یکشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د الله سبحانه وتعالی په ویناوو کې د خلقت په اړه شواهد

  • خپور شوی په سیاسي

الله سبحانه وتعالی د انسانانو او نورو موجوداتو په تړاو ډېر ایاتونه نازل کړي دي چې د دوی په شاوخوا کې پر شته څیزونو فکر وکړي او د دوی د خلقت په توګه د هغوی طبعیت ته هم پام وکړي. د (وحیی) په لومړیو درېیو کلونو کې په دې اړه ډېر ایاتونه نازل شوي دي.

د دغو ایاتونو په مرسته رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابه رضی الله عنهما په حلقو کې تنظیم کړل، چې په (دارالارقام) کې ځای پر ځای شول. دا ایاتونه د پیدایښت په اړه دي چې د اصحابه وو رضی الله عنهما ایمان یې ښه قوی کړ، چې بیا هغوی له همدې لارې ټول نسل په ښه ډول تر وروستیو تربیه کړ؛ یعنې تر ټولو غوره نسل ترې جوړ شو.

تر هغه وروسته د (نزول او وحیی) په اړه مطالعه د خلافت دولت د ښوونیزې پالیسۍ بنسټ وه او مسلمانان د قراني تفسیر پر بنسټ د خلقت په اړه خبر وو. دا هغه ایاتونه وو چې د یوځایوالي او بریا لپاره اساس وو. دوی له یادو ایاتونو څخه د خلکو په یوځای کېدو او ترتیب کېدو کې ګټه اخیسته، یعنې د دغو ایاتونو پر مټ یې هغوی راټولول. همدارنګه خلک باوري کېدل، پر اسلام مشرف کېدل او د اسلام غیږې ته راتلل. 

دا هغه طریقه وه چې عامو خلکو به نا مسلمانو ته پرې قناعت ورکاوه. د ېېلګې په توګه، د اندونیزیا خلکو د هغو مسلمانانو د دعوت پر مټ اسلام ومانه چې هلته یې سوداګري کوله.

د دغو ایاتونو له دقیقې ارزونې معلومېږي، کله چې په نړۍ کې ډېری کسان د ملحدانو له لوري لارورکي او ګمراه کېږي، یو حیاتي امر دی. د خلقت په اړه ډېری کسان د سم ځواب په لټه کې دي.

دا د هغو مسلمانانو لپاره یو غوره فرصت دی چې په غرب کې د نامسلمانو په منځ کې ژوند کوي. همدارنګه د هغو مسلمانانو لپاره هم یو غوره فرصت دی چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې له لېرې واټن څخه پر اړوندو مسایلو بحثونه کوي. دا هرڅه د خلافت تر بیا راتګ وړاندې ترسره کېږي چې هلته به اسلام ته د دولت په واسطه د انفرادي فعالیتونو ملاتړ وشي.  الله سبحانه وتعالی فرمایی:  

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ) [بقره: ۱۶۴]

ژباړه: د ځمکې او اسمانونو د پیدایښت او د شپې او ورځې راتګ او هغه کښتۍ چې د انسانانو د ګټې لپاره په سیندونو کې په حرکت کې دي، هغه اوبه چې الله سبحانه وتعالی له اسمان څخه نازلې کړې دي او په مرسته یې ځمکه ژوندۍ کړې ده. په هغه کې یې ډول ډول څیزونه راشنه کړل، همدارنګه هغه بادونه او وریځې چې د اسمان او ځمکې تر منځ مسخر شوي دي، دا ټول د هغو کسانو ته د الله سبحانه وتعالی د پاک او سپېڅلي ذات نښې دي چې عقل لري او فکر کوي.

حضرت بي بي عایشه رضی الله عنها وایي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا د نظم په بڼه وویلله: 

(وَيْلٌ لِمَنْ قَرَأَهَا وَلَمْ يَتَفَكَّرْ فِيهَا)

ژباړه:  پر هغو کسانو دې افسوس وي چې دا څه وایي او په دې اړه فکر نه کوي.

نو پر همدغه اساس، الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم له بشریت غواړي چې پخپل چاپېریال او شاوخوا کې د شته څیزونو په اړه فکر وکړي.  

کله چې بشر د خلقت په اړه فکر وکړ، نو څه یې پیدا کړل؟ دوی داسې یو نظام پیدا کړ چې پر شته ټولو څیزونو واکمن دی او هغه یې تر واکمنۍ لاندې دي. هغه ټول موجودات چې موږ یې پخپله شاوخوا کې احساسوو، واړه او غټ، روښانه او درانه، دا ټول تر یوې واکمنۍ لاندې دي. یو قانون شته چې پر هغوی واکمن دی، تېری نه کوي او همدارنګه دوی له هغه سره یوځایوالی ته ژمن دي. په حقیقت کې دوی محدود دي او دا په ټولو موجوداتو کې څرګنده شوې ده.

د ستورو او نباتاتو حرکت ته پام وکړئ. په اسمانونو کې ستوري او پر ځمکه نباتات دي، چې ټول پر یو مدار راګرځي او په یو سیسټم کې ځای پر ځای دي. پر دې سربېره، د دوی کتله او حرکت له خپل مسیر څخه انحراف نه کوي او نه وځي. ایا دا څه د لویۍ او تصمیم نیوونکو اړیکو سیسټم او نظام نه دي؟ شپې او ورځې ته هم پام وکړئ.

د شپې او ورځې توپیر، اوږدوالی، شرایط، تیاره او روښنایي، پر خوب او ورځینو فعالتونو د هغه اغېزې ټول دا ښيي چې د مدیریت لپاره یې یو سیسټم شته چې هغه تر کنټرول لاندې لري. همدارنګه د کښتیو جوړښت ته نظر کول هم دا پایله لري چې تر یو سیسټم لاندې مدیریت کېږي.

امام قرطبي پخپل تفسیر کې وایي:

 (والفلك التي تجري في البحر الفلك: السفن) کښتۍ هغه څه دي چې د یو جوړښت له مخې د اوبو پر سر حرکت کوي. دی زیاتوي: (على وجه الماء ووقوفها فوقه مع ثقلها) کښتۍ د اوبو پر مخ حرکت کوي. په حقیقت کې دا څه د اوبو او کښتیو د تنظیم لپاره یو غوره ترتیب دی.

له اسمانونو څخه ځمکې ته د باران اوبه رالوېږي، ځمکه راژوندۍ او رزغونوي او همدارنګه د اوبو په نشت کې پر ځمکه راشنه شوي واښه ژړېږي.

همدارنګه په ځمکه کې څاروي دي او د هغوی نسل د پراخېدو په حال کې دی او له اوبو پرته ژوند نه شي کولی. همدارنګه د باد په واسطه وریځ حرکت کوي، له وریځې باران ورېږي او دا هرڅه په یو ځانګړي سیسټم سره مخته ځي او له دې پرته ناشونې ده. امام قرطبي وویل: فسأله ابن عباس: هل سمعت كعب الأحبار يقول في السحاب شيئا؟ قال: نعم، قال: السحاب غربال المطر، لولا السحاب حين ينزل الماء من السماء لأفسد ما يقع عليه من الأرض) ابن عباس له ده څخه پوښتنه وکړه: تا اورېدلي چې کعب العبار د وریځې په اړه هر څه وایي؟ هغه وویل، هو هغه وایي، که وریځ نه وای، کله چې اوبه له اسمان څخه نازلېدې، پر ځمکه به رالوېدې او د ځمکې خرابېدو لامل کېدې.

کله چې موږ پخپل شاوخوا کې د شته څیزونو په اړه فکر کوو، دا روښانه کېږي چې دا ټول په یو سیسټم کې شته او په دغه سیسټم کې بې نظمي او دمه نشته. همدارنګه له اوبو پرته شنه کېدل نشته. په ناسم ځای کې سیند نشته او همدارنګه په غلط وخت کې باد هم نه وي. دا یو پیاوړی او قوي سیسټم دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ) [الملک: ۳]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په خلفت کې هېڅ عیب نه وینئ، یو ځل بیا وګوره، ایا کومه نیمګړتیا وینئ؟

ابن کثیر وویل: (أي: بل هو مصطحب مستو، ليس فيه اختلاف، ولا تنافر، ولا مخالفة، ولا نقص، ولا عيب، ولا خلل) دا هر څه په سمه توګه ترسره کېږي او له یو بل سره په اړیکه کې دي. له یو بل نه بېلېږي او تر منځ یې اختلاف، ناجوړجاړی او نیمګړتیا نه شته.

نو موږ پخپله شاوخوا کې ټول لیدونکي څیزونه په یو منظم او له نیمګړتیا په خوندي سیسټم کې دي. دا ټول موجودات په یو سیسټم کې دننه د تکیف او تقدیر پر اساس ځای پر ځای شوي دي. هر موجود په نورو موجوداتو پورې تړلی دی. همدارنګه واښه او شنه نباتات اوبو او لمر ته اړتیا لري.  واښه او شنه څیزونه پخپله کمزوري دي اوبو او لمر ته اړتیا لري او د هغه په مرسته وده کوي.

د اړتیاوو اندازه کول کومه ځانګړې بڼه نه لري، دا د قدر او نصاب برخه ده. تقدیر په هغو ټولو څیزونو کې ښکاره دی چې موږ یې درک کوو. که لمر په ځانګړې اندازه نباتاتو ته ورسېږي، ښه وده کوي. که لږ شي، نو نباتات مړاوي کېږي. پر دې سربېره، که د نور د شعاوو په وسیله ښه قوي شي، یا په بله وسیله، نو هغه وخت نباتاتو ته زیان رسېږي، یعنې دا لمر دی چې په وسیله یې نباتات ښه وده کوي. همدارنګه د ټولو موجوداتو لپاره پیدا شوی دی.

د یو محصول لپاره په ځانګړي وخت کې باران ګټور وي او د هغه د رسېدو لامل کېږي. په داسې حال کې چې بل وخت بیا باران د محصول د له منځه تلو لامل کېږي. د اوبو جوړښت دا دی چې جوش کېدل یې په ګرمۍ پورې اړه لري. دا تړون داسې دی چې اوبه په ځانګړي درجه سره ګرمېږي. پر همدغه اساس، دغه سیسټم متناسبه بڼه لري.

له دې څخه دا معلومېږي چې موجودات د دغه سیسټم فاعلین دي چې پر هغوی واکمن دی او دا سیسټم دوی پخپله نه دی جوړ کړی. که دوی دا سیسټم پخپله جوړ کړی و، نو په هغه کې به یې د هر ډول بدلونونو وړتیا هم درلوده. اوبو ته هم نظر وکړئ چې د تودوخې د ځانګړې اندازې په پایله کې په جوش راځي. اوبه پخپله په جوش نه راځي او نه هم تودېږي، همدارنګه د تودوخې په دغه اندازه کې هم هېڅ بدلون نه راځي. په حقیقت کې د ټولو موجوداتو په اړه فکر کول چې موږ یې درک کولی شو، په داسې سیسټم کې اوسېږي چې دوی یې د جوړېدو نوښت نه شي کولی، یعنې دوی دا نوښت نه دی کړی چې تر اوسه داسې سیسټم جوړ کړي. دا یو حقیقت دی چې هغه موږ نه دی درک کړی. په دې مانا چې هغه چا جوړ کړی او له کوم ځایه یې سرچینه اخیستې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ) [روم: ۲۲مه]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په ایاتونو کې د ځمکو او اسمانونو پیدایښت او د انسانانو د ژبو او رنګونو توپیر  د عالمانو لپاره څرګندې نښې دي.

قرطبي پخپل تفسیر کې وایي: (فهذا من أدل دليل على المدبر البارئ) دا څه د مدبر او الباري ذات په اړه پوره شواهد دي، یعنې په ژبو کې. المدبر (جوړونکی) د الله سبحانه وتعالی یو نوم دی او مانا یې (الذي يُجري الأمور بحكمته ويصرّفها على وفق مشيئته وعلى ما يوجب حُسْنَ عواقبها) یعنې هغه ذات چې پخپل حکمت سره شته چارې تنظیموي.    

باري هم د الله سبحانه وتعالی نوم دی او مانا یې (واهب الحياة للأحياء، والسَّالم الخالي من) ده ، یعنې هغه څوک چې ژوند کوونکو ته ژوند ورکوي. (امام ابو حنیفه) هم د نړۍ د جوړښت په اړه وایي: (وَيُحْكَى عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ أَنَّ قَوْمًا مِنْ أَهْلِ الْكَلَامِ أَرَادُوا الْبَحْثَ مَعَهُ فِي تَقْرِيرِ تَوْحِيدِ الرُّبُوبِيَّةِ فَقَالَ لَهُمْ أَخْبِرُونِي قَبْلَ أَنْ نَتَكَلَّمَ فِي هَذِهِ الْمَسْأَلَةِ عَنْ سَفِينَةٍ فِي دِجْلَةَ تَذْهَبُ فَتَمْتَلِئُ مِنَ الطَّعَامِ وَالْمَتَاعِ وَغَيْرِهِ بِنَفْسِهَا وَتَعُودُ بِنَفْسِهَا فَتُرْسِي بِنَفْسِهَا وَتَتَفَرَّغُ وَتَرْجِعُ كُلُّ ذَلِكَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يُدَبِّرَهَا أَحَدٌ فَقَالُوا هَذَا مُحَالٌ لَا يُمْكِنُ أَبَدًا فَقَالَ لَهُمْ إِذَا كَانَ هَذَا مُحَالًا فِي سَفِينَةٍ فَكَيْفَ فِي هَذَا الْعَالَمِ كُلِّهِ عُلْوِهِ وَسُفْلِهِ (شرح العقيدة الطحاوية) امام ابو حنیفه رحمته الله علیه له یو فیلسوف سره مخ شوی و او هغه غوښتل چې له ده سره  د الله سبحانه وتعالی پر یوازني ذات او رهبرۍ خبرې وکړي. ابو حنیفه وویل: تر دې وړاندې موږ په دې اړه خبرې وکړې، ته ماته د فرات د سیند په اړه ووایه ته د یاد سیند په اړه څه فکر کوې؟ هغه سیند چې له کومې غذا او بل څه پرته په فشار سره حرکت کوي او بهېږي. دوی وویل: دا معقوله او ناشونې ده. ابو حنیفه وویل، که  دا خبره د کښتۍ په اړه ناشونې ده، نو په دومره لویوالي سره د نړۍ لپاره څنګه کېدایشي؟ سرچینه: (شرح العقیده، ۱/۳۵) 

پر دې سربېره، امام حنبل (رح) هم د خالق په اړه خبرې کړې دي، چې یو کس له عربي هېوادونو څخه د جوړونې او ډیزاین لپاره راغلی و. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ) [نمل: ۸۸]\

ژباړه: دا د الله سبحانه وتعالی پیدا کېدنه  او جوړېدنه ده، چې هر څه یې بشپړ جوړ کړي دي. ستاسو پر کارونو ښه خبر دی.

له ابن کثیر (رح) علیه څخه د موجوداتو د جوړونکي په اړه پوښتنه شوې وه. احمد وویل، له کومې دروازې او د وتلو له لارې پرته دغه نظام ته پام وکړه. بېرون لکه سپین زر، دننه بیا سروزرو ته ورته وړانګې جوړېږي، بیا یې وروسته دېوالونه ماتېږي. څاروي یې په ښکلې بڼه غږ اوري او ګوري یې. د احمد هدف له هکۍ څخه د چړګوړي راوتل وو. (سرچینه: د ابن کثیر تفسیر: ۲:۲۱) همدارنګه امام شافعي (رح) د الله سبحانه وتعالی د جوړښت په اړه له ابن کثیر څخه په نقل سره وویل: (هَذَا وَرَق التُّوت طَعْمه وَاحِد تَأْكُلهُ الدُّود فَيَخْرُج مِنْهُ الْإِبْرَيْسَم وَتَأْكُلهُ النَّحْل فَيَخْرُج مِنْهُ الْعَسَل وَتَأْكُلهُ الشَّاة وَالْبَقَر وَالْأَنْعَام فَتُلْقِيه بَعْرًا وَرَوْثًا وَتَأْكُلهُ الظِّبَاء فَيَخْرُج مِنْهَا الْمِسْك وَهُوَ شَيْء وَاحِد) دلته د توت ونې پاڼه هم خواړه دي، کله چې د ورېښمو چینجي له خوا وخوړل شي، ورېښم تولیدوي. کله یې چې مچۍ وخوري، شات تولیدوي. همدارنګه کله یې چې وری یا پسه او غوا وخوري، نو د ځمکې لپاره کود تولیدوي. (سرچینه: ابن کثیر تفسیر)  

هغه کسان چې د طبعیت جوړښت په ځان پورې تړي، ابن القییم وویل: (اخبريني عَن هَذِه الطبيعة اهي ذَات قَائِمَة بِنَفسِهَا لَهَا علم وقدرة على هَذِه الافعال العجيبة ام لَيست كَذَلِك بل عرض وَصفَة قَائِمَة بالمطبوع تَابِعَة لَهُ مَحْمُولَة فِيهِ فَإِن قَالَت لَك بل هِيَ ذَات قَائِمَة بِنَفسِهَا لَهَا الْعلم التَّام وَالْقُدْرَة والارادة وَالْحكمَة فَقل لَهَا هَذَا هُوَ الْخَالِق البارئ المصور فَلم تسمينه طبيعية) د طبعیت په اړه راته ووایه: ایا دا څه ځانته په اثبات رسولی شي؟ ایا پر دغو ټولو خارق العاده کارونو پوهه او علم لري؟ ایا همداسې نه ده او که غواړي چې په دې سره د خپل ځان ساتنه وکړي؟ که هغوی په ډاډه وایي چې د ځان ساتنه کوي، له بشپړې پوهې او هوښیارۍ څخه برخمن دي، نو هغوی ته ووایي چې یوازې الله سبحانه وتعالی جوړونکی دی. نو بیا ولې دا هر څه په طبیعت پورې تړي؟ سرچینه: مفتاح دار: ۱/۲۶۱)

هغه څه چې د جوړونې ځانګړنې لري، باید یوه طرحه ولري. ابن قیم وویل: (وَإِن قَالَت تِلْكَ بل الطبيعة عرض مَحْمُول مفتقر الى حَامِل وَهَذَا كُله فعلهَا بِغَيْر علم مِنْهَا وَلَا إِرَادَة وَلَا قدرَة وَلَا شُعُور اصلا وَقد شوهد من آثارها مَا شوهد فَقل لَهَا هَذَا مَالا يصدقهُ ذُو عقل سليم كَيفَ تصدر هَذِه الافعال العجيبة وَالْحكم الدقيقة الَّتِي تعجز عقول الْعُقَلَاء عَن مَعْرفَتهَا وَعَن الْقُدْرَة عَلَيْهَا مِمَّن لَا عقل لَهُ وَلَا قدرَة وَلَا حِكْمَة وَلَا شُعُور) که هغوی نه ووایي، طبیعت د کیفیت استازولي ده او د طبیعت هر ډول اقدامات له پوهې، ارادې او قدرت پرته ناشوني دي، یعنې دا هر څه په خالق پورې اړه لري او موږ یې یوازې اغېزې لیدلی شو. نو هغوی ته ووایئ چې پر دې څه هېڅوک باور نه کوي. دا څنګه کېدایشي چې دغه حیرانوونکي اقدامات چې د فرد له لوري د تشخیص وړ نه دي، له یو بې پوهې او بې قدرته کس څخه تر لاسه شي. دا ناشونې ده. دا هرڅه ښيي چې خالق شته او دا ټول د هغه له لوري ترسره کېږي.

په حقیقت کې هغه بنسټونه او نظام چې پر دوی واکمن دی، د حس وړ نه دی. څوک چې دا ډول ادعاوې کوي، هغوی په (ماتریالیسم) کې مادي دلیلونه لري، څنګه داسې وایي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) [طور: ۳۵)

ژباړه: ایا له هېڅ کوم شي څخه پیدا شوی، یا پخپله د خپل ځان پیدا کوونکی دی.

ابن کثیر وویل: (أي: أوجدوا من غير موجد؟ أم هم أوجدوا أنفسهم؟ أي: لا هذا ولا هذا، بل الله هو الذي خلقهم وأنشأهم بعد أن لم يكونوا شيئا مذكورا) ایا هغوی له غیر موجود څخه رامنځه شوي، یا دا چې هغوی خپله خپل ځانونه جوړ کړي دي، دا یو هم سم نه دی. الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې ټول یې پیدا کړي دي. د ژبې په اړه یې وویل: (خَلَقَ اللهُ الإِنْسَانَ: أَوْجَدَهُ مِنَ العَدَمِ، أَنْشَأَهُ، صَوَّرَه) الله سبحانه وتعالی ټول انسانان پیدا کړي دي او هغوی ته یې په ځمکه اوسېدل غوره کړل.

الله سبحانه وتعالی د خلقت څښتن دی او د ده پر خلاف نه دی. الله سبحانه وتعالی له نړۍ څخه هم لوی دی او د الله سبحانه وتعالی ساتنه پر چا پورې اړه نه لري. الله سبحانه وتعالی له کوم چا څخه نه دی پیدا شوی او نه هم له ده څخه کوم څوک پیدا شوي دي. نو د عزلی لپاره هېڅ پیلېدونکی نشته. د عزلي په اړه: (الخَالِدُ الدَّائِمُ الوُجُودِ لاَ بَدْءَ لَهُ) داسې څه ویل شوي دي. یعنې هغه موجود چې تل په وجود کې دی او سرچینه نه لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی له کوم پیدا کېدونکي پرته موجود دی. ټول موجودات د یو سیسټم تابع پیدا کېږي. هغه موجودات چې په نړۍ کې شتون لري، د هېڅ شي د پیدا کېدو وړتیا نه لري. هغه که په فردي او جمعي ډول وي. هر فردي موجود بل څه نه شي پیدا کولی. حتا په جمعي ډول هم دا کار ناشونی دی. نو بیا ولې ځینې کسان دا ادعا کوي چې دا نړۍ ابدي ده؟

په حقیقت کې، د الله سبحانه وتعالی پر موجودیت شواهد چې په هر موجود کې احساسېږي، هغه نندارې ته وړاندې کېږي. ټول بنسټونه پر نورو موجوداتو پورې تړلي دي. د هغوی دا تړون په دقیقه بڼه سره دی. د هغوی تړون هم د تقدیر پر اساس دی. نو دې هر څه ته په کتو ویلی شو چې ټول موجودات د الله سبحانه وتعالی له لوري پیدا کېږي. د ټولو موجوداتو ډېرښت چې موږ یې احساسوو، د الله سبحانه وتعالی د شتون لپاره څرګند شواهد دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ) [اخلاص: ۱-۴]

ژباړه: ووایه چې الله سبحانه وتعالی یو دی، بې نیازه دی، یعنې کوم چا ته اړ نه دی، نه الله سبحانه وتعالی له کوم چا پیدا شوی او نه هم له ده سبحانه وتعالی څخه څوک پیدا شوي دي. هېڅ شی له الله سبحانه وتعالی سره د پرتلې وړ نه دي.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان له خوا د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: مصاب «عمیر»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د ورانکارۍ ستاينه ښه کار دی؟

خبر:

د ناټو بروکسل غونډه کې چې کله له ولسمشر اردوغان څخه، د ولسمشر بايډن د هغې کلمې په اړه پوښتنه وشوه، چې په ۲۰۱۵م کال کې یې د ارمنستان "نسل وژنې" په اړه کارولې وه، نو ويې ويل: "د خدای شکر دی، چې هغه يې هېڅکله ونه منله" سرچینه: (15.06.2021 Agencies)

تبصره:

له بده مرغه کله چې ملتونه د ګتې په اساس رامنځته شوي وي، مشران یې هېڅ ثابت دريځ نه لري، کاغذي هوډ لري، د يوه کوچني مقاومت پر وړاندې هم تاب نشي راوړلی او له منځه ځي. دا مه هیروئ چې دوی مشران ښکاري او خلک دوکه کوي، خو په حقيقت کې هېڅ دي. ښه مشر د جګړې، زړورتوب، هوښارۍ، قضاوت او سیاست له مخې معلومیږي، خو دوی نه په جنګ کې حوصله، بصیرت او مېيړانه ښیي، نه هم په سياست او سرپرستۍ کې.

د ناټو بروکسل له غونډې یوه ورځ مخکې اردوغان د "ارمنستان نسل وژنې" په اړه چغې وهلې، چې پوښتنه به يې کوي، خو کله چې په غونډه کې ترې پوښتنه کېږي؛ وايي چې "د خدای شکر دی، چې هغه يې هېڅکله ونه منله" له بايډن سره په دې موضوع نه غږېدل د اردوغان لپاره يوه سياسي رسوایي وه‌.

[...وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ] [المنَافِقون: 8]

ژباړه: ...عزت خو د الله، پېغمبر او مؤمنانو لپاره دى، خو دغه منافقان نه پوهیږي.

که څه هم ناټو د شوروي اتحاد پرضد په نويمه لسيزه کې جوړه شوې، خو د شوروي له ړنګېدو وروسته يې اساسي موخه اسلام او مسلمانان دي. ترکیه په دې اتحادیه کې یوازینی هېواد دی چې مسلمانان دي، خو د دې پرځای چې ځان ګوښه کړي او يو ځانګړی دریځ اختيار کړي، راځي د ناټو له قضاوتونو ستاينه او ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د ناټو اصلي موخه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده. سربېره پر دې د اسلام له بچيانو څخه د اسلام پروړاندې ګټه اخيستل، موږ او زموږ ګوډاګيو مشرانو ته ډېر د شرم ځای دی، خو دغه بې ضميره مشران هېڅ شرم نه احساسوي. متحده آيالات چې د کفر سرلاری دی د ارمنيانو د نسل وژنې خبره مطرح کوي او زموږ ذليل مشران يې ستاينه کوي او په رډو، رډو ورته ګوري.

[يَٓا اَيُّهَا الَّذ۪ينَ اٰمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ] [الصَّف : 2] 

ژباړه: اې مؤمنانو! تاسو ولې هغه څه واياست چي كوئ یې نه!؟

راځئ اردوغان ته ووايو چې د دوی ستاينه او غوړه مالي نشي کولای موږ له دوی څخه خلاص کړي؛ راځه د خپل ځان او نورو مسلمانانو پروړاندې د دې خبيثانو سپکاویو، بریدونو او تیريو ته د ټوپک په څوکه ځواب ووايه او پروړاندې يې پوځي غبرګون وښایه!

دا هغه څه دي چې طارق بن زیاد (رح) د هسپانیې له فتحې او د تولیډو د تخت له ړنګیدو وروسته وکړل، دا هغه څه دي چې صلاح الدین ایوبي (رح) د صلیبیانو څخه د بیت المقدس پاکولو وروسته وکړل، دا هغه څه دي چې سلطان عبدالحمید ثاني (رح) په استانبول کې د محمد فاتح (رح) له فتحې وروسته د کفري پلانونو تباهۍ لپاره وکړل او دا هغه څه دي چې زموږ رب یې غواړي او د مسلمانانو زړونه پرې آرام او سترګې پرې يخېږي.

تاسو اوس هم له متحده ایالاتو، اروپا او نورو کفارو سره د ملګرتيا هڅه کوئ!؟ په داسې حال کې چې دوی د امت زرين تاريخ نشي زغملی او په ټول توان سره يې دښمني کوي!؟ اوس هم غواړي خپل دې شرمناک حالت ته دوام ورکړې؟!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

احمد صفا

د مطلب ادامه...

د بګرام له پوځي اډې څخه د امریکا بشپړ وتل په افغانستان او نړۍ کې د امریکا د واکمنۍ د زوال او ماتې ښکارندوی دی Featured

د امریکايي سرتېرو وروستۍ ډلې له نېږدې ۲۰ کلونو وروسته د بګرام پوځي اډه پرېښوده. د امریکايي پوځونو له دې وتلو سره سم په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په حال کې دی. 

د بګرام پوځي اډه، چې یو مهال پکې په لسګونه زره امریکايي پوځونه مېشت وو او په سیمه کې د امریکا د واکمنۍ سمبول بلل کېدله، اوس په یوه کنډواله بدله شوې ده. ﴿فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ﴾(نمل:۵۲) يعنې: دغه د دوی هغه بې  څښتنه کورونه دي چې د ظلم له امله په کنډواله بدل شول، له شک پرته په دې کې د هوښیارو خلکو لپاره د عبرت نښې دي.

له دغې پوځي اډې څخه، چې د ښکېلاکګرو اصلي هستوګنځی و، د افغانستان د بې ګناه وګړو د وژلو لپاره زرګونه پروازونه کېدل. ددې پوځي اډې په زړه کې یو داسې ډاروونکی زندان و، چې هېڅ انساني ارزښت ته پکې پام نه کېده. د بګرام د پوځي اډې د لویوالي او د خورا زیاتو تاسیساتو د شتون له امله ځينو خلکو داسې ګومان کاوه چې ګواکي ددې پوځي اډې تشېدل او د امریکانو وتل یو خوب او خیال دی. مګر الله سبحانه وتعالی خورا لوی دی او کفار یې د هغوی په خپل مکر او پلان کې ډوب کړل او د افغانستان د مسلمان او مجاهدو خلکو د فکري، سیاسي او وسله والې مبارزې په مټ یې دا خوب رښتیا کړ. 

کله چې ۲۰ کاله وړاندې امریکايي ښکېلاکګرو پر دغه خاوره یرغل وکړ، ځینې خلک په داسې توهم باندې اخته شول، چې ګواکي امریکایان د دوی «د ژغورنې پريښتې» دي. مګر واقعیت وښودله چې امریکا د وحشت هیولا ده، چې خپل ځان یې د غولوونکو خبرو، بشپرپاله مرستو او بشري حقونو د ملاتړ د شعارونو تر شا پټ کړی و. اوس چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، نو اړینه ده چې د دوی د میراث په اړه خبرې وشي. امریکا شاته له هره اړخه یو لړزاند او مات دولت، سیاسي او ټولنیزې ګډوډۍ، یوې بلې ویجاړوونکې جګړې ته د افغانستان ورټېل وهل، بې کارۍ او بې وزلۍ پرته بل څه په میراث نه دي پرېښي.

له شک پرته چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو ذلیلانه وتل د نړۍ په کچه د امریکا د دروغجن ځواک څخه پرده لرې کوي او په ډاګه کوي چې امریکا نوره د زوال په درشل کې ده او ژر ده چې د راشده خلافت په تاسیسولو سره به د امریکا پر تابوت باندې وروستی مېخ ټک وهل شي او بشر به ددې عصر د مستکبر له خپل‌سرۍ وژغول شي. دا د الله سبحانه وتعالی سنت دي چې ظالم او سرکښه ځواکونه له منځه وړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له مسلمان پوځ څخه، په غرب کې د مسلمانو ځوانانو درې پوښتنې

  • خپور شوی په سیاسي

د لودیځ مسلمانو ځوانانو پخپل ټول وس هڅه وکړه، چې د اشغال مخه ونیسي او د هغه پر وړاندې ودرېږي. تاسو به ډېر مسلمان ځوانان پیدا کړئ، چې هغوی په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې لاریونونه کړي او ان له ښوونځیو ایستل شوي دي.

غواړو په غرب کې مسلمانو ځوانانو ته دا ښه واضح کړو، چې موږ له سرطاني یهودیانو او صهیونیستانو سره هر ډول اوربند ردوو. له هغو ظالمو یهودیانو سره اوربند ناشونی دی، چې له ۷۰ کلونو راپدېخوا یې اسلامي امت ته له بدبختیو پرته بل څه نه دي ورکړي. اوربند به یوازې هغه وخت راشي چې د دغو ظالمانو شتون له منځه ولاړ شي او پر ځای یې د اسلام بیرغ ټینګ شي. پر مسلمانانو لازمه ده، چې د یهودیانو له خوا کلابنده غزه ازاده کړي، هغه غزه او باختري کرانه چې مسلمانان یې د یهودیانو له خوا په توغندیو ویشتل کېږي او ظلمونه پرې کېږي. دا کار یوازې د ترکیې، مصر، سوډان، تونس، پاکستان، بنګله دېش او اندونیزیا د پوځونو په واسطه شونی دی.

اې مسلمانو پوځونو! په غرب کې ستاسو وروڼه او خویندې له تاسو څخه درې ساده پوښتنې لري:

۱. ایا ستاسو زړونه د تیږو په شان دي؟

ایا ستاسو زړونه په خپل هغه ورور نه خوږېږي، چې خپلې دوې لورانې په داسې حال کې ویني چې له هغوی سره د درواغو ژمنې کوي چې پر تاسو هېڅ نه کېږي، خو هغوی د یهودیانو له خوا په وحشیانه ډول وژل کېږي. ایا هغې خور ته ستاسو له زړونو وینې نه څاڅي چې د ماشوم تر زیږېدو وړاندې یې د خپل راتلونکي هیلې او خوبونه تر خاورو لاندې شول؟ ایا پر خپلو هغو زامنو او لوڼو مو زړونه درد نه کوي، چې د خپلو میندو په مخکې سره وژل کېږي او بدن یې ټوتې ټوټې کېږي؟

ایا تاسو له خپلو ډبریونو زړونو سره همداسې راحت ژوند ته دوام ورکوئ؟

اې مسلمان پوځه! تاسو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هېڅ درناوی نه لرئ؟

تاسو څنګه کولی شئ چې د هغوی دا تېری او له کبره ډګ عمل وزغمئ چېرته چې پیغمبران خشوع ته درېدلي دي؟

تاسو څنګه هغوی ته دا اجازه ورکولی شئ، څو هغې سیمې ته زیان ورسوي، چېرته چې د پیغمبرانو زړونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ذکر لړزولي دي؟ تاسو څنګه د هغوی بوټ پاکانو ته دا اجازه ورکوئ، څو هغه ځای له منځه یوسي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته عبادت کړی او سجده یې ورته کړې ده او ستاسو د سترګو پر وړاندې ډېر ناوړه کار ترسره کېږي.

[ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ] [بقره: ۷۴]

ژباړه: د دې پېښې تر پېښېدو وروسته ستاسو زړونه سخت شول، لکه تیږه، یا تر هغه هم سخت. ځکه تیږې درزونه کوي، اوبه ترې بهېږي، د تیږو له درزونو اوبه راوځي او ځینې ټوتې یې د الله سبحانه وتعالی له ډاره لوېږي، خو ستاسو زړونه نه له الله سبحانه وتعالی ډارېږي او نه هم د پوهې، علم او احساساتو سرچینه ده! الله سبحانه وتعالی ستاسو له کړنو بې خبره نه دی.

۲. ایا تاسو له الله سبحانه وتعالی سره خپله ژمنه ماته کړې ده؟

اې مسلمان پوځه! کله چې تاسو د دغه شریف او عزتمند امت له ځواکونو سره د یو ځای کېدو اراده وکړئ، دا به په دې مانا وي چې تاسو به د صحابه کرامو رضی الله عنهما غوندې د مجاهدینو له ۱۴۰۰ کال اوږدې مودې میراث سره یوځای شوي وئ او دغه دود به د حشر تر ورځې دوام وکړي. تاسو له الله سبحانه وتعالی سره ژمنه کړې چې د هغه دین ته به خدمت کوئ، نه هغه ملي سرحدونو او پولو ته چې د ښکېلاکګرو کفارو له خوا ترسیم شوې دي. تاسو له الله سبحانه وتعالی سره ژمنه کړې چې د هغه سبحانه وتعالی امر به منئ، نه د غرب لپاره د چاپلوسو واکمنانو، چې ټول عمر یې د هغوی مزدوري کړې ده. اې مسلمان پوځه! تاسو ژمنه کړې چې اسلامي امت به ژغورئ.

[وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: که دوی له تاسوڅخه د دین لپاره د مرستې غوښتې وکړي، تاسو باید مرسته ورسره وکړئ.

دا د شرم ځای نه دی چې امت تاسو ته سترګې نیولې او تاسو یې مرسته نه کوئ؟

ایا دا د شرم ځای نه دی چې مېرمنې ستاسو پر ځای جګړه کوي؟

تاسو نه شرمېږئ کله چې الله سبحانه وتعالی له تاسو بیا ځلې پوښتنه کوي: «پرتاسو څه شوي دي؟»

(وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا) [نساء: ۷۵]

ژباړه: ولې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې او په هغه لاره کې چې مېرمنې او ماشومان د ظالمانو له لوري کمزوري شوي، مبارزه نه کوئ؟! هغه کسان چې وایي: «اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دغه ځای (مکې) څخه چې واکمنان یې ظالمان دي، بېرون ته واستوئ. ستا له طرفه موږ ته یو سرپرست راکړه او ستا له طرفه مرسته راسره وکړې.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ] [توبه: ۳۸]

ژباړه: اې هغو کسانو چې اېمان مو راوړئ! ولې هغه وخت چې تاسو ته وویل شي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ، تاسو سستي کوئ؟ ایا د اخرت پر ځای د دې دنیا پر ژوند خوشحاله شوي یاست؟! په داسې حال کې چې د ژوند متاع د اخرت پر وړاندې ډېره کمه ده.

ایا تاسو د خپلو ښکېلاک شوو خاورو ازادولو ته ژمن یاست، هغه پولې چې ستاسو د خویندو او وروڼو وژل کېدو لامل شوي؟ تاسو دا هیله نه لرئ چې دغه پاتې شوی میراث خپلو زامنو او لمسیانو ته پرېږدئ؟ ایا تاسو د اسلام لپاره کوم دید نه لرئ؟

اې مسلمان پوځه! که تاسو دغه خنډ لېرې نه کړئ، چې اسلامي امت ته یې دغه سپکاوی ور په برخه کړی، نو تاسو ته به ډېره ستره جزا درکړل شي او که د دغوخنډونو لېرې کېدو هڅه وکړئ، نو له غوره کسانو سره به یوځای شئ.

[إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ] [توبه: ۳۹]

ژباړه: که د جهاد پر لور حرکت ونه کړئ، تاسو ته دردونکې جزا درکوي، ستاسو پر ځای بلې ډلې ته دا وړتیا ورکوي، هغې ته هېڅ زیان نه رسېږي او الله سبحانه وتعالی د هر څه وس لري.

اې مسلمان پوځه! له الله سبحانه وتعالی سره خپله ژمنه مه ماتوئ او زموږ او ستاسو د دښمن غوندې مه کېږئ.

(وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُواْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُواْ فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُمْ مُّؤْمِنِينَ) [بقره: ۹۳]

ژباړه: هغه وخت په یاد راوړئ، کله چې مې له تاسو ژمنه واخیسته او کوه طور مې ستاسو پر سر ودراوه او مې ویل: «کوم دستورونه چې مې درکړي، کلک یې ونیسئ او ښه یې واورئ.» هغوی وویل: «دا مو واورېدل او مخالفت مو وکړ.» د هغوی زړونه د خپل کفر له امله له ناوړه محبت څخه ډک شوي دي. ووایه: «ستاسو ایمان تاسو ته څومره ناوړه امر کوي، که ایمان لرئ.»

ایا تاسو د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر ژمنه شکمن یاست؟

هغه تیږې چې ستاسو پر ځای ستاسو او زموږ د دښمن پر وړاندې جګړه کوي، ډېر ژر به ښکاره شي. عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمایي، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویې فرمایل:

ژباړه: یهویان به له تاسو سره جګړه وکړي او تاسو به قرباني ورکړئ، خو یوه تیږه به ووایي: اې مسلمانانو! زما تر شاه یو یهود دی، هغه ووژنئ.(صحح بخاري)

صهیونستان به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او تر هغه وروسته به یې ځای خلافت دولت ته پاتې شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: له ما وروسته به خلافت په مدینه کې وي، تر هغه وروسته په شام کې، وروسته به په شبه جزیره کې وي، تر دې وروسته په عراق کې، وروسته په ښار کې او تر هغه وروسته په بیت المقدس کې. که په بیت المقدس او خپل کور کې وي، هېڅوک به دا وړتیا ونه لري چې هغه له منځه یوسي. نو د تل لپاره به هملته پاتې شي.

اې مسلمان پوځه! زموږ او ستاسو د دښمن غوندې مه کېږئ، چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه یې هېره کړې ده.

[يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَرْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ * قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ * قَالَ رَجُلاَنِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُواْ عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللّهِ فَتَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ * قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ]

ژباړه: اې قومه! هغې سپڅلې خاورې ته دننه شئ چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته درکړې ده، شاه تګ مه کوئ چې په دغه صورت کې به له زیان سره مخ شئ.

ویې ویل: «اې موسی! په هغه خاوره کې چې ظالمان او ځواکمن کسان دي او موږ تر هغه نه ورځو، څو چې هغوی ترې وتلي نه وي. که هغوی ترې ووځي، موږ بیا ورځو. دوو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی څخه ډارېدل او الله سبحانه وتعالی هغوی ته نعمت (عقل، اېمان او مېړانه) ورکړي وو، وویل: «تاسو د هغوی ښار دروازې ته ننوځئ، کله چې ننوتئ، بریالي به شئ. پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ که اېمان لرئ.» بني اسراییلو وویل: «اې موسی! تر هغه چې دوی هملته دي، موږ به هېڅ وخت هلته ولاړ نشو! ته او پروردګار دې ولاړ شئ او له هغوی سره وجنګېږئ، موږ همدلته ناست یو.»

اې مسلمان پوځه! موږ له تاسو دغه درې ساده پوښتنې وکړې، ایا په تاسو کې به کوم کس ځواب راکړي؟ موږ نه غواړو چې ستاسو ځواب واورو، موږ هیله لرو چې ستاسو ځواب په عمل کې ووینو.

القصی پر مسلمانو پوځونو غږ کوي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: سید (فهاد)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

بشري حقونه یوازې یو ځلېدونکی شعار او د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندل دي Featured

  • خپور شوی په سوډان

په سوډان کې د بشري حقونو لپاره د ملي کمیسیون د رهبرۍ او د روزنیز ورکشاپ لپاره د امادګۍ کمېټې د راپورغړي، رشاد عبدالوهاب په ۱۹۹۳م، کې د پاریس له اصولو سره سم د بشري حقونو سیسټم معرفي کوي. هغه خپلواکې شورا او یو شمېر دولتي او قضايي ارګانونو په ویاړ نن، په سلام روتانا هوټل کې د روزنیز کورس د پیل لپاره ټولې تیارۍ او د مدني ټولنې بشپړول تایید کړل. سرچینه: (محرر: ۲۰۲۱م، د جون ۲۰مه)

انتقالي حکومت هره ورځ موږ ته د ژوند په ټولو چارو کې د غربي اصولو د منلو لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي. ایا د بشري حقونو اصول د حاکمیت شورا په کچه د پاملرنې وړ دي، په داسې حال کې چې خلک په ټولو برخو کې د سقوط سره مخ دي!؟ بشري حقونه، چې یوه غربي اصطلاح ده او اوس یې په اسلامي هېوادونو کې خپل شهرت له لاسه ورکړی، افشا شوې او هرڅوک پوهیږي چې دا یو نوی استعمار او یوازې یو لوی دروغ، یو روښانه شعار او نرمه اصطلاح ده، چې د استعماري هېوادونو له لوري د هېواد په چارو کې لاسوهنې ته د پلمې په توګه کارول کیږي، د دوی شتمني لوټوي او په پایله کې خلک ان د څارویو حقونه هم نه شي ترلاسه کولای! الله تعالی مو وبښه.

مسلمانو واکمنانو او د دوی رسنیو د حقیقت په انحراف سره د دې اصطلاح په بازارموندنې کې لوی رول لوبولی دی، چې قاتل یې د بشري حقونو ساتونکی او مقتول یې د ترهګر او د بشري حقونو سرغړوونکی معرفي کړی دی. دا قضیه په ټولو استعمار شوو اسلامي خاورو کې شته، چې د خالص مسلمان وینه تویېدلو پرته، د دې واکمنانو سترګې ان نه رپېږي او د غرب بشري حقونو تیوریستانو له خوا د دوی له جعلي سازمانونو سره د جدي بدلون پرته او د غربي سیاستمدارانو ټول چل د هغو مسلمانانو پر وژلو، چې په فلسطین، عراق، افغانستان، سوریه او... هېوادونو کې وژل کېږي، یوازې د "بشري حقونو" سرغړونې په اړه خپله "زیاتېدونکې اندیښنه" څرګندوي. دوی هغه څوک دي چې د هغو کسانو په ملاتړ سره چې له مسلمانانو سره یې جګړه کړې، د وسلو او مادي ملاتړ چمتو کولو او د دوی د پلان سره سم ډیزاین شوي جنګونه رامنځ ته کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

لکه څنګه چې په اصطلاح نړیوال سازمانونه او ارګانونه چې د خپلواکۍ او د بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي، د هغو مهمو مسالو د حل لپاره، چې مسلمانان په ناوړه توګه وژل کیږي ایا څومره یې چې غوښتنه کړې، دوی ناستې او پریکړه کړي او اعلان یې کړی دی؟ په نړیواله جګړه کې دوی هېڅ ګډون نه درلود او ادعا کوي، چې دوی د سولې لپاره خپله ادعا کړې وه. د الشام په خاوره کې، د نیږدې دوه سوه زره شهیدانو وینه، په زرهاوو ټپیان او بندیان او په ملیونونه بې ځایه شوي او د هېواد په ختیځ او لویدیځ کې له جلاوطنۍ او پرته له دې چې نړۍ خدمت ورته وکړي، پر "بشري حقونو" یې نیوکه کړې ده. اسد چې ماشومان او ښځې یې وژلي بیا وټاکل شو او په دروغو یې ۹۵٪ رایه وګټله! دا مساله په ټولو اسلامي خاورو کې شته.

د بشري حقونو په اړه د غرب خبرې د امریکایانو د مرګونو الوتکو له خوا رد شوې، چې په یمن، پاکستان، افغانستان، سومالیا او له هغه نه مخکې عراق کې پر مسلمانانو څارنه کوله، چې د بوش په ډیموکراسۍ او د هغه هېواد د "بشري حقونو" غوښتنه بولي. " دا زموږ د ملیونونو بیګناه خلکو په وژنه، ټپي کېدو، بې ځایه کیدو او جلاوطنۍ بدل شو. د ګوانتانامو زندان په اړه، له کافرانو او استعماري غرب څخه د بشري حقونو غوښتنه کوي او تر دې بد لا دا چې امریکا په خپله حق لري، چې د خپلو هېوادونو مسلمانان ونیسي او ویې وژني، د داسې واکمنانو د واکمنۍ په چوکاټ کې چې خپلو بادارانو ته سرونه په لاسونو کې نیسي او خپل خلک ځوروي.

بشري حقونه یوازې یو ځلېدونکی شعار دی چې د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندي. حقیقت یې او هغه څه یې چې تر شا پراته دي، اوس خلکو ته افشا شوي دي. امت اوس خپل دښمنان پېژني، غرب او هغه کسان چې د حقایقو په انحراف سره د دوی ملاتړ کوي. امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت، چې د الله سبحانه و تعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی، بیا تاسیس ته یې په تمه دی.  

د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ښځو برخې رسمې ویانده

 

د مطلب ادامه...

د فلسطین په قضیه کې، یوه ژورنالېست د اسلام پر وړاندې خپل تعصب افشا کړ Featured

د ټلیګراف یوه خبریال د یکشنبې په ورځ د فلسطین د ازادۍ لپاره له یوه مسلمان سره، چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د مسلمانانو پر لښکرو غږېدلی و، چې ایا خپلې خبرې یو جرم بولي؟ د هغه بشپړ ځواب دا و: «جهاد د اسلامي رژیم بهرنی سیاست دی، چې د نبوت پر منهج تاسیس شوی دی. دا د ملکیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره هېڅ اړه نه لري، ځکه چې ستاسو ورځپاڼه ډېری وخت ناسمه ادعا کوي. په فلسطین کې د غیر قانوني ښکېلاک مخالفت د نژاد ضد مخالفت نه دی، صهیونیزم یوه استعماري پروژه ده، چې د خپلو مغرضو اهدافو لپاره له یهودي وګړو څخه ناوړه ګټه اخلي. ډيری یهودیان د صهیونیزم مخالفت کوي، ځکه چې دا د پوځي ښکېلاک او ظلم ايډیالوژي ده.»

اډوارډ مالینک په خپله ورپسې مقاله کې، په عمدي ډول د ځواب هغه برخې حذف کړې، چې د فلسطین د صهیونېست ښکېلاک پر وړاندې مخالف مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. په ډيلي ټیلیګراف کې د هغه پخوانیو مقالو په انګلستان کې د دې دروغجنې ادعا لاندې وېره خپره کړې ده، چې د صهیونېست ضد مسلمانان، دې ته اړباسي چې د صهیونېست رژیم له لوري د فلسطین ښکېلاک او پر وړاندې یې له تاوتریخوالي سره  مخالفت وکړي.

په تیره اونۍ کې، ښاغلي میلنیک له حزب التحریر ـ انګلستان سره په ورته ویډیو باندې د تبصرې لپاره اړیکه ونیوله  او موږ دا ځواب ورکړ:

"د نیول شوي فلسطین په اړه د حزب التحریر ټولې څرګندونې او کړنې باید په دې برخه کې وکتل شي چې موږ له صهیونیست نظریې او د فلسطین له ښکېلاک سره په کلکه مخالف یو. موږ د یهوديانو ترمنځ د یوه مذهب او توکم په توګه توپیر کوو. صهیونیست پوځي اشغال چې ځان ته د "یهودي دولت" نوم ورکوي واقعاً استعمار دی او ډېری صهیونیستان پخپله یهودیان نه دي. په انګلستان کې موږ د صهیونست اصطلاح ځکه کاروو، چې په عربو او ډېرو اسلامي خاورو  کې یې موږ نوم نه پیژنو. ډېری هېوادونه، ګوندونه او اکثریت خلک، د اصلي رسنیو په شمول، د فلسطین ښکېلاک ته د یهودي وجود یا یهودي دولت په توګه مراجعه کوي، د مدافعینو له ناسمو ادعاګانو سربیره د فلسطین د پوځي اشغال په اړه ټول له دې اصطلاح سره اشنا دي.

موږ ټول پوهېږو، چې دروغجن خلک څرګندونې او نظریات ـ یا ان د هغو کسانو څرګندونې او نښې چې په مظاهرو کې برخه اخلي ـ د هغوی د پوښلو لپاره د خپلو کاري اصولو پر اساس، سربېره پر دې چې له واقعیت سره توپیر لري له متن څخه باسي. دا ښکاره ده ځکه چې موږ د صهیونیزم ضد اندیښنې وینو چې د ځینو له خوا په دې جګړه کې د برید کوونکي انتقاد غلي کولو لپاره رامنځ ته شوي دي؛ یا د افراطیت بیانونه چې په اسلامي نړۍ کې شته، د چوپتیا هڅه یې کېږي.

خپلو پوښتنو ته د بشپړو ویناوو او ځوابونو سره د لاسرسي سربېره، هغه په ​​مکرر او قصدي ډول له دې موضوع څخه سترګې پټې کړي او د فلسطین پر وړاندې د تاو تریخوالي د مدافعینو اجنډا کې یې یوه برخه چاپ کړه. پرځای یې، هغه د یوه افراطي سازمان، د ټولنې امنیت باور حواله کوي، چې د فلسطینیانو د ځورونې او وژنې په اړه د نیوکې د غلي کولو لپاره د هڅو له امله مشهور دی.

په همدې اونۍ کې چې نړۍ په اشغال شوي فلسطین کې د تعصبي ژبې پر وړاندې د ناوړه لاریونونو شاهده وه او د فلسطین د شړلو غږ یې وکړ، داسې "ژورنالیستان" نه شي کولای د دوی د اوتو بوتو په منځ کې ځای ومومي، چې د فلسطین د تعصبي برید نظامي واقعیت په اړه راپور ورکړي او نه هم د اسلام پالو غږ یې مخالفت کوي.

له همدې امله موږ پر ښاغلي مالنیک غږ کوو، چې په کلکه د هغه د "رسنیو" څخه په ​​قصدي توګه د هغه فرضیه له پامه وغورځوي، چې د فلسطین غیرقانوني ښکېلاک او د صهیونیست نیواکګرو له خوا د فلسطین پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مخالفت د چوپتیا لپاره د هغه د تکراري هڅو څرګندونه وکړي. ایا دا د کرکې جرم ګڼل کېږي؟ ایا د هغه ناسم الفاظ په حقیقت کې په انګلستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څرګندونې نه دي؟

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ انګلستان مطبوعاتي استازی

#Aqsa_calls_armies

#OrdularAksaya

#AqsaCallsArmies

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

 

د مطلب ادامه...

د افغانستان روانه جګړه د امریکا د منافقانه سیاستونو پایله ده چې ملېشه‌جوړنه یې زیاتوي Featured

د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولې دي. د افغانستان دولت له دې حالت څخه وارخطا شوی او د لا زیاتو ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره یې د «ولسي دفاع» تر نامه لاندې د ملېشو جوړول پیل کړي دي او په ځینو سیمو کې یې پر خلکو او سیمه‌ییزو قوماندانانو وسلې وېشلي دي.

د دولت دا پروګرام افغانستان له یوې بلې سختې او لویې ستونزې سره مخ کوي، چې وروسته به یې بیا د جګړې یو لوری هم حل نه شي کړلی. ملېشه‌جوړل افغانستان یوې بین الافغاني جګړې ته وړي چې په هغو کې به تاوتریخوالی او وژنې زیاتې شي او اصلي قربانیان به یې د افغانستان خلک وي.

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا د افغانستان پر مسلمانو خلکو، د جګړې په ښېکلو لورو، قوماندانانو او مخورو غږ کوي چې له یو بل سره د جګړې پر ځای د روان بحران اصلي رېښو ته پام وکړي. د افغانستان اوسنۍ جګړه د سولې او جګړې په اړه د امریکا د منافقانه سیاست پایله ده چې په هوښیارۍ یې خپل ځواکونه د جګړې له ډګره و ایستل او د افغانستان خلک یې یو له بل سره په جګړه اخته کړل. اوس امریکا د منځګړي او نندارچي په توګه دې خونړۍ جګړې ته ګوري او داسې ښکاره کوي چې ګواکي دا د افغانانو داخلي جګړه ده. په داسې حال کې چې اوسنی خونړی حالت د امریکا د څو مخي سیاست پایله ده چې په خبرو کې خلک سولې ته هیله‌من کوي، خو په عمل کې جګړه زیاتوي. د امریکا دې څو اړخیزه لوبې هم د جګړې ښکېل اړخونه لارورکي کړي دي او هم یې افغانستان د یوې بلې فاجعې لوري ته ټېل وهلی دی.

دا بشپړه واضح ده چې امریکا له نظامي اړخه په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو د خپل نړیوال پرستیژ د ساتلو لپاره یې د سولې پروسه را مخته کړه چې اصلي مانا یې د جګړې یو بل څپرکی دی، نه سوله او امنیت. امریکا په دې سیاست سره وضعیت داسې جوړوي چې له زیاتې‌ وینې‌تویدنې وروسته خپله اجنډا وړاندې کړي څو په افغانستان کې خپل قوي استخباراتي او سیاسي حضور وساتي او دا ټکی نړیوالو ته ثابت کړي چې د بحران اصلي لامل خپله د افغانستان خلک دي، نه امریکا. 

افغانان او د جګړې ښکېل اړخونه باید پوه شي چې یوازینی لوری چې په دې جګړه کې ګټه کوي، امریکا ده. نو ددې وخت را رسېدلی دی چې د افغانستان مسلمان خلک خپلې چارې په خپل لاس کې واخلي او په هغو دامونو کې له لوېدو ځان وساتي چې اشغالګرو ورته غوړولي دي. په بدل کې یې هڅه وکړي چې د اسلامی عقیدې پر اساس سره را ټول شي او په سیاسي برخه کې د اسلامي شریعت پر اساس سره متحد شي. له دې پرته د اوسني وضعیت په دوام سره به ددې خاورې په تاریخ کې یوه بله غمیزه پیل شي، چې ټول به له ځان سره ډوب کړي.

"لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ" رواه البخاري

له ما وروسته کفر ته مه ورګرځئ، چې یو د بل غاړې ووهئ!

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د باجوه عمران رژیم په افغانستان کې ـ چې د امپراطوریو هدیره ګڼل کېږي ـ د امریکایي ښکېلاک د ختمولو پر ځای، هغه غښتلی کوي! Featured

ملت ته د درواغ ویلو اوږده کلتور ته په پام سره بیا هم د بهرنیو چارو وزیر او نور حکومتي چارواکي د مسلمانانو سترګو ته خاورې ورشیندي او د امریکا د پوځي اډو شتون یې په کلکه رد کړ. د نیویارک ټایمز یوه راپور د دوی چل او فرېب افشا کړی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان لا هم په لوړه کچه له امریکا سره په خبرو اترو لګیا دی، څو له افغانستان څخه پاکستان ته د امریکايي ځواکونو تشکیل ولېږدوي، دغه راز په دې اړه بیلابیل توضیحات وړاندې شوي دي. د جون ۶مې راپور کې یې په جزیاتو اشاره ورته کړې ده، چې د مرکزي استخباراتو رییس ویلیام .ج برنز په دې وروستیو کې له اسلام اباد څخه پټه لیدنه کړې او د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتو له لوی رییس میجر جنرل فیض حمید سره یې لیدلي دي. د امریکا د دفاع وزیر، لوډ.ج آسټین، له جنرال باجوه سره په مسلسله توګه په اړیکه کې دی. په پاکستان کې د دې پوځي اډې او پوځي جوړښت د حضور موخه، په افغانستان کې د تش په نوم ترهګرۍ پر وړاندې عملیات ترسره کول دي. امریکا غواړي د ظرفیت لوړولو لپاره کار وکړي، ترڅو په پاکستان کې نه یوازې دا چې ترهګریز بریدونه وکړي، بلکې زموږ د اټومي سایټونو جاسوسي هم وکړي. دا به له امریکا سره هم مرسته وکړي، څو زموږ په سیمه کې مخابراتي او استخباراتي ظرفیتونو ته وده ورکړي او په سیمه کې د دوی پوځي حضور خوندي کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! په حقیقت کې، افغان مجاهدینو د بوش، اوباما، ټرمپ او بایډن راج او غرور د جهاد له لارې، د امپراطوریو په هدیره کې ښخ کړ او پر امریکا یې د ماتې خوند وڅاکه. امریکایي ځواکونو ونه شوای کړای چې د څو زره قبیلوي مسلمانانو پر وړاندې مقاومت وکړي. په داسې حال کې چې هېڅ ډول لومړني دفاعي وړتیاوې، لکه هوايي دفاع یې نه درلوده، په کوچنیو وسلو سمبال وو او کمزورې روزنه یې درلوده. دوی بیا هم امریکا وتلو ته اړ کړه. دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو ۴۲ اشغالګرو هېوادونو ځواکونه په خورا پرمختللو وسلو سمبال وو. نو دلیل یې څه دی، چې د پاکستان پوځي مشرتابه، له مشرف څخه تر باجوه پورې ، د ۶۰۰،۰۰۰ څخه د ډېرو سرتیرو قومانده پر غاړه لري او په هرډول عصري وسلو سمبال دي، خو د امریکا لپاره پوځي عملیات کوي او د ALOC او GLOC اکمالاتي قطارونو ساتونکي هم پاتې شوي دي. امریکایي ځواکونه په داسې حال کې چې ایالتونه ونه توانیدل، چې د افغانستان مقاومت مات کړي، د پاکستان سیاسي او پوځي رهبري اوس په مختلفو بڼو کې د امریکا د پیسو ورکړې منځګړیتوب کوي، چې د امریکا له لوري نصب شوی. همدارنګه د کابل حکومت کې د ګډون لپاره د افغانانو اړ ایستل هم پکې شامل دي، په داسې حال کې چې له امریکا سره خبرې کوي، تر څو پاکستان ته خپل پوځي تشکیل ولېږدوي. موږ به تر کله د دغو اکمنانو له لوري د مسلمانانو پر وړاندې خیانت زغمو  او تر څو به د دې واکمنانو د دروغو له انکاره بې خبره وو؟ ایا د الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره زموږ مینه موږ ته د دې اجازه راکوي، چې زموږ استخبارات د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لپاره استفاده کړو؟ موږ څنګه دغو واکمنانو ته اجازه ورکوو، چې د امریکا د ګټو ساتلو لپاره خپل پوځي ځواک او سرچینې وکاروي، په داسې حال کې چې همدا واکمنان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام ساتلو لپاره زموږ پوځي ځواک له تحرک څخه منع کوي، تر څو  د اقصی جومات، فلسطین او کشمیر آزاد کړئ؟

 

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! په سیاسي او پوځي رهبرۍ کې د پاکستان واکمنان دا جرات نه لري، چې له امریکا څخه ستاسو په اړه کومه غوښتنه رد کړي. زموږ له ملت سره د دوی د خیانت ثابت ریکارډ، د دې روښانه ثبوت دی. په سپینه ماڼۍ کې د دوی بادار دوی ته وايي چې داسې بیانات ورکړي، تر څو د پاکستان خلک او د دوی د اردو افسران ګمراه کړي، نو دوی هر هغه څه تر سره کوي چې امریکا ورته وايي. دوی دا کار کوي په داسې حال کې چې امریکا د الله سبحانه وتعالی او له پاکستان او هاخوا مسلمانانو سره په جګړه کې دي. په حقیقت کې دوی هغه مشتریان دي، چې نه شي کولای د دوی له مشرانو څخه د کومې غوښتنې ردولو فکر وکړي یا ان د رد په اړه د فکر کولو هڅه وکړي. د دې  سپکو واکمنانو تر پښو لاندې ټغر کش کړئ  او د نبوت پر منهج د خلافت بېرته راګرځولو لپاره حزب التحریر ته خپل نصرت ورکړئ، چې ژر تر ژره له ټولې سیمې څخه د امریکا جګړو ته د پای ټکی کېږدي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَلَا تَرۡكَنُوۡۤا اِلَى الَّذِيۡنَ ظَلَمُوۡا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُۙ وَمَا لَـكُمۡ مِّنۡ دُوۡنِ اللّٰهِ مِنۡ اَوۡلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنۡصَرُوۡنَ] [ هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي او تاسو به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ چې د الله سبحانه و تعالی څخه مو وژغورلی شي او له هېڅ  ځای څخه به تاسو ته مرسته درونه رسېږي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

پر یهودیانو، د هغوی پر مزدورانو او بې خبره حکامو دې لعنت وي

  • خپور شوی په سیاسي

پر شیخ جراح، القصی او غزې تړانګې د وحشیانه بریدونو په اړه څو کرښې:

لومړی: له شک پرته چې په غزه کې مقاومت بریالی شوی. یوازې یهودو او پیروانو ته یې د نه ځواب، خپله یوه بریا ده.

څه فکر کړئ، کله چې په هاوانونو د اسراییلو رژیم لړزانده شو او ستاسو نظر د کلابندې غزې په اړه څه دی، چې پوځونه يې ډار کړي دي. هغه پوځونه، چې بې لارو حکامو د هغوی په اړه موږ ته دوکه راکړې او داسې ښيي چې د پوځ غوسه او احساسات په جوش نه راځي!؟

په الله سبحانه وتعالی قسم چې عزت يې په لاس کې دی، له شک پرته چې صبر کوونکو ته نصرت ورکوي. قسم په الله چې په غزه کې د خلکو مقاومت د مومنانو زړونو ته شفاء وربښلې ده. الله سبحانه وتعالی دې شهیدان وبښي؛ کورنیو ته يې جمیل صبر غواړو او خیر دې ور په برخه وي.

دویم: له شک پرته چې د فلسطینیانو مقاومت یهودیان ډار کړي دي. هغوی داسې انګېرله چې غزه به له منځه یوسي، کورنی سیاست به یې بریالی شي او وروسته به خپلې بریاوې ولمانځي.

﴿فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ﴾ [حشر: ۲]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له داسې لوري پر هغوی راغی چې هغه لوري ته يې هېڅ خیال هم نه وو؛ د هغوی په زړونو کې یې وېره خپره کړه.

له اوربند وروسته د اسراییلو ذلیل حالت ډېر په زړه پورې دي. د حکامو ذلت څومره ښکلی دی، چې له شرم ډک فکر يې درلود، څو مقاومت وځپي او له منځه یې یوسي. هغوی بېرته په خپلو مکرونو کې راګير شول. لعنت پر یهودو، غلامو او ټنبلو حکامو!

درېیم: د اسلامي خاورو حکامو، غلامانو او مکر کوونکو یو ځل بیا د قدس او نورو اسلامي پېښو په اړه  خپل ذلت ښکاره کړ او دا حالت يې لا پسې زور اخلي. هغوی خپل پوځونه د مسلمانانو د وژلو لپاره یمن ته استوي؛ لکه څرنګه چې سعودي او محتده عربي اماراتو دا کار وکړ. لیبیا ته هم مصر او ترکيې په وسلو سمبال پوځونه ولېږل. هر کله چې د اسلامي خاورو حکام پوځونه استوي، د دې لپاره نه دي چې د مسلمانانو او د قدس شریف په ګټه او ملاټر دې وي. د هغوی موخه دا ده چې له کفارو ملاټر وکړي او د مسلمانانو تر منځ د جګړې اور بل وساتي.

څلورم: له بده مرغه مسلمان پوځونه له حکامو څخه ړوند اطاعت کوي. دوی حکامو ته مخلص دي؛ په داسې حال کې چې امت د هغوی غفلت او بې کفايتي نوره نه زخمي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ﴾ [توبه: 14]

ژباړه: اې مومنانو! له کفارو سره وجنګېږئ؛ الله سبحانه وتعالی به ستاسو په لاسونو هغوی ته سزا ورکړي؛ ذلیل او خوار به يې کړي او د هغوی په مقابل کې به له ستاسو سره مرسته وکړي او له دې سره به د مومنانو زړونه یخ شي.

او الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿انْفِرُواْ خِفَافاً وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ﴾ [توبه: 41]

ژباړه: ټول د جهاد ډګر ته حرګت وکړئ، که سپک بارلرونکي وئ او یا درانه! پخپلو مالونو او ځانونو سره د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ، دا ستاسو لپاره غوره ده که پوه شئ.

همدارنګه فرمایي:

﴿وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾ [هود: 113]

ژباړه: پر کفارو او مشرکینو تکیه مه کوئ او که داسې وکړئ،  دوزخ به مو ځای شي.

رسول الله صلی الله علیه و سلم هم فرمایلي:

(لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الْخَالِق)

ژباړه: له مخلوق څخه هېڅ داسې طاعت نه دی پکار چې د معصیت سبب شي.

دغه راز فرمایي:

(الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ؛ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ)

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ پر هغه ظلم نه کوي، نه يې سپکوي او نه سپکې سپورې ورته وايي.

له پورته ایتونو او احادیثو سره-سره ډېر احادیث او ایتونه شته که د چا په زړه کې یوه زره ایمان هم وي، هغوی هڅوي چې القصی وژغوري.

الله سبحانه وتعالی د اقصی په اړه فرمایلي دي:

﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ﴾ [اسراء: 1]

ژباړه: ثنا او صفت دې وي د الله لپاره چې خپل بنده (رسول الله صلی الله علیه وسلم) يې له الحرام جومات څخه تر القصی پورې ورساوه. هغه ځای چې چاپېریال ته مو يې (مادي او معنوي) برکت ورکړی دی.

پنځم: مسلمانانو د تل په څېر د پاڅون لمبه بله ساتلې او د مبارکو ایتونو په رڼا کې يې ایمان، یووالی، له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مقدساتو، په ځانګړې توګه یې له القصی سره محبت ټینګ ساتلی دی. د فلسطینیانو لور ته د اردون د خلکو حرکت څومره په زړه پورې او ښکلی اقدام دی. زموږ عراقي وروڼه هم په جذبه او حرکت کې راغلي او غواړي چې د اردن پولې د هغوی پر مخ پرانیستې وي. الله سبحانه وتعالی دې خیر ورکړي! قسم په الله، دا هغه قوم دی، چې د الله سبحانه وتعالی دغه قول یې تصدیق کوي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ﴾ [عمران: ۱۱۰]

ژباړه: تاسو غوره امت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یاست.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

ژباړه: د مومنانو مثال له یو بل سره په ملګرتیا او مهربانۍ کې داسې دی، لکه یو جسم؛ کله يې چې یو غړی په درد شي، نور غړي یې هم ورسره دردمن کېږي.

شپږم: ستونزه چېرته ده؟ ولې القصی او ټول فلسطین نه شو ازاد او ژغورلی؟ ایا اسلامي امت غوره امت نه دی؟

ځواب دا دی چې د قدرت څښتنان، لښکر او نننی پوځ تر اوسه د اسلامي امت پر وړاندې مخلص دي؛ خو د غرب د غلامو حکامو له لومو څخه ازادي نه شي تر لاسه کولی. هو! ستونزه همدا ده.

اسلامي امت باید خپل فعالیت لا ځواکمن کړي، څو خپل بچیان او متنفذین، چې په پوځ کې دي، له هغوی سره اړیکې پرې کړي او له الله سبحانه وتعالی، امت، مقدساتو او مخلصینو سره ودرېږي.

اسلامي پوځونه باید پوه شي، که خپل ځانونه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې قرباني کړي، د امت تر څنګ ودرېږي، غلامو حکامو او غرب ته شا کړي، الله سبحانه وتعالی به له هغوی سره وي. حزب التحریر له تاسو تمه لري چې ورسره یو ځای شئ، څو امت په اخلاص او ویښتیا رهبري کړي او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په وسیله د دارینو خیر ور به برخه کړي. هغه خلافت چې ژر فلسطین ازاد کړي. د ظلم حاکمیت له منځه یوسي؛ مسلمانان د عدالت او عزت تر سیوري لاندې سره یوځای کړي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته چې ځواکمن دی!

القصی؛ لښکر او پوځونه مرستې ته رابلوي!

لیکوال: دوکتور فرج ممدوح

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي راډیو دفتر ته

ژباړن: الهام «پردېس»

د مطلب ادامه...

امت له خاینو حکامو او نظامونو سره د دې پر سر سیالي کوي، چې دوی د مبارکې خاورې ازادي غواړي او هغوی له یهودو سره اړیکې عادي کوي!

(ژباړه)

اقصی جومات مسلمانو لښکرو ته چیغې وهي!

الأقصى يستصرخ الجيوش

Aqsa  calls  armies

AqsaCallsArmies

OrdularAksaya

خبر:

د یهودي رژیم (لسرایر) هوایي شرکت وایي: «د دغه رژیم او مراکش هېواد د اړیکو له عادي کېدو شپږ میاشتې وروسته، په راتلونکې جون میاشت کې د تل ابیب او مراکش تر منځ مستقیم خط ایجادیږي.» د دغه شرکت ویاند وایي: «له تل ابیت نه تر مراکش پورې لومړی سفر د جون میاشتې په ۱۹مه، نېټه پیلیږي، چې په هر اونۍ کې به اوه سفرونه کېږي.»

تبصره:

د غربي هېواد او یهودو رژیم تر منځ هغه مهال د اړیکو پراختیا علني کېږي، چې د یهودو رژیم عامه قتلونه، په وحشیانه توګه د غزې ړنګول، پر اقصی مسجد متکرره بریدونه او همدارنګه د فلسطینیانو پر وړاندې یې هره ورځ بریدونه دوام لري او دغه حقیقت له اسلامي امت څخه د لاسپوڅو نظامونو بیرونوالی ښيي، چې اسلامي امت په یوه کلي او مزدور نظامونه په بل کلي کې دي.

امت د مقدسې خاورې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسرای ازادېدل غواړي. د امت بچیانو د خپل رسالت له مخې د دغې خاورې پولو ته ځان راورساوه. په داسې حال کې چې د غرب مزدور نظامونه د یهودو له غاصب رژیم سره د اړیکو عادي کولو او په اسلامي خاورو کې یې د ادغام لپاره، په داسې وخت کې کار کوي، چې د فلسطین د خلکو د اتلولیو پر وړاندې فلج شوي دي. هغوی د فلسطین په ګوټ، ګوټ کې فعالیت پیل کړ، پرته د دې په پام کې نیولو سره، چې د ۴۸ او ۶۷ کلونو د اشغال څخه په ګټې اخیستنې سره، چې د غرب او د هغوی د مزدورو موخه ترې د یهودي دولت ثبات و. 

د فلسطین د خلکو وروستۍ اتلولۍ او د تحرکات یووالی ښيي، چې امت د اقصی جومات او ټول فلسطین ازادي غواړي. زموږ په خاورو کې د مزدورو نظامونو موخه له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کول دي. دوی هغه موخه چې په یوه وخت کې امکان نه لري، بلکې د امت او خاینو حکامو تر منځ سختې جنجالي اړیکې په ډاګه کوي. که امت دغو موخو ته ونه رسېږي، نو امت به د دې لامل شي، چې مزدور حاکمان د غرب غلامۍ ته ورکش کړي.

اسلامي امت باید له دغو حاکمانو صلاحیت واخلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه راشده خلافت تاسیس کړي، څو د الله تعالی شریعت حاکم شي او د غرب له غلامۍ څخه ځان خلاص کړي او په دې سره به له لاسه وتلې سیاسي اراده بېرته تر لاسه کړي. لښکرونه/ پوځ باید د صلاح الدین په شان د فلسطین مبارکې خاورې ازادولو او د یهودي رژیم د له منځه وړولو لپاره حرکت وکړي. د پوځ جنرالانو او لښکرونو افسرانو ته لازمه ده، چې دغو خاینو حکامو ته شا کړي، چې د امت دین او مقدساتو ته یې په سپکه سترګه وکتل او د امت له دښمنانو سره اړیکې عادي کوي. دغه راز د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیسي، څو د دې وخت له مناصرینو وګڼل شي.

لیکوال: ډوکټور مصعب ابو عرقوب

د فلسطین مبارکې خاورې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې