، د الله سبحانه وتعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت ـ پرک مه کېږئ. د الله سبحانه وتعالی هغه پېرزوینه دریاده کړئ، چې پر تاسو یې کړې ده: تاسو یو د بل دښمنان وئ، هغه ستاسو په زړونو کې مینه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورینې سره تاسو سره وروڼه شوئ...

د مسجد الاقصی دفاع یوازې د فلسطین د بې وسلې مسلمانانو مسوولیت نه، بلکې دا د ټول اسلامي امت د میلیونونو زړورو سرتېرو مسوولیت دی.

نو په خپلو لاریونونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تور او سپين بیرغ پرته، چې د راتلونکي خلافت بیرغ دی او انشاءالله ډېر ژر به بیا تاسیس شي، د فلسطین ملت پال بیرغ مه پورته کوئ.

۲. د استعماري غرب، د هغوی د ګوډاګیانو او ملګرو ملتونو مداخله رد کړئ.

غرب د اسلامي خاورو د نیولو ملاتړ کوي او د هغوی د خلاصون مخه نیسي، لکه د فلسطین، کشمیر او افغانستان حالت. اسلام د الله سبحانه وتعالی له حاکمیت پرته بل حاکمیت نه مني، ځکه چې دا طاغوت دی او باید ونه منل شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا] [نسأ: ۶۰]

ژباړه: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! ایا تا هغو خلکو ته نه دي کتلي چې دعوه کوي: موږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی دی او پر هغو کتابونو چې له تا څخه مخکې نازل شوي وو ایمان راوړی دی؟ ـ خو غواړي چې خپلې چارې د پرېکړې لپاره د طاغوت (شیطان) لوري ته وړاندې کړي. حال دا دی چې هغوی ته د طاغوت څخه د منکرېدو حکم شوی و. شیطان غواړي هغوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې ډېر ليرې وباسي.

نو له استعمارګرو څخه مه غواړئ چې د فلسطین په مساله کې منځګړیتوب وکړي، بلکې زموږ د چارو سرپرست په توګه د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس غوښتنه وکړئ.

۳. د مسجد الاقصی او ټول فلسطین د ازادولو لپاره د پاکستان له پوځ څخه غوښتنه وکړئ

د غصب شوې ځمکې د ازادولو لپاره جهاد پر هغه چا فرض دی چې وړتیا یې لري. د پاکستان پوځ دا وړتیا لري، خو د اوسنیو واکمنانو له لوري مهار شوی دی. پر اوسنیو واکمنانو سترګې پټې کړئ، د پاکستان پوځ باید د یهودو اشغال په بشپړه توګه له منځه یوسي، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ] [بقرة: ۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره هر چېرې چې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ایستلي یی؛ ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده...

په حقیقت کې ظلم او تېری یوازې د اسلام په چوکاټ کې پای ته رسېدلی شي او خلافت د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو لپاره د امن ځای و.

نو پر هغو واکمنانو غږ مه کوئ چې د مسجد الاقصی غږ نه اوري، د پاکستان پر پوځ غږ وکړئ چې مستقیم حرکت وکړي او هغه واکمنان ونیسي چې د دوی مخنیوی کوي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#Aqsa_calls_armies

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#OrdularAksaya

#AqsaCallsArmies

د مطلب ادامه...

درېیمې پارلماني ټاکنې؛ د فلسطین د مسالې د نرمولو لپاره یو نوی فصل

  • خپور شوی په فلسطین

فلسطیني ګوندونه په قاهره کې سره راټول شول او د پارلماني، ولسمشرۍ او ملي شورا په ټاکنو یې موافقه وکړه. ایا دا ټاکنې به هم لکه تېر ځل د یهودو د قوي کولو او د فلسطین د موضوع د نرمولو لپاره یو بل نوی فصل وي؟

دا ټاکنې له شاوخوا سیاسي حالاتو نه شي خلاصیدای او له دغو لاندې حالتونو سره تړاو درلودلای شي:

۱. د امریکا د دولت پلان، تر څو خپلې ګټي خوندي کړي، د یهودو دولت وساتي او د تسلیمیدو خبري بیرته پیل کړي.

۲. د الله او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم  سره  د عربي هېوادونو خیانت او له یهودو سره نرمښت.

۳. د الله تعالی له دښمن امریکا سره د جوردان امنیتي تړون؛ هغه چې په ترڅ کې یې امریکا تر پنځلس زیاتو ځمکني، بحري او هوایي اډو ته لاره ومونده او سربېره پر دې یې امریکایې ځواکونو ته په جوردان کې د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړه. د امریکا په واسطه د جوردان اشغال؛ د هغه پلان او هدف بر اساس و، چې امریکا په سیمه کې د خپلو ګټو او خپل تربیه شوي اولاد اسراییل د ساتلو لپاره یې ترتیب کړی و.

۴. د قوي دولتونو په واسطه پر فلسطیني ګوندونو فشار راوستل، څو د فلسطین له ازادۍ سازمان سره یو ځای شي، هغه چئ اکثرو یې فلسطین له لاسه ورکړی او له یهودو سره یې خبرواترو او سوله  ییزه لاره انتخاب کړې ده.

۵. د دغو غونډو ترتیبات او ټاکنو ته د ګوندونو رضا کول د الله سبحانه وتعالی او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دښمن او د امریکا لاسپوڅي السیسي لخوا تر سره شول. 

د دې منشا تر شا به د فلسطین ټاکنې تر سره شي او د فلسطین د نرمولو موضوع د امریکا په نوې اداره او یوه نوي پړاو کې ده، چې  د ټرمپ له پلان سره له یو څو جزیي مواردو پرته چنداني توپیر نه لري. خلاصه غواړي مسجد القصا ګډ نهاد جوړ کړي او غربي تراټه کې د یهودو له دولت سره  ځینې سیمې وړګدې او په زور یا په رضا د غزې د ګوندونو بې وسلې کول دي. له دې سره سره به د خلیج دولتونو او یهودو یووالی هم جوړ شي، چې جوردان او مصر به پکي شامل وي. دا به مناسبه نه وي چي د فلسیطن د ازادۍ سازمان هغه خیانت هېر شي، چې د دې سپیڅلې خاورې زیاته برخه یې یهودو ته وړکړه، د اوسلو د موافقي تر چتر لاندې او امنیتي همکاریو او بې ګټو خبرواترو په نتیجه کې په غربې تراټه کې یهود په بې‌سارې توګه ځای پر ځای شول او په دې سره یې دا ټولو ته واضح کړه، چې د فلسطین حکومت خبرواترو ته غاړه ایښې او د عباس-المرت کړنې خو ټولو ته معلومي دي.

دا هغه سیاسي حقیقت و، چې تر شا به یې د فلسطین ټاکنې تر سره شي. دا د اسلام د دښمنانو لخوا  داسې پلان شوي، چې که هر څوک ټاکنې وګټي بیا به هم دوی خپله موخه لاسته راوړي. د دغو ټاکنو شرطونه دا دي، چې یو داسې فلسطیني حکومت واک ته ورسیږي، چې هغه له یهودو سره امنیتي همکارۍ  جایز وبولي، د اسلام دښمن ته کار وکړي او د هغو د کارونو د ذمه‌دارۍ اخیستلو لپاره په سیمه کې یو لاس پوځي دولت جوړکړي او داسې حرکتونه او سازمانونه، چې د دوی تر چتر لاندې به کار کوي، رامنځ ته کړي؛ هغه چې د دوی د چټلو پیسو په زور به ساتل کیږي، د فلسطین ټاکنې بل څه نه دي، مګر د اسلام د دښمن وسیله او اسباب او که د دوی په ګټه کار کوي، نو بیا دوی هغه ساتي او که یې دا پکې تر سترګو نه شول، نو بیا یې مخه نیسي او که یې پایله د دوی د خوښې سره سمه نه وه، بیا به دوی د ټاکنو پر بل مخ اړولو کې هېڅ څنډ ونه کړي. د استعمار تر چتر لاندې ټاکنې یوازې د اشغال د خدمت او د اسلام د دښمن په ګټه دي.

[وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ] (هود:۱۱۳)

ژباړه: ددغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږیږئ، که نه نو دورخ به مو ونغاړي. تاسي به کوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي له الله تعالی څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ یو ځای څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.

اې د رحمت د خاورې خلکو! موږ د ټاکنو د صلاحیت او استازیتوب خبرې نه کوو. او یا دا چې د هغه څه صلاحیت ورکول، چې الله سبحانه وتعالی منع کړي، ګناه ده او د الله سبحانه وتعالی د قهر سبب ګرځي. یا د هغه قانون جوړونکو شور وو، چې له الله سبحانه وتعالی سره په قانون ایښودو او حکومت کولو کې مجادله  کوي، شرک او د طاغوت قاعده وبولو او دا د وروستۍ ډیموکراسۍ شرم دی، چې  فساد يې د هغه په مور (امریکا) کې ښه څرګند دی. موږ ټاکنو ته له دې زاویې نه دي کتلي، که څه هم هر یو د هغه د حراموالي او په هغه کې د ګډون حراموالي لپاره ثبوت شي. خو موږ یې دلته پر تیاره سیاسي اړخ تمرکز کړی دی، چې د هغه په واسطه د اسلام دښمنان د مسلمانانو او په خاصه توګه د فلسطینیانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او خلک که هغه لرې وي که نیږدې په دې پوه شي، چې ان په کمه کچه هم په دې ټاکنو کې ګډون، لوی جرم او ګناه ده، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دښمانانو لخوا په غولوونکو دسیسو کې ګډون دی.

 اې د رحمت د خاورې خلکو! د الله سبحانه وتعالی دښمن (امریکا) په دې پوهیږي چې اسلامي امت له خپلو زولنو څخه د خلاصون په حال کې دی او پوهیږي چې اسلام د مسلمانانو په زړونو کې د اورغورځونکي په څېر دی او ژر به د دوی پر غلامانو را وخوټیږي او اور به یې د دوی ګټې وسوځوي. د لویو دولتونو غټ مجرمین په دې ښه پوهیږي، چې د خلافت تاسیس یوازې د وخت خبره ده او په دې لاره کې د حزب التحریر جدیت ښه ویني او ځانونه د هغه لپاره تیاروي، هر ځای کې د دعوت کوونکو د نیولو په لټه کې وي او د هغه لپاره موانع ایجادوي، دغه راز فکر کوي، چې په هغه سره به یې مخه ونیسي. د الله تعالی دښمنان غواړي، چې د سرطان دانه (یهود) په اسلامي نړۍ کې مدغم  کړي او د اسلامې هېوادونو د کمزوره کولو لپاره اخته دي. همدارنګه د دوی سیمې یې د جنګ مرکزونه جوړ کړي، څو راپورته نه شي. دوی نه غواړي چې شام دې ارام شي او یا هم یمن په کراره شي او یا هم عراق بیا تسلي پیدا کړي، دا هغه څه دي چې دوی د هغه لپاره په پاکستان، افغانستان او بنګلدیش کې کار کوي. سربېره پر دې د هغو اسلامي هېوادونو، چې په خپل منځ کې اختلافات لري، مخالفې اتحادیې جوړي. د مصر، جوردان او خلیج اتحاد، چې په سر کې به یې یهود وي او د شیعه اتحاد، چې ایران او د هغه طرف داران به پکې وي. په دې باندې د اسلام د د ښمنانو ټینګار دی او فکر کوي، چې په دې سره به دوی اسلام امت وټکوي او د خپل زور او غلامانو لخوا دوی سپک او شرمېدلي پاته کړي. دوی دې دا خوبونه ویني، خو پر نبوي منهج د خلافت راتګ د الله تعالی ژمنه او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم زیری دی او الله سبحانه وتعالی هېڅ کله خپله ژمنه نه ماتوي.

په پای کې موږ پر دې ټینګار کوو، چې د فلسطین موضوع یوازې د سیمې، ګوندونو او ملت موضوع نه ده، بلکې دا د ټول امت موضوع ده او د اسلام دښمنان غواړي چې دا موضوع له اسلام او اسلامي امت  څخه جلا کړي. د بیت المقدس ازادول یوازینۍ لاره ده او له دې پرته بله لاره نه لري، نو په دې خاطر خلافت او د هغه بیا تاسیسولو لپاره د امت او پوځ مرستې ته اړتیا لري، تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د (اسرا) ځای ازاد کړي. د الله سبحانه وتعالی لپاره جهاد او له امت او پوځ څخه د مرستې غوښتنه د فلسطین د موضوع یوازینۍ لاره ده. دا یوه داسې حللاره ده، چې دیهودو موجودیت په خطر کې اچوي او د هغو دا زوړ او خیرن حکومت نسکوروي. دا یو داسې حرکت دی، چې امت د کامیابۍ خوا ته بیایي او هر څوک چې د نیسبي او انتقالي خبرواترو  او یا د 1967 کال پولو او یا هم پر نړیوالو پریکړو او سیمه ییزو نوښتونو پر حلاره کار کوي. هغه الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته خاین دی او الله تعالی د هغو کارونه نه خوښوي.

د الله تعالی پر نصرت زموږ باور، زموږ د اېمان له امله دی او پر اسلامي امت او د دې پاکې خاورې پر خلکو زموږ ډاډ پرخپل دین د باور څخه دی. د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت بیا راتګ د الله سبجانه وتعالی ژمنه اود رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. ټوله نړۍ هیله‌منه ده، چې اسلام به دوی د کپیټلیزم او جنایتکارو حکامو له ظلم څخه وساتي او الله سبحانه وتعالی دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت او د هغه طرفداران سره په اتفاق کړي. د مسلمانانو پوځونه به بیت المقدس ته په داسې حال کې داخل شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر د نیولو تکبیرات به وایې. «اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، خَرِبَتْ خَيْبَرُ، إِنَّا إِذَا نَزَلْنَا بِسَاحَةِ قَوْمٍ ﴿فَسَاءَ صَبَاحُ المُنْذَرِينَ﴾» الله اکبر! الله اکبر! خیبر تباه شوی او هر کله چې موږ دښمن ته د جنګ لپاره ورشو، نو بیا به د هغو لپاره چې موږ خبر کړی وو، ډېر ناوړه حالت وی. (البخاري) د الله تعالی دین به تر هغو خپریږي، څو چې  شپې او ورځې ته ورسیري. امام احمد د صحیح احادیثو له لړۍ څخه  د تمیم الداري رضی الله عنه حدیث راخیستی، چې ویل یې ما واورېدل چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزاً يُعِزُّ اللهُ بِهِ الْإِسْلَامَ، وَذُلاً يُذِلُّ اللهُ بِهِ الْكُفْرَ»

په حقیقت سره به دا اسلام هغه ځایه پورې ورسیږي، چېرې چې شپه او ورځ رسیږي او هېڅ د خټو او خیمې کور به پاته نه شي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې خپل دین ته راوړي، یا به د یوشریف په شرافت باندې وي او یا به د سپک په سپکوالي باندې وي؛ هغه عزت چې په هغه باندې الله تعالی اسلام شریف کوي او بې عزتي چې په هغه سره الله سبحانه وتعالی کفر بې عزته کوي.

نو په الله سبحانه وتعالی چې القوي او العزیز ذات دی باور ولرئ او د الله تعالی په رسۍ پورې ځانونه ټینګ کړئ، د ټاکنو جرم او هغوی چې د دې مسوول دي، رد کړئ، همدارنګه د سرکښانو لپاره الله سبحانه وتعالی دا قول کافي دی.

[أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا * إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ] (محمد۲۴-۲۶)

ژباړه: ایا دوی پر قران غور نه دی کړی، یا که پر زړونو یې قلفونه وهل شوي دي؟ حقیقت دا دی هغه کسان چې د هدایت له روښانه کېدو څخه وروسته په شا وګرځیدل، د هغوی لپاره شیطان دغه کړنلاره اسانه کړېده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغو لپاره اوږده کړېده. له همدې امله دوی د الله تعالی د نازل کړي دین بد ګڼونکو ته وویل، چې په ځینو چارو کي به موږ ستاسي حکم منو. الله تعالی د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهیږي.

حزب التحریر ـ د ولایه فلسطین مقدسه خاوره

 

د مطلب ادامه...

د ازبکستان حکومت له لوري پر حزب التحریر یو بل تهمت پورې کول Featured

(یوشلار) یا د ازبکستان د ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو چینل د «اوسنۍ موضوع» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۱م کال، د اپرېل په ۱۶مه، یو پروګرام خپور کړ. په دې پروګرام کې د عمومي څارنوالۍ او نړیوالې اسلامي اکاډمۍ استازو برخه درلوده. اصلي موضوع دا وه چې د حزب التحریر نظریات تخریبوونکي دي، د خلکو تر منځ د نفرت او کرکې تخم شیندي او د اسلام په نامه خلک له لارې باسي. همدا راز حزب التحریر یې د ترهګرو ډلو په لېست کې ښکېل وګڼلو. د هغه مسلمانانو د پښیمانۍ ویډیو ګانې یې وښودلې چې د حزب غړي او یا هم د دوی له نظریاتو اغیزمن شوي وو. د دغه پروګرام په جریان کې دا هم وویل شول، کوم کسان چې د دوی عقیده او نظریه نه مني کافر یې بولي. همدا راز نور ناسم تورونه هم وو چې د شرعي مدارکو پر اساس نه وو ولاړ.

موږ ډیر ښه پوهیږو چې دغه پروګرامونه د ازبکستان د حکومت په غوښتنه جوړېږي، تر څو مسلمانان له حزب التحریر څخه ووېروي او منحرف یې کړي. همدا راز موږ په دې هم پوهیږو چې دا نه لومړنی تور دی او نه هم وروستی. له هر څه نه مخکې موږ غواړو یو ځلې بیا دا یادونه وکړو چې ټوله نړۍ پوهیږي چې حزب التحریر ترهګریز سازمان نه دی او دا یوه ډرامه ده چې د تروریزم ټاپه پرې لګیږي، په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ ثبوت هم نشته چې چیرته یې دې له زور زیاتي او قدرت څخه کار اخیستی وي.

 دا د ظالمو او جابرو حکومتونو دود دی چې داسې کلیمې وکاروي چې د اسلام او مسلمانانو، په ځانګړي توګه د حزب التحریر پر وړاندې اصلاً هیڅ واضح نه دي تعریف شوې. د حزب التحریر افکار، عقاید او احکام ټول په صحیح اجتهاد (فقه) له قران، سنت، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه اخیستل شوي دي. چې په ازادو منابعو او د حزب په رسمي ویب پاڼو کې د لاسرسي وړ دي او هر څوک کولای شي چې په اسانۍ یې تصدیق کړي. که چېرته کومه موضوع واضح او د فهم وړ نه وي نو لطفاً زموږ د ویب پاڼې له لارې د راسره په اړیکه کې شي موږ تل بحث او خبرو ته چمتو یو.

په هر صورت، د دغه پروګرام ګډونوال چې د حزب افکار او عقاید یې نه دی مطالعه کړي هڅه کوي چې خلکو ته په دروغ ویلو او پر حزب په تورونو لګولو سره د ظالمانو رضایت ترلاسه کړي، ایا دوی له الله سبحانه وتعالی څخه نه ویریږي!؟ حزب التحریر هیڅکله هغو کسانو ته چې پر دوی باور لري دروغ نه وایي، برعکس هغه کسان چې پر حکومت باور کوي، حکومت یې استفاده کوي او له استفادې وروسته یې ليرې په اشغالو کې غورځوي.  همدا راز دا هم څرګنده ده چې زموږ هغه مسلمان وروڼه چې په دغه ویډیوګانو کې را ښکاره شول، تر تهدید او ګواښ لاندې د حزب مخالفت کوي ځکه چې دوی په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو او پولیسو په واسطه دغه ډول پروګرامونو ته چمتو شوي وو. همدا راز دغه ادعا چې حزب هغه کسان چې د دوی افکار او عقاید نه مني کافر ګڼي، له دروغو او جعل پرته بل څه نه دي. بلاخره، موږ دغه پوښتنه مطرح کوو چې: آیا دغه شر، فساد او د خلکو په منځ کې د دښمنۍ خپرولو ته حزب التحریر لمن وهي یا  دغه خایین واکمنان، چې په زور او چل پر موږ تپل شوي دي او خپل آخرت یې د دنیا په مقابل کې پر کافرو نظامونو باندې پلورلی دی؟ ایا د حزب اشتباه داده چې د تاسو اصلي څېرې ښکاره کوي او مسلمانانو ته دا په ډاګه کوي چې تاسو اسلامي شریعت نه منئ او د کفر د قوانینو سره سم حکومت کوئ؟ ایا د حزب التحریر زرګونه مسلمانان مو د دې لپاره چې یوازې وایې الله سبحانه و تعالی زموږ رب دی زنداني، شکنجه او وژلي نه دي؟! په همدې ډول نورې ډیرې پوښتنې دي، چې هیڅ چا تر اوسه پورې صادقانه ځواب نه دی راکړی.

مسلمانان د حزب التحریر پیروي کوي، ځکه چې دوی ته اسلام د یوې ایډیولوژۍ په توګه تشریح کوي او دوی له حزب سره د کار کولو تصمیم نیسي. د تاسو کمزوری انکار هم ژوند ته د اسلام د راستنیدو مخه نه شي ‌ډب کولای. حزب التحریر به دغه لارې ته د خپل ځان او مال په مقابل کې دوام ورکړي، تر څو د الله سبحانه و تعالی دغه امر تحقق ومومي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً]

ژباړه: «او اعلان وکړه چې: حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی.» [اسرا: ۸۱]

د حزب التحریرـ ازبکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

چین د امریکا په شان د مسلمانانو دښمن دی او هر ډول سیاسي او نظامي معامله ورسره خیانت ګڼل کېږي Featured

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ثور په اتمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له خپل چیني سیال سره یې «ښې خبرې» لرلې. د  هغه په خبره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د چین د ملاتړ مسأله په جدي ډول مطرح شوه او د چین ځواب «ډېر مثبت» و، خو دا موضوع په سیمه کې د لوی (جیوپولټیک) بدلون په مانا نه ده. اتمر وايي چې افغانستان تل له سیمې او چین سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري کړې او چین له ترهګرۍ وېره لري.

دا څرګندونې یو ځل بیا ښيي چې افغان چارواکي څومره لاسپوڅي او له اسلامي او انساني ارزښتونو خالي فکر لري. په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو په مشرۍ شل کاله له «ترهګرۍ» سره جګړه ټولو ته څرګنده شوې ده چې دا په سیمه کې له اسلامي ارزښتونو او مسلمانانو سره له مبارزې پرته بل څه نه وو او سلګونو زرو افغانانو ته یې مرګ‌ژوبله، ځاني او مالي زیان واړاوه. اوس چې امریکايي اشغالګر له ذلیلانه ماتې وروسته له افغانستان څخه د وتلو په هڅه کې دي، دغو باد راوړو او د لوېدیځ مزدورو چارواکو درک کړې چې د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او آن په هوا کې پاتې شوي دي او ژر به د افغانستان د پخوانیو چارواکو په شان له ذلیل برخلیک سره مخ شي. په همدې خاطر هڅه کوي چې د خپل ځان لپاره نوي سیمه‌ییز ملاتړي او تمویل کوونکي ولټوي.

د افغانستان خاین چارواکي په دې سیاست سره له یوه اړخه غواړي چې د امریکا او چین په نړیواله سیالۍ کې امریکا او لوېدیځ ته دا پیغام ورکړي چې که تاسې د افغان امنیتي ځواکونو په تمویل او تجهیز کې همکاري نه کوئ، نو ستاسې سیالان حاضر دي چې په ډېره لېوالتیا دا تشه ډکه کړي. له بله اړخه له خپلو پخوانیو چارواکو اندېښنه لري او د هغوی د مکر د مخنیوي لپاره زیاتوي چې دا موضوع په سیمه کې د لوی (جیوپولیټیک) بدلون په مانا نه ده.

خو تر دې ټولو مهمه دا ده چې د امریکا او ناټو په شان د چین لاسونه هم د بې رحمه قصاب په شان د مسلمانانو په وینو سره دي. همدا اوس یې میلیونونه ایغور مسلمانان په کمپونو کې بندي کړي او د اسلام د پرېښودو لپاره یې پر هغوی وحشت او وېرې ته دوام ورکړی دی. د شرقي ترکستان مسلمانان یې په خپله خاوره کې بندیان کړي دي، څو هر ډول عبادت او اسلامي مراسم پرېږدي. د شرقي ترکستان هرې مسلمانې او متدینې کورنۍ ته یو چینايي مامور ټاکل شوی دی، چې د ژوند ټول چارې یې وڅاري او که چا لمونځ کاوه، روژه یې نیوله، ږیره یې پرېښودله، حجاب یې کاوه او یا یې په کور کې قرانکریم او جای‌نماز پیدا کېده، ژر به د چین دولت ته خبر ورکوي چې هغوی ته جزا ورکړي. 

نو؛ چین د امریکا، ناټو هېوادونو او روسیې په شان له مسلمانانو سره باالفعل محارب دی او ورسره هر ډول معامله قطعي حرامه او د دوو میلیاردو مسلمانانو له عقیدې او شرعي ګټو سره خیانت دی. دا هغه چاره ده چې د اسلامي هېوادونو خاینو مشرانو ورته هېڅ اهمیت نه دی ورکړی او نه یې ورکوي. پر دې اساس دا د افغانستان د لاسپوڅو چارواکو بل ښکاره او منافقانه جنایت دی چې غواړي د افغانستان مسلمانان د اشغال او استعمار بلې کندې ته ور وغورځوي او په دې ډول ذلیلانه کړنو سره خپل واک او لړزانده نظام ته پاېښت ومومي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطاء ابن خلیل ابوالرشته اختریز پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

۱۴۴۲ هـ.ق کال، چې له ۲۰۲۱ز کال سره سمون خوري.

الحمد لله والصلواة والسلام على رسول الله و على آله وصحبه ومن والاه و بعد:

اسلامي امت ته، هغه غوره امت، چې د خلکو  د هدایت لپاره ګومارل شوی دی.

﴿كُنتُم خَيرَ أُمَّةٍ أُخرِجَت لِلنَّاسِ﴾؛

تاسو (اې د محمد صلی الله علیه وسلم لارویانو) غوره امت یاست، چې خلکو  ته د خیر رسولو لپاره پیدا شوي یاست.

د امت مخلصو او تقوا لرونکو دعوتګرو او زما د ټولنیزو پاڼو لیدونکو ته!

تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې زموږ ټولو روژې، قیام او صالحه اعمال قبول کړي او له هغو کسانو څخه مو وګرځوي، چې په دې مبارکه میاشت کې، له اور څخه ژغورل شوي دي.

ترمذي په خپل سنن کې، د روژې د شپو په هکله له ابوهریره  رضی الله عنه څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((د الله سبحانه وتعالی لپاره هر شپه، داسې کسان دي، چې  د دوزخ له اور څخه ژغورل شوي دي)) دغه حدیث حاکم په خپل مسند کې هم روایت کړی دی.

دا راز له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې جبري حکومتونه، چې سل کاله پر موږ تپل شوي، پای ومومي او دغه اختر د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پېلامه وکرځوي او بل اختر په داسې حال کې پر موږ راشي، چې د خلافت د بیرغ  تر سیوري لاندې وو او دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دی.

احمد په خپل مسند کې، له حذیفه بن یمان څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ»؛  

...وروسته به جبریه دوره وي او تر هغو پورې به دوام مومي، چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي او کله چې وغواړي، له منځه یې وړي او بیا به د نبوت پر تګلاره  خلافت راځي؛ وروسته له دې رسول الله سکوت کړی دی. دغه حدیث طیالسي هم په خپل مسند کې ذکر کړی دی.

په پای کې، پر تاسو ټولو دې سلام وي او د خیر دعا درته کوم! الله سبحانه وتعالی مو عبادات قبول کړه!

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې